پښتو ادب · شاعران
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى
د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
د تیمور خاطرهبشپړ شعر ولولئ
د تیمور خاطره
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى
زه افـغـان یـم زه بـچی د سـتر خیـبر یـــم
لــه امــو تــر جـیـلـمــــه لــر او بــر یــم
د پـامـــیر پـه سـرمې کـــــور دی د بـابـا
له مردانـه تــــر جـوزجانـه یـو ټــبر یــم
له چـمن کـوټې نـه خـپوریـم ترسـستانــه
پــه بامــیانــو پـه تـخار او پـه مــقــر یـم
بـدخـشان او کــنــدهــار نــه تـرهـــراتـه
زه بابا یــم هـــندوکـش یـمه سپین غریم
په پکـتـیا مـزار او ښکلي ننګــرهارکې
زه پـه ســوات او باجــوړ اوپيـــښور یم
له غـزني اوغـوررنـــه لاړم تــر دهــلي
دغــوري اود سـوري پـه دوښمـن بـریــم
د دهلي له تخت اوتاج نه پرې ورتیرشوم
زه دښکلې پښـتنخوا دغـرونــو سر یـــم
دپنجاب له رنجیت سنګهه تپــوس وکړۍ
اوړی ژمـې لـوړ ولاړ لکـه نښــتر یــم
مکناټن او ګورګین دواړه پرې خبر دي
پــه شا نــه یــم لګـــیدلی پــه ټــټــر یــــم
د پنجاب د استـعـمار بـه څـه طاقــت وي
د نـړۍ داستـعــمار پـه مخ کـې سـپر یــم
د آسمان غـرونـه رغـونـه شاهـــدان دي
خـدمـتـــګاره خاطـره دګـوډ تیـــمور یـم
۱۳۷۶لیږد لمریز کال
دزمري میاشت
زما دپلارد شل کلن شعرپه وسیله خپل بلارنې غږ اوچتووم
پاڅون خدمتګار مزدورزوی
بی خبريبشپړ شعر ولولئ
بی خبري
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى
زما د قــوم ارواح پــه ځـالـه کی ویــده پـاتـی ده
ځکـه تګــلاره کـی زمـا لا اوږده شـپـه پـاتـی ده
زه د نــړۍ ابـادي نـه مـنـمـه دروغ یـی بـــولــم
پـه کـی کــنـډو کــنـډو زما دیـره حجره پـاتی ده
پـه پـرمخــتـګ اوتــرقـۍ د بـل چـا څـه کـوومه
چی قـوم می پاتی دی زه پاتی یم جګړه پاتی ده
په جنـتي وطن کی پروت یم او کډوال می بولي
نه می جومات کی برخه شته نه هدیره پاتی ده
دسر منزل په لور دژوند کاروان له مونـږه تللی
لارښود می نه شته ترږمۍ ده لاراوږده پاتی ده
اغـیار ټوپک راله راوړي ما لـه قـلم په کار دی
پـه دی توپـان کی مـو دپـوهی ډیوه مړه پاتې ده
دا نـتـیجه دبی خـبرۍ ده خـدمـتګــاره پـوه شــه
قوم دی راویښ کړه که دی مینه پښتنه پا تی ده