د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرياب يوسفزے

د زرياب يوسفزے پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

زرياب يوسفزے

د ژوند او د رڼا ترجماني کوي لګيا دے
دا څوک دے چې زما ترجماني کوي لګيا دے
نړۍ کښې د بدلون د رڼاګانو مبلغ دے
زمونږ د پښتونخوا ترجماني کوي لګيا دے
وران شوے مې تصوير نړۍ ته بيا سموي ګرځي
د فکر د بابا ترجماني کوي لګيا دے
د خپل ګرېوان شلېدلي ټول تارونه ئې راټول کړل
په ښار کښې د بېديا ترجماني کوي لګيا دے
د پاکې عقيدې او نظريې څښتن دے ژوند دے
د حسن د ادا ترجماني کوي لګيا دے
دا څوک دے دا د کوم ځاے دے دا څۀ وائي څۀ غواړي
د زړونو نا اشنا ترجماني کوي لګيا دے
حجره ئې ده اباده خان پښتو پالي پښتو کړي
ملک د ارتقا ترجماني کوي لګيا دے
جومات ئې د سپېځلي شريعت د نور چينه ده
د دين دلته ملا ترجماني کوي لګيا دے
زرګونه ارزوګانې ئې په زړۀ دننه پائي
يو ځوان دے د وفا ترجماني کوي لګيا دے
د سوات د پېښور کۀ د کابل دے يا د کوټې
څۀ بل شان د دنيا ترجماني کوي لګيا دے
زرياب د ملاکنډ غزل غزل رنګونه راوړل
د ټولې ايشيا ترجماني کوي لګيا دے

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

زرياب يوسفزے

ځه کنه نن خو اظهار وکړه اخري کلاس دے
زما د مينې اقرار وکړه اخري کلاس دے
ستا د نظر هره ادا زما د مينې په نوم
په خپل زړګي دې اعتبار وکړه اخري کلاس دے
خامخا راشه په وختي بس کښې له کلي خوږې
مۀ ايسارېږه تلوار وکړه اخري کلاس دے
خداے خبر بيا به کله وينو د يو بل سره مونږ
ماته خبره په جار وکړه اخري کلاس دے
داسې لاړ نۀ شې زۀ درځم دواړه اوباسو تصوير
خېر دے لږ شان انتظار وکړه اخري کلاس دے
زۀ درله نخښه د خپل لاس درکوم غزل د زرياب
تۀ خو هم ماله څۀ يار وکړه اخري کلاس دے

زرياب يوسفزے

د لاله ګل د وادۀ سهرهبشپړ شعر ولولئ

د لاله ګل د وادۀ سهره

زرياب يوسفزے

د ژوند د ښائستونو د ارمان ډولۍ دې راوړه
په څومره ارمانونو د جانان ډولۍ دې راوړه
د مور او خاندا دا د خوب تعپير دې ترينه جوړ کړو
خپل کور ته د سپوږمۍ د خور په شان ډولۍ دې راوړه
ستا ژوند ستا زلميتوب ستا د خوبونو تصويرونه
د خپل وجود کلبوت له د ايمان ډولۍ دې راوړه
د حسن د جلال او د جلال د حسن سېورے
پښتونه ياره خپل ځان ته د ځان ډولۍ دې راوړه
د بخت ستورے دې دغسې بېدار وسه لاليه!
د خپلې سپومۍ کور ته د اسمان دولۍ دې راوړه
جواد دے که عقېل که نور د کور وګړي ښاد دي
چې تا دخپلې مينې روهستان ډولۍ دې راوړه
زرياب يم لاله ګله بس دا مينه درنه ځار شه
ښۀ ډېر دې مبارک شه په قربان ډولۍ دې راوړه
زرياب يوسفزے

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

زرياب يوسفزے

په سرتور سرچې دعاګانې کوې چاله کوې
په نيمه شپه چې ژړاګانې کوې چاله کوې
د زړۀ د رنځ حال دې د مخ تېر سري وائي ښکاره
د زړۀ په زور چې خنداګانې کوې چا له کوې
سترګو کښې روڼ ښکاري طوفان د زړۀ د درد د څړيکو
نوره چې کښېنې خنداګانې کوې چا له کوې
ګلونه نۀ پرېږدې په بوټو لولکۍ رانيسې
د ښآئستونو نه غلاګانې کوې چاله کوې
په ځان چې راولې پېريان د هر خالي په ماښام
بيا چې نانجاڼې اداګانې کوې چا له کوې
ما پرې هم ستړے کړے او ستا هم بنګړي نۀ خوښېږي
دا پکښې بله ويناګانې کوې چا له کوې
دا چې دې شونډې شوې پتري زخمي زخمي لفظونه
دا په ښېرو کښې دعاګانې کوې چا له کوې
ځان دې رچې کړو په کوئيدن کښې د ترلې ليونۍ
په مات زړۀ نۀ ئې ګډاګانې کوې چاله کوې
خداے دې په خېر کړه په دې سپين رخسار دا تورې زخې
په خپل خاطر چې سوداګانې کوې چا له کوې
په زيارتونو راغوړېږې زړۀ کښې کړې منختې
چې وظيفې او دعاګانې کوې چا له کوې
کتاب ته ناسته ئې او ځان سره خبرې کوې
دا چې هر وختې صلاګانې کوې چاله کوې
پروردګار خو دې د زړۀ په رنځ اخته کړه جينۍ
زرياب سره چې جفاګانې کوې چاله کوې
چې ستا د زړۀ د کېفيت نه به خبرېږي کنه
زريابه هسې سوداګانې کوې چا له کوې
زرياب يوسفزے