پښتو ادب · شاعران
سمیع الله خالد سهاک
د سمیع الله خالد سهاک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
دا څنګه مینه دهبشپړ شعر ولولئ
دا څنګه مینه ده
سمیع الله خالد سهاک
دا څنګه مینه ده
چی تا احساسوم
سینې په مینځ کی
هر نفس چی اخلم
او لا می ژوند نه
لاس اخیستی نه دی
چی ستا د وصل
آرمان زړه کی لرم
یاد به دی تل ساتم
ژوندی چی یمه
او چی بیا مړ شوم
بیا ګله نه کوم
او
کله هوا شې
او فضا ونیسې
کله اوبه شې
او دنیا ونیسې
کله پرواز شې
د مرغانو په شپه
هره څپه کی
بیا غوغا ونیسې
بی قراري به
زه تر کومه ګالم
کله آسمان
او کله سترګو ته می
د تورو وریځو
واویلا ونیسئ
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
جنوري ۲۸، ۲۰۲۲ کال
د افغانستان دری رنګه بیرغبشپړ شعر ولولئ
د افغانستان دری رنګه بیرغ
سمیع الله خالد سهاک
د طالبانو کابینې
او سیمه ایزو ارګانونو
خپلې لوحې
او هم بیرق بدل کړ
څومره دردناکه دی
او چا به یی فکر کوهء
***
او د هغه لپاره
چی په کلونو
مو جګړه وکړله
او څومره پیسې
ولګیدې
څومره آسانه
مو
له لاسه ورکړ
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جنوري ۱۳، ۲۰۲۲ کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله خالد سهاک
که څه هم زه په خپل زړه پوری آزار کومه
په عاشقانو زه سلام هر وخت بار بار کومه
داسی به راشی یوه ورځ او زه به نور نه یمه
نــور په دنیــا بــاندی زه کله اعتبــــار کومه
دیــدن د ښکلو کــوم ځــان لره ارمــان لرمه
دا خطر زه چی قبلوم او د یــار څــار کومه
هغه شاعر چی د وطن په ضد شعرونه وایی
زه پــه دا هسی شــــاعرانــو یو ګذار کومــه
د معشوقې بغیر صفت نه کــوم ګورئ خلکو
زه په تشبیه او استعاره ځان تری زار کومه
خالد ته بیا ووایه لاړ شــه د مکې په لــوری
تل په غوږوکی یی زه داسی پررهار کـومه
سمیع الله خالد سهاک
دسامبر ۰۶، ۲۰۲۱
مونتری، کالیفورنیا
ژوند مې ختم شوبشپړ شعر ولولئ
ژوند مې ختم شو
سمیع الله خالد سهاک
آه
زه اوس آسمان ته ولاړم
څنګه می زړه غواړي
چې بیرته راشم
لاره می بنده ده
لاره تیاره ده
اوس کولای نه شم
خو تاسو کولای شئ
چی لار
خلاصه کړئ
او خپل کارونه
سم کړئ
داسی به نور ونه شي
لا هم ډير وخت شه
تودیدو لپاره
ځان په دنیا احساس
کړئ
ممکن هیڅ شی
به ګټه نه کړی
د وتو لپاره
خو بیا هم
ځان وګورئ
د دې دنیا ښیښه کی
***
آخ
څومره یوازې یم
او خدای می ګوري
اوس منتظر یم
چی بیا څه به کیږي
آیا رښتیا
هر هغه څه به وشي
چی می زوړ پلار ویلې
ما به خندلې
خو اوس وخت تیر شوی
افسوس هم ګټه نکړي
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د اکتوبر ۲۹، ۲۰۲۱
ښځې ته په خپل قدر پوهیږې؟بشپړ شعر ولولئ
ښځې ته په خپل قدر پوهیږې؟
سمیع الله خالد سهاک
او ښځې!
او ښځې!
ته په خپل قدر پوهیږې؟
ستا کورنۍ او خلک
ستا خور او مور
او دا ټولرخلک
ستا په قدر پوهیږي؟
ته خو بی ساری یو غمی یی
د دنیا غیږه کی
خو...آیا دنیا
ستا په قدر پوهیږي؟
ته خو هم کور او هم دنیا چلوې
او جنتونه هم ستا پښو لاندې دي
او آیا دا اوسنې واکداران
ستا په قدر پوهیږي؟
***
ښخې او ښځې!
آیا ته په خپل قدر پوهیږې؟
تا خو روزلي نومیالي دي
جنګیالي دي
پوهیالي دي
خپله غیږه کی
او تا هم مور او هم پلار روزلې
اولا هم ستړې نه یې
***
ښځې او ښځې
آیا ته په خپل قدر پوهیږې؟
که څه هم ستا لپاره
ښوونځې نشته ده
معلمان نشته
داکتران نشته
او که څه هم ستا لپاره
هیڅ امکانات نشته
او محدودیتونه ډیر دي
خو ته تر ټولو
لویه یی
هوښیاره یی
په ښه او بد پوهیږې
خو آیا دا دنیا
ستا په قدر پوهیږي؟
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د سپتمبر لمړۍ ورځ، ۲۰۲۱ کال
آفغانستان کی سولهبشپړ شعر ولولئ
آفغانستان کی سوله
سمیع الله خالد سهاک
يو ټولنيز تکل
يوه ډله ييزه لاره
یوه تگلاره
یوغورځنګ
یو آرمان او مینه
یوه هیله
او یوه هڅه
به موږ منزل
ته رسوي
په دې آمید ژوندی یم
او لا به ژوند کوم
تر څو پوره شي
زموږ د ټولو آرمان
آفغانستان کی سوله
سمیع الله خالد سهاک
د جون درشمه، ۲۰۲۱ کال
مونتری، کالیفورنیا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله خالد سهاک
کله آسمان کله په ورېځو کی بی حـــاله ښکاري
دا انجلۍ چی لـــه کوروتې ډیـر فعــاله ښکاري
نن یی عالم د تهمتونو لـــه چـــا کم دی ګورئ
نه یی ښایست د عظمتونو بی مجـــاله ښکاري
داسي چی ګوري راته نن صبا به نه یم له غم
خالد به ژاړی دا به هر کله خوشحاله ښکاري
سمیع الله خالد سهاک
جنوری ۲۷، ۲۰۲۱
بی نومه عسکربشپړ شعر ولولئ
بی نومه عسکر
سمیع الله خالد سهاک
کله ټپي شوم
کله معیوب او کله مړ شوم
خو ته
کله رهبر شوې
کله رئیس کله جمهور رئیس شوې
کله پاچا او یا هم امپراتور شوې
خو زه تپي شومه، معیوب شوم
یا هم چی مړ شومه
دا ستا لپاره
.....................
او اوس
نه مې څوک پیژني
او نه مې څوک اوس هم نوم اخلي
نه کوم منصب، رتبه یا ځای لرمه
خو تاریخونه ستا له نومه
ډک دي
او افتخار دې ګني خلک
د وطن او ملت
خو زه به څه کوم
او ماشومان به می اوس څه کوي
آیا...
دوې څوک پیژني
آیا ته یا څوک پوهیږي
هغوي چیري دی اوس
ډیر د افسوس ځای دی
پای
سمیع الله خالد سهاک
دسامبر ۲۷، ۲۰۲۰ کال
مونتری، کالیفورنیا
نن او سبابشپړ شعر ولولئ
نن او سبا
سمیع الله خالد سهاک
شپه ولاره
ورځ ولاړه
شپي او ورځي لاړي
خو زه او ته به
لا ژوندي يو
او دا کرونا به هم ولاړه شي
که ژوند وهء
…………….
زه او ته به بیا لاړ شو
زمونږه باغ ته
او میله به وکړو
دهغو نارنجو لاندې
که خدای نصیب کړې وهء
خو اوس به کور کې پاتې کیږو
او دعا به کوو
بله چاره نشته
پای
سمیع الله خالد سهاک
دسامبر 2020
مونتری کالیفورنیا
سهار ـ ماښامبشپړ شعر ولولئ
سهار ـ ماښام
سمیع الله خالد سهاک
......................................
سهار ماښام شي او مرغان
له ښاخو والوزي او د ځالو په لور
اوچت پرواز وکړي
ولې؟
هغه یی کور دی
بل ځای نه شي تللای
او بلې خوا ته
معاش خوره انسان
سهار له کوره وځي
یو په شپږ بل په اوه او بل په اته
ټول د غرمي د ډوډی وخت لری
حاضري او هم رخصت هر ورځ
سهار- ماښام چی کار کړی
ماښام - سهار په کور کی
بیا
بله ورځ سهار – ماښام کار کړی
او انتظار باسي چی میاشت به کله ختمیږي
خو سهار- ماښام نه ختمیږي
نور خپل ژوند کوي
هر وخت چی غواړي کور ته
یا هم کار ته ځی
خو
هغه به هیڅ کله
سهار – ماښام پری نږدي
همدا یی ژوند دی
او که دا پریږدي
سرطان شي یا فلج شي
او یا به مړ شي
او دنیا به پریږدي
***
نور هم دا نه غواړي
هغوې چی ستا کار ته
ضرورت لري
چی ته بل وکړې
آزاد شې او پر او بال ولرې
پرواز وکړې هر ځای ولاړ شې
او تا ته وایی
تر څو ژوندی یی همدا کار کوه
سهار- ماښام کوه، معاش واخله
او خدای ددې لپاره پیدا کړې یی
او همدا کوه
تر څو په دنیا یې
***
له دې ژوند ووځه
انسان شه، د خپل قدر وکړه
نور دې سهار- ماښام په تمه
مه اوسه
یو بل قانون جوړ که د ځان لپاره
د خوشحالې او نیکمرغې لپاره
سهار – ماښام مه کوه
که غواړي ژوند وکړې
خو بیا به چرت وهې
چی داڅه وایی
دا لیونی دی
دا ممکن نه دی
زه به یی څنګه کوم
خو داسې وکړه
او همداسې وکړه
که ښه ژوند غواړې
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
دسامبر ۱۸، ۲۰۲۰ کال