پښتو ادب · شاعران
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
د متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
(د اوبو لپاره اوښکې)بشپړ شعر ولولئ
(د اوبو لپاره اوښکې)
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
یادښت: د بی بی سی پښتو پاڼې کی می دا سرلیک ولید(د اوبو لپاره اوښکې) ، نو دا لاندې کرښې مې تورې کړې!!درنښت:متقاعد ډ.حمیدالله زړور ساپی
(د اوبو لپاره اوښکې)
زمونږ د هیواد هلمند کښې
ولسوالۍ د نوزاد!!
کلی هرمز!!!
له کلیوالو تش سوی دی؛کڼډوالې پاته دي،لکه د وطن نورې لرې پرتې سیمې!!!!
ولې؟ !دا ځکه چې اوبه نشته ..
(و جعلنا من المآء کل شی ءِِ حی)
اوبه د ژوند ماده ده
څوکاله مخکې همدلته شپه او ورځ د جبار قهرمان او پرنس! هاري جګړې وې!!
اوس د بی بی پایندو هیڅوک ندی پاتی؛کلیوال، ګاوڼډیان ټول تللي دي؛خدای خبر کومې خواته؟؟
او دا د یو څاڅکي اوبو لپاره ،څو څاڅکي اوښکې طویوي...
هغه اوښکې چې عاشقانو ته د مرغلرو نه ګرانې دي
خو اوس له سوي ځیګر او خوږ زړه نه د سترګو د اوښکو کڅوړو ته رسېدلې دي.
کاشکې له دوی نه بیرته د څښلو اوبه جوړیدلای!
خدای خبر د څو نوزادوالو له سترګو به د اوښکو چينی خُټکېدلې وي؟؟او.. د هلمند سیند ته به لویدلې وي؟؟!!
او هغه به مفتې فارس ایستان ته تللې وي!
ایرانیانو به پر عربو اماراتو لس چنده ګرانې خرڅې کړي وي
او یا یی ورته د ځمکې لاندې ژور ډنډونه جوړ کړي وي چې وچکالۍ کې ېې بزګرانو ته تقسیم کړي؛
خو بیا هم له هر افغان دولتمدارانو سره د لا زیاتې حقآبو دعوی وکړي!
او د عمري عدالت دعویداران له رعیت له حاله خبر نسول حال هاغه و چې:
"که د اسلامي خلافت په مربوطاتو کی یوه پیشو له تندې مړه سي، الله ج. به له عمر امیرالمومنین نه ؟ کوي"
ملیاردونه مکعب اوبه مو درومي
څه ایران ؛څه پوکسټیان او ترکستان له
خپله تږي وږي ګرځو لالهانده
"آب در کوزه و ماګشته تشنه لبان ته!!"
فارسیان اوبه او ډوډۍ نه راکوي
غصب او اعدام، استوي زندان ته
پنجابستان پر کونړ بند نه پریږدي
ناکامورا ېې شهید کړ و جاپان ته
اوښکې اوشکې،وینې وینې ،اوبه څاڅي
کابل د سیند له لاندې نه آسمان ته
زړورساپی حمید وایی افغانانو!
لراوبر شتمنئ وکاروئ خپل انسان ته
(یوه ګړۍ یا یو ساعت مخکې کیږي؟)بشپړ شعر ولولئ
(یوه ګړۍ یا یو ساعت مخکې کیږي؟)
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
ڼن شپه یوه ګړۍ یوروپ کښې وخت په شا ځي
که پرون وې دوه بجې ڼن یو ساعت بیا ځي!
له پنځوس کلونو دلته رواجی تخنیک دی
ګواکې خلک به انرژئ ته په سپما ځي
ډیري ځوانان به یو ساعت خوب کم کړي
کاروباري خلک به کار ته وارخطا ځي
په ڼنۍ نړۍ کښې یوه ګړۍ ډیر ټایم ده!
تشیال بیړۍ خو سیکڼډ کې تر فضآء ځي
د انسان د زړه ټوپونه ملیسکڼډ کښې
که په ځير ورته غوږ نه شې ؟په یوه سا ځي!
که هر څومره بدلون راشي په دنیا کې
پښتانه به مستقیم د خپل بابا ځي *
ډیر افسوس پر هغو میندو او ماشومانو!!
چې څوک مخکې له زیږونه له دنیا ځي
--
یوه فارسي سندره مې پیادیږي: ګذشته ها ګذشته
ګذشته بر نګرده
اګر نباشه دریا، به غطره اکتفی کن!
+++ آو له یوې پرانا هندی موفی ګانې:
زنده ګي پې سبکا ایک ساعت هی صب تسلیم کرینګې
سارې خوشیان ،سارې درد برابر حَم تقسیم کرینګې
نیآ زمآنآ آیېګآء
* مطلب د صوفي عبدالرحان بابا مشهور بیت:
لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهآر
(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!)بشپړ شعر ولولئ
(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!)
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!)
۰د دنیا طالبان ډیر دي ++ که یی مومي څوک له چا
۰خوی که په دا شان وي دل آزار ستا++څه ښادي به کاندی طلبګار ستا
۰چه امید په عمارت د دې دنیا کا++ دکاغذ په کشتۍ سیر د دنیا کا
۰کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کښې++هغه څوک چې طلبګار وی څه به خوبکا
۰عمارت په سر د ریګ ې روان کاندی+++هر چه کاندی عمارت په دا دنیا
۰څه سیالي ده برابره +د مطلوب او د طالب!
۰په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب++چه په عشق کښی تصور کړم خپل قلوب ۰
۰آبروی د طالبانو خپل مطلوب وی++ آبروی د غلامانو خپل خاوند!
۰د دنیا په طلب ګر ځي++خپسر بولي قلندر
۰که یی سر ځي که یی مال ځي ،خدای دې نه کا+-+د طالب او د مطلوب تر میان نفاق
۰چې خدای زړهء د مطلوب کاڼی کړ رحمانه++++کاڼی پریووت د طالب پر عمارت!
* اخذ لیک: د رحمان بابا کلیات /۲۰۱۸ خپرونه-خیبر بازار پیښور/ د دوست م.خان کامل مومند سمونه
(....غواړم)بشپړ شعر ولولئ
(....غواړم)
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
ای الله!ستا په مینه عبادت کښې همت غواړم
ستا د امین رسول محمد ص. محبت غواړم
ستا د قرآن پښتو معنا صلات فجر وخت کې
صحیح احادیث د نبي ص.په جماعت غواړم
ادکۍ مور و پښو ته پریوځم عفو بخشش وغواړم
د شهید پلار نیمګړي عُمُر ته زیارت غواړم
کور او کهول کې خوشحالئ او لورَوءنې وي نور
له کورودانې او اولاد سره الفت غواړم
د ژوند ملګرې نه مې هر وخت مقابل احترام
پر زوی او لوور لمسي لمسۍ ډیر شفقت غواړم
له اقاربو او دوستانو نه صله ءِ رحمي
له کلیوالو نړۍ والو انسانیت غواړم
د ښار او کلیو ژوندونونه سره ور نیژدې کړې!!
حجرو،جماتو ،مکتبو کې مدنیت غواړم
مغزو کې وي مثبت فکرونه اوپه زړونو کې تقوا
علمونه ، عصړي پوهي خوځښت حرکت غواړم
وړو ،زړو ته ښې خبرې،سفرونه، لوبې
ځوانانو ته مټې تکړه، زیار او زحمت غواړم
ساپیه! صبر کړه حمید اله زړور وايي:
هیواد به جوړشي؛دم قدم کې جدیت غواړم
خدایه!لاسونه د دعا درته لپه کوءمه
و ظالمانو ته سزا؛ مظلوم ته حقانیت غواړم
دا د پنجاب او اسراییل ظالمان ټول قصاص کړې!!
بلوڅ، وزیر... او غزه والو ته جنت غواړم/وو!!!
برسلز/څلور شنبه نۍ د اپریل ۱۷/۲۰۲۴=د شوال ۸= د حمل/وری/فروردین ۳۰مه ۱۴۰۳ل.ه.
(---ییل ...)بشپړ شعر ولولئ
(---ییل ...)
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
(---ییل ...)
مینه او قرباني شوله قبوله له هابیل
نفرت او کینه،حسد په برخه د قابیل
شیطان وسوسه وکړه په زړه کې د قابیل
غوره شو د ورور مرګ ورته او دی شولو قاتیل!
غوره کړل الله ؛آدم او نوح او ابراهیم
هم آل د عمران له شا وخوا د رودِ نیل
هن هن انسانیت راغی تر ښاره د بابیل
ډیری رسولان مبعوث کیدل له قوم او خېل
سلیمان،داود ،موسی،عيسی او محمد "ص"
یو د بل خپلوان ول خو تربور شو اسراییل!
دغه ڼني اسرایلیان ډیر کبرجن او مفسدین دي
نور انسانان نه ښکاری بشر دویته کړي قیل
قصه د مکې او ابرهه ورځنې هېره ده
پاک الله تباه کړل لښکرې په ابابیل*
مښوکو کې نیولې د پخې خښتې ټوټې وې
کافران ګمراه شول او ماکول اصحاب د فیل *
څلور مقربې ملایک دي مقړرې
جبرییل،میکاییل،عزراییل اصرافیل !!!!
دین دی د اسلام منظور په نزد د خدای تعالا
صرف قرآن دی قبول ؛ منسوخ شوي بایبیل
زه حمید زړور ساپی به تل دغه دعا کړم
درود پر محمد "ص" او پر امت ې زنجبیل
خدایه! یهودان له دې غرور څخه راکوز کړې
پلسطین دشهیدانو په نصیب کړې سلسبیل
*په کریم قرآن کې د الفیل(الم تر کیف...) سورت ضمني مفهوم
بلجیم د جنورۍ ۲۰/۲۰۲۴=۰۹رجب المرجب ۱۴۴۵=۳۰جدی ۱۴۰۲
(ناین.اِلِون ۹/۱۱ او ټِن.سِون ۱۰/۷؟؟)بشپړ شعر ولولئ
(ناین.اِلِون ۹/۱۱ او ټِن.سِون ۱۰/۷؟؟)
متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
(ناین.اِلِون ۹/۱۱ او ټِن.سِون ۱۰/۷؟؟)
وايي،دنړۍ دوه سوه ملکو کښې
دوه سټیټونه دي په شان د کینسرو کې
یو-یو کال له بله وروسته پروټوپلاسټ *شوي
دیوه نوم پاک-استان او د بل ازراعيل ،یهودستان!
د هر یو لاسونه تر پښو په وینو سره دي
دهر یو پښو پردۍ ځمکې لاندې کړي
نړیوال ښکیلاک، زبیښاک دوی زیږولي
انګریزان ېې دي پلرونه او ادې ې امریکه ده
او تر اوسه ې بیشماره حجرې دي وژلي
دوه دانې دسرطان دي ،انتشار کړي خوا او شاته
د حجرو وینې ،غوښې خوري او ساوې
د مظلومو چغې ،ساندې نه اوري فریادونه
بالایی پر روغتونو کړي بمباردونه
د کندز او دغزې فرق دوی ته نشته
خلک دې مړه شي ، تر څو ځمکه دوی ته تشه
څوک تش لاس شړي له کوره څوک قتلوي
اما،ازراعيل یهودستان جوړوي
او دا بل پنجابستان!!
ستراتیژئ دي له فراته تر نیل نهره
اباسیند نه تر آمو او تر خجنده!!
هوکې یوه ډرامه وه د ناین/الیون*
ملیونونه افغانان/او پښتانه ې در بدر کړل
عربان ، حوثیان سوریان ېې هم وداړل
اوس ې بله ډرامه د ټِن/ سیون کړه!!*
استکبار او رسنئ ورته ماتم کړه
اما و لاکن:
ولسونه نور طاقت د ظلم نلري
وايي دا کینسرونه باید ختم شي
یا له بیخه آپریشن یا عملیات شي!*
یا درمل د حزب اله ورته پکار ده!!!**
یا هم خپلو اټم بم کې صاروخي شي!!***
دا بیګن،بایډن ،بوشان هسې ډانکیان دي
اسلامي ملکونو مشر هم ګوډاګیان دي!
دوی ته بیا یو احمد خان پکار دی
یو بل جمال ناصر لازم
او یا سلطان عبدالحمید او ایوبي ته احتیاج شته!