پښتو ادب · شاعران
سمیع الله خالد سهاک
د سمیع الله خالد سهاک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله خالد سهاک
د زړه په هـــــــدیــــره کی ارغــوان لــــــرمه زه
یو لمر، بل آسمـــــان ټــــول کهکشان لرمه زه
آسمان د زړه ته ګوره هسی ستوری پکی ښکاری
رڼا ته یی چی ګــــــورې، پتنـــــګان لرمــــــه زه
یو ستوری می جانان دی هسی مه وایه تنها یم
دا ټوله مځکه زمــــا ده ټول آسمان لرمــــــه زه
خالد به شم مه وایه څوک نه اخلی زمـــــا نوم
اخر به نړیــــوال شم، لوی ارمـــــان لرمـــــه زه
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د می ۵، ۲۰۱۲ کال
۵ د می ۲۰۱۲
"زما سهار ... د مور غږ"بشپړ شعر ولولئ
"زما سهار ... د مور غږ"
سمیع الله خالد سهاک
په بی بی سی می ولوست
د یو افغان د زړه حال
چی خپل سهار یی
د مور په غږ پیلوهء
هغه به هر سهار خپلې مور ته
زنګ وهلو،
چی حال او احوال یی واخلي
هغه ويیل
مور می ناروغه ده،
که زما خبرې واوري
نو ممکن روغه به شي...
د هغې د غږ په اورېدو
به مې زړه خوشاله شو،
خو اوس يې غږ نه اورم.
او هغه هم غږ می نه اوري
مخابرات نور بند شول
او د مور غږ به اوس څنګه اورم
دلیل یی دا دی چی حرام دي
دا ټول
اوس د مور غږ هم حرام دی؟
حرام دی؟
زه ډیر غوسه یم
خو طالب باندی می زور نه رسی
او خدای دې رحم وکړي
سمیع الله خالد سهاک
سپتامبر ۳۰، ۲۰۲۵ کال
مونتری، کالیفورنیا
نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـمبشپړ شعر ولولئ
نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـم
سمیع الله خالد سهاک
نــن ولاړ پــه کربـــــلا د انتــــظار یـم
نه یم مست او نه له ځان نه هم بیزار یم
لا می زړه کی تــــلوســه ده د لیــدو یی
هم پــه مینه کی یی ژمـی هم بــهار یــم
نــه څرګندې انــــدیښنې نـه پــــټوی شم
نــه له مینې نه یی موړ نه توبــه ګار یم
نــه لغمان او نـه مزار شو را نــه پاتی
شـــو کلونه چی په لار یی انتظـار یــم
زه خـــالد د ګل جبــینې مینــې مړ کـړم
لا په قبــر کی بی مینې بــی قــرار یم
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
جولای۲، ۲۰۲۵
لمر و لوییدبشپړ شعر ولولئ
لمر و لویید
سمیع الله خالد سهاک
لمر و لویید
......................
لمر په لوییدو شو
څانګې زیړې شوې
خو زه تود نه شوم
لا زړه می یخ دی
د صبا لمر ته به
څنګه ګورم
ولی به صبرکوم
غیږ کی می ونیسه
او تود می که اوس
او همدا اوس یی وکړه
صبا اوس چا لیدلئ
؟
پای
مونتری، کالیفورنیا
سمیع الله خالد سهاک
فبروری ۱۸، ۲۰۲۵
زما نیکه څخه!بشپړ شعر ولولئ
زما نیکه څخه!
سمیع الله خالد سهاک
زما نيکه به ويل
تل خوشحاله اوسه
او له خلکو سره
ښه چلند وکړه
په چا مه غوسه کیږه
له خلکو مه خپه کیږه
ژوند لنډ دی
خوند ځینی واخله
***
زما نيکه به ويل
تل یی له خدایه غواړه
هغه، هغه څوک دی چې
تاسو ته هر څه درکوي
چې تاسو یې غواړئ
هر وخت دعا وکړهء
له ویښیدو وروسته
او له ویده کیدو مخکې
ځکه چې معلومه نه ده
سبا به ژوندی وي که نه؟
شاید سبا هم نه وي
***
زما نيکه به ويل
له ګاونډي سره خبرې وکړه
له ځان سره چلند وکړه
په ځان ظلم مه کړه
دا پخپله دین دی
د خدای سره اوسه
د ګاونډي درناوی وکړه
هغه ته یې ورکړهء
او تری یی واخله
له مور او پلاره سره
تل مهربانه اوسه
که درسره وي
***
زما نيکه به ويل
هیڅکله دروغ مه وایه
دروغ بدبختۍ پیلوي
دروغ د دوزخ دروازه ده
دروغ مو مخه نیسي
دعبادت او غوره ژوند نه
***
او تاسو باید
هوښیار اوسئ
خو
هوښیاران د طالعمندو غلامان دي
دا به یی تل ویل
له چا نه کرکه
له چا نه ویره مه کړهء
او په ځان رحم وکړه
سمیع الله خالد سهاک
مونتری کالیفورنیا
۲۸ اگست ۲۰۲۴
“هوښیاران د طالعمندو غلامان دي”
د رحمان بابا د شعر یوه برخه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله خالد سهاک
هڅې په وریځو کی پرواز می د دنیا هیله وه
په کورنو کی می انــــډول د پرمختیــا هیله وه
لاس انجـلس هــم اوس په اور کـــــی لامبــي
د ګناهونو ډک ښـــارو کی می ګډا هیـــله وه
نورپدی لاره کی می یو کس هم ژوندی ونه لید
که څــه هم ژوند کی می تر تله د فنا هیله وه
نور سلینـــا او مرینــه ته به ژوند لاړ نه شم
پدي ښــــاروکی می تر تــله د خنــدا هیله وه
هڅی خـــــالد به قیــــــامت ته څه توښــه ولرم
چی د دنیـــا نه می یـــوازی د عقبی هیـــله وه
د لاس انجلس د سوځیدلو په ورځو کی می دا شعر ولیکه
سمیع الله خالد سهاک
جنوری ۱۰و ۲۰۲۵ کال
مونتری، کالیفورنیا
هره معشوقه لیلا نه ويبشپړ شعر ولولئ
هره معشوقه لیلا نه وي
سمیع الله خالد سهاک
د وینو بریښ کی څه سندره د وفا بیا وایو
ولی رڼا د سپینو تورو ته بریښنا بیا وایو
کله شي وریځ د بدبختو خپره په زړونو زموږ
کله له غمه هر یو ځای ته کربلا بیا وایو
شرنګ د پیسو، نازک لاسونو کی خوند نه وینمه
ړانده له دوده د بمونو ته بینا بیا وایو
هڅی یوازی سفر خوند نه کوي هیڅ ځای ته
قسمت وړلي تورو خاورو ته عقبی بیا وایو
خالد نظر لري هر وخت په عاشقانو د وخت
هر معشوقې ته له ناچاری موږ لیلا بیا وایو
پای
جولای ۲۷، ۲۰۱۶ کال
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
زمــا ژونـــد نن صبـــابشپړ شعر ولولئ
زمــا ژونـــد نن صبـــا
سمیع الله خالد سهاک
زمــا ژونـــد نن صبـــا
پدی پړاو کی می د ژوند ډیر کړاوونه وینم
هڅی یــــــوازی په دې لار کی هیبتونه وینم
زوړ یم، آرمـــان لا په زړګی کی ځــوان دی
د تــورو زلفو سیوري لاندی الفتــــونه وینم
د پردي اور له لاسه ټول افغانان نن تباه شول
د نن په اورکی زه وران شوي شنه باغونه وینم
لا خو می زړه له تانه نه شلیږي قسم په هروخت
له تا نه زار زه دې په اوچولی کی لمرونه وینم
ستا له کانسره چی خبر شومه ما ډیر می وژړل
انشاالله چی زر بــه ښــه شې زه فالــونه ویـنم
نـور نــو الله دې مددګار شه په دنیا او اخرت
زه په جنت کی ستا “خالد” او لوی قصرونه وینم
زه په جنت کی ستا” خالد” اولوی قصرونه وینم
سمیع الله خالد سهاک
د جون ۱۷، ۲۰۲۴ کال
مونتری، کالیفورنیا
د افغانانو جګړېبشپړ شعر ولولئ
د افغانانو جګړې
سمیع الله خالد سهاک
او ماته یی وخوړه انګریز
افغانستان او پښتنو سیمو کی
لاخو کیسې
ژوندې دي
د انګریزانواو افغانانو
څو کاله وروسته بیا روسان راغلل
بیا عربان، پاکستانیان، امریکایان
راغلل
خو چا هم ځان ټینګ نه کړ
بیا ای ایس ای خپل ګوداګیان
ولیږل
او تاسو یی ښه پیژنئ
امریکایان هم انګریزان هم چینایان
تری حمایت کوي تل
خو لا هم خلک
یی ګوداګیان بولي
که څه هم دوی
د آزادې دعوا کړي
پای
سمیع الله خالد سهاک
۲۰۲۴ کال د جنوری ۹
افغان وژنهبشپړ شعر ولولئ
افغان وژنه
سمیع الله خالد سهاک
د بریتانیا
ځانګړی ځواک
ډیر افغانان ووژل
او ډیر یی ښځی کړی
بورې
د دیموکراسې په نامه
او
د تروریزم سره
د مبارزې په نامه
سلګونه خلک
یی مړه کړل
بیا یی طالب ګرم بله
اوس شول
رسواء په دنیا
او پانوراما
چی د دوې خپل
خلک دي
وایی
دروغجن تروریستان
دوی دي
خو څوک به غچ اخلي
اوس
د بی ګناهو افغانانو
د دوی په لاس چی
له دنیا نه ولاړل
او کیسې یی
لا په زړو کی
د بریا او زغم...
ژوندې دي
پای
سمیع الله خالد سهاک
نومبر۷، ۲۰۲۳ کال
پانوراما: یوه انګریزې کمپنې ده چی د خپلوعسکرو اسرار یی فاش کړل