پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
ځنګل او خرافات!بشپړ شعر ولولئ
ځنګل او خرافات!
سرلوڅ مرادزی
هغه ملک چې نظم نه لري ځنګل دی
په ځنګل کې څوک د نظم پابند نشته
که ځنګل یا خرافات پر ولس واکمن وي
تل تهدید وي څوک خوندي له ګزند نشته
د ځنګل ځناور یو تر بله داړي
اندیښنه پکې د مرګ او د ژوند نشته
چې ځنګل او ځناور وي نو به ډار وي
ډار او ترس کې د ژوند هیڅکله خوند نشته
هغه ولس چې خرافاتو کې اسیر وي
ضرورت يي بل زندان کې د بند نشته
که ځنګل او خرافات سره پرتله کړې
تفاوت د دواړه منځ کې څرګند نشته
د ځنګله په بڼه، ژوند که دی ناولی
خرافاتو کې له ژونده لوی ګند نشته
مرادزیه خلک په نورو چارو بوخت دي
شنوا غوږ ولس کې د دې ډول پند نشته
د ۲۰۲۵ کال د اپریل لومړۍ
سرلوڅ مرادزی
د ژوند فلسفهبشپړ شعر ولولئ
د ژوند فلسفه
سرلوڅ مرادزی
د هیڅنا (۱ ) د واکمنۍ په یوه ګوټ کې
یو څراغ د هستۍ بل شو په تورتم کې
د هستۍ په معرفت کې وخت راپیل شو
د هیڅنا د عجایبو په شکم کې
ژوند هم وټوکید وختونو په بهیر کې
یو څو نښې يي ښکاره شوې زموږ چم کې
هر بڅري کې انځور د جهان پروت دی
نندارتون دی د رازونو هرقدم کې
مرادزی د جهان هیڅ ګوټ کې ونه لید
کوم ښایست چې دی هست شوی په ادم کې
یادوونه:
(۱ ) هیڅنا = تشیال، لامکان
سرلوڅ مرادزی
بې شعوره قومبشپړ شعر ولولئ
بې شعوره قوم
سرلوڅ مرادزی
بې شعوره قوم
د بې ننګو ښار کې مړ شوې
بې ننګ لاړې ننګیالیه
هر څه دي له خپله لاسه
ګیله نشته له پردیه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته بلې سیارې نه
موجودات ناشنا کوز شوي
خونړۍ او وحشي سترګې
خېټې يي لاندې بهېدلي
ټول په یو قد و لباس دي
جوج ماجوج پشان نتلي
یا دېوان، پیریان کوز شوي
له کوه قاف راکوچېدلي
دلته دي د څه په لټه
کوم هدف پسې راغلي
د هر څه لري غوښتنه
د حال مه کوه پوښتنه
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
دا مالت د ژوندون نه دی
دلته هیڅوک مصوون نه دی
دلته هر صادق ښکار کېږي
هر دروغجن دې بادار کېږي
دلته پوه سړی سپکېږي
دلته پوهه وژل کېږي
د رڼا سره بدي ده
بدي څه چې دښمني ده
په تورتم خلک میین دي
د رڼا خلک بدبین دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته کرکه ده نفرت دی
تللی خلکو نه الفت دی
یو د بل وینو ته ناست دی
تود بازار د شرارت دی
وی، څاروي کوڅو کې ګرځي
درک ورک د انسانیت دی
یو ځنګل دی، قانون نشته
د څارویو سلطنت دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بېشعوره قام نوکر وي
د دښمن ځوني لښکر وي
د پردو ډول ته نڅېږي
په نڅا کې لا مستېږي
ګټه وټه د پردو وي
خو هډوکی تل د سپو وي
کار يي خپل ویاړ يی د بل وي
د بادار مخکې خجل وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کډې بار دي له دې ځایه
نامالوم لور ته خوځېږي
هیڅ لودن(۱) يي مالوم نه دی
چې پر کوم ځای به تمېږي
برخلیک به د دي خلکو
په کوم ځای کې ليکل کېږي
لا ډېر نور بد شته په لاره
در مالوم به شي زړګیه
هر څه دي له خپله لاسه
ګیله نشته له پردیه
د بې ننګو ښار کې مړ شوي
بې ننګ لاړې ننګیالیه!
یادوونه:
(۱ ) لودن = لوری، خوا، پلو، جهت او طرف
د ۲۰۲۵ کال د فبروري ۲۰ مه
مرادزی
تنوعبشپړ شعر ولولئ
تنوع
سرلوڅ مرادزی
ماښام لاړمه ستومانه میکدې ته
په تلوار وم د ساقي سره وعدې ته
یو پیله کې چې تسکین د چا حاصل شي
څه تاوان رسۍ د نوروعقيدې ته
چې ارزو دې نږدې ځای کې پوره کېږي
ضرورت د تللو څه به وي کعبې ته
دمه ځای که دې جلا وي څه پروا کړي
د چا خوښه ځي جومات که میخانې ته
خپل عمل د هر سړي د لارې مل دی
څه اړتیا ده د ملا او پیر فتوې ته
د بل چا په باب دې خپل قضاوت پرېږده
تر تا زیات ګوري نور هم خپلې فایدې ته
تنوع که له ژوند لیرې شي، ژوند څه دی
چا يی کله فکر کړی نتېجې ته
که اسمان په ډېرو ستورو ښکلی ښکاري
رنګا رنګ ګلان ښکلا بخښي باغچې ته
چې یو ډوله، یو نواخته زندګي شي
مرادزیه کډه بار کړه، ځه میرې ته
د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی
ازاديبشپړ شعر ولولئ
ازادي
سرلوڅ مرادزی
د حریت په قدر کله څوک پوهېږي
چې په خوی او په عادت سړی غلام شي
ازادۍ ته به هغه قومونه رسي
چې په یو ټغر راټول پخپل مرام شي
د هغو مېړو مېړانې ته سلام دی
سرښندنه کې سرلاری چې د قام شي
غلامي که هر څو بده ده دنیا کې
بده دا ده چې غلام د بل غلام شی
غلامي که د بل واک یا عقیدي وي
دواړه یو دي صرف توپیر يي د کلام شي
چې د زوړ ملا زاړه کتاب ته ناست وي
ویم، د خلکو کاشکې دې غلام ته پام شي
چې د پیر روضه کې شپه او ورځې پروت وي
یا به سم دم لیونی یا به سرسام شي
چې د دود ځنځیر يي لاس او پښې تړلي
دا غلام په غلامانو کې بدنام شي
دوباره پرې باور نه شي مرادزیه
چې یو ځلې څوک د خلکو منځ کې خام شي
د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی
تور لاسبشپړ شعر ولولئ
تور لاس
سرلوڅ مرادزی
فلک بدې توطيې پلې کړې پر ځمکه
واک له ځمکې يي په خپل لاسو کې یووړ
یو تور لاس له نامعلوم ځایه رااوږد شو
برخلیک د ژوند يې دېو پنجو کې یووړ
له کوم ځایه یو شریر توپان راوالوت
هست و بود يي په یو څو شېبو کې یووړ
یو ښامار له زوړ ویجاړ کلې راووت
ولس يي یو مخې زهري غاښو کې یووړ
پاس له ورېځو نه یو لوی افت راپرېوت
کلی، ښار يي د سیلاو څپو کې یووړ
ځمکې ژامنه په لړزه، غر په ټالۍ شو
زلزلې یو ویده ولس لړزو کې یووړ
که پردیو په فریب ولس اواره کړ
خپلو هم د خلکو ژوند دوکو کې یووړ
جادوګرو په جادو خلک واهي کړل
پیر د ولس روح په زړو قصو کې یووړ
ملا دا دنیا پر ولس باندې دوزخ کړه
د دنیا ژوند يي جنت وعدو کې یووړ
خپلو ماتو نه د زده کړې په عوض کې
وخت مو هسې په عبث ګیلو کې یووړ
خلک خبر کړه له دې رازه مرادزیه
چې ارزو، امید يي چا توطیو کې یووړ
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی
ګیلهبشپړ شعر ولولئ
ګیله
سرلوڅ مرادزی
پرېشانۍ مې د دوست هسې رنګ پرېشان کړم
نپوهېږم چې په څه ډول یې بیان کړم
کلی کور راته له یو مخې سور اور شو
لیوني غوندې اوس مینه د بیابان کړم
زما ژوند او مینه غبرګ سره تړلي
بې له مینې راته ګرانه ده ګوزران کړم
خلک ښه دي یو ارمان نیم لري ژوند کې
زه په ژوند کې د ارمان پسې ارمان کړم
یو سپېرې سپۍ مې دی لاس هسې څټلی
چې مې لاس ګټې ته یوسمه تاوان کړم
چې مې دوست ته ځان د زړه نه ورنږدې کړم
دوست د زړه په غمرازۍ دښمن د ځان کړم
چې مې لاس ګلو ته یوسمه اغزي شي
د سپرلي په باب اوس فکر د خزان کړم
هغه ښه مې چې د نورو سره کړي
خپلو ښو مې زه په ښو باندې پښېمان کړم
پيزوینه مې په ځان او په بل یو ده
خپلو ښو په وړاندې بدو زه حیران کړم
که مې یو ځلې جانان په ژوند کې یاد کړي
زه به ټول عمر یادونه د جانان کړم
که یو لوظ د قربانۍ له دوسته واورم
مرادزی به ځان ترې زر ځلې قربان کړم
سرلوڅ مرادزی
موږ او تاریخبشپړ شعر ولولئ
موږ او تاریخ
سرلوڅ مرادزی
د ۲۰۲۵ نوي کال په مناسبت:
نوي له زوړه څخه ژوند واخیست
تېر د راتلونکي سره وند واخیست
وستون يي وشو د پرېکون محفل کې
سپینو د تور سره پیوند واخیست
د لرو بر ترمنځ توپیر ختم شو
اسمان له ځمکې نه پېژند واخیست
څوک د تاریخ په ژبه نه پوهېږي
چا د تاریخ پیغام څرګند واخیست
د جهالت پر خرو سپاره روان دي
دوی له تاریخه کله پند واخیست
د وخت کاروان سره چې یوځای نه ځي
هغوی د ټول عالم ریشخند واخیست
څوک ننداره کوي د نورو د ژوند
چا له ژوندونه څخه خوند واخیست
د تېر تاریخ د ماتو هر یو پیغام
پخپلو اوښکو مې لژند واخیست
چا له تاریخه څخه ګنج واخیست
موږ له تاریخه څخه ګند واخیست
د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی
اجیر ملابشپړ شعر ولولئ
اجیر ملا
سرلوڅ مرادزی
د ملا د واکمنۍ په زمانه کې
نجونې بندې دي د کور په جېلخانه کې
دروازې د پوهنتون ښوونځي تړلي
شاکیلي ده د سیا (۱) په جیب خانه کې
د پنجاب او د عربو دوستي ګرمه
د وطن اولاد ورشمېري بیګانه کې
د فتوا خپسې ولس دی زوندۍ کړی
قانون غیب دی د ملا په زیرخانه کې
مټکور او منجمد فکر ازاد دی
ازاد فکر دی ولچک او زولانه کې
په دېرو او په حجرو کې خوښي بنده
خرمستي ده د جومات په پسخانه کې
د اجیر ملا دغې نېرنګ ته ګوره
تېروي ځان د مذهب په بهانه کې
مرادزی چې د ملا سوړې راسپړي
مار به يي ټک وهی د سوړې دهانه کې
یادوونه:
(۱ ) د سیا څخه مطلب CIA، د امریکا د استخباراتو اداره ده. او شاکیلي یا (Master key) چې هر ډول قولپ پرې وازېدلی شي.
د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۶ مه
اعجازبشپړ شعر ولولئ
اعجاز
سرلوڅ مرادزی
زه چې وینم داسې وخت په پښتون راغی
چې کاروان د زماني سره اوس تلی شي
په پېړۍ پېړۍ په خوب ویده ملت نن
له خوب پاڅید اوس په ویښو کې شمېری شي
د انګریز په لاس پاشلي، تیت ولسونه
په خیبر جرګه کې بیرته ټولېدی شي
که پښتون يي د اسلام په نوم دوکه کړ
د پنجاب اصلي څېره اوس ښه لیدی شي
د جرګې پرېکړې چې کله عملي شي
پنجابی به په پنجاب کې لیونی شي
پښتنو ته بل میرویس په نصیب راغی
په پنجاب کې ناست ګورګین له منځه وړی شي
د منظور هره خبره معجزه ده
چې د مړ پښتون تر غوږه شي ژوندی شي
سړیتوب نه په جمال نه په ډېر مال دی
چې د قام خدمت کې ودرېږي سړی شي
نهیلي له منځه درومي چې یو هوډ وي
دروازې د هیلو بیرته پرانیستی شي
هغه کونډې، یتیمان چې ناامید ول
د ښه ژوند ارزو يي ګوره چې ریښتی شي
په اور سوي د ملت ستر ارمانونه
د ملت په واک کې ټول پوره کېدی شي
اوس يي وخت دی چې نفرت له منځه یوسو
یو پښتون دې بل پښتون نه سپېلنی شي
پنجابي تړل پنجاب کې سخت کار نه دی
پښتانه که سره موټی شي، یوځی شي
مرادزی د هغې ورځې په ارمان دی
پېښور چې بیا پایتخت مو ژمنی شي
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۶ مه
سرلوڅ مرادزی