پښتو ادب · شاعران
ډ.حمیدالله زړور صاپی
د ډ.حمیدالله زړور صاپی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
نیمګړې دنیابشپړ شعر ولولئ
نیمګړې دنیا
ډ.حمیدالله زړور صاپی
ځواني لاړه زړښت راځي په ځغستا
ښه دوران و وړکتوب ناز او ادا
که هر څو ځان تسلی کړم چې زړه ځوان دی
شپیته کاله به وانه وړي پر شپږ بیا
ویښتان سپین شول،نظر کم،غوښې شډلې
غوږ شو دروند،غاښونه وتلي له ريښا!
وچلی ګونځې،هډان سست ملا شلله کړوپه
آخ و ټوخ دی د زړه درد سبا بیګا
وروڼه بېل شوءل ؛خویندې لاړې پخپل بخت شوې
پلار شهید شو، مور بهوډۍ ده ڼن سبا
یاران تللي په سفر او څوک شهید شول
اولاده،میرمن تر څو به کړي وفا؟؛؟؟؟؟
دا فاني دنیا نیمګړې ده نیمه خوا
له آدمه تر دې دمه شوه د چا؟؟
خو...
لا صفا د ساپیتوب ، د زړهء یو ور شته
زر اومیده، هیلې دعاوې دحميد اله
درنښت/ ۴چنګاښ=۲۶ذلقعده الهرام= -+ ۲۵جون
بروسل
( غازي امانه سر راجګ کړه!)بشپړ شعر ولولئ
( غازي امانه سر راجګ کړه!)
ډ.حمیدالله زړور صاپی
غازي امانه! سر راجګ کړه له جلال آباده
سل کاله مخکې آزاد کړی هیواد ځي برباده!
تا خو غوښتل افغانستان به د سیالانو سر شي
ښځې او نر به برابر وي او ټولنه ښاده
تا فابريکې،دارالامان ،ښاراو پټلۍ جوړول
تا اساسي قانون، جرګې او ښوونځي بنیاده
خو
تا دڼنه د لستوڼي ماران نه پېژندل
دوی ول یا هندوزاده او یا د انګریز له زاده!!
ګوډ ملایان، بغدادي پير او د سقو بچکان
بریطانیا درته راشنه کړل سیاسي-دین له ډاډه!
ساده افغان ېې غولول په دروغجن اسلام
تې په څلور مذهب کافر کړې پر پنج پیر نژاده!
تا د افغان سپېڅلې وینه تویول نه غوښتل
لاړې سویس ته خو تر پایه د وطن په یاده!
اوس راشه ګوره په وطن څه حال دی؟
څوک چې وينې تویوي ،وايي مارشال ي زما ده!
اوس همهغه انګریزان،امریکایان او پنجابي ګوډاګیان
هم فارشیستان ،هم ترکستان ،نه دیرش ملکو غوغا ده
کابل او ټول ولایتونه ، قصبې او کلي
ورانوي، وژني ولسونه قصه د بن-لادا !ده
زړور ساپیه!صبر وکړه!وخت راځي د غزا!
له باچا خانه تر نجیب د لر او بر دعوا ده!
(د آکسیجن بازار ې سیاه)بشپړ شعر ولولئ
(د آکسیجن بازار ې سیاه)
ډ.حمیدالله زړور صاپی
له یوې خوا نازل سوې امریکا## ورسره غټې بلاوې بمباردها
بېکاري،بېروزګاري دربدري## پړسولي ېې دي یو څو میلیارد ها
اعتیاد،فساد او فقر کړي بېداد## قاچاقبر رشوتخواره کړي فرېادها
میلیونونه ولسونه شول بېکوره ## رابران په دُبی، تُرک کفرآبادها
کرونا بیا بل آفت دی آسماني!## ابتلا د رب جلیل ده بنیاد ها
پالیوشن دي په هوا او په اوبو کښې ## شل کلن او دېرش کلن دست آوردها
دواګانې خو جعلي پاک ایرانۍ وې## د کابل کمېشنکار کړي فسادها
د نړۍ پوهان په فکر د واکسین دي ## (آکسیجن شو په چاره د بازار سیاه)!!!
زړور وايي خدایه! ظالمان تباه کړې## د وطن د دښمنانو چهار ټګها !!!!
اشعار(ولس،ولسمشر، امیریکنز، طالب،ولسکشر)بشپړ شعر ولولئ
اشعار(ولس،ولسمشر، امیریکنز، طالب،ولسکشر)
ډ.حمیدالله زړور صاپی
(ولس، ولسمشر، امریکنز،طالبانو او ولسکشر ته !!!!!)
ګرانه افغان ولسه!
اول الله
بیا محمد ،
بیا دې خپل ځان پیژنه!
کلتور،تاریخ،جغرافیه او بیا جهان پیژنه
خپلې ښیګڼې او بدګڼې دې تله کې واچوء
خپل صوابونه،ګناهګانې په میزان پیژنه
ډیر پخوا نه ځو، همدا شل کاله وضعیت دې ګوره
وطن دڼنه،سیمې او باندې دښمنان پیژنه
څوک ستا په خیر دي ،څوک په شر ،عقل نه کار واخله
دین او دنیا ته دی ښه ځیر شه ،ټول قرآن پیژنه
اوس چې نړۍ باندې سرتاج د کورونا نازل ده
الله ته وژاړه ،روغتیا او دسترخوان پیژنه
حمیدالله زړور ساپی وايي : یو موټی شه!
د آسیا زړه کښې، لراوبرکښې
یو افغان پیژنه!
+++++++
ولسمشره!
دا دوهم پینځه کلن دې مبارک شه!
د لوګر ، لغمان ګلشن دې پاس په ارګ شه !
خپله پوه، متفکر او مجرب ېې
د ولس دا بل اتڼ دې ؛ نه قرصک* شه!
سولې،امن ،پرمختګ ته خو ته ژمن ېې
کورونا، جنګ او دښمن دې په بارک ** شه!!
چاپیریال نه دې قاتل،غاصب ټول ورک کړءه
چاپلوس ،مفسد ، ګړنګن دې درېچارک ***شه!!!
مونږ خو دلته اروپا کې یو تقاعد!
تاته ټیم، ځوانان ، ښځمنې تل دستک شه
پام چې بیا د سهامي وحشت شوق نکړې!
تیر پنځه کاله عبرت واخله، لږ کلک شه!
* قرصک: د پنجشیر د ولسوالۍ یو ډول اتڼ
** بارک اوباما!!
*** زما دمرحوم ماما عبداللطیف صافي له یوې بوللې څخه : (درې چارکه دي عالمه درې چارکه دي + خلک که وايي نه دي ما لیدلي دي چې دي
درې چارکه ښکاري خو په اصل کې خروار ++ هغه به ی تلي چې زمانه کې وي وزګار
هغه پرې پوهیږي چې څوک تیر له دې سړکه دي! او درې چارکه دي ..... ) د ۳ چارکه نه ېې ېېمطلب (غمونه وو!!!).
++++ ۰۰۰۰۰۰۰۰۰------------
هی! امیریکنز! یو سي ذه کووید-ناینټین !
اِټ اِز ذه پینالټي آف یوور ناین-اِلیوَن!
یوور پالیسي آف چاینا اِنډ پرَوډنِس
سِکریټ ګوسیپس وِث طالِب نآټ وِث غَنِييَن!!
-----------------------------۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰++++
یا یها الطالبون و الطالبات!
لِمَ تفعلون و لاکن لا مقولات!
کان في الصدر الاسلام الخلافت
لیسا هی المنافقات اءلامارات
(و لا تفسدوا الارض بعد اصلاحها!)
تقرءووا سُوَر القرآن مِن حُجُرات
هذا عجیبُ ُُُ اَن تُقيعوا مع زل-خلیلزات
و لا تقولوا مع م. اشرف غنییات!!
++++++++++++++++-------------- ۰۰$$$$$$$
ولسکشره ! نور نو بس ده لژ حیا بِکُن!
ولسمشر دې لکه پلار ده، هی یا بکن!
په دا تیر عمر دې چي دستآورد داري؟
اګه لژ نر هستي ،اهتساب به قضاء بکن!
د اصیل افغان دی درې سرې کرښې
ناموس او سر ، مال او منال د اسپ سپاه بکن!
که وجدان داري ،کلاهیته بر سر میزت بان!
به اپوزسیون برو! کارِ ته بیا بکُن!!
&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&
په مننه او پشتنی افغانی مینه.