د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مينا سید

د مينا سید پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

لټ خربشپړ شعر ولولئ

لټ خر

مينا سید

په یوه کلي کې یو سوداګر اوسېدلو. هغه د سوداګرۍ لپاره شیان مارکیټ ته راوړل. هغه یو خر درلود. هغه هر څيز په خره بارول؛ بیا به یې د سوداګرۍ لپاره  مارکیټ ته وړل. سوداګر د خپل خره ښه خیال ساتلو. هغه په دې پوهېدلو چې د ده خر د ده لپاره څومره اهمیت لري. خپله به يې پاک او روغ ساتلو او ډېره ښه ډوډۍ یې ورکوله. خر ځوان او قوي و. کولی یې شوی چې ډېرې کڅوړې په خپل شا تر مارکیټ یوسي؛ خو لږ لټ و. هغه نه غوښتل چې کار وکړي. ده غوښتل چې وخوري، وڅکي او ویده شي. 

هو زه بیا مارکیټ ته ځم. زما بادار په دغو ورځو کې یوه ورځ باید رخصتي وکړي. زما ډېر خوښېږي چې رخصتي وکړم. شاید زما بادار رخصتي ته اړتیا ونلري، خو زه یې لرم. 

خر نپوهیدلو چې بادار یې نشي کولی رخصتي واخلي. که سوداګر مارکیت ته ولاړ نشي هغه نشي کولی پیسې ترلاسه کړي. او بیا به هېڅ خواړه د خوړلو لپاره نه وي. د سوداګر ګټه په دې کې ده چې د مارکیټ د غوښتنې سره سم څیزونه هلته راوړي. سوداګر به مختلف څیزونه مارکیټ ته وړل؛ لکه سبزي، غنم، مساله او میوه. دی به هره ورځ له کلي نه ښار ته تللو. ښار ته د تګ لپاره دوی باید له یو سیند نه تېر شي. سوداګر به د خره ځانګړې پاملرنه کوله چې له اوبو سم تېر شي. 

یوه ورځ د ده ملګري ورته وویل، چې په مارکیټ کې د مالګې خرڅلاو ډېر ښه دی. هغه هم د مالګې بوجۍ تیارې کړلې تر څو د خرڅلاو لپاره مارکیټ ته یوسي. د مالګې بوجۍ یې د خره په شا بار کړې. خو ګوري چې د خره شا ډېره درنه شوې او خر نشي کولی په لاره ولاړ شي. سوداکر یو بوجۍ لرې کړه. اوس ښه شو. هغه نه غوښتل خر په تکلیف شي خو خر حاضر نه و چې یو قدم هم واخلي. 

هغه په دې پوهېدلو چې د ده خر لټ دی. خپل خره ته يې وویل ډېره لټي مه کوه؛ ډېر خوب او آرام دی وکړ. موږ باید مارکیټ ته ولاړ شو. سوداګر هغه ورځ د مالګې ټولې بوجۍ خرڅې کړلې. له ځانه سره يې وویل زما ملګري خو ریښتیا وايي. 

اوس یې د مالګې سوداګري پیل کړه. ډېر ښه! د مالګې بازار اوس ښه ګرم دی. هره ورځ به يې بوجۍ له مالګې ډکولې او د خره په شا به يې د خرڅلاو لپاره مارکیټ ته وړلې. خر مجبور و چې کله ۵ او ان کله ۶ بوجۍ مالګه په شا مارکیټ ته یوسي.که څه هم له دې کار خوښ نه و، خو بیا هم کله به چې کور ته راستون شو خوښ به و.

سوداګر به په یو ځل ټوله مالګه مارکیټ ته یوړه او نوره مالګه به نه وه چې د دویم ځل لپاره ولاړ شي. څو ورځې تېرې شوې. یوه ورځ  سودا‏‏ګر شپږ بوجۍ مالګه د خره په شا بار او د مارکیټ خوا ته روان شو. څنګه چې اوبو ته ورنژدې شول د سوداګر پام شو چې په سیند که اوبه ډېرې دي. 

وویل: راځه چې نن لږ ورو، ورو ولاړ شو. نه غواړم چې په دې اوبو کې ولوېږو. په نیمه لاره کې ناڅاپه د خره پښه وښویېدله او په اوبو کې کېناستلو.  هو! نه! دا څه وشول؟ له ډېرې هڅې وروسته سوداګر وکولی شول چې خر له اوبو راوباسي. خر حیران او ډار شوی و. ناڅاپه يې پام شو آیا اوس هم مالګه زما په شا بار ده؟ خو ولې داسې احساس کوم چې زما په شا هېڅ هم نشته؟ ډېر سپک احساس کوم. او پوه شو دا سیند جادويي سیند دی. 

په هغه څه چې خر نپوهیدلو هغه دا وا چې هېڅ رقم جادو په اوبو کی نشته. کله چې خر په اوبه کې ولوېدلو، مالګه په اوبو کې ګډه شوه. له همدې کبله خره سپک احساس کولو. ځکه چې په کڅوړه کې هېڅ مالګه نه وه پاتې. سوداګر وویل: وګوره زما ټول زحمت هېڅ شو . اوس به څه شی خرڅ کړم. خو بیا هم شکر وباسم چې خر مې جوړ دی. اوس نو کوم دلیل د مارکیټ د تګ لپاره نلرم نو اوس به کور ته بېرته ولاړ شم.

خره وویل: زما په شا نه کوم بار او نه هم کار شته. زه باید کار ونکړم. دا خو ریښتیا چې جادويي سیند دی. خره ټوله ورځ آرام وکړ. پرون زما ورځ ډېره ښه تېره شوه. ټوله ورځ وخوره او ویده شه. خر ډېر خوشاله و. بله ورځ سوداګر بیا ۶ بوجۍ مالګه د خر په شا بار کړ او د مارکیټ خوا ته روان شو. 

خره له ځانه سره وویل زه نن بیا باید هغه کار وکړم. پرېږده، چې ويې ګورم شاید چې د کارکولو نه مخنیوی وکړی شم. کیدای شي د خپل شا بار لږ کړم او بېرته کور ته ولاړ شم کټ مټ لکه پرون. اوبه جادويي قوه لري. زه ډاډه یم چې بیا به راسره مرسته وکړي. 

سوداګر د خره د نیت نه بې خبره و، او د مارکیټ خواته روان شو. څنګه چې سیند ته ور نژدې شو؛ خر یو قدم مخ ته ولاړ او مخ کې له دې چې سوداګر د هغه مخه ونیسي ولاړ په هماغه ځای باندې کېناستلو چېرته چې پرون لوېدلی و. 

سوداګر وویل: ته دا څه کوې احمقه خره! راپورته شه. 

خو ډېره ناوخته شوې وه. هغه مالګه وختي اوبه شوې وه. اوس نو خر بیا ډېر خوشاله و. دغه دی نه بار شته او نه هم کار. 

سوداګر وویل: صبر وکړه وګورم چې د خره دا کار خو به قصدي نه وي. عجیب ټنبل حیوان دی. ما د ده څومره خیال وساتلو او ده په دې رقم زما ځواب راکړ. راځه چې کور ته ولاړ شو اوس زه پوهېږم چې څه وکړم. 

خر فکر کاوو چې د کار نکلو لپاره یې ډېره ښه لاره پیدا کړې ده. خو سوداګر بل پلان درلود. سبا ته سوداګر ۸ بوجۍ د خر په شا بار کړې. خو خره شکایت ونکړ. 

دا زه څنګه وزن نه احساسوم؟ څه پروا لري، پرېږده چې هر څومره بار زما په شا باروي؛ بار دې یې کړي، زه خو مارکیت ته هسې هم نه ځم. 

سوداګر له دې پرته چې څه ووايي خر يې اوبو ته کارته کړ. خر کله چې اوبو کې کېناستلو، وویل دا دی زما جادو کار وکړ. خر په هماغه پخواني ځای ناست و. مګر نن سوداګر خر له اوبو راپورته نکړ. کله چې خره غوښتل له اوبو را پورته شي احساس یې وکړ چې د دا شا درنه ده. 

دا څه شوي دي؟ دا زما شا ولې دومره درنه ده؟ 

سوداګر چې پوه سړی و د خر په چل پوه شوی و؛ نو ځکه يې د مالګې په ځای د خر په شا پخته بار کړې وه. کله چې خر په اوبو کې کېناستلو پختې اوبه جذب کړې او بوجۍ ډېرې درنې شوې وې. 

سوداګر وخندل او وویل: خره فکر کړی و چې بیا به ما احمق کړي. 

خره وویل: هو دا خو ډېر درون دی. هو زما شا!!! 

اوس خر پوه شوی و چې په اوبو کې کوم جادو نشته. اته بوجۍ یې مارکیټ ته یوړې او بېرته کور ته راغلو. له هغې ورځې وروسته خره بیا دا جرئت ونکړ چې بیا داسې لوبه وکړي.  

د مینا سید ژباړه

وږی میلیونربشپړ شعر ولولئ

وږی میلیونر

مينا سید

په پخوا زمانه کې په یو لري کلي کې یو پیسه دار سوداګر د ریچارډ په نامه اوسېدلو. هغه یو کروندګر و. هغه غنم او سبزي خرڅوله. د ده کار دومره ښه و چې میلیونر شو. ټولو فکر کالو چې هغه ډېر آرام او ښه ژوند تېروي. مګر ریچارډ ډېر بد بخت، خو څنګه؟ 
پلاره! زما بوټان شلېدلي دي؛ زه نویو بوټانو ته اړتیا لرم. 
موږ دا بوټان دوه کال وړاندې واخیستل. ته غواړې چې زه مسکین شم؟ 
پلاره زما پښې غټې شوې دي؛ وګوره دې بوټانو زما پښې څومره ژوبلې کړې دي. 
نوي بوټان د چا پښې وهي. د دې مطلب دا دی چې تا دغه بوټان سم نه دي په پښو کړي، نو ځکه لا نوي دي چې ستا پښې ژوبلوي. خیر دا پیسې واخله او ملهم درته واخله تر څو پښې دې ورسره ښې شي. ملہم نیم ډالر دی مګر بوټان دیرش ډالر کېږي. 
هو! خو پلاره! 
بس! اوس ولاړ شه! ټول زما پیسو پسې دي؟
دا ریچارډ و چې نه يې غوښتل په هېڅ شي پیسې مصرف کړي. په داسې حال کې چې د هغه کوټه له الماسو، سرو زرو او مرواریدو ډکه وه. د ده خپل بوټان هم شلېدلي وو او په کور کې یې ټول کالي پینه‌يي وو. خپلې کورنۍ او مزدورانو ته يې دوه وخته خواړه ورکول. 
یوه ورځ ریچارډ په ښار کې ګرځېدلو، خپل مزدورکاران یې اړ اېستل چې د غنمو ډکه بوجۍ په شا باندې کور ته یوسي. د کیک او کلچو د هټۍ له مخې تېرېدلو؛ چې د خوندور چاکلیټي کیک بوی یې حس کړ. د کیک بوی په ریچارډ ډېر ښه ولګېدو. هغه پخوا داسې هیڅکله احساس نه و کړی. خو ترې تېر شو. 
ښځې ورته وویل: راغلی؟ 
هو راغلم! 
څه شوي دي؟ 
هېڅ هم نه! 
آیا ستا حالت ښه دی؟ 
نه! زه کیک غواړم! تازه، ګرم، مزه‌دار چاکلیټ کیک غواړم. 
هو دا ښه ده زما هم زړه ورته شوی دی. زه باید یو دانه نه، بلکې لس کیکونه پاخه کړم. تر څو زموږ لپاره، کارګرانو او مزدورکارانو لپاره بس شي. 
دا څه دې وویل؟ له همدې لپاره ما هېڅ نه غوښتل چې کیک تاته یاد کړم. ته غواړې ما مسکین کړې؟ 
سمه ده! بیا به یو کیک پوخ کړم، زموږ او ماشومانو لپاره. 
ولې باید ماشومان کیک وخوري؟ زما مطلب دا دی چې د هغوی غاښونه خرابوي. 
سمه ده! یوازې به زموږ لپاره کیک پوخ کړم. 
څه؟ ته هم کیک غواړې؟ 
په دې باور نشم کړی چې ته داسې یې ریچارډ! سمه ده یوازې یو کپ کیک ستا لپاره پخوم. په همدې بڼه به ستا خزانه ډېره شي. 
ډېر ښه. ژر یې پوخ کړه چې لږ وخورم. 
د ریچارډ ښځې یو کپ کیک یوازې د ده لپاره پوځ کړ. په زړه پوری کیک پوخ شو. ګرم، تازه، ډک له چاکلېټو او مزه‌دار و. ریچارډ کیک وخوړ او خپلې ګوتې او قاب یې وڅټلو، خو یوه ټوټه يې هم خپلې ښځې ته ور نکړ. یوې ښاپيرۍ دا حالت ولید او ډېره په غوصه شوه. 
داسې شتمن او پیسه‌دار سړی او داسې بد بخت او پست! د دې په ځای چې د خپلو له شتو نور هم ماړه کړي خو ان اجازه نه ورکوي چې د هغې د کورنۍ غړي سم خواړه وخوري. باید سم درس ورکړم؛ یو ډېر ښه درس. د همدې لپاره ښاپيرۍ تر سهاره په تمه شوه تر څو ریچارډ کار ته ولاړ شي. ښاپيرۍ د ریچارډ په شکل ځان جوړ کړ او کور ته د نننه شوه. ټولو کاریګرانو ته يې غږ وکړ: 
تاسې ټول دلته راشئ. 
څه دي ښاغلیه!  
دا اوس ما یوه ښاپيرۍ ولیده چې راته یې وویل چې خپل ټول شته له ټولو سره شریک کړم. او راته یې وویل که دا کار مې ونکړ، زه نن شپه مرم. نو اوس کلي ته ولاړ شئ او ټولو ته ووايئ چې زما د خزانې خونه نن د ټولو لپاره خلاص ده. هر څوک کولی شي، هر څه چې غواړي ترې وایخلي. اوس ولاړ شئ. هو واورئ که ما یا کوم بل چا ستاسې لاره ونیوله ما ووهئ او له کور مې وباسئ. په یاد ولرئ که زه خپله خزانه ونه ویشم بیا نو زه مرم! 
هر څه چې تاسو وايئ صاحب! 
کاریګران کلي ته ووتل او د خپل د مشر پیغام یې خلکو ته ورسولو. ډېړ ژر ټول خلک د ریچارډ کور ته راټول شول او سره‌زر، الماس او جواهرات یې له ځان سره یوړل. غرمه کله چې ریچارډ د ډوډۍ لپاره کور ته راغلو؛ حیران شو! 
تاسې څنګه جرئت کړی! ژر زما د خزانې له خونې ووځئ. کاریګرانو! دوی وباسئ! غلو! 
ژر راشئ! چې مشر ووهو او له کوره یې وباسو. 
موږ څنګه کولی شو چې دا کار وکړو. دی زموږ مشر دی.
په یاد نلرئ چې نن سهار مشر څه وویل. موږ باید دی ووهو او له کوره يې وشړو. نو ځکه دوی ټولو مسکین ریچارډ له کوره واېستلو.
ریچارډ د قصر محکمې ته ولاړ او پاچا ته يې ټوله کیسه وکړه. د کلي ټولو خلکو له ما غلا وکړله. 
تا خو په خپله د کلي له خلکو وغوښتل چې راشي او ته غواړې خپله خزانه له هغوی سره شریکه کړې. ډېر خلک شته په همدې خبره شاهدي ورکوي. 
ښاغلیه! زه ټول سهار په کار کې وم. 
په دې وخت کې ښاپیرۍ هم څرګنده شوه!
آیا ته هماغه ریښتیانی ریچارد یې؟ هغه نو څوک دی؟ کومه درغلي یا دوکه نه وي شوې. اصلاً ستاسې فرق نه کېږي. زه اړ یم له تاسې یو انتخاب کړم. زه ولې داسې کس د ریچارډ په توګه غوره کړم چې غواړي خپل شته له نورو خلکو سره وویشي؛ په داسې حال کې چې اصلي ریچارډ نه غوښتل خپل شتمني وویشي، ان خپله کورنۍ یې هم وږې ساتلې وه؟ 
والاحضرته! تاسې غواړئ ما په زندان کې واچوئ؟ 
شاید! 
والاحضرته! داسې کار مه کوئ هغه په خپله رېښتیانی ریچارډ دی. زه ښاپیرۍ یم. ما غوښتل چې زما دا کار د ده لپاره یو درس شي. 
دا بندي کړئ ولاحضرته! دې هڅه کړې زما نه زما شتمني واخلي. 
ولاحضرته! زه د ده میرمنه یم. د ده دارايي ما پورې هم اړه لري. زه هم موافقه یم چې زما خاوند وږی او سخت دی. ښاپیرۍ ښه کار کړی دی؛ تر څو د ریچارډ لپاره یو درس شي. 
پاچا وویل: ګورې ریچارډه!؟ د شتمنۍ ساتنه څه په درد خوري؟ ان ستا د کورنۍ یوه غړې هم ستا له کنجوسۍ شکایت کوي. ته هېڅ ملګری نه لرې. ستا د کورنۍ غړي هم غواړي چې زه تا زندان ته واچوم. آیا ته همداسې ژوند غواړې؟ ایا ده هماغه ژوند دی چې ته یې غواړې؟ 
نه! والاحضرته! زه بښنه غواړم! اوس مې خپلو غلطیو ته پام شو. 
ډېر ښه! یو بل چانس درکوم چې خپله رویه بدله کړې. 
د ریچارد ښځې مننه وکړه او وویل چې د خپل خاوند د ښه کېدو له وجې ټولو کلیوالو ته خواړه تیاروم. 
ریچارډ وویل: سمه ده زما قبول دی.
د مینا سید ژباړه

صادق لرګی ماتونکیبشپړ شعر ولولئ

صادق لرګی ماتونکی

مينا سید

په یوه زمانه کې یو ځوان په یوه واړه کلي کې ژوند کاوو. هغه الن نومیدو. هغه ډېر صادق سړی و. هېڅکله یې هغه څېزونه نه اخیستل چې په ده پورې یې تړاو نه درلود. خو د غلو سره په یوه کور کې اوسېدلو. هغوی به د ورځې له خوا د کلي له خلکو غلا کوله او په غلا شویو توکو به یې د شپې له خوا به يې میلمستیاوې کولې الن ته دې کار هېڅ خوند نه ورکولو. 
زما دا نه خوښېږي! 
ستا نه خوښېږي؟ 
نو ماته يې راکړه! زه به دا ټول وخورم. 
ځه! ته حق نلرې چې ویې خورې! زه له ټولو ډنګر یم! ماته یې راکړه! څه شوي دي الن؟ ستا ولې دا خواړه خوښ نه دي؟ 
زما موخه خواړه نه دي. ستاسو د ژوند دا ډول دی. زما غلا او بې ایماني خوښ نه دي. زه غواړم چې یو ښه ژوند وکړم. 
ښه ژوند؟ له دې به نور څه ښه وي؟ موږ ټول سره زر لرو او ټول خوندور خواړه خورو. هېڅ هم له دې نور نه شي ښه کېدلی. 
خو زه فکر کړم چې موږ کولای شو. زه صبا دا ځای پرېږدم او ځان له نوی ژوند پیلوم.
هاهاها! هر رقم چې غواړې هغسې وکړه. زما لپاره دا ښه دی؛ زه به د یوه بل کس حق هم وخورم. 
ته! نه! نشې کولی! زه د الن برخه غواړم. لاس دې له قاب لرې کړه! تاسې ټول چوپ شئ! 
صبا ورځ الن له دوی بېل شو او ولاړ. بل کلي ته ولاړ او یو نوی او صادق ژوند یې پیل کړ. کله چې بل کلي ته ورسید؛ په یوه ګوښه کې کېناستلو او فکر یې وکړ چې اوس څه وکړي. 
زه حتماً باید یو کار وکړم ترڅو خپله ګېډه مړه کړم او یو ځای ومومم چې د شپې له خوا پاتې شم. هم! اوس څه وکړم؟ 
له یوې زړې ښځې مڼې په ځمکه ولوېدلې او ناره یې کړه:
هو دا زما مڼې!  
مه خپه کېږه. زه به يې درته راټولې کړم. دغه دي واخله. 
ته څومره مهربان يې. شاید ډېر وږی وې؟ تاسو غواړئ یو څو مڼي واخلئ؟ 
نه! نه زه نشم کولی چې دا واخلم. دا مڼې ستا دي. 
آیا ډاډه یې؟  ته ماته وږی مالومېږې. 
هو! هو بیخي همداسې ده. خو ډېر وږی هم نیم. 
هاهاها.....نو که وږی نه يې په ګېډه کې دې دا غږ د څه شي و؟ راځه او دا واخله هر څومره چې غواړې ویې خوره. زه هر کله کولی شم مڼي واخلم. 
الن چې ډېر وږی و؛ ټولې مڼې یې وخوړلې. زړې ښځې ورته وکتل او په خندا یې ورته وویل: 
ته څوک يې؟ ته د همدې ځای يې؟ 
نه! زه د دې ځای نه یم. زما نوم الن دی او زه اوس دغه کلي ته راغلم. زه باید یو ځای د پاتې کېدو لپاره وګورم او دنده ومومم. 
ریښتیا وايې؟ له ما سره پاتې شه. زه کولی شم چې تا ته دنده پیدا کړم او خواړه به هم درکړم تر څو چې دنده پیدا کوې. 
ښه نو دا به ستاسې لویه مهرباني وي پر ما باندې. ډېره مننه کوم.
ته هېڅ اندېښنه مه کوه. 
له هغې ورځې وروسته الن د هغې بوډۍ ښځې سره ژوند کاوو. بوډۍ ښځه ډېره مهربانه وه او د الن سره يې په ډېرې مهربانۍ ژوند کاوو. الن تل فکر کولو چې د بوډئ ښځې نیکي څنګه ادا کړي. بلاخره الن د لرګیو په دوکان کې کار وموندلو او هره ورځ به خپل کار ته تللو. لرګي به یې ماتول او هغه به یې خرڅول. خو هغه ډېر پیسې نه ګټلې. خو هر څومره به يې چې ګټلې د هغې یوه برخه به يې بوډۍ ښځې ته ورکولې. 
یوه ورځ چې لرګيو ماتولو لپاره تللی و؛ په فکر کې ډوب شو؛ له ځان سره يې وویل زه باید نن ډېر لرګي مات کړم. پرون هم په کور کې خواړه لږ و. که نن ډېرې پیسې ترلاسه کړم، شاید وکولی شم بوډۍ ښځه حیرانه کړم. ان یوه میله به هم ونیسم. الن دومره په فکر کې ډوب تللی و، چې کله یې لرګی ماتولو؛ تبر یې مات شو او یوه ټوټه په نژدې سیند کې ولویدلو. 
هو! دا څه وشول! ما یوازې د همدې لارې کولی شول د بوډۍ ښځې قرض مجرا کړم. اوس څه وکړم. 
ګوري چې د سیند ښاپیرۍ پیدا شوله. الن د هغې په لیدو حیران شو. هغې الن ته وکتل او خوا بدې شوله.
سلام ځوانه! زه د دې سیند ښاپیرۍ یمه. راته ووایه ته کومه ستونزه لرې؟ 
هو! زما تبر په سیند کې لویدلی دی. هغه  زما د عاید سرچینه وه.
ښه نو ته اندېښنه مه کوه زه به یې راواخلم. د سیند ښاپیرۍ په جادو ګرۍ د اوبو څرخ جوړ کړ او په هغه يې د د سروزرو تبر له اوبو رابهر کړ؛ چی له سروزرو او زمرودو جوړ و. د سیند ښاپیرۍ تبر په ډېر خوښۍ الن ته ورکړ. 
آیا دا ستا تبر دی؟
نه دا زما تبر نه دی. 
تاسې ډاډه یاست؟ 
هو! بیخي ډاډه یم! دا زما تبر نه دی. 
ډېر ښه! زه به یې بیا درته وګورم. 
د سیند ښاپیرۍ دا ځل د خپل څرخ په وسیله د سپین‌زرو تبر چې زمرود په کې کارول شوي و له اوبو بهر کړ.
دا به حتماً ستا وې. راشه او وایې اخله. 
زه بښنه غواړم دا هم زما نه دی. 
د سیند ښاپیرۍ په خندا شوه او وویل: سمه بیا به هڅه وکړم. دا ځل یې د لرګیو تبر له اوبو را بهر کړ.
هو همدا دی! همدغه زما تبر دی. ډېره مننه مهربانه ښاپیرۍ. 
ما تاته د سرو او سپینو زر تبر وړاندې کړ چې په قیمتي شګو جوړ شوی و؛ خو تا هغه ونه منلو او ریښتیا دې وویل او د خپل تبر د پیدا کولو غوښتنه دې وکړه. ستا له دې صداقته ډېره خوښه شوم. ښاپیرۍ د سرو او سپینو زرو تبر الن ته ورکړ. 
الن ډېر حیران شو، د ښاپیرۍ نه يې مننه وکړه او په ډېر خوښۍ کور ته ولاړ. په هغه پیسو یې چې د تبرونو له خرڅلاو تر لاسه کړې وې؛ بوډۍ ښځې ته یو کور جوړ کړ. 
هغوی اوس ډېر آرام ژوند کوي. 
یوه ورځ الن کلي ته ولاړ، ځینو ​​خلکو ته یې خپله کیسه وکړه. ټول خلک متعجب و چې الن څنګه وکولی شول دومره پیسې ترلاسه کړي. 
ایا تا د کوم چا د سروزرو تبر غلا کړی دی؟ 
نه ما د هېچا تبر نه دی غلا کړی. هغه زما یوه نیکمرغي وه. الن ټولو ته د سیند د غاړې کیسه وکړه. د الن یوه ملګري جیمز په بد ګمانۍ پرې وخندل. 
هو نو ما هغه دوه تبرونه داسې تر لاسه کړل. 
دا د سیند ښاپیرۍ خو ډېره مهربان وه. جیمز  په خندا ورته وویل. 
بله ورځ جیمز د خپل تبر سره د سیند غاړي ته ولاړ. شاوخوا یې وکتل ترڅو ډاډه شي چې هېڅ څوک یې نه ویني. خپل تبر یې سیند ته غوځار کړ او په ډراماتیک ډول یې چيغې وکړې. 
هو زما تبر! هغه زما د عاید سرچینه وه. هیله کوم یو څوک زما سره مرسته وکړئ. ګوري چې د سیند ښاپیرۍ پیدا شوله. 
راته ووایه څه خبره شوې؟ څه پیښه شوې ده؟ 
مهربانه! ښاپیرۍ زما تبر په سیند کې ولوید. هیله کوم زما سره مرسته وکړه. 
ته اندېښنه مه کوه زه يې درته پیدا کوم. 
ښاپیرۍ د خپل جادو په وسیله د اوبه څرخ جوړ کړ او د سروزرو تبر یې له اوبو راویستلو. د جیمز سترګې حرص نیولې وې. ښاپیرۍ ورته وویل: دا ستا تبر دی؟ 
جیمز وویل: هو! هو دا زما تبر دی. ډېره مننه کوم ښاپیرۍ! 
جیمز لاس اوږد کړ چې تبر واخلي خو د ښاپیرۍ د جیمز دا عمل خوښ نه شو او جیمز ته یې وویل: 
ته یو ډېر حریص او بد انسان یې! ستا په دغه نا صادقه کار زه ډېره خپه شوم. اوس نه د سروزرو تبر درکوم او نه هم ستا د لرګیو تبر درته پیدا کوم. دا ستا سزا ده. 
ښاپیرۍ ترې ولاړه او جیمز یوازې او نا هیلی پاتې شو. جیمز ډېر حریص شوی و. هغه خو د سروزرو تبر ترلاسه نه کړ، هغه خپل تبر یې هم له لاسه ورکړ. 
کله چې الن خبر شو، د جیمز لپاره اندېښمن شو او د سروزرو سکې ورکړې؛ تر څو ځان ته بل تبر واخلي. خو ورته یې وویل:
ملګریه! په یاد ساته چې صداقت ښه دی او ته صادق نه وې. 
جیمز په ژړا شو او له الن يې مننه وکړه. 
کله چې الن د بودۍ کور ته ولاړ؛ ګوري چې د پخواني کور په ځای یو بل غټ د سروزرو کور هلته جوړ شوی دی. الن حیران شو ایا زه خوب وینم؟ 
ګوري چې پر ځمکه یو خط پروت دی. خط یې راوخیست او هغه یې ولوست. 
ګران النه! ته دا نه چې یوازې صادق وې ډېر مهربان هم وې. خپل پام ساته. په ډېره مینه د سیند ښاپیرۍ په خندا هو هغه بوډۍ ښځه. 
الن نشوی کولی ومني چې هغه بوډۍ چې د الن سره ژوند کاوو هغه د سیند ښاپیرۍ وه. له سترګو یې د خوښۍ اوښکې توی شوې. موږ باید صادق او مهربان ماشومان وروزو، تر څو نړۍ د ژوند لپاره ښه او بهتر ځای شي.
د مینا سید ژباړه

نیکه او لمسیبشپړ شعر ولولئ

نیکه او لمسی

مينا سید

په یوه زمانه کې په یوه واړه کلي کې یو پلار د جک په نامه ژوند کاوو. جک په کلي کې د ټوکي په نوم پېژندل کیدو. ځکه چې هر کله او په هر حالت کې خوشاله و. چېرته روان يې خوشاله جکه!؟ کب نیولو ته روان يې؟ 

نه، هو لومړی به د کبانو سره ولامبم ورسته به یې له ځانه سره راوباسم. 

هاهاها جک ته ډېر عالي سړی يې ښه ورځ ولرې. 

تاسې ته هم ښه ورځ غواړم. 

خوشاله جکه! چېرته روان يې؟ 

زه کور ته روان یم. کوچني هينسل ته هم سلام ووایه. 

خامخا به ورته وایم. 

په جک باندې د ده یوازې زوی ډېر ګران و. ځکه هغه د ده په ژوند کې یوازینی کس وو. ده د خپل زوی ډېره ښه پاملرنه کوله. او هېڅکله يې د بې مورۍ احساس نه ورکولو. 

زویه دا خپل ګوپي وخوره؛ ګڼې غټ بلا به راشي او ټول به وخوري. د دې په خوراک هغه ډېره قوي کېږې. آیا ته غواړې چې بلا له تا نه قوي وي؟ 

نه نغواړم! 

هينسل، اوس باید ځان ومینځې. 

نن هوا ډېره سړه ده. نه غواړم ځان ومینځم. 

ښه، زویه که ته ځان ونه مینځې ستا وجود به بوی ونیسي او هېڅوک به ستا سره ملګرتیا و نکړي. آیا ته همدغه غواړې؟ 

نه نغواړم! 

یوه ورځ هينسل د کاسې نه سوپ چکلو؛ کله چې سوپ خلاص شو خپله کاسه یې په ځمکه وغورځوله او ټوټې ټوټې شوه. هینسل په ژړا شو خو د هغه پلار ده ته ډاډه ورکړ. 

وګوره زویه! هېڅ خبره نده. زه به تاته یوه نوې کاسه واخلم. اندېښنه مه کوه.

 مننه پلاره! 

د وخت په تېرېدو سره هينسل غټ او ښکلی ځوان شو په کلي کې ټولو ده ته ښکلی هينسل ویل. ګوره! ښکلی هینسل را روان دی. دا لکه یو خوب غوندې دی. 

سلام، ښکلیه هینسله غواړې ولاړ شو او د ناریال اوبه واخلو؟ 

ښه، حتماً! خو کومه بله ورځ! اوس باید خپل پلار ته ورشم او پالنه یې وکړم. 

هو، هغه زوړ جک! زموږ سلام ورته ووایه. 

حتماً یې ورته وایم. 

خوشاله جک اوس د زوړ جک په نامه نامتو و. هغه ډېر زوړ او کمزوری  شوی و. لکه پخوا خوشال نه و. خو هینسل یې ښه پاملرنه کوله. هر کله يې هڅه کوله چې د خپل پلار ترڅنګ وي. د وخت په تېرېدو سره هينسل په یوه نجلۍ مین شو. هغه السي نومیده. هغوی دومره په یو بل ګران شول چې پرېکړه یې وکړه چې واده سره وکړي. 

ډېر ژر د جک په اجازه هينسل او السي واده وکړ. جک خپل زوی ته ډېر خوشال و. مګر هغه نپوهیدلو چې څه ورته پېښ شي. څو میاشتې تېرې شولې؛ د السي اصلي رنګ مالوم شو. هینسل هم ډېر ژر بدل شو. هر څومره چې د ده مینه د السي سره ډېرېدله؛ د خپل له پلاره یې لېوالتیا او مېنه کمېدله. 

السي هینسل کنټرول کولو او پوهېدله چې هينسل د دې هره خبره مني. هينسل، تاسو چېرته روان یاست؟ 

زه غواړم ولاړ شم چې د خپل پلار احوال واخلم. زه غواړم ډاډه شم چې خپله ډوډۍ یې خوړلې ده. 

تاسې هر کله د خپل پلار په فکر کې يې. زما په اړه څه هينسل؟ ته زما هېڅ مسؤلیت نلرې؟ 

البته چې لرم یې. زما ګرانې! ستا تر څنګ به پاتې شم. خوشاله شوې؟

په دې توګه السي هينسل له خپله پلاره لرې کړ. دې خپل خاوند یوازې د خپل ځان لپاره غوښتلو او د جک سره به یې بد چلند کولو. دې کار په هينسل ډېره اغیزه وکړه او د خپل پلار په فکر کې نور نه و. ستا پلار هر کله ویده وي. د ده دا خرېدا نوره نو نشم زغملی. 

پلاره لږ پام ساته، سمه ده؟  

جک ډېر ژر د یوازېتوب احساس وکړ او له خپله زویه لرې شو. خو هغه هیڅوک نه درلودل چې خبرې ورسره وکړي او خپل احساست ورته ووايي. یو کال تېر شو او السي زوی وزېږولو. د هغه  نوم یې هيري کېښود. هيري د جک لپاره یو نوی ژوند و. هغه د هيري داسې پاملرنه کوله لکه د هینسل یې چې کوله. خو السي د نیکه او هيرې نژدې توب نه خوښولو. 

هينسل زه په تا ګرانه نه یم! ستا ټوله مینه د خپل پلار سره ده. 

داسې خبره نه ده ګرانې. 

نو ولې هغه د متقاعدو خلکو ځای ته نه لېږې؟ 

موږ نشو کولی دا کار وکړو؛ ځکه چې دا د ده کور دی. او هم یو چاته اړتیا لرو چې په  هييی پام وساتي. 

د السي دې خبرې ته پام شو وپوهېدله چې هينسل ریښتیا وايي. ریښتیا هم السي نشوی کولی چې هم د کور کار وکړي او هم د هيري پالنه وکړي. 

سمه ده، خو اوس درته وایم؛ چې تر تله به داسې نه وي. زه غواړم هغه ډېر ژر له دې کوره ولاړ شي.

سمه ده ګرانې. هیري اته کلن شو او جک نور هم زوړ او کمزوری شو. غوږونه يې نه اورېدل، پښې او لاسونه يې  لړزېدل. اوس یې لمسی د ژوند هیله و. ډېر ژر د جک حالت نور هم خراب شو. د هغه لاسونه دومره کمزوري شول چې کاچوغه به يې سمه نشوی نیولی. یوه ورځ چې میز ته د ډوډۍ لپاره ناست و؛ په ډېرې سختۍ یې کاچوغه نیولې وه؛ خو بیا هم سوپ د میز په سر ترې توی شو. 

په همدې دلیل بې رحمه السي غوسه شوله. 

هو خدایه! دا یو قیمتي سرمیزي وه چې ما له مارکیټ څخه اخیستې وه. اوس به هغه څوک مینځي؟ 

هينسل هڅه وکړه چې خپل میرمن آرامه کړي. 

ارامه شه ګرانې! آرامه شه!

ته پوهېږې چې دا سرمیزي په ما څومره ګرانه ده؟ 

هينسل سا واخیستلا او وویل چې سر له صبا جک به د میز په سر ډوډۍ نه خوري. نو ځکه وروسته له هغې ورځې جک په یوه کونج کې د میز په شا کې کېناستلو او خواړه به يې په یوه خاورین لوښي کې خوړل. بیا هم یوه ورځ د جک لاسونه ولړزېدل او کاسه یې له لاسه وغورځېدله. السي په منډه ورغله. 

هو نن دې دا قیمتي لوښی چې زما کورنۍ ماته ډالۍ کړی و؛ مات کړ. ته زوړ سړی یې. زما د مېړه له جوبه یې خوري او زموږ پیسې ضایع کوې. ته حق نه لرې چې په داسې کاسه کې خواړه وخورې. 

جک څه ونه ویل او یوازې یې په اوښکو ډکو سترګو ماتې شوې کاسې ته کتل. په عین حال کې هييی ټول شیان له کونجه کتل. جک د خپل د زوی او انګور له چلنده ډېر خپه و. هر کله به يې د پخواني ژوند فکر کولو. هغه وخت یې یاد شو؛ کله چې هينسل وړوکی و او د کاسې تر ماتولو وروسته ده ورته وویل: «زویه! هېڅ خبره نده، زه به تاته یوه نوې کاسه واخلم. اندېښنه مه کوه.»

بله ورځ هينسل او السي د جک لپاره یوه لرګينه ارزانه کاسه واخستله چې جک په کې خواړه وخوري. بیا هم هيري یوازینی کس و چې د جک په مخ یې موسکا راستله. هييی به ډېر کله راتلو او د جک تر څنګ به کیناستلو تر څو جک خپل خواړه خلاص کړي. 

اونۍ تېرې شوې خو د جک نه آرام او خپه ژوند دوام درلود. یوه ورځ هينسل او د هغه ښځه د بخارۍ ترڅنګ ناست وو؛ پام یې شو چې هيري د لرګیو ټوټې راټول کړي. 

ګوره زموږ زوی څنګه ښې لوبې کوي. هيري! ته څه کوې؟ آیا زموږ لپاره کور جوړوې؟ 

نه، غواړم ستاسې لپاره د لرګیو کاسې جوړې کړم. 

د لرګیو کاسې زموږ لپاره؟ موږ د لرګیو کاسې ته اړتیا نلرو! 

هو د اوس لپاره نه. مګر چې زاړه شئ لکه زما نیکه د هغې وخت لپاره. زه نه غواړم چې تاسې بیا خاورین لوښي مات کړئ. د همدې لپاره یې اوس جوړوم. 

د هيري دې خبرې په السي او هينسل اغیز وکړ او پوه شول چې هغوی تېروتي دي. 

هو السي موږ څومره غټه تېروتنه کړې ده. 

هو ګرانه! موږ بغيیر له نامهربانۍ، بې رحمۍ ستا د پلار په حق کې نور څه نه دي کړي. زموږ کوچني زوی زموږ سترګې راخلاصې کړې. راځه چې توبه وکړو او د هغه سره ښه چلند وکړو. 

په دې توګه له هغې ورځې وروسته هغوی د جک ډېره ښه پاملرنه وکړه. دوی به هڅه کوله چې جک د دوی سره خواړه وخوري او هر کله خوشاله وي لکه پخوا چې و. 

هينسل قسم وکړ چې د خپل پلار پاملرنه به کوي. د هغه زوی و چې د ده پام یې پلار ته وګرځولو. هر څوک باید په زوړوالي کې د خپل مور او پلار پاملرنه وکړي؛ هغسې چې دوی زموږ په ماشومتوب کې پاملرنه کوله.

د مینا سید ژباړه

سره بوټانبشپړ شعر ولولئ

سره بوټان

مينا سید

په کلي کې یوه کوچنۍ نجلۍ اوسېدله. د هغې نوم کارن وو. دا د خپلې مور سره په یوه کوچني کور کې اوسېدل. کارن یوه غریبه نجلۍ وه. هغې بوټان نه درلودل چې په پښو یې کړي. هغې تل لرګین بوټان اغوستل چې مور يې ورته جوړ کړي وو. د لرګي بوټان ډېر سخت وو؛ او د هغې پښې يې ژوبلولې. د کارن مور ډېره مریضه شوه. کارن تل د خپلې مور خدمت کولو. یوه ورځ کارن چې کله کورته تلله، په لاره کې یې یو بکس وموندلو. په بکس کې سره بوټان وو. دغه بوټان د کارن ډېر خوښ شول؛ نو ځکه يې پرېکړه  وکړه چې بوټان له ځانه سره کور ته یوسي. خو د کارن مور د بوټانو په لیدو خوښه نشوه. 
کارن! وروسته له دې هېڅکله له بهره د ځانه سره څه شی راپورته نه کړې. دا بوټان ښایي د کوم چا وي. ستا دا کار د غلو دی. اوس به هغه خپل دا سره بوټان لټوي. ځکه خو باید وروسته له دې باید خپل پام وساتې. 
کارن ورته وویل: چا چې بوټان وموندل نو بوټان د هغه دي. 
مور يې وویل: نه لورې! څوګ داسې شله توب نه کوي، زما خبره ومنه. زه پوهېږم چې موږ غریب یو. خو زموږ غریبي نباید زموږ مجبوري وګرځي او غلطو کارونو ته مخه کړو. زما سره ژمنه وکړه چې دا بوټان به هیڅکله نه په پښو کوې. 
کارن په دې خبره ډېره خوابدې شوه. خو ژمنه يې وکړه چې هیڅکله به هغه بوټان په پښو نکړي. ژوند پر مخ تلو؛ خو کارن هغه بوټان نشوی هېرولی. زما مور نه پوهېږي چې هغه ښکلي بوټان په سړک اېښي وو؛ ښایي چا ورته اړتیا نه درلوه. یوه اونۍ وروسته د کارن مور مړه شوه. کارن ډېره خوابدې وه. خو داسې کار یې وکړ چې خورا حیرانونکی و. هغې د خپلې مور په جنازه کې هغه سره بوټان په پښو کړل. په جنازه کې ټولو خلکو د کارن پښو ته کتل. خو کارن ورته پام ونکړ. هغه بوټان د کارن ډېر خوښ وو. په دې شیبه کې یوه  زړه ښځه د جنازې په وخت کې په خپل ګاډي کې تېرېدله. هغه ډېره مهربانه ښځه وه. کله چې خبره شوه چې دا ځوانه نجلۍ یتیمه شوې ده، نو پرریکړه یې وکړه چې کارن خپله کړي. 
هو زما غریبې لورې راځه زما سره ولاړه شه. زه به کور درکړم؛ چې ژوند په کې وکړې او ډودۍ په کې وخورې. خو ته باید زيار وباسې؛ درس ووايې او ځان ته ښه نوم وګټې. هو ستا په پښو کې څه دي؟ ولې د هغه بوټان د خپلې مور په جنازه کې په پښو کړل؟ هغه ډېر بدرنګ دي. ژر شه هغه وباسه. 
کارن وویل: نه، دا بوټان زما ډېر خوښ دي. 
هو ماشومې ډېر ضد مه کوه زه به نور بوټان درته واخلم. زړې ښځې په زور په کارن بوټان واېستل. 
کارن ډېره خوابدې شوه چې هغه سره بوټان لرې اچوي. زړې ښځې اولاد نه درلود. زړې ښځې د کارن لکه خپلې لورې داسې پالنه کوله. هغې کارن ته یوه خونه او نوي کالي داغوستلو لپاره ورکړل.
کارن نوي بوټان هم ترلاسه کړل؛ خو د بوټان رنګ یې شین وو. هغې سره بوټان نشوی هېرولی. هر کله به يې فکر کاوو؛ چې ولې څوک یې نپرېږدي چې خپل هغه ښکلي سره بوټان په پښو کړي؟ زه به هغه یوه ورځ په پښو کوم. داسې یې نه پرېږدم. 
کارن لویه شوله. هغه ډېره ښکلې نجلۍ وه. له لویېدو سره د هغې ضد هم زیاتېدلو. کارن ډېره ستونزمنه ماشومه وه. یوه ورځ هغې ویل: زه دا نخورم، زه ورېژې غواړم. 
زړې ښځې ورته وویل: ما دا خواړه د غرمې لپاره چمتو کړي. خیر که نه غواړې چې دا خواړه وخورې یوازې  یې خوند وګوره؟ 
نه! زه غواړم وږې پاتې شم؛ خو دا نه خورم. 
کارن په زړه ښځه ډېره ګرانه وه نو ځکه يې نه غوښتل چې کارن وږې پاتې شي. زړې ښځې د کارن ټولې غوښتنې پوره کړلې. د وخت په تېرېدو سره د کارن ټول کالي او هغه شنه بوټان لنډ او تنګ شول. د زړې ښځې پام شو چې کارن ته نوي کالي او بوټان واخلي. 
څنګه چې پلورنځي ته د نننه شول؛ د کارن پام یوه جوړه ډېرو ښکلو بوټانو ته واوښت. دا بوټان بیخي هغه بوټانو ته ورته دي چې ما په ماشومتوب کې درلودل. زه دا بوتان غواړم. 
زړې ښځې وویل: بیا سره بوټان؟ کارن ته باید داسې بوټان واخلې چې وکولی شې هر چېرته او له هر ډول کالیو سره یې په پښو کړې. زما سره نورو پیسې نشته؛ زه نشم کولی تاته څو جوړې بوټان راونیسم. 
خو کارن د خپلو سرو بوټانو په لیدلو ډېره خوشاله وه. هغې هېڅ خبرو ته غوږ نه نیولو. زه یې پروا نه کوم. زما دغه بوټان خوښ دي او همدغه بوټان غواړم. که راته دغه بوټان وانخلې زه به ټول عمر لوڅې پښې وګرځم. 
دومره ضدي مه اوسه؛ ته به زیان وکړې. 
خو کارن ونه منله. زړه ښځه مجبوره شوه چې هغه بوټان ورته واخلي. هغې ورته یو جوړ تور بوټان هم واخیستل. زړې ښځې نورې پیسې نه درلودلې چې د موټر کرایه ورکړي نو ځکه کور ته په پښو ولاړل. په ټوله لاره کې د زړې ښځې پښو درد کولو. خو کارن د زړه ښځې پړسېدلو او دردمنو پښتو ته هېڅ پام ونکړ او په نڅا، خندا او سندرو ویلو کور ته ولاړه. 
بله ورځ زړې ښځې کارن ته وویل موږ باید یوې جنازې ته ولاړ شو په همدې کالیو کې راسره ولاړه شه خو پام چې هغه سره بوټان په پښو نکړې. ځکه چې مړي ته بې احترامي کېږي. 
کارن خپلې خونې ته ولاړه؛ خپل تور بوټان یې ولیدل خو خوښ یې نه شول او بیا يې سره بوټان راوخیستل او هغه یې په پښو کړل خو خپلې پښې یې په کالیو پټې کړلې. تر څو زړه ښځه هغه بوټان ونه ګوري. په جنازه کې ټولو د هغې پښو ته کتل. ټولو د هغې د بوټانو په اړه خبرې کولې. 
کوم چا زړې ښځې ته شیطانت وکړ. زړه ښځه په قهر شوه او کارن یې تر لاس ونیوله او له جنازې ووتله. هو نجلۍ دا دې څه وکړل؟ ما تاته وویل چې دا بوټان مه په پښو کوه. ته ولې زما خبرو ته غوږ نه نیسې؟ 
کارن وویل: دا زما بوټان دي؛ زما زړه چې هر چېرته یې په پښو کوم. 
په مخ کې یې یو زوړ عسکر ولاړ او د دوی ټولې خبرې یې واورېدلې. څنګه چې کارن او زړه ښځه د موټرو اډې خوا ته ولاړل؛ عسکر د کارن خوا ته ولاړ او په زنګون کېناستلو او د کارن له بوټانو سره يې خبرې وکړې. ته هم لکه خپل خاوند همداسې ضدي واوسه او لاس یې پرې کش کړ. 
کارن وویل: ښاغلیه دا څه کوې؟ هیله کړم ولاړ شه. 
عسکر وویل: ما ستا د نڅا بوټان کتل. ته به حتماً ښه نڅېدلی شې. هو ریښتیا ته ښه نڅېږې او که نه؟ 
کارن په دې خبره خوشاله شوله او هغې غوښتل خپله نڅا عسکر ته ښکاره کړي او په نڅا یې پیل وکړ. خو پام یې شو چې خپله نڅا نشي درولی. دا په ما څه وشول؟
زړه ښځه په قهر شوه. دا ته څه کوې کارن؟ ژر راشه. 
خو کارن نشو کولی خپله نڅا ودروي. د هغې سره بوټانو هغې ته غوږ نه نیولو. د هغې بوټان هم ضدي شوي وو. نو ځکه دغه بوټانو کارن ځنګله او بیا غرونو ته بوتله تر هغې چې د کارن پښې په درد شولې. له ډېرې نڅا د هغې پښې ټپي شولې. له ډېرې ستړیا نه کارن خوب کولی شوی او نه یې هم ډوډۍ خوړلی شوی. خپله خونه او تخت یې یادېدو. له هر څه یې ډیره هغه زړه ښځه یادېدله. خو سره بوټان نه درېدل. شپې او ورځې یې په نڅا تېرې کړې. 
یو څوک زما سره مرسته وکړئ. زه ډېره ستړې یم.
خو هېڅ څوک نشته وو چې د هغې سره مرسته وکړي.کارن ډېره ورېدلې وه. ځکه چې بوټانو هغه غرونو ته بوتلله او پښې یې ډېرې ژوبلې شوې وې. په پای کې کارن وکولای شول چی خپل سره بوټان له پښو وباسي. خو بوټان لاهم په نڅا وو. د کارن پښې ماتې شوې وې. نشوی کولی چې بغیير له لکڼې ودرېږي. په ژړا شوله او وویل: 
زما پښې درد کوي؛ خو زه غواړم کور ته ولاړه شم.
کارن په ډېرو ستونزو کور ته ولاړه. د هغې سره بوټان په هغې پسې کور ته ورغلل. زړه ښځه د کارن په لیدلو ډېره خوشاله شوله. هغې کارن ته خواړه ورکړل او پرې یې ښودله چې ارام وکړي. 
په بله ورځ کارن غوښتل چې مارکیټ ته ولاړه شي. څنګه يې چې دروازه خلاصه کړه؛ ګوري چې هغه سره بوټان لا هم نڅا کوي. او د کارن د کور نه د وتلو لپاره مزاحمت کوي.کارن او زړه ښځه حیران پاتې وو. د کارن ډېر ژر پام شو چې دا ټوله یې خپله ګناه ده. 
زه باید لکه خپل بوټان ټول عمر داسې ضدي نه وم. زه نشم کولی د خپل کوره ووځم، نشم کولی ښوونځي یا مارکیټ ته ولاړه شم. زه هېچېرته نشم تللی. زه ډېر بد احساس کوم. زه څه وکړم؟ 
زړې ښځې وویل: زما ګرانې ولې دعا نکوې چې دا د کوډو بوټان له تا لرې شي؟ که ته ریښتیا هم له خپل کړو پښیمانه يې؛ خدای پاک ستا دعا مني او له دې جنجال به خلاصه شې.
کارن په دعا ویلو پیل وکړ. شپې او ورځې یې دعاوې کولې. یوه ورځ له دعا وروسته کله یې چې سترګې پرانیستلې؛ ګوري چې هغه عسکر مخې ته درېدلی دی. 
وویل: لورې زه خوشاله یم چې ته په خپله غلطي پوه شوې او ضد کول دې پرېښودل. دا ستا لپاهر یو درس شو. اوس به ستا بوټان هم ضد پرېږدي. 
د دې خبرو په ویلو سره عسکر ورک (غیب) شو او سره بوټان هم ورک شول.کارن او زړه ښځه اوس ډېر خوشاله وو.کارن پرېکړه وکړه چې درس ولولي او نور هېڅکله سره بوټان په پښو نکړي.

د مینا سید ژباړه

بخیل ګاونډیبشپړ شعر ولولئ

بخیل ګاونډی

مينا سید

د ریچارډ او ماریا په نامه یوه زړه جوړه وه چې ماشومان یې نه درلودل، خو یو ښکلی سپی یې درلود چې رومیو نومېدو. رومیو چېرته یې؟ راځه خواړه تیار دي. دغه زړه جوړه په رومیو ډېر ګران وو؛ او هېڅکله له دوی لرې نه تللو. همدا یې د خوشالۍ دنیا وه.

یوه ورځ د تل په څېر ریچارډ په خپل بڼ کې له رومیو سره په کار بوخت و. داسې یوه څه ته یې پام شو چې پخوا یې نه وو لیدلی. رومیو ځمکه کيندله؛ کله چې ده غږ پرې وکړ؛ منډه یې ورواخیستله او بېرته همدې ځای ته راوګرځیدلو. 

ریچارډ حیران شو چې سپې ولې ځمکه کيندي. نو ځکه یې هماغه ځای وکیندلو. رومیو ټوپ ووهلو او وې‌غپل. په دومره لوړ غږ یې وغپل چې ماریا هم واورېدل او هغه هم ورته راغله. ریچارډ د هغه ځای کېندلو ته دوام ورکړ، چې ګوري د بېل څوکه یې په کومه لګېږي. 

هو خدایه! داسې ښکارې چې څه مې وموندل. ګوري چې بکس دی. ورګوز شو او بکس یې پرانیست. بکس له سرو زرو ډک وو. هو خدایه! دا زه خوب وینم. ماریا ورته وویل، ستا په اړه خو نه پوهېږم خو زه بکس له سرو زرو ډک وینم. زموږ کوچني زوی موږ ته خزانه ومیندله. موږ شتمن شوو. رومیو له ډېرې خوشالۍ غپل او ټوپونه یې وهل. 

بکس ډېر دروند و، ریچارډ د ماریا په مرسته هغه راپورته کړ تر څو دننه یې یوسي. ډېرې ورځې تېرې شولې، رومیو غوړه ډوډۍ (ټکله) ځوړله او د شهزادګان په څېر بالښت ورکړل شوی و. ورځ په خوشالۍ او ښې تېرېدلې. تر هغې چې یوه ورځ روسود د ریچارډ بخیل ګاونډی له دې خزانې خبر شولو. 

هغه پلان جوړ کړ چې رومیو په څه چل ونیسي او له دوی یې بوځي. هغه وویل کله چې دا زاړه ویده شول زه به رومیو ته کلچه واچوم او په دې توګه به یې ونیسم. همداسې یې وکړل یوه ورځ چې ریچارډ او د هغې میرمن ویده وه. روسود په کراره کراره د دوی کور ته دننه شو، رومیو چې ولیدل ور پرانیستل شو، ورمنډه یې کړه، چې ګوري یوه کلچه هلته پراته ده چې ښه بوی ترې خېژي. کلچه یې واخیستله او په خوند یې وخوړله. رومیو په دې نه وو خپر چې په دې کلچه کې د خوب دوا ده. څنګه یې چې کلچه وخوړله، بې هوښه شو او په ځمکه پرېوتو. 

روسود په خندا وویل، اوس نو دا سپی زما شو. رومیو یې په غېږ کې له ځمکې راپورته کړ او د شپې په تیاره کې یې ورک کړو. 

سهار چې کله ماریا او ریچارډ ویښ شول؛ ګوري چې رومیو په کور کې نشته دی. د هغه په لټه کې شول او هره خوا یې غږونه کول رومیو ته چېرته یې؟ ته زموږ د خوښې دالۍ یې؟ ته چېرته یې؟ خو رومیو ورک و. دوی خپل بڼ ته ولاړ تر څو هلته وګوري، خو هلته هم نه وو. ګاونډي یې روسود غږ پرې وکړ: څه شوي دي ګاونډیه! ولې دومره خپه ښکارې؟ 

زموږ سپی نن ورک شوی دی. تا چېرته لیدلی دی؟ 

ما نه دی لیدلی، خو ستاسې سپی هر کله د شپون سره لوبې کوي، کیدای شي نن هم له هغه سره چېرته بوخت وي. 

ماریا وویل: دا نو بیا ډېر لرې به چېرته نه وي تللی، ریچارډه راځه چې پسې وګرځو پیدا به یې کړو. 

دوی چې کله ولاړل روسود له موقع ګټه واخیستله او رومیو یې خپل بڼ ته راوستلو. ورته یې وویل کوچنی شیطانه ټوله شپه دې به کراره پرېنښودم. اوس لږ ګټه راورسوه او زما په بڼ کې هم سره زر راته پیدا کړه. هغه رومیو په ځمکه خوشې کړ خو له پړۍ یې کل نیولی و، تر څو د تېښتې فکر ونکړي. 

رومیو بیچاره د ځمکې په بویولو پیل وکړ او ډېر ژر په یوه ځای ودرېدلو او وې‌غپل. ډېر ښه رومیو! هیله مند یم چې زما خزانه د ریچارډ له خزانې ډېره وي. له همدې خبرې سره یې په هغه ځای کې د ځمکې په کېندلو پیل وکړ. ګوري چې یو بکس یې وموند او هغه هم له سرو زرو ډک و. رومیو ته یې وویل ته خو ځانګړی سپی یې اوس دې پرېږدم چې ولاړ شې. 

روسود د سپي له غاړې پړۍ خلاص کړ او د پنجرې هاوخوا یې خوشی کړ. ورته یې وویل ورځه اوس به دې مور او پلار بېرته راستانه شي. 

رومیو په منډه کور ته د ننه ولاړ او روسود په خندا خندا د سرو زرو بکس خپل کور ته دننه کړ. کله چې ماریا او ریچارډ کورته ستړي او ستومانه راغلل رومیو په منډه منډه مخې ته ورغی. 

هو ته خو دلته یې! ته چېرته ورک شوی وې؟ موږ ستا لپاره اندېښمن و او ډېر ځایونه مو درپسې وکتل. ماریا او ریچارډ له رومیو په خوښۍ روغبړ وکړ او کورته ورسره ولاړل. 

له لږ ځنډ وروسته، روسود د حریصۍ په انګیزه بیا د دې زړې جوړې کورته ورغلو او ورته وویل: 

زه ډېر خوښ یم چې تاسې خپل سپی وموندلو. داسې ښکاري چې سپی مو رېږدي. زه به یې د باندې وباسم او شاوخوا به قدم پرې ووهم. هغوی ورته وویل دا خو ډېره ښه خبره ده. رومیو ته غواړې قدم وهلو ته بهر ولاړل شې.
رومیو مخکې راغۍ او په حیرانۍ یې به خبرو پیل وکړ. زه نه غواړم له دې سړي سره چېرته ولاړ شم. دی ډېر بد سړی دی. روسود حیران شو. یو قدم په شا شو او ریچارډ ته یې وکتل. 

ریچارډ وروکتل او ورته یې وویل روسود څه شوي دي؟ ولې ووېرېدلې؟ 

ستاسې سپی خبرې کولی شي؟ 

ریچارډ او ماریا یو بل ته په تعجب وکتل ځکه چې د دوی سپی دوی ته یوازې غپل او خبرې یې نه اورېدلې. مخکې هم دوی یوازې د رومیو غپل اورېدل خبرې یې نه وې اورېدلې. دا ته څه وایې؟ 

دغه کوچني شیطان دا اوس خبرې وکړلې؟ 

که ستا مطلب له خبرو نه غپل وي، هو زموږ سپی لکه نور سپیان غپېږي. رومیو بیا وغپل.

روسود وویل زه قسم خورم چې ستاسې سپي خبرې وکړې. خو هغوی ورته وویل روسود دا څه په ګډو وډو سره یې خپل کور ته ولاړ شه ستا روغتیا ښه نه ده. لږ دمه وکړه، کله چې ښه آرامه شولې بیا راشه رومیو قدم وهلو ته درسره بوځه. 

روسود خپل سر وښورولو او حیران کور خواته روان شو. سبا سهار هغه بیا د دې زړې جوړې کورته راغی. سلام ریچارډ او ماریا! زه د خپلې پرونۍ رویې له کبله بخښنه غواړم. هغه ووړکی رومیو چېرته دی؟ ماته اجازه راکړئ چې هغه قدم وهلو ته بوځم. 

سمه ده، موږ خوښ یو چې ستا حالت اوس ښه شوی دی. رومیو دلته راشه. رومیو په منډه راغۍ او د ریچارډ تر څنګ ودرېدو. ښه! بیا هم هماغه ظالم سړی دی؟ 

د دې خبرې په اورېدو سره د روسود خوله خلاصه پاتې شوه څه؟ ماریا ورته وویل څه شوي دي؟ 

ستاسې سپي دغه اوس بیا خبرې وکړې.

ریچارډ او ماریا یو بل ته وکتل او روسود ته یې وویل چې زموږ په خیال ته باید ډاکټر ته ولاړ شې چې درملنه دې وکړي. څنګه شوني ده چې یو حیوان خبرې وکړي. 

روسود وویل خو هغه خبرې وکړې. تاسې لاس یو کړی دی. دا یو جادويي سپی دی. زه پوهېږم ستاسې دې خوشبختۍ دلیل همدا دی او په دې هم پوهېږم چې دی خبرې هم کولای شي. دغه جادويي سپی تاسې له کومه کړی دی؟ زه غواړم پوه شم.

ماریا ورته وویل هغه یو وړوکی سپی دی او کومه جادو نه لري. دا سمه چې هغه د خزانې په پیدا کولو کې زموږ سره مرسته کړې ده، خو هغه زموږ خوشبختي وه. دا کار پخوا هېڅکله نه وو شوی. ټول کلی پرې خبر دی. 

روسود: هو! ستاسې غلطي په همدې کې ده. 

ریچارډ: ستا مطلب څه دی؟ 

روسود: زه به یې دروښیم. اوس یوازې یم. د ملي مشر راولم او د هغه په مخ کې مو د کلي ټولو خلک ته رسوا کوم. هغوی ته ښکاروم چې تاسې جادوګران یاست او په کلي کې جادو کوئ. په دې توګه به دا سپی زما شي. په تمه مې اوسئ زه بېرته راځم.

روسود چې ولاړ؛ ریچارډ او ماریا یو بل ته په ډېر حیرانتیا کتل او وویل چې د دوی ګاونډي خپل عصاب له لاسه ورکړي دي. ګوري چې روسود د کلي د مشر سره د ریچارډ کور ته راغلل. 

روسود له بهره چیغې وهلې؛ بهر راوځئ جادوګرانو او هغه شیطان سپی هم له ځانه سره راوباسئ. زه غواړم تاسې د کلي د مشر په مخ کې رسوا کړم. روسود دومره په لوړ غږ چیغې وهلې چې د کلي خلک هم را ټول شول او ریچارډ او ماریا هم له کوره راووتل.

روسود: دوی جادوګران دي او زموږ په کلي کې جادو کوي. تاسې باید دوی له کلي وباسئ. 

ریچارډ: زما په اند روسود خپل عقل له لاسه ورکړی دی. دی باید ډاکټر ته ولاړ شي. 

روسود: ډېرې خبرې مه کوه. زه اوس تا رسوا کوم.

د کلي مشر ورته وویل. روسود ته باید د دې تور لپاره یو ښه ثبوت ولرې. زه ډېر کلونه کېږي چې ماریا او ریچارډ پيژنم. دوی ډېر درانه او ښه خلک دي. 

روسود: هغوی د ښه‌توب تمثیل کوي. زه یو ثبوت لرم. رومیو ته یې وکتل او ورته یې وویل: ته همدا اوس خبرې وکړه. 

رومیو ورته وویل: څه غواړې؟ څه درته ووایم؟

روسود په خندا وویل نور څه درته ثبوت کړم. همدا بسنه نه کوي؟

د کلي مشر یې ګنګس کړ او د کلي خلکو هم یو او بل ته په حیرانتیا وکتل. دا ته څه په ګډو وډو سر یې روسود؟

روسود: زه د سپي هکله خبرې کوم. دا سپی چې خبرې کوي. همدا اوس مو واورېدل چې سپي خبرې وکړې؟ 

څه؟ څه؟ هغه خو یوازې وغپل. دا څنګه امکان لري چې یو حیوان دې خبرې وکړي. په ډېر قهر یې د کلي خلکو ته وکتل. ولې تاسې د هغې خبرې و نه‌اورېدلې؟ 

موږ د هغه غپېدل واورېدل نور څه نه! داسې ښکاري چې ریچارډ ریښتیا وايي، تا عقل له لاسه ورکړی دی. 

روسود: زه ډاډ یم چې همدې سپي همدا اوس خبرې وکړې. او د همدې سپي په مرسته دوی خزانه میندلې ده. دا یو جادويي سپی دی.

له دې خبرې خو موږ ټول خبر یو. خو هغه یو تصادف و.

روسود اړ شو چې خپله اقرار وکړي.هغه وویل چې سپی یې څنګه ونیولو او څنګه یې هغه اړ باسلو تر څو د سرو زرو بکس ورته پیدا کړي. 

ریچارډ: څه؟ څه؟ زما سپی تا پټ کړی و؟ دا هېڅ د منلو نه ده. زه به تا له کلي وباسم. 

روسود: د کلي مشره! زما موخه دا نه ده وه چې سپی پټ کړم. مطلب مې دا دی چې هغه دا دی یو بل بکس د سرو زرو ماته پیدا کړ. کیدای شي هغه نورې د سرو زرو خزانې هم پیدا کړي. 

څه چې وايي هغه ثابته کړه. موږ ته هغه د سرو زرو بکس راښکاره کړه چې رومیو تاته پیدا کړی دی. 

روسود: سمه ده زه به یې همدا اوس راوړم. 

له سرو زرو ډک بکس یې راوړ. بکس یې خلاص کړ ګوري چې د سرو زرو په ځای بکس له شګو ډک دی. دا امکان نه لري، دا ټول سره زر وو. 

بس دی! تا زموږ ټولو وخت ضایع کړ او د ماریا او ریچارډ سپکاوی دې هم وکړ. له دې سره سره تر ټولو بد دا چې تا د دوی سپی پټ کړی و. نو ځکه ته له دې کلي اېستل کېږي او هېڅکله باید دې کلي ته بېرته رانشې. 

روسود په ژړا شو خو د کلي مشر نه غوښتل چې د هغه نورې خبرې واوري. ورته یې وویل بکس دې ټول کړه او کلي ولاړ شه. ګڼې د کلي ساتونکي به دې به زوره له کلي وباسي. 

روسود سرکوزی ولاړ. د کلي خلکو ریچارډ او ماریا ته وکتل او د ناوړه چلند له امله یې ترې بخښنه وغوښتله. ډاډ یې ورکړ چې روسود به نور هېڅکله کلي بېرته نه راځي. 

ریچارډ رومیو ته وویل ستا شتون موږ ټول خوندي وساتلو. د کلي مشر هم سپي ته مخ کړ؛ څنګه کولای شي تاته څوک جادوګر ووايي؟ 

روسود کلي پرېښود او رومیو د ماریا او ریچارډ سره په خوشالۍ ژوند ته دوام ورکړ. دوی ډاډ شول چې نور څوک زیان نشي وررسولی. ماریا او ریچارډ لا په دې نه وو خبر چې د دوی سپی ځانګړی دی. 

د مینا سید ژباړه

دوه مسافرینبشپړ شعر ولولئ

دوه مسافرین

مينا سید

یو خیاط او موچي د ښه ژوند کولو لپاره له کلي نه ښار ته سفر وکړ. دې دوو نفرو له یو بله ډېر فرق درلود. یوه به شپېلک وهلو. بل به ورته ویل، کیدای شي غږ دې چوپ کړې. زما ماغزه دې خراب کړل. خو هغه به ورته ویل آرام شه ملګریه. خوشالي او سندرې به زموږ سفر لنډ کړي. سندرې زموږ سفر نه لنډوي خو نور یې هم سختوي! ته ستومانه یې، واخله لږ اوبه وچکه. اوبه به دې حالت ښه کړي. 

دا اوبه خو سړې نه دي. دا خو ډیرې خرابې اوبه وې. وروسته له یو دوو ورځو دوی یوه واړه کلي ته ورسېدل او ویې غوښتل چې خپل بخت و آزمايي.  څنګه چې خیاط (درزي) ټوکي و او دوستانه برخورد یې له خلکو سره درلود نو ځکه ډېر خلک ورتلل. له بلې خوا موچي بد خوی و نو ځکه هېڅوک نه ورتلل. خیاط به له خلکو سره داسې خبرې کولې: له دې ماته کمیس جوړ کړه! سمه ده حتماً به یې درته جوړ کړم. ډېر ښکلی رنګ لري. دا رنګ به ستا سره ښه کیني. ښکاري چې ډېر ښه ذوق لرې! مننه، کیدای شي چې د سبا لپاره یې تیار کړې؟ هو! حتماً صاحب! حتماً د سبا لپاره تیارېږي. په دې کمیس کې به ښه معلوم شې. فکر مه کوه مېرمنې، ستاسو کالي به په دوو ورځو کې جوړ شي. ما د لومړي ځل لپاره داسې ښکلی ټوکر لیدلی. هو! مننه تاسو ډېر خوش اخلاق انسان یی. دا دی دا هم ستاسو بیانیه. خیاط په ډېر لږ وخت کې ډېر پیسه دار شو.

هغه موچي بیا له خلکو سره تاسې برخورد درلود. زما لپاره نوي بوټان په کار دي.  کولی شې د سبا لپاره یې تیار کړې؟ دغې بدرنګې او کږې وږې پښې لپاره یوه شپه غواړي چې تاته ستا فرمایشي بوټان جوړ کړم. نو ځکه موچي هېڅ مشتري نه درلود. 

موچي د خیاط په لیدلو، بخیلی وکړه. او ورته وویل ډېر ژر به له دې کلي ولاړ شو. ملګریه اوس یې وخت را رسیدلی چې ولاړ شو. هو تا خو ښه ګټه وکړه. خو ماته وګوره بدبختي هر چېرته راپسې وي. 

هو ملګریه بخت خو راځي او ځي. خو خیر بل ښار کې به کوښښ وکړو. زه به اوبه او ډوډۍ د دواړو لپاره واخلم. راشه! په یاد ولره! موږ باید د اوو ورځو لپاره ډوډۍ ولرو. نه، بل ښار ته په يوه ورځ کی رسېږو.  اورېدلی مې دي چې یوه بله لنډه لاره هم لري. که هغه لنډه لاره مو پیدا نه کړه نو بیا څه؟ نو بیا مجبور یو چې له اوږدې لارې ولاړ شو چې هغه اووه ورځې نیسي. ښه نو، زه هر کله کوښښ کوم چې مثبت شیان ووینم. زه به ستا لپاره د اوو ورځو او ځان لپاره به د دوو ورځو ډوډۍ واخلم. خیاط په ډېر اخلاص د ځان او خیاط لپاره ډوډۍ واخیستله. او دواړه ملګرو د بل ښار په طرف حرکت وکړ. دوی ډېر وګرځېدل خو پام یې شو چې دوی لنډه لاره ورکه کړې ده نو ځکه دوی باید په اوږده لاره روان شي. 

خیاط چې د دوو ورځو ډوډۍ راوړې وه؛ هغه ډوډۍ ختمه شوه. زما د ډوډۍ آخري مړۍ وه چې ختمه شوه.

ملګریه! ما تاته وویل! چې شاید لاره ورکه کړو، خو تا زما خبرې ونه منلې. دغه ځنګل به زموږ ساتنه وکړي؟ وروره! راځه چې خپل تګ ته دوام ورکړو. د دغو دوو ورځو په جریان کې موچي د خپلې برخې ډوډۍ خوړله. خیاط ډوډۍ نه درلوده او ستومانه شوی و. په درېیمه ورځ خیاط نور د لوږې طاقت نه درلود نو ځکه یې له موچي ډوډۍ وغوښتله. وروره! کیدی شي چې لږ ډوډۍ راکړې؟ زه ډېر وږی شوی یم. په تېرو دوو ورځو کې مې ډودۍ نده خوړلې. ته خو ډېره ډوډۍ لرې. که زه تاته ډوډۍ درکړم او وروسته خپله وږی شم بيا؟ تا کولی شول چې هماغه وخت ځان ته ډوډۍ واخلې. وروره! که ډوډۍ و نه خورم زه مرم. ما  خپل شته ستا سره شریک کړل؛ خو ته نشې کولئ، يو څو مړۍ ډوډۍ ماته راکړې؟ نو ستا مطلب دا دی چې ته زما نه ډېر شته لرې؟ همدغسې ده؟ یوازې د دې لپاره چې بخت ستا سره یارې وکړه؟ ډېر ښه نو ته دې خپل ټول شته ماته راکړه؛ بیا زه ډوډۍ درکړم. هغه ډوډۍ خو ما اخيستې ده! ښه! نو ولې په دې ځنګله کې لږ نوره د ځان لپاره هم انه اخلې؟ معامله، معامله ده؛ که دې خوښه وي واخله ډوډۍ! دا خو ډېره کمه ده! یا همدغه ډوډۍ یا هم هېڅ. په هغه اندازه ټکله چې موچي؛ خیاط ته ورکړه، دومره لږ وه چې د یوې مرغۍ نس هم نه پرې مړېدو. خياط بیا هم وږی پاتې شو او ډېر ستړی او ضعیف شو. سر یې ګنګس شو او په ځمکه ولوید. خودخواه او بې رحم موچي خپل تګ ته دوام ورکړ او خپل ملګری یې یوازې پرېښود. 

له څو ورځو وروسته خیاط په هوش راغئ. ګوري چې دوه مرغان له ده سره خبرې کوي. موږ ولیدل چې ستا بد موچي ملګري ستا سره ښه ونکړل. خو ژوند تل د سخي او مهربان خلکو سره مرسته کوي. واخله دغه مڼه وخوره ستا ستړیا به ولاړه شي او وروسته ختيځ لوري ته ولاړ شه. دغه لاره غټه ښار ته تللې ده. دوه ورځ به ونیسي چې هلته ورسېږې. 

مننه، ډېره مننه! څنګه چې خیاط له مڼې یو ګپ وکړ؛ د هغه ستړیا ختمه شوه او د ښار په طرف روان شو. خو بیا هم ډېر وږی شو. یوه مڼه يې وخوړلې وه، خو بیا هم انسان له هغې نه ډیرې ډوډۍ ته اړتیا لري چې ژوندی پاتې شي. خیاط یو هیلۍ له اوبو ونیوله چې کباب یې کړي. ورته ويې ویل: ډېر وږی یم مجبوره یم چې تا وخورم. خو هیلۍ ورته وویل هیله کوم ما مه مړه کوه. زه کورنۍ او اولادونه لرم. که ته ما وخورې د یو څو ساعتونو لپاره به د وږی توب ختم شي، مګر زما اولادونه به د تل لپاره بې موره شي. 

داسې چې ده نه غواړم  زما وږی توب د دومره خپګان سبب شي. ښه نو پرېږدم دې چې ولاړه شې! مننه کړم سړیه! زه ژمنه کوم چې په اړین وخت کې به ستا د دې مهربانۍ بدله درکړم. دا خو ډېر ښه سوچ دی. ډیره مننه!

وږی خیاط خپل سفر ته ادامه ورکړه. ګوري چې په مخه کې یې د شاتو (وريته) ولیدله. هو، اوس کولی شم لږ شات وخورم او له لوږی ځان وژغورم. 

هو! هیله کوم زموږ کور مه ورانوه. په ډېره موده کې موږ دا کور جوړ کړی دی. خیاط وویل خو زه ډېر وږی یم. زه غواړم دا شات وخورم. زموږ شات به تا له لوږې د لږ موده لپاره وساتي خو زموږ لپاره دا څو اونۍ  وخت نیسي چې خپل کور بېرته جوړ کړو. داسې چې ده بیا نو سمه ده. زه ستاسو په کور غرض نلرم. ډیېه مننه ټه ښه سړی يې! موږ ژمنه کوو چې په اړین وخت کې به درسره مرسته وکړو. سمه ده مننه.

خیاط خپل لار ته دوام ورکړ او لوی ښار ته ورسید. هلته یې د یوه مشر د ښځې کالي وګنډل او هغې ډېر پیسې ورکړې. په هغو پیسو ده ځان موړ کړ او یو دوکان (هټۍ) یې پرانيست. 

ډېر ژر د خیاط ښه او نیک سلوک او رویه ډېر خلک ځان ته جذب کړل. په توګه د ښار د تر ټولو ښه خیاط په نامه مشهور شو. دومره نامتو شو چې سلطنتي کورنۍ د کالي ګنډلو لپاره په ماڼۍ کې په کار وګمارلو. خو کله کله ژوند سختېږي څنګه چې ماڼۍ ته ولاړ ګوري چې موچي هم هلته په دنده بوخت دی او لکه هر کله د خیاط سره بخیلي کوي. 

وا! دا ډېر ښه کالي دي او رنګ يې لکه ګلاب دی زما خیاطه! موچي! ته ولې داسې بوټان راته نه جوړوې چې له دې نوو کالیو سره يې رنګ جوړ شي. سمه ده والا حضرت هر څه چې تاسې وایاست. پام دې وي چې بوټان هم باید لکه ګلاب رنګ ولري او ښکلي وي. حتماً والاحضرت! د موچي بخیلي نوره هم ډېره شوله. ځکه چې پادشاه خیاط ته ډېره لېوالتیا ښودله. نو ځکه يې داسې دسیسې جوړې کړې چې خیاط له مخې لرې کړي. 

والا حضرت د خیاط دوخت ډېر میده او ښه دی. خو زما په اند ستاسې مهرباني په هغه تاثیر نه دی کړئ. ستا مطلب څه دی؟ هغه خیاط خپله ډېره ستاینه کړي او ستاسې او د ماڼۍ په اړه خبرې کوي. ښه نو څه وايي؟ ستاسې یادېږي چې ستاسې د بابا هغه قدیمي تاج چې په ځنګله کې ورک شوی و؟ هو! هغه تاج غیرمعمولي نه و. کاش چې هغه مې پیدا کړئ وی. هغه بله ورځ مې واورېدل چې خیاط فخر کولو او ویل یې چې کولی شي هغه تاج په څلورویشتو ساعتونو کې پیدا کړي. ښه نو داسې خبره ده؟ هغه دومره جرئت وکړ چې د سلطنتي میراث په اړه خبرې کوي. ژر یې راوغواړئ. په سترګو والا حضرت! 

اوریدلي مې دي چې تا ادعا کړې ده چې ته کولی شې زموږ ورک شوی او قدیمي تاج پیدا کړې؟ والاحضرت هیڅکله ما دا نه دي ويلي. ته ښه سړی يې خیاطه! خو دا چې تا په ځان فخر وکړ؛ له همدې امله تاته یوه موقع درکوم. ورک شوی تاج په راتلونکی څلورویشتو ساعتونو کې پیدا کړه. خو که پیدا نه شو ته باید له دې ښاره ولاړ شې. خو یاد ساته چې څلورویشت ساعته وخت لرې! 

خیاط پوهیدلو چې دا کار امکان نلري. حتی هغه نپوهیدو چې هغه تاج څه شکل دی. په ډېر خپګان یې خپل شیان راټول کړل  او له کلي ولاړ. هغه باید بیا له ځنګله تېر شوی وی تر څو بل ښار ته ولاړ شي. هغه ډنډ ته ورسیدلو چېرته یې چې هیلۍ لیدلې وه. غوښتل یې چې لږ دمه وکړي. 

هیلۍ ورته وویل، سلام ښه انسانه! تاسو څنګه یاست؟ ها! زما ملګرې! زما ژوند بیا خراب شو. زه اړ یم له دې ښاره ولاړ شم. ولې؟ څه شوي دي؟ خیاط ټوله کیسه هیلۍ ته وکړه. سلطنتي تاج؟ ښه نو، هغه خو په دغه ډنډ کې څو کاله پروت دی. د پاچا بابا دلته د اوبه د څښاک لپاره راغلی و. په نا غلطۍ هغه خپل تاج دلته واچولو. ته کولئ شې هغه را وباسې؟ هو! ولې نه. ټولې هیلۍ د اوبو لاندې ولاړلې چی تاج راوباسي. بلاخره سلطنتي تاج يې له اوبو راویستلو. خیاط له هیلۍ مننه وکړه. او په ډېره عجله ماڼۍ ته راستون شو. 

پاچا ډېر خوشال شو مګر د موچي لا ډېره بخيلي وشوه. بل پلان یې جوړ کړ تر څو خیاط له ماڼۍ وباسي. دا خو سمه ده چې تاج یې پیدا کړئ. خو له هغې ورسته د خیاط باټې نورې هم ډیرې شوې دي. ولې؟ اوس څه وايي؟ وايي هغه یوازې خیاط نه بلکه هغه یو مجسمه ساز هم دی. هغه وایي چې د موم په وسیله کولی شي دا ماڼۍ جوړ کړي. هغه وايی په همدې بڼه یې یوازې په څلورویشتو ساعتونو کې جوړوي. 

ښه دا نو زموږ خیاط ډېر استعدادونه لري. ژر یې راوغواړئ. سمه ده والا حضرت! ښه نو ته کولی شې  زموږ د ماڼۍ شکل مجسمه جوړه کړې؟ والاحضرت دا کار هېڅکله نشم کولای. داسې نه کېږي! ته څلورویشت ساعتونه وخت لرې چې د ماڼۍ مجسمه جوړه کړې. که لږ توپیر ولري ته باید له دې ښاره ووځې. په سترګو والا حضرت! خیاط سوچ وکړ او وویل دا ځل هېڅ مرسته نشنه. خپل ټول کالي یې بیا ټول کړل او له دې ښاره ولاړ. 

په ځنګله کې روان و چې یو غږ یې تر غوږو شو. سلام ښه سړيه! ولې ته ډېر خپه مالومېږې؟ خیاط ګوري چې د شاتو مچۍ ده. هغه ټوله کیسه د موم د مجسمې په اړه د شاتو مچۍ ته وکړله. ټوله خبره همدا ده؟ ولاړ شه کور ته او آرام وکړه. زه او نورې د شاتو مچۍ به په لږ وخت کې ماڼۍ ته ورته مجسمه جوړه کړو. خیاط کور ته ولاړ او د شاتو مچۍ هم ماڼۍ ته ولاړلې او ماڼۍ ته یې ښه وکتل تر څو کوم توپیر په مجسمه کې پاتې نشي. او سبا ته تیاره جوړه مجسمه خیاط ته ورکړي. 

خیاط مجسمه پاچا ته وړاندې کړه. واه، واه! دا خو ډېره ښکلې جوړې شوې ده. موچي ته څه غواړې ووايه سړیه؟ هر ځل وايي چې خیاط له ډېر غروره دا خبرې کولې او باټې یې ویشتې. 

زه بښنه غواړم والا حضرت! ما سوچ کولو چې په دې توګه به خیاط ستا په وړاندې کم راولم. هو ته د خیاط سره حسد کوي تا د همدې لپاره هغه په ځنګله کې یوازې او وږی پرېښودلو او ترې او ولاړې. 

والا حضرت! ته خبر یې؟ زه پاچا یم او دا زما دنده ده چې له هر څه خبر شم. ما ځینې کسان په خیاط پسې ولېږل او هغوی هر څه راته وویل. چا چې بد کړي وي هغه بد مومي او چا چې ښه کړي وي هغه ښه ویني. ته ډېر بد او خودخواه موچي يې. ته نور زما په ماڼۍ کې ځای نه لرې. 

والا حضرت! کیدی شي چې هغه ته بخښنه وکړې؟ هو! ما بخښلی دی؛ نو ځکه یې نه بندي کوم. خو په دې ماڼۍ کې نور نشي پاتې کېدلی. په یوه ساعت کې له ماڼۍ ووځه. خیاطه! زه ډېر خوښ یم چې تا غوندې یو نفر په ماڼۍ کې راسره دی. ته به د تل لپار دلته پاتې شې. خیاط د خپلو ښه کارونو پایله واخیستله او د خپل پاتې ژوند یې په ډېره خوښۍ تېر کړ. خو موچي هم د خپل بد عمل له کبله له ښار کډه شو او چا یې پوښتنه هم ونکړه.

داسې یوه ژمنه چې په ځای نشوهبشپړ شعر ولولئ

داسې یوه ژمنه چې په ځای نشوه

مينا سید

په پخوا وختونو کې کله چې جاپان نوی جوړ شوی و. هلته په کلي کې یو زلمي ژوند کاوه. هغه وړکی حساشي نومیدو. هغه یو  ډېر مهربان ځوان و. خو ژوند ورسره یاري نکوله او ډېر غریب و. هغه باید ډېر زحمت ایستلی وی چې وکولی شي د خپل ورځینی ژوند پر مخ بوځي. په ګرمو ورځو کې به يې کار کاوه. خو کله به چې ژمی نژدې شو د کار موقع به بیخي لږه شوله. کله کله به وږی هم پاتې شو. یوه ورځ په ډېره سړه هوا کې د باندی ووتلو. یو څه په ځمکه ولیدل. له ځانه سره یې وویل دا څه دي. کله چې نږدې ورغلو، ګوري چې یوه مرغۍ  پرته ده. له ځانه سره یې وویل نن زما د خوښۍ ورځ ده. زه به له دې ځان ته سوپ پوخ کړم. خو کله چې نږدې ورغی ګوري چې ډېره ښکلې وه او ډېر خوښ شو، وویل زه نشم کولی چې دا پخه کړم. دا ډېره ښکلې مرغۍ ده. خو کله یې چې ښه په ځیر وکتل ګوري چې د مرغۍ وزر زخمي دی. فکر يې وکړ او وویل اوس زه څه کولی شم؟ له کڅوړې نه يې ملم (مرحم) راویستلو تر څو وکولی شي د مرغۍ د زخم علاج وکړي. دغه مرحم له مخصوص بوټي جوړ شوی وه. لږ ملم (مرحم) یې په زخم وموښلو او مرغۍ ته یې وویل له ځایه دې مه ښوره له لږ ځنډ ورسته به جوړه شې. شاید لږ بد بوی ولري خو ډېر ژر به دې جوړه کړي. څنګه یې چې دا خبره وکړه، مرغۍ خپل وزرونه وښورول او ښه شوله. او نور یې درد نه احساسولو. خپل ژغورونکي ته يې وکتل، حساشي ورته وخندل. مرغۍ والوتله او لرې ولاړه. حساشي وویل، ښه زه نو بیا نن وږی پاتې کېږم. اوس به کور ته ولاړ شم. په دې شپه حساشي وږی ویده شو او هوا ډېره خرابه وه. دقیقه په دقیقه هوا نوره هم خرابېدله. له لږ ځنډ وروسته، حساشي ویښ شو. ګوري چې دروازه ټکېږي. له ځانه سره يې وویل دا څه دي؟ شاید چې تېر سیلۍ وي. خو د دروازې ټکول وار په وار په ډېرېدو شول. حساشي دا ځل نور هم انديښمن شو. وویل، دا خو هیڅ د هوا او طوفان غږ ته نه ورته کېږي. که دا غل وي زه به بیا څه کړم. خو زه باید دروازه وګورم چې په دروازه کې څوک دي. حساشي وپوښتل څوک يې؟ نوم دې څه دی؟ بیا به زه دروازه خلاصه کړم. حساشي کله چې دروازه خلاصه کړله ګوري چې د باندې په سړه هوا کې ښکلې ښځه  ولاړه ده. ډېر حیران شو. پوښتنه یې ترې وکړه ستا حال ښه دی؟ راشه دنننه. ښځې هیڅ خبرې نه کولې. د کور د نننه راغله. ډیره ضعیفه مالومیده. څنګه چې کور ته داخله شوه په ځمکه باندی ولویدله. حساشي ژر راپورته کړله او وویل د دې وجود لکه واوره سوړ شوی دی  او خپلې خونې ته يې بوتله، په خپل تخت يې ویده کړله. دا دی اوس به توده شي. څنګه جالبه شپه او ورځ ده، داسې ښکلې او پردۍ ښځه زما کور کې ده. ډېر ژر ویده شو. سهار چې را ویښ شو ګوري چې هغه میرمنه يې ترڅنګ ناسته ده. هغه ښځه سلام وویل. زما نوم تورسي دی. زه بخښنه غواړم چې تېره شپه په ډېره عجله کور ته درغلم او تا ته مې زحمت درکړ. حساشي وویل خیر څه خبره نه ده. ته ووایه څنګه يې؟ شپه ښه ویده شوې؟ هو زه بیخي ښه یم او ډیره ښه ویده شوې وم. ډیره مننه.  حساشی ورته وویل اوس نو راته ووایه چې ته له کومه راغلې او ته څوک یې؟

ریښتیا زه کوم کار نلرمه، لالهانده په سړه هوا کې ګرځیدم، ناڅاپه مې ستا کور ته پام شو. د ژوند کولو ځای نلرم. حساشي وویل، ښه نو ته ولې دلته نه پاتې کېږې، تر څو د ژوند کولو ځای پیدا کړې. خو کاشکې ما کولی شوی چې د خوړو لپاره څه درکړم. خو په کور کې هېڅ هم د خوړو لپاره نشته دي. تورسي وویل، اندېښنه مه کوه. هغه کڅوړه چې زما سره وه له وریژو ډکه ده. هغه کڅوړه څه شوه؟ په هغه کونج کې ده. تورسي وریژي له کڅوړې راویستلې او دواړو لپاره يې دم پوخت وریژې پخې کړلې. حساشي څو ورځې سمه ټکله نوه خوړلې نو ځکه يې ټولې وریژې خلاصې کړې. وویل ډېرې خوندورې وې. تورسي په خندا وپوښتل خیر دی که زه دلته پاتې شم؟ حساشي ورسره ومنله. یو له بله سره یې په خوښۍ ژوند کاوو. د وخت د تېرېدو سره حساشي په تورسي زړه وبایله او پرې مین شو. له ځان سره یې وویل تورسي به زما په څېر کس سره هېڅکله واده ونکړي. زه څه وکړم. راځه د زړه حال به ورته ووایم په دې کې کوم زیان نشته. تورسي یو څه مې په زړه کې دي غواړم چې تاته یې ووایم. ته غواړې زما په څېر له یوه کس سره واده وکړې.  

هغې وویل هو. حساشي ورته وویل ته پوهېږې چې زه بې وزله او هېڅ نه لرم خو ته بیا هم هو راته وایې. هو زه ستا په څېر له کس سره واه کوم. ما ته ولیدلې چې څنګه مهربان او نرم مزاج انسان يې. په ډېرې خوښۍ سره به واده درسره وکړم. له هغې ورځ وروسته تورسي او حساشي یو ځای ژوند کاوو. ډېر ژر ژمی تېر شو او د کڅوړې وریژې خلاصې شوې. حساشي ډېر ژر لاس په کار شو. خو معاش یې ډېر کم وو. هغه ډېر خفه و. تورسي ورته وویل ته مه خفه کیږه. زه به یو ښکلی کمیس درکړم، هغه خرڅ کړه. خو پينځه ورځې نیسي تر څو هغه وګنډم. حساشي وویل، خو ته به دا کمیس له کومه کړې؟ دا پينځه ورځې نیسي چې جوړ شي. زه به ځان په کوټه کې د پینځو ورځو لپاره بنده کړم تر څو ستا لپاره کمیس واوم(اودل). خو زما سره ژمنه وکړه چې ته به زما خونې ته نه راځې. کله چې زما کار خلاص شو زه پخپله له کوټې بېرته راوځم. حساشي ډېر حیران شو، خو د تورسي خبره يې ډیر ژر ومنله. هغه ورځ تورسي خوني ته ننوتله او ځان یې د پنځو ورځو لپاره په خونه کې بند کړ. حساشي نه پوهیدلو چې څه وکړي. صبر یې وکړ او خپلې ښځې ته منتظر وو. په ورستۍ ورځ تورسي له خونې راووتله. داسې ښکلی کمیس ورسره و چې د مرغانو له وزر یې ګلان جوړ شوي وو او د ستنی کار هم پکې شوی و. دا کمیس د ملکې لپاره جوړ شوی و. حساشي ورته وویل دا خو ډېره ښکلی دی، تا څنګه وکولی شول چې دا جوړ کړې زما ګرانې؟ دا یو پټ راز دی. 

اوس ولاړ شه او کمیس خرڅلاو ته یوسه. حساشي ښار ته ولاړ او کمیس یې په ډېر ښه قیمت خرڅ کړ او په ډېرې خوشالۍ کور ته ولاړ او تورسي ته يې د خرڅلاو کیسه وکړه. تورسي ورته وویل ډېر ښه زما ګرانه زه به په دغه پیسو تاته ډېر خوندور خواړه پاخه کړم. 

دا کار څو ځلې وشو. تورسي به ځان په خونه کې بند کړ او حساشي به په صبر سره خپلې ښځی ته منتظر کیدو. هر ځل چې تورسي به له خونې راوتله ډېره به ستړې وه. یوه ورځ له کلي نه د حساشي ملګري د حساشي لیدو ته راغلل. 

ورسته له سلام ویلو، دوی له یو او بل د میرمنو پوښتنه وکړه. حساشی وویل، زما ښځه ډېره ښکلې او مهربانه ده. زما ملګریو کاشکي مو هغه لیدلې وی. خو هغې ځان په خونه کې بند کړی دی. ملګرو یې وویل، ولې او څنګه یې ځان بند کړی؟ آیا تاسو دواړو شخړه کړې ده؟ حساشي د تورسي د کارونو په اړه خپلو ملګرو ته وویل. د حساشي ملګرو پرې ملنډې ووهلې. ډېره جالبه ده. ته يې مېړه يې او خبر هم نه يې چې ولې داسې کار کوي. له هغه جالبه لا دا ده چې ته نه غواړې پوه شې چې ستا ښځه څه کوي. 

ډېر ښه موږ به اوس ولاړ شو. زموږ سلامونه دې خپلې رازدارې ښځې ته ووایه. د خدای په امان. حساشي د خپلو ملګرو له خبرو اندیښمن شو. د ده ملګري په حقه وو. ځکه چې حساشي هیڅکله له خپلې ښځې پوښتنه ونکړه چې هغه په خونه کې څه کوي. او هغه ښکلی کمیس له کومه کوي. زه باید پوه شم، نو ځکه يې پریکړه وکړه چې خونی ته پټ وروګوري. تورسي په خپل میړه اعتبار کاوو نو ځکه يې دروازه خلاصه پراېښې وه. کله چې حساشي دروازه خلاصه کړه حیران شو چې د خپلې ښځه پر ځای یې هغه مرغه ولید کوم چې څو موده مخکې یې نجات ورکړی و. غریبې مرغۍ خپل وزرونه شکول تر څو وکولی شي یو ښکلی کمیس جوړ کړي. ته تورسي یې او ته یوه مرغۍ یې؟ تورسي وویل، حساشي تا ولې خپله ژمنه ماته کړله؟ په همدې تورسي خپل وزر ټول کړل او له کړکۍ نه والوتله. 

حساشي ډېر پښیمانه شو او ورته وویل مه ځه. ما وبخښه زه بخښنه غواړم. تورسي وویل زه بخښنه غواړم چې دروغ مې درته وویل. ما غوښتل د هغه شپې لپاره چی زما ژوند دې وژغورلو درڅخه مننه وکړم. په ما ډېر ګران وې خو ما غوښتل چې ته په ما اعتبار وکړې. حساشي وویل، هیله کوم پاتې شه. زه به بیا هیڅکله خپله ژمنه ماته نکړم. خو تورسي والوتله او ولاړه او بیا هیڅکله رانغله. د حساشي زړه مات شو. تورسي په حساشي ډېره ګرانه وه. له هغې نه وروسته، حساشي بیا هیڅکله واده ونکړ. حساشي چې هر چېرته تلو اسمان ته به یې کتل چې ګوندې تورسي به راوګرځي خو تورسي هېڅکله راستنه نشوه. حساشي د تورسي باور مات کړی و. تللی اعتبار هېڅکله لاس ته نه راځي خو که راشي بیا هم د لمړی ځل په څېر نه کېږي.

د مينا سيد ژباړه

پړانګ راغی (دروغجن شپون)بشپړ شعر ولولئ

پړانګ راغی (دروغجن شپون)

مينا سید

دا د یوه کوچني هلک کیسه ده چې کرشنا نومېدو. هغه د خپل پلار سره په کلي کې ژوند کاوه. کرشنا او د هغه پلار دواړه شپانه وو. د ژوند لګښتونه یې د غواګانو له ګټې ترلاسه کول. کرشنا ډېر دروغجن وو. هره ورځ به يې یو دروغ ویل. ښه نو زه نن څه وکړم؟ ولې زه هېڅوک نه وینمه؟ زه به نن په چا باندې ټوکه وکړم؟ زه نه غواړم چې زما ورځ په بېځايه تیر شی. هو نن زه ډېر په تنګ یم. یو څه فکر به وکړم.  ګوري چې پلار یې راغلو. کرشنا حیران شو. پلار یې ورته وویل څه شوي دي کرشنا؟ ته ولې ولاړ یې؟ هېڅ هم نه پلاره یوازې فکر مې کاوو چې اوس څه وکړم. ډېر ښه زه به یو کار درته وسپارم. زما حال ښه نه دی. ته به غواوې څرولو ته دغه نژدې ځنګله ته یوسې. ښه پلاره! په غواوو ډېر پام وساته ګڼې پړانګ به راشي او ټول غواوې به وخوري. ښه پلاره زه يې سمه پاملرنه کوم اندېښنه مه کوه. زه به اوس ولاړ شم. که څه هم  کرشنا ډېر دروغجن وو خو هیڅکله به يې خپل پلار ته دروغ نه ویل. د کرشنا پلار څنګه چې ویلي وو هغسې یې د غواوو پالنه وکړه او نژدې ځنګله ته يې بوتللې. په لاس کې غټ لرګی نیولی وو. کرشنا ډېر ژر ځنګله ته د خپلو غواوو سره ورسید. هغه په یوه ډېره غټه ونه باندې کېناستلو. او د خپلې غولکې سره يې لوبې کولې. خو ډېر ژر پتنګ شو. نا څاپه يې یو چال ته پام شو. هغه د یو څو دقیقو لوبو فکر وکړ او په چیغو يې پیل وکړ. مرسته راسره وکړئ، مرسته راسره وکړئ، پړانګ راغلی او زما غواوې خوري. مرسته وکړئ! د کلي خلک چې د کرشنا د ژړا غږ واورید، حیران او وهېرېدل. راځۍ چې ځو، کرشنا به وژغورو که نه نو پړانګ به هغه مړ کړي. راځۍ چې ژر ور شو. د کلي خلګ د ځنګله خوا ته روان شول. هر شی چې په مخه ورغلل ورسره وایخستل تر څو کرشنا له خطر وژغوري او په پړانګ بريد وکړي. د کلي کاریګرو خلکو خپل ټول کارونه په میدان پرېښودل او په منډه ولاړل تر څو کرشنا وژغوري. څنګه چې ځنګله ته ورسېدل، چیرته دی پړانګ له کرشنا د کلي خلکو وپوښتل؟ ته خو به ژوبل شوی نه وې؟ مه هېرېږه! موږ ټول ستا د ژغورلو لپاره راغلي یو. کرشنا ته له ونې مه را ښکته کېږه خو ووایه چې پړانګ چېرته دی؟ کرشنا په خندا شو، او وویل، پړانګ؟ کوم پړانګ، دلته خو هېڅ کوم پړانګ نشته. نو ولې دې چیغې وهلې؟ دا کوم رقم ټوکه وه؟ څه رقم ټوکه؟ بیا داسې کار ونه کړې. موږ خپل ټول کارونه په میدان پرېښودل تر څو تا وژغورو. نور نو بس دی کرشنا. ستا دغه دروغ زموږ لپاره ستونزې پېښوي. دا کار بیا ونکړې. بیا به هیڅکله ستا د ژغورنې لپاره درنشو. کرشنا بیا په خندا وویل، بس دی نور ډېر مه قهر کېږۍ. ژمنه کوم چې بیا داسې کار نکوم. خو کرشنا نشوای کولی د خپلې خندا مخه ونیسی. د کلي ټول خلک په قهر راستانه شول. او کرشنا د خپل دې کاره ډېر خوشاله و. وویل، زما ورځ ډېره ښه تېره شوه. هغه ورځ تېره شوه او کرشنا له خپلو غواوو سره کور ته ولاړ. سبا یې بیا غواوې څرولو ته بوتلې. او بیا يې پریکړه وکړه چې پرونۍ ټوکه بیا وکړي. مرسته راسره وکړئ! مرسته، پړانګ راغلی زما ټولې غواګانې خوري. یو ځل بیا د کلي خلک د کرشنا د ژړا غږ واوریدلو او هغه کسان چې د کرشنا له چلند نا خبر وو په اندېښنه شول او ځنګله ته ولاړل. تر څو د کرشنا سره مرسته وکړي. کرشنا په خطر کې دی. هو بیچاره ماشوم یوازې په ځنګله د پړانګ سره څنګه مقابله وکړي. په دې هیله چې کرشنا روغ رمټ وي. د کلي خلک ځنګله ته چې  څنګه ورسېدل، ګوري چې کرشنا لوړ د ونې پر سر خوندي ناست  او خاندي. وویل ستاسو مخونو ته ګوره په تاسو باندې څه شوي دي؟ دلته کوم پړانګ نشته دی.  نو تا ولې بغارې وهلې؟ کرشنا بیا په خندا وویل، دلته کوم پړانګ نشته. د کلي خلکو ورته وویل، نو په تا څه شوي دي؟ ته ولې داسې کارونه کوې؟ ته به څه وخت غټ شې؟ دا ښه کار نه دی. ته به وزګار یې خو موږ نه یو. ته ولې د کلي خلک ځوروې؟ ته به یوه ورځ په ستونزو کې ګير شې. موږ ټول ستا د مرستی لپاره منډې وکړي خو تا په موږ پورې وخندل. بیا به موږ هیڅکله ستا د ژغورلو لپاره رانشو. کرشنا وویل، ولې تاسې نه راځئ زه به اوس پړانګ ته څه ووایم؟ او په خندا شو. د کلي خلک د کرشنا په خبرو نور هم په غصه شول. او په غصه ولاړل. دا کار د کرشنا لپاره سرګرمي شوې وه. هره ورځ به یې دا کار کولو خو د کلي خلک د کرشنا په چلند ښه پوه شوي وو. خو بیا هم د کرشنا د مرستې لپاره ورتلل. خو یوه ورځ د کرشنا بخت یاري ونکړه. څنګه چې ځنګله ته ورسید، ګوري چې پړانګ راغی. هغه هم یو نه، څو دانې وو. کرشنا د مرستې لپاره وژړل، هیله کوم مرسته راسره وکړئ. خو دا ځل هېڅوک د مرستې لپاره ورنغلل. کرشنا ډېر وژړل او چیغې یې وکړې خو هېڅوک حاضر نشول. د کلي خلکو ویل چیغې او ژړا د ده ورځینی کار دی. د ده ژړا تل دروغ وي. موږ به خپل وخت نه ضایع کوو. ټولو لاس یو کړ او پریکړه یې وکړه چې د کرشنا د مرستې لپاره نه ورځو ځکه چې بیا به هم دروغ وايي. خو کرشنا خپلو چیغو او ژړا ته دوام ورکړ. او پړانګانو د ده  په غواوو حمله وکړه  او په نوبت یې وخوړلې. کرشنا د ونې په سر ژړل او له لاسه يې هیڅ نه کیدل. غواوې یې له لاسه ورکړې. پلار یې له دې حالته خبر شو او د ځنګله خوا ته په منډهورغی. کرشنا ته يې وویل دا دې څه وکړل؟ غواوو زموږ یوازینۍ عاید وو. خو اوس ټولې زموږ له لاسه ووتلې. کرشنا اوس راته ووایه چې څه وکړو؟ ما هر کله ستا په شیطانت سترګې پټولې خو اوس باید ووایم چې له حده وتلی يې. زه ستا سره څه وکړم؟ پلاره ما وبخښه. زما نه ډېره لویه غلطي شوې ده. زه بیا هېڅوک نه په عذابوم. او هیڅکله به درواغ ونه وایم. ډیره زیاته بخښنه غواړم. په دې توګه کرشنا د خپل شیطانت جبران کړ. 

تاسې منۍ چې کرشنا غلطي کړې وه؟ هو! نو راته ووایې چې نن مو څه زده کړل؟ دا چې هیڅکله دروغ ونه وایو. هر کله چې دروغ ووایو یو شی له لاسه ورکوو. هر ځل چې درواغ وایو د یو چا باور له لاسه ورکوو. خلک زموږ دروغ مني، خو کله چې په ریښتیا مرسته ته اړتیا ولرو، یوازې پاتې کېږو. تل باید صادق واوسو.

د مینا سید ژباړه