پښتو ادب · شاعران
امین الله بهار
د امین الله بهار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
ازاد نظم : څومره په سپکه یې راوکتلبشپړ شعر ولولئ
ازاد نظم : څومره په سپکه یې راوکتل
امین الله بهار
څومره په سپکه یې راوکتل،
خندا یې وکړه،
جفا یې وکړه،
په ځان یې پوی نه کړم،
زما د مرګ تابیا یې وکړه،
هغه بدبخته مي بښلی ده،
چې!!
هره؛ ناروا یې وکړه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍂
د بې احساسو ښاردی،
ژوند د زرګونو حادثو ښکار دی،
د تنهایې پروا مه کوئ،
خو!!
د نامردو ملګرتیا مه کوئ،
په چا تکیه څه معنې،
دا حماقت دی دا مه کوئ
نادیده سودا مه کوئ،
له اندازې زیاته وفا مه کوئ.
دا لیونتوب ما وکړ،
په احمق سوداګر؛
تکیه ما وکړه،
نادیده سودا ما وکړه،
د یو نامرده ملګرتیا ما وکړه،
له اندازې زیاته وفا ما وکړه،
څومره په سپکه یې راوکتل،
خندا یې وکړه،
جفا یې وکړه،
په ځان یې پوی نه کړم،
زما د مرګ تابیا یې وکړه،
هغه بدبخته مي بښلی ده،
چې!!
هره ناروا یې وکړه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍂
ماته زما د وفا دا ګټه راورسیده،
ازار هم زه یم ،
ګنهکار هم زه یم،
د حادثې ښکار هم زه یم،
په هغو لیمو بار هم زه یم،
کومو چې وویشم،
له نظره یې ګوزار هم زه یم،
ښه هم ما کړي،
له خپلو ښو څخه بې زار هم زه یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍂
څومره په سپکه یې راوکتل،
خندا یې وکړه،
جفا یې وکړه،
په ځان یې پوی نه کړم،
زما د مرګ تابیا یې وکړه،
هغه بدبخته مي بښلی ده،
چې !!
هره ناروا یې وکړه،
په بې غوری یې نور خفګان نه کوم،
توحین د خپل شرافت؛
او د خپل ځان نه کوم،
بل ځل تاوان نه کوم،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍂
څومره په سپکه یې راوکتل،
خندا یې وکړه،
جفا یې وکړه،
په ځان یې پوی نه کړم،
زما د مرګ تابیا یې وکړه،
هغه بدبخته مي بښلی ده،
چې !!!!!!
هره ناروا یې وکړه.
بد یې وکړو اشتباه یې وکړه،
واه!!!!!!
لیونی بهار یې وواژه،
غذا یې وکړه،
عجبه ده چې تلله نو ژړا یې وکړه،
سترګي یې پاکې کړې خندا یې وکړه،
ښیرا یې یې وکړه،
څومره په سپکه یې راوکتل؛
خندایې وکړه،
جفا یې وکړه،
هغه بدبخته مي بښلی ده،
چې!!!!!!
هره ناروا یې وکړه.
ازاد نظم: اې د خدای پار دی کڼیږم!بشپړ شعر ولولئ
ازاد نظم: اې د خدای پار دی کڼیږم!
امین الله بهار
اې د جګو غرو هیواده،
اې مغرور افغانستانه!
د یاغی سیندونو غیږي.
په تا میشت وګړي څه وخت!
د غفلت خوب نه جګیږي؟
دا به څه وخت ستا په درد خوری،
دا به څه وخت اصلاح کیږي،
دا سرکوزي به نو کله،
ژوند ته ژوند وایې لعنت شه،
په احساس ددې وګړو ،
په غیرت ددې وګړو،
په عزت ددې وګړو،
څنګه لوبي دي رواني،
ککرۍ یې لیلام شوې،
هم یې ویني دي ارزاني
ــــــــــــــــــــــــــــ
اې د جګو غرو هیواده،
د یاغي سیندونو غیږي،
په تا میشت وګړي څه وخت،
د غفلت خوب نه جګیږي،
دا به څه وخت ستا په درد خوري،
دا به څه وخت اصلاح کیږی،
اې د جګو غرو هیواده،
اې مغرور افغانستان!
د یاغي طبعت څلې،
په تا کومه بلا وشوه ،
تاته څنګه خدای شا کړې،
ته دا ولي داسي خوار شوې،
نه دي روغه ورځ پیدا کړه،
دا منو چې احمقان یو،
نه دي تا او نه د ځان یو،
نه مو زړه درباندي خوږ شو،
نه دي سر راباندي جګ شو،
نه دي تمه رانه خیژي،
نه دي یو فرهر رغیږي،
...................
اې د جګو غرو هیواده،
د یاغي سیندونو غیږي،
دا وس هر چا ته روښانه،
په تا شوې واړی چاري!
د افغان له حماقته،
دپنجاب له شرارته !
د مولا له برکته!
د اسلام له شفقته!
.............
اې مغرور افغانستانه،
ته خو دا رنګ شوی نه وې،
په تا میشت ساکښ خو داسي،
سرټیټي ته حاضر نه وو،
د میرویس تاریخ رایاد شي،
و لیمو ته مې ولاړ دي،
غزنویان او غورځنګونه،
سومنات څیري لنګونه،
اې د خدای پار دی کڼیږم،
د ملالي اواز اورم،
خپل وجدان ته ملامت یم،
نه هیواد په موږ ساتلی،
نه ناموث ته وفادار شوو،
نه سړي شوو نه په لار شوو،
نه په بده ورځ پکار شوو،
اې هیواده ستا قربان شم
تر کابع هم مقدس یې،
د عربو ټول ملکونه،
ستا تر موټ خاوري قربان شه،
ته مي ننګ ته مې احساس یې،
ته له عرش څخه هم پاس یې،
ته جنت زه جنتي یم،
دا خو ځکه اخته شوی،
د ملا په دوښمني یم
که د ټول عالم تورن یم،
بیا هم تا باندي مین یم،
تا روزلی بې تا مه شه،
بهار هیڅ هم په لار مه شه
ازاد نظم / مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه مرغۍ خدای خبر بیا راشېبشپړ شعر ولولئ
ازاد نظم / مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه مرغۍ خدای خبر بیا راشې
امین الله بهار
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه ،مرغۍ خدای زده چې بیا راشي،
مرغئ مات وزر دي یوړ،
مرغۍ چرته به سا اخلې،
مرغۍ څه چوپتیا خوره ده،
مرغۍ شور څانګو کې نشته،
مرغۍ اور چنار اخستی ،
مرغۍ ځاله دي شوه ورانه،
مرغۍ ستا چوڼهار نشته،
مرغۍ ټول مالت زکیروی شو،
مرغۍ خدای زده چې بیا راشې،
مرغۍ داسي معطم جوړ دی،
مرغۍ کور په کور بدي شوه،
مرغۍ هر لور بدبختي شوه،
د فرعون بادچاهي شوه،
یو ګونګی سړی پاچا شو،
یو پردی سړی پاچا شو،
په پردۍ حلوا لوی شوی،
د میرویس تیخ یې تر ملا دی،
افغانانو ته بلا دی،
تور ټوپک یې را اخستی،
شملور سړی داعش کړي،
ګیر خریلی ډمکراټ کړي،
یو په دښته کې حلال کړي،
بل د کور مخي ته مړ کړي،
تور ته سپیني جامې ورکړي،
په سرو وینو لاس ور سور کړي،
د سرو وینو جام پرې نوش کړي،
سپین ته توري جامې ورکړي،
کور یې ډک کړي له غمونو،
نور یې ټول عمر زړه جوش کړي،
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه ،مرغۍ خدای خبر بیا راشې،
مرغۍ سخته بې اسرې شوو،
مرغۍ ته چې کله تللې،
مرغۍ ژوند درسره تللی،
هر ساکښ نقاب کې ګرزي،
له خپل سوري هم ډاریږي،
انسانان دي وژل کیږي ،
افغانان دي وژل کیږي
په نسونو ماړه نه دي،
ماشومان دي وژل کیږي،
د ابلیس واکمن له کوره،
فرمانونه دي چلیږي،
ازادی یې کړه حرامه،
په هنر یې لاړي توکړې،
شرارت یې کرامت دي،
مکتبونه دي بند شوي،
پوهنځی د کفر کور دی،
بغاوت له بدو مرګ دی،
پلاونه اصراف شوي،
د وښو خوراک جایز شو،
چارپایان هم په فریاد دي،
د پسونو ونډه موږ خورو،
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه، مرغۍ خدای خبر بیا راشې،
مرغۍ سخته ذلالت دی،
د خدای داسي عدالت دی،
ها نیازبیني سپیني سپیني،
عزتمندي لکه حوري
پښتنې جوني یې ټولي،
وخیرات ته کړې مجبوري،
د ملالي پانزییونه
د پنجاب ډمو پښو کړل،
د رابعیه ټکری باد وړی،
د شمشاد په غرونو پروت دی،
سنایې په چیغو ژاړي،
فارس یې غلا کړل دیوانونه،
د بودا کالبوت زخمي دی،
له لیمو یې ویني څاڅي،
د بابا غر را نړیږي،
د هلمند سیند هم وچیږي،
ژوند د شا په خوا روان ده،
بدبختي د ټول افغان ده،
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه، مرغۍ خدای خبر بیا راشې
مرغۍ سخته امتحان دی
بهار هم ابلس شړلی،
افغانان خپلو کې وران دي ،
څوک تاجک شو څوک پښتون شو،
څوک شعیه شو څوک سني شو،
څوک پیرو د قاید عظم شو،
څوک کټ مټ خامنیې شو،
وطن داسي اور اخستی،
عزتونه کې سوځیږي،
د افغان زلمو را پاڅئ،
ګورئ هر څه مو ختمیږي
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه، مرغۍ بیا وطن ته راشه،