د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

عملیات (عظم استحکام)!بشپړ شعر ولولئ

عملیات (عظم استحکام)!

سرلوڅ مرادزی

د پښتون برخلیک پښو لاندې چې دل دی
پرې واکمنه د پنجاب په نوم مغل دی
امریکا په ملاتړ بیا پنجاب ته راغله
بیا ټانکونه دي ډرونونه دي اور، بل دی
بیا عرب به په ډالرو بار رادرومي
جوړ روزګار بیا د خوني او د قاتل دی
د نړۍ ترهګر پنجاب ته بیا اشر دی
بیا جهاد دی بیا اسلام دی بیا غوبل دی
عملیات د استحکام په نوم په لار دي
بیا پنجاب دی بیا ډالرو ته چل ول دی
څه توپیر د پنجابي او ترهګر نشته
بیا د دواړه سره یو ځای کې مورچل دی
د امنیت په نوم به بیا پښتون تبا کړي
بیا ولاړ د هر پښتون کور ته اجل دی
خلکو پورته شۍ مورچل او سنګر نیسۍ
پر پنجاب او امریکا باندې یرغل دی
زه په دې موقع لازم ګڼم چې یاد کړم
ګیله من وزیر د ټول افغان اتل دی
د ۲۰۲۴ کال د جولای ۱۵مه
سرلوڅ مرادزی

خواستبشپړ شعر ولولئ

خواست

سرلوڅ مرادزی

د مهدي په تمه ناست، قومه راویښ شه
په قرنو بستر کې ملاست، قومه راویښ شه
پاچاخان درنه نهیلی ګور ته لاړه
د منظور پښتین په خواست، قومه راویښ شه
عملیات د استحکام په نوم توطیه ده
دې که نشته کم و کاست، قومه راویښه شه
ګیله من په سر به زیات سرونه بایلې
پنجابي ته دا ویاست، قومه راویښه شه
د ۲۰۲۴ کال د جولای ۸ مه
سرلوڅ مرادزی

تغییربشپړ شعر ولولئ

تغییر

سرلوڅ مرادزی

په زرګونه بوټي شنه ځمکې له تل شي
یو نیم بوټی چې وي ښکلی نوم يي ګل شي
میلیاردونه ستوري ځل وهي لا شپه وي
ورځ شي هله چې د لمر ستوری په ځل شي
فقط لال دی چې په تیږو کې ځلېږي
لال به نه شي هره تیږه که صیقل شي
په زرګونه پېښې راشي ژوند بهیر کې
چې د ژوند بهیر کړي پرې، نوم يي اجل شی
په ګلبڼ کې که ګلان تر شمېره زیات دي
پکې یو نیم وړ د نجونو د اوربل شي
د باران خپاره ډنډوکي بیرته وچ شي
هلته خوړ شي چې یو بله سره ول شي
بېلابېل جلا وګړی، کله قوم دی
قوم شي هله چې د یو بل سره مل شي
وړاندې وروسته، د یو قوم په سیند لاهو شي
چې پیدا په قوم کې څو تنه ارجل شي
چې د وخت سره همګام په لاره نه ځي
په تاریخ کې به هغه قومونه دل شي
که ماڼۍ هر څو شي دنګې تغییر نه دی
تغییر هغه دی چې فکر دې بدل شي
چې يی فکر د افغان له ریښې نه وي
پنجابی دی، یا انګریز دی یا مغل شي
کوم پټ درد چې«مرادزي» سینه کې پروت دی
چې په ژبه کې بیان شي نو غزل شي
د ۲۰۲۴ کال د جون ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی

د ژوند لاربشپړ شعر ولولئ

د ژوند لار

سرلوڅ مرادزی

د زمان سره که ځان دې برابر کړې
لا اوس هم ناوخته نه دی چې سفر کړې
لویه لوبه دې نن بیا وطن کې پیل ده
اوس يي وخت دی چې ځان بچ له دې خطر کړې
څو چې خپله ځانته لاره پیدا نه کړې
په ناشنا لارو به هر وختې ټکر کړې
په جګړو کې کې دې یوازې خپل سر مات کړ
خوشې لاپې د مغل او سکندر کړې
د اعمار فکر دې نه ګرځي په سر کې
خو فکرونه تل د جنګ او د سنګر کړې
چې پخپله د بدلون هڅه کې نه يي
عبث تمه دې له خدای او پیغمبر کړې
نن پاخه مړزان نه راځي اسمان نه
لا اوس هم زړو قصو باندې باور کړې
غیبی لاس به دې هیڅ مرستې ته رانشي
تر ابده انتظار که د قدر کړې
د مذهب افراط کې پرېوتې ګړنګ ته
زاړه دود دې تر مذهبه لابدتر کړې
د عربو په وراسته فرهنګ میینه
ځان به کله خلاص د دې فرهنګ له شر کړې
د لارنس او ګوډ ملا پسې روانه
له تاریخه به ځان کله باخبر کړې
که د پیر او د حضرت تاریخ وسپړې
دوی څو وارې نابودۍ ته برابر کړې
څه پوهېږې د ملا په پردۍ ژبه
ناخبره مسخرو ته يي غومبر کړې
خپله درومي پنجابي په پښو کې رغړې
بیا ګیله اسلام اباد او له لاهور کړې
د مفسد او لنډه غر پر چرګۍ ناسته
ته په کوم دلیل ملاتړ د لنډه غر کړې
شتمني دې پخپل کور کې بېنظیر ده
خو ټول عمر عادتونه د سوالګر کړې
ګاونډیان دې ټول د ګټې په لار درومي
کاشکې ته هم ځان په ګټه برابر کړې
«مرادزی» درته د ژوند لارې درښايي
ته په ژوند کې هدېرې باندې نظر کړې
د ۲۰۲۴ کال د جون لومړۍ
سرلوڅ مرادزی

د نېشې سفربشپړ شعر ولولئ

د نېشې سفر

سرلوڅ مرادزی

نن مې ډکې پیالې نوش کړې سر په سر بیا
ځان مې خلاص کړ د روزګار له شورو شر بیا
پر دلدل اس د نیشې باندې ورسپور شوم
د اسمان په لور مې پیل کړلو سفر بیا
اس په ځغاسته کې په جیګ اسمان کې تم شو
چې ډېر لوړ دی د انسان له تصور بیا
هلته ښکته شوم له اسه په یو کوړم کې(۱)
چې ډېر لوی وو، د دنیا څو برابر بیا
کړم تیاره وو چې اټکل يي ناممکن دی
نه د ستورو څه رڼاوه نه د لمر بیا
زه چې هره خوا د کوړم په تل کې لاړم
ومې نه لید هلته هیڅ پل د بشر بیا
یو چوپتیا وه، ارامي وه خاموشي وه
د ژوندیو هلته هیڅ نه وو اثر بیا
د بشر قصې مې هلته لټ په لټ کړې
ومې نه موند د قصو یو کوم دفتر بیا
یو خپسه مې د ډار په ځان میلمه شوه
څه احساس راته پیدا شو د خطر بیا
+++
په دې ډار کې د انۍ قصه رایاد شوه
چې کوچنی وم راته کړه يي په بستر بیا
هغې وی چې پاس اسمان کې یو مخلوق شته
چې په زور کې دي تر ټولو زورور بیا
تر دېوانو او پیریانو ډېر ځواکمن دی
ماتولی په یوه ځان شي لښکر بیا
څېرې سترګې يي د مخ پر ځای تر شا دي
هر کاته يي سم ګوزار دی د خنجر بیا
لوی غوږونه يي په شان دې د پیلانو
د خلطم پر ځای په سر کې لري ښکر بیا
په خپل منځ کې چې غږېږي، ته وی جنګ کړي
زموږ خلکو غوندې دوی هم دي جنګر بیا
دوی په کلکو ځنځیرو سره تړلي
راخلاصیږي به په ورځ کې د محشر بیا
بلاګانو میاشت کې هم کله کېوځي
په کتلو زړونه باسي له ټټر بیا
+++
د انۍ قصو کې ډوب وم چې رایاد شوې
افسانې زموږ د کلي په ممبر بیا
چا به ویل چې یو اسمان کې جهنم دی
بل اسمان کې پروت جنت دی د کوثر بیا
په جنت کې د ملا بچې اوسېږي
جهنم کې دي بچوړي د کافر بیا
هلته فکر د انصاف مخې ته راغی
ما د عدل په باب ور کړلو نظر بیا
د دوزخ په باب قصې هم رنګ په رنګ وې
چا به ویلي په تفصیل چا مختصر بیا
د کړاو، عذاب شکلونه هم بې شمېر وو
څوک له پښو به ځوړندېږي، څوک له سر بیا
ځینو ویلی اووه اسمانه دي مخ پورته
بې له ستنو دې ولاړ یو بل پر سر بیا
هر اسمان کې یو جلا مخلوق میشته دی
یو د بل له حاله هیڅ نه دي خبر بیا
پریښتې د اووم اسمان به یادېدلې
چې ښکلا کې د سړي وړي د زړه سر بیا
چې د حورو په صفت به ملا بوخت شو
خولې ځګونه به يي جاري شول پخپلسر بیا
افسانې وې د غلمانو تر حد تېرې
چې د ډېرو پرې هیڅ نه راتلو باور بیا
+++
خوب کې هرخوا د اسمان په منځ کې لاړم
کاشکې ویښه کې مې کړای شوای دا چکر بیا
چې راویښ شوم ګورم خپل کټ کې ویده وم
دا یو خوب وو په نیشه کې د سفر بیا
تر ما مخکې داسې خوب ډېرو لېدلی
تفسیر کړی په خپل ذوق هر مفسر بیا
یادوونه:
(۱ ) کوړم = ګړنګ، سیاهچاله، Black Hole، زموږ په کهکشان یا بل هر کهکشان کې تور غار.
د ۲۰۲۴ کال د مۍ ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی

حاجي تهبشپړ شعر ولولئ

حاجي ته

سرلوڅ مرادزی

حاجي ته:
چې هر کال کې یو ځل درومې کعبې خوا ته
د ډالرو پنډوکی دې وي پروت شا ته
دا ډالر وایه له کومه تا پيدا کړل
څه ځواب لري د ولس له جیبه غلا ته
ترکعبی د تاوېدو په عشق کې مسته
لاس وراچوي روا او ناروا ته
په حرامو پیسو چیری د چا حج شي
د ثواب پرځای دې مخه ده، ګنا ته
عبادت، دعا دې خپل کور کې هم کېږي
بېهوده په سفر ځې لیرې دعا ته
حج د لوبو او میلو لوبغالی نه دی
چې هر کال ورځې د لوبو تماشا ته
په ګاونډ کې دې یتیم له ولږې ژاړي
ته کعبې ته يي روان د خدای رضا ته
د بېوزلو له لېدو په سترګو ړوند يي
په غوږ کوڼ يي ګاونډي کور کې ژړا ته
تر کعبې چې تاوېدل دې حج کې ګورم
راته ګډ ښکاري غوبل کې یو سنډا ته
حج بازار د پیر او پلور دی نن سبا کې
که ډالر دې پکې پلوري ځه، سودا ته
شتمني د ملک عربو ته خیرات شوه
کوم د حل فکر دې کړی دې معما ته
که هر څو ورته د پند خبرې وکړې
څوک غوږ نه ږدي «مرادزیه» ستا وینا ته
د ۲۰۲۴ کال د مۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

تجربهبشپړ شعر ولولئ

تجربه

سرلوڅ مرادزی

ملا چې دې تړلې په ملا پسې
هره ورځ خطا کوې خطا پسې
څه پوهېږې دا ملا د کوم ځای دی
ولې ځې په لاره ناشنا پسې
شیخ چې نبېره يي نامعلومه وي
مه ګرځه د شیخ ذهد و تقوا پسې
پیر او حضرت ګوره تش نومونه دي
کله ګرځېدلی يي مبدا پسې؟
تېره تجربه لرې لارنس څخه(۱)
کړې وه موږ ټولو اقتدا پسې
مه تېروځه ږېرې او تسپو باندې
دغه وسیلې دي لوټ او غلا پسې
حال د نجونو ګوره د ملا واک کې
یه، مسته د نجونو د خندا پسې
غوږ د «مرادزي» وینا ته ښه کېږده
مه ګرځه د سپیو په غپا پسې
یادوونه:
انګریز Tomas Edward Lawrence ته اشاره ده چې د حاجي سید پیرکرم شا په نوم يي د کابل په پل خشتې جومات کې نږدې ۲۰ کلونه امامت کړی. کله چې له کابل څخه لاړ افغانانو ته يي په خطاب کې وویل چې د تېرو شلو کلونو لمونځونه بیرته وګرځوۍ چې یو انګریز پسې مو کړي ول!
د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی

د مینې قاتلبشپړ شعر ولولئ

د مینې قاتل

سرلوڅ مرادزی

نیم کلتور او نیم ملا وژلې مینه
یو ښکاره او بل په غلا وژلې مینه
نوم د مینې اخیستل کلتور کې عیب دی
داسې عیب زما او ستا وژلې مینه
پلار و زوی که یو څه مینه کې ازاد دي
د خور، لور يي سم صفا وژلې مینه
د ملا روزګار بیا حورو سره عشق دی
ده له پیله په دنیا وژلې مینه
که خپسې د دود، مینه زوندۍ کړې
مذهب هم لکه وبا وژلې مینه
دلته دوه حریفان مینې سره جنګ دي
دوی هم نن او هم پخوا وژلې مینه
نه يی مینه، نه يي عشق په دنیا وکړ
د «مرادزي» خو حیا وژلې مینه
د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۲۵ مه
مرادزی

باټېبشپړ شعر ولولئ

باټې

سرلوڅ مرادزی

هسې په جومات د حورو باټې دي
نجونه مو تر حورو ښکلې زیاتې دي
مه وایه ملا د خپلو نجونو بد
نجونه د وطن خو پرې ذاتې دي
هسې خلک ستایی د بل ځای مینه
دا کوڅې له پیله خراباتې دي
عشق چې غالب شي د هغې دنیا
خلکو نه دنیا کارونه پاتې دي
وایه«مرادزیه» څه تازه ولس ته
نن ګوره زړې قصې مېراتې دي
د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی

نوي کال او زاړه اندونه!بشپړ شعر ولولئ

نوي کال او زاړه اندونه!

سرلوڅ مرادزی

نوي کال او زاړه اندونه!
زاڼې سره ملګرې شوې، کتار شوې او والوتې؛
د غږ په اورېدو او د کتار په لېدو يي احساس شوه چې سپرلی دی؛
کډوال مرغان چې د ژمي له کبله تللي ول په راتګ يي وښوده چې ژمی تېر دی؛
د کوچیانو ګلو او رمو هم په رغو کې د سپرلي زیری ورکړ؛
د هوا تغییر او د طبیعت سمسورتیا هم د بدلون خبره وکړه؛
وګړي هم له کورو او کلیو راووتل او د سپرلي د تازه هوا له فیضه برخمن شول؛
د کال شمېره واوښته او یو عدد نور هم پرې زیات شو؛
ایا د وګړو او ټولنو په ذهنیت کې هم نوی او تازه بدلون پېښ شو؟
ایا وګړي او ټولنې سره نږدې، خوښې او نیکمرغه شوې؟
ایا ریښتیا د نوي کال په راتګ، په بشریت کې هم د نویتوب نښې لېدای شو؟
له بده مرغه، په نوي کال کې ټولنې د یووستون او ویسا پرځای، د بېلتون او تقابل لوري ته سوق شوې.
د سولې ایزو نغمو پرځای د جنګ نغاره غږېږي. د ښوونځيو او څېړنځیو پرځای، د وسلو او د عسکرو د روزنې تیاریو زور اخیستی. د جوړونې پرځای د ورانۍ او ویجاړۍ چارې هڅېږي. بشریت د ارامۍ او خوندیتوب پرځای، د ناامنۍ او نیستۍ ګړنګ ته نږدې کېږي!
په طبیعت کې د سپرلي په راتګ او د نويتوب پرځای، ټولنو کې د شاتګ شاهدان یوو!
کال نوی شو، خو اندونه نوي نه شول!
د ۲۰۲۴ کال د مارچ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی