پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
خلیلزاد ته!بشپړ شعر ولولئ
خلیلزاد ته!
سرلوڅ مرادزی
کاش! پیدا نه وای له بلخ ام البلاده
یا په خټه افغان نه وای خلیلزاده
بیا پوښتنې او ګیلې ته اړتیا نه وه
افغان څه کول د ستا له ذکرو یاده
هغه باد هغه توپان چې رانازل کړې
تو لعنت شه په توپان او هغه باده
په راتګ دې مورنی وطن ویجاړکړ
په عوض دې امریکا کړله اباده
د کمزادو له ډولونو تاریخ ډک دی
په ټولي د کمزادانو کې کمزاده
شیادان که په تاریخ کې ډېر تېر شوي
د هغو منځ کې تر ټولو لوی شیاده
د انګریز د جاسوسانو مخ دې سپین کړ
د لارنس او بغدادي پير، پیر استاده
تا شېدې د افغان مور رودلې نه دي
د تیمور د هلاکو، چنګیز اولاده
که دې سپېنه ماڼۍ شپه ورځې صفت کړي
خلاص به نه شې د افغان له اه فریاده
په تاریخ کې به دې تور مخ لا توریږي
د افغان ولس پرېکړه واوره له «مراده»
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی
خپل هوډبشپړ شعر ولولئ
خپل هوډ
سرلوڅ مرادزی
خپل هوډ
نه له چا څخه خپه، نه ګیله من یم
د فلک د څرخ په څېر پخپل مدار ځم
پخپل مټ او پخپل هوډ زما تکیه ده
بینوا او خالي لاس که له دربار ځم
راته مه وایه په کومه لاره لاړ شم
زما خوښه چیری ځم، په کومه لار ځم
تنوع ده، د ګلونو په ګلزار کې
ځکه هره ورځ دیدن ته د ګلزار ځم
د ملا د زور جنت مې پکار نه دی
جهنم ته په خوښۍ پخپل اختیار ځم
ما قیام د بندګۍ په وړاندې کړی
لاس تړلی چې زاندان ته ګناهګار ځم
زه د خپلې لارې عشق کې تومتي یم
وا به نه وړم له دې لارې که په دار ځم
زه په ژوند کې د خپل ځان په غم کې نه یم
سرښندنې ته چې ځم د ستا په پار ځم
د خوښیو او مستیو به څه حال وي
میکدې خواته لا مخکې چې خمار ځم
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲ مه
سرلوڅ مرادزی
ناشنا ساقيبشپړ شعر ولولئ
ناشنا ساقي
سرلوڅ مرادزی
وګړي يي بدل دي خو دا ښار راته اشنا دی
د سوي کنډواله کلي چنار راته اشنا دی
شملې تر پرون دنګې، پر سرو خلکو تړلي
سرونه هغه نه دي خو دستار راته اشنا دی
د باد په لور کږیږي، د ثبات تپوس يي مه کړه
د خلکو لاپې باټې او کردار راته اشنا دی
توپیر پکې د زرو او د جسو بیخي نشته
سړي پکې خرڅيږي دا بازار راته اشنا دی
خاپونه د څپېړو يي پر مخ لا هم شمېرمه
لاسونه نااشنا دی، خو ګوزار راته اشنا دی
فریب او دسیسه يي وخت په وخت سره لوڅېږي
په عمق د توطیې پوه یمه، غدار را ته اشنا دی
ساقي هم ناشنا دی او جامونه بېګانه دي
د داسې میخانې هم کاروبار راته اشنا دی
وختونو سره بېل کړو، زړونه نه سره بېلیږي
د مستو شوخو سترکو يي دېدار راته اشنا دی
د نجونو په ټولي کې چې د پښو پر څوکو درومي
هوسۍ غوندې په لاره يي رفتار راته اشنا دی
ډېوه د خاطرو به يي مزار کې بله ساتم
په لویه هدیره کې يي مزار راته اشنا دی
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی
یو ماښامبشپړ شعر ولولئ
یو ماښام
سرلوڅ مرادزی
چې یو تت شانته ماښام وي
پکې ډک د میو جام وي
یاران ټول سره وي جمع
زوړ ساقي پکې امام وي
شونډې ډکې له موسکا وي
هر نظر کې یو پیغام وي
یو تر بل غاړه غړۍ وي
د یوه وجود اندام وي
مینه مینه کې کلام وي
دا وختونه دې مدام وي
+++
د نري لښتي پر غاړه
شنه جلګه وي د کبلو
د جلګې په څنګ کې واړه
کېرۍ (۱) ډکې وي له ګلو
لښتی هسې مست بهیږي
لکه بار اوښ چې شڼیږي
د څپو د زړه له تله
اورې دا یوه غونډله (۲)
چې اوبه ژوند له څپو کړي
څپې هم ژوند په شېبو کړي
+++
د جلګې خوا کې زغار وي
کباب ایښی وي پر اور
ورسره د رباب تار کې
یو غزل وي پرې راسپور
محفل تود لکه تنور وي
لا تودیږي پسې نور
په خندا، کړسا خبرې
د جامونو شورماشور
څوک نڅا کړي څوک اتڼې
مست او ګرم ټنګ ټکور
+++
خپل وطن وي هجر نه وي
کړاو نه وې زجر نه وي
خپل دې ولس وي، خپل دې کلی
هرڅوک خپل ځای کې ښاغلی
نه رټلی، نه ده ګلی
وې په زړونو کې منلی
دا که خیال هم وي، نعمت دی
یو ماښام هم غنیمت دی
یادوونه:
(۱ ) کېرۍ: له کر ــ کېلې څخه اخیستل شوی. کېرۍ یا کېلۍ یا کوراړی کوچني پټې ته وايی چې معمولآ ګلان یا ترکاري پکې کرل کیږي.
(۲) غونډـ له یعنې جمله.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۷ مه
سرلوڅ مرادزی
وختونهبشپړ شعر ولولئ
وختونه
سرلوڅ مرادزی
ماشومتوب او د ځوانۍ شپې هسې لاړې
لکه څوک چې له خولې توکاندې توکاړې
بیا به رانشي هغه سپرلي د عمر
چې خزان کړ په یوه ګوزار ریتاړې
خاورې شوی یو ارمان به پوره نه شي
ورپسې که شپه او ورځې په سرو ژاړې
بڼ د عمر به ونه نیسي ګلونه
که باغوان د بڼ هرڅو وکړي کرواړې
بیا د نجونو قطار مه ګوره ګودر ته
چې وخت خاورې کړې هغه د ګودر غاړې
جبیره د هغه مینو کېدای نه شي
چې د وخت په توپانو کې شوې ویجاړې
لاس ته نه راځي هغه تېر فرصتونه
چې په لویلاس شو تر پښو لاندې لتاړې
چې د وخت سره قدم په تدبیر نه وي
برخلیک د هغه ولس دی شاړې واړې
روح مې هغه وخت له تنه څخه لاړه
کوم ساعت چې مې له څنګه څخه لاړې
د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی
تربیهبشپړ شعر ولولئ
تربیه
سرلوڅ مرادزی
چې په ژوند مې څه لېدلي تر دې دمه
مخ يي یو رنګ، شا ته ښکاري څو رقمه
رنګیني د انسانانو که ښکلا ده
څو رنګي بیا سړی غورځوي له برمه
طبیعت که د رازونو یو ټولګه ده
پښو ته نه رسي سیالۍ کې تر ادمه
په تعلیم تحصیل يي هغه وخت خوښېږه
په تربیه کې چې وي مخکې څو قدمه
چې تعلیم سره تربیه ملګرې نه وي
له شخصیته د سړي ونه کړي تمه
د خوږې ژبې یاران مې ډېر لېدلي
نېښ وهلو کې چې پیش دي تر لړمه
خوږلني د یوه دوست ترې ښکاره نه شوه
زه يي هر کله د دوست په حیث ګڼمه
زه د ځان تر غمه مخکې د بل غم خورم
څه سړی دی؟ چې له نورو وي بېغمه
د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی
د جومات پسخانهبشپړ شعر ولولئ
د جومات پسخانه
سرلوڅ مرادزی
نور کوي ملا پټ د جومات په پس خانه کې
بوخت بیا په ممبر کې دی د حورو افسانه کې
ویني محتسب چې په ښکاره ساقي ته بد وايي
ساتي بوتلونه پټ د جیب په میخانه کې
سپور شو د رویا پر سپرلۍ، پورته شو له ځمکې نه
وخاته اسمان ته د یو ګوټ په پیمانه کې
شیخ ګوره د هرې تسبیح تاو کې الله هو وايي
ښخ يي دی نظر د کوڅې هر یو زنانه کې
پير چې د ریا قبا په غاړه ابدي ګرځۍ
تخم د بېلتون شیندي په هره زمانه کې
ژوند رانه قصو او افسانو د وخت تروړلی دی
ځکه استوګن یوو د نړۍ په ویرانه کې
پوه یم متحجر راته چاړه د حلالې لټۍ
سر مې دی ورکړی لا پخوا په نذرانه کې
د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۶ مه
سرلوڅ مرادزی
سخابشپړ شعر ولولئ
سخا
سرلوڅ مرادزی
سخا
د ملا ماښام به څه وي
ځه، ساقي خوا ته ماښام کې
مینه مینه ده راټوله
د ترخو اوبو په جام کې
څه سخا چې شته ساقي کې
هغه کله شته امام کې
له ساقي به هغه زده کړي
یو تاثیر لري کلام کې
چې ملا نه دې زده نه کړل
د پېړیو په ایام کې
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی
د پاڼ په غاړهبشپړ شعر ولولئ
د پاڼ په غاړه
سرلوڅ مرادزی
د پاڼ په غاړه
پېښې داسې لور ته خوځي
چې د پاڼ پر موړ اوسېږو
ځان چې هر ګټ ته تکیه کړو
لا د پاڼ په لور ښویېږو
له هرخوا چې نظر اچی
تر پرونه لا بدیږو
مشوړه د ژوند ده جړه
چې په سر بر نه پوهېږو
+++
لیونیان په ګدۍ ناست دي
دا نړۍ جوړ لیونتون شو
د اینده نه ډار خپریږي
ژوند محتاجه د پرون شو
د اتوم پر څټ سپاره یوو
نا معلونه لور ته یون شو
چیری درومو لار ده ورکه؟
ښه به دا وي چې راستون شو
+++
دا په سد یوو که بې سد یوو
چې نیستۍ په لور روان یوو
موږ په ژوند د ځان ګورکښ یوو
بې شعوره لیونیان یوو
له دوستۍ سره مو ورانه
د جنګونو اتلان یوو
ځانوژنه کې سیالي کړو
ایا بیا هم انسانان یوو؟
+++
وخت له موږ په بېړه درومي
فرصتونه ضایع کیږي
په رڼو ښه ورته ګورو
چې شونتیاوې تبا کیږي
د نیستون کومي ته درومو
د بلا خوله کې غورځيږو
د بقا امید لا هم شته
لا که اوس هم وپوهیږو!
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی
پرتلهبشپړ شعر ولولئ
پرتله
سرلوڅ مرادزی
چې په تله کې ډنډه وهل رواج وي
داسې ملک کې پاو د سېر سره لګیږي
د ګېدړو څه کمی په ملک کې نشته
د ډېر لږو زړه د شېر سره لګیږي
مجاهد چې کروکه ډیل غاښو کې ورکړې
چې یو بل کې تېروبېر سره لګیږي
که شیطان او ملا دواړه پرتله کړې
دواړه ښه په زور او زېر سره لګېږي
د طالب په دې دوهمه واکمنۍ کې
تېر د حال او حال د تېر سره لګیږي
څه د غلو او د ډاکوانو پناګا وه
طالب جان ځکه پنجشېر سره لګیږي
زموږ نن حال، له میلاده څخه مخکې
یو تر بله خورا ډېر سره لګېږي
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی