د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدعلي عمري

د محمدعلي عمري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

تازه‌غزلبشپړ شعر ولولئ

تازه‌غزل

محمدعلي عمري

ستاکاته شراب شراب
زه يې کړم خراب خراب

يودې‌له پښتوقربان
بل لرې شباب شباب

سمه لامبوزي غواړي
مينه خو درياب درياب

کاشکي تامې زړه ليداي
ده کباب کباب کباب

مچي مې درباندي دي
راکړه نن حساب حساب

غم چي پرما زورنکړي
ګورمه‌کتاب‌کتاب

مينه دخوف لارتللې
شپه کې پرسرخاب سرخاب

راغلو عمري درته
ورنکړې جواب جواب

عمري
مسلم باغ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

چاته‌لمرچاته‌سپوږمۍ‌ورکوي‌خوند
چاته‌پلارچاته‌مورکۍ‌ورکوي‌خوند

څوک.دروح‌‌په‌تل‌کې‌ټينګ‌ساتي‌ايمان
څوک‌چمچه‌وي‌او‌روپۍ‌ورکوي‌خوند

يوپښتون‌وي‌زړه‌ترې‌وړی‌پښتنې
بل‌ګلخان‌وي‌پنجاپۍورکوي‌خوند

په‌ماڼيوپه‌بنګلوڅوک‌نه‌مړيږي
چاته‌لو‌ رمه‌کيږدۍ‌ورکوي‌خوند

څوک‌بې.ذوقه‌وي‌ورنګ‌ته‌يې‌نه‌ګوري
چاته‌سپين‌مخ‌شاپيرۍ‌ورکوي‌خوند

وباغونوته که‌سراسر‌تاوان‌خو
ماشومانوته‌ږلۍ‌ورکوي‌خوند

عمري‌ستاووجدان‌ته‌شکرشکر
دملی‌سرود‌موسيقۍ‌ورکوي‌خوند

شهيدعثمان‌لالاتهبشپړ شعر ولولئ

شهيدعثمان‌لالاته

محمدعلي عمري

ږغ دپرون‌وې‌لالا
ږغ.دپښتون‌وی‌لالا

ته‌پردې‌خپله‌خاوره
ټينګ‌ترقارون‌وې‌لالا

قام‌ته‌دې‌پرېښودمثال
ته‌ځيګرخون‌وې‌لالا

دلراوبر دپاره
ته‌پيوستون‌وې‌لالا

ته‌دې‌ليلا‌وطن‌ته
ږغ‌دمجنون‌وې‌لالا

دخپل‌اولس‌دشمن‌ته
غبرګون‌غبرګون‌وې‌لالا

حيف ددې پولې پرسر
افزون‌افزون‌وې‌لالا

د عمري په شعر کې
يوخوږمضمون‌وې‌لالا

مهاجربشپړ شعر ولولئ

مهاجر

محمدعلي عمري

که پنجابی دی
که سیندی‌دی
که بلوڅ یابل څوک
ماته پټان
تاته پټان
ماته‌افغان
تاته‌افغان‌وايي
هغوي پوهیږي زه ته
دیوه ننګ
یوه غیرت
یوې مورچې خلګ یو
جمات مو یو
جرګه یوه
هدیره هم یوه ده
نه یې یادکړی ته یې
پاکستانی
اونه یې ماته
په ټوله ژوند
په مهاجر ویلي
ــــــــــــــــــــــــــ

محمدعلي عمري
مسلم باغ