پښتو ادب · شاعران
محمد وارث
د محمد وارث پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
څه شوبشپړ شعر ولولئ
څه شو
محمد وارث
چه یې پوهه خپروله هغه څه شو
چا چې مینه دودوله هغه څه شو
په کتاب اوپه قلم به یې هر چاته
د ژوندون لاره ښودله هغه څه شو
د وطن او د ولس په حق کی تل یې
د غیرت چیغه وهله هغه څه شو
چی دسولی او د امن په خاطر ېې
هره دړه ټکوله هغه څه شو
د پرهر پرهر وطن بیا هر یو ټپ ته
چی پتۍ ېې لګوله هغه څه شو
هغه ستوری اوس اسمان لمن کې نشته
چې رڼا به ېې کوله هغه څه شو
د ( وارث ) له یاده لا وتلی ندی
تل ېې سوله یادوله هغه څه شو
کرکې او نفرتونهبشپړ شعر ولولئ
کرکې او نفرتونه
محمد وارث
دلته نفرتونه زیږیدلي دي
کرکې او کینې راټوکیدلي دی
دلته ورورګلوي او محبت چیرې
ټول یی په خپل لاس باندې ریبلي دي
دلته په یوبل باندې باور نشته
ځکه دښمنۍ را پاریدلي دي
دلته ټول ژوندون د اور لمبو کې دی
هر څه دوزخ اور کې سوځیدلي دي
دلته دیتیم تصویر ته وګوره
اوښکې تر لمنې څڅیدلي دي
دلته په قسم چې هر مور بوره ده
ځکه زوریدلي کړیدلي دي
دلته د دردونو او پرهر قصې
پورته تر اسمانه رسیدلي دي
دلته په ګناه باندې جنت ګټي
داسې انسانان تاسو لیدلي دي
دلته قضاوت سبا تاریخ کوي
هر څه یې دځان سره لیکلي دي
اوس لاهم وخت شته دی توبه وباسه
څومره ګناهونه که دې کړیدي
بس دی ټوپک مات کړه ګولۍ پوچې کړه
ډیرو پدې مات زړونه ګټلي دي
دا وه د ( وارث) د زړه یو څو ټکي
نن یی په قلم باندې را کښلي دي
اوسلو ناروې