پښتو ادب · شاعران
محمد اکبر پیمان
د محمد اکبر پیمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
که سړي تښتی نو بیا هم چیرته ؟بشپړ شعر ولولئ
که سړي تښتی نو بیا هم چیرته ؟
محمد اکبر پیمان
له دی وطنه له دغه ښاره که سړی تښتی چیرې به تښتی؟
که پاتی کېږې نو بیا هم چیرې؟ په کومه هیله، د چا له پاره؟
نه په ثواب کي نه په ګناه کی نه په ژړا کي نه په خندا کي
نه په نفرت کی نه محبت کی، نه په مسجد کی نه په خپل کور
امن موندی شی، ارام کوي شی نه چېرته تلای شی نه تم کیداي شی
نو دا جنت کور، دا ښکلی مینه، دا د مستیو دا د ځوانیو د ګل باغچه مو
ولی سور اور کړه؟ ولی دوزخ کړه؟ چي تاسې ورشې او جنت یان شۍ
په حورو سر شی، خپله غیلمان شی، ښه شرابيان شی بېرته ځوانان شی
دا غیلمان وژني، دا حورې وژني چي نور پیدا کړي
چه زور پیدا کړی چه شور پیدا کړی
د بل ژړا کی د بل غوغا کی د بل په مرګ کي
ستاسې سکون دی ستاسې ژوندون دی
ستاسې بقا ده او ابدیت ځوانی خندا ده او عافیت دی
خو ګوره یاره موږ انسانان یو د انس معنا ده الفت او مینه
چی بل ځورېږي او بل ژړېږي او ته خندان یی بیا هم انسان یی؟
نو دغه لاره او دغه فکر دا عقیده ده او که عقده ده
دا سړی بیایی و ترکستان ته و جهنم ته د اور میدان ته
لکه بل کړی دی دلته اور دی دا اور به رسی و هغه اور ته
څه بد سیزل کړی چي اور او اور شی
او پښیماني هم هلته پېغور شی.
نو فکر وکړه اوس لا فرصت دی همدا جنت دی
همدا خواني همدا هستي ده دا زنده ګی ده
پیمان
قاتل څوک پیژنيبشپړ شعر ولولئ
قاتل څوک پیژني
محمد اکبر پیمان
ولي مو وژني؟ څوک مو وژني؟ قاتل څــــــوک پېژني ؟
زما د مرګيو د ورانیو لامل څـــــــــــــــــــــــــوک پېژني؟
که تاسې نه یاست ولي چپ یاست ځواب راکړي ماته
قاتل هم چپ دي، حاکم چپ دی عامل څوک پېژني ؟
هم خیرات غواړي هم مو وژني هم دوعــــا ښېرا کړي
د نبووت دعوه کوي دا سائیل څــــــــــــــــوک پېژني؟
یا به ملا وي، یا سوالګر یا هم سائیل یا حـــــــــــــاکم
زما مکتبونه چي سیزی دا جاهل څــــــــــوک پېژني؟
لا اقتدا ورپســــــــــــــــې کړی لا یی پېشوا ګڼې خپل
په دی ملت کی راته ښیه عاقل څـــــــــــــــوک پېژني؟
نور به چنګېز نور به تیمـــــــــــــــــور ظالمان نه یادوو
له خرده جال سره راغلي نازل څـــــــــــــــــوک پېژني؟
اوس چاته وژاړو په چا باندې فریاد وکړو مـــــــــــوږ؟
په دی قاضيانو کي یارانو عادل څــــــــــــــــوک پېژني؟
اوس ټول شکی يم په هیچا باندې باور نه کــــــــــــوم
هر یو ابلیس دی دلته پیر کامل څــــــــــــــــوک پېژني؟
شیخه فریده پټه خوله دی بهتري ګڼــــــــــــــــــــــمه ؟
پیمانه بس کړه حقیقت ته مایل څــــــــــــــــوک پېژني؟