د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

سولهبشپړ شعر ولولئ

سوله

سرلوڅ مرادزی

سوله مینه ده وروري ده
سوله زغم دی خواخوږي ده
سوله نوم د درناوۍ دی
سوله ژوند دی زندګي ده
هر ښېګڼه شي له سولې
هر ګټنه شي له سولې
سوله کر دی د ګلونو
د سمسورو تاند باغونو
د شینکیو چمنونو
سوله کر دی د نیالونو
میوجاتو د ډولونو
د غلو د درمندونو
ابیاري ده د دښتونو
د سپېرو خړو ډاګونو
سوله نوم د پسرلي دی
بیا د زاڼو کتارونو
د زرکانو او سیسیو
د تنځرو اتڼونو
د مرغانو غري ګوري
په درو کې په رغونو
د بلبلو په غږ ویښ شي
له سهار درنو خوبونو
سوله بیا د منګو شور دی
مازیګر په ګودرونو
بیا د نجونو لښکر سم شي
ګودر خوا ته په ټوپونو
بیا چې کډې د کوچیانو
ځي په لوړو ایلبندونو
سوله نوم د ابادۍ دی
زیږنده د نووښتونو
کفاره ده د وختونو
ضایع شویو فرصتونو
که وي سوله ملک کې ټینګه
شي فرصت د خدمتونو
سیند به وتړو په دښتو
کار به واخلو له بندونو
د پیسو محتاج به نه یوو
د هېواد په معدنونو
هم په ګېډه به ماړه شو
هم به خلاص شو له پورونو
سوله روح سوله الهام دی
سوله ژوند دی د ولسونو
د زلمو مټو ته زور دی
انرژي ده د نسلونو
د افغان په دسترخوان کې
ننداره د نعمتونو
د ځوان نسل برخلیک ته
یو ډالۍ ده د بختونو
سوله برم د هېواد دی
د تاریخ د عظمتونو
د نړۍ پر دریځ باندې
یو صحنه د عزتونو
موږ به بیا ژوندی ملت شو
د نړۍ له ملتونو
موږ به بیا غلبه وکړو
په زخمونو په ټپونو
که له ژونده لذت اخلو
سوله نوم دی د خوندونو
سرلوڅ مرادزی

د دود ناخوالهبشپړ شعر ولولئ

د دود ناخواله

سرلوڅ مرادزی

چې په ځوانۍ يي رانه شور واخیست
ما وی چې ټول بدن مې اور واخیست
زه يي عالم منځ کې تنها پرېښودم
ما یې په ټول عالم کې تور واخیست
زړه یې له نورو پړسېدلی شین وو
د بل په ټس کې له ما زور واخیست
ما ویلی زه به د جفا پور اخلم
هغې له ما د وفا پور واخیست
څوک د هوس او څوک د مینې لېوال
ما خوند له دې هغې له نور واخیست
ځواني د څو مستو شېبو یو څرک وو
ما نیم په تور نیم په پیغور واخیست
په هره موړګه او تاوکښ کې د ژوند
پر مخ مې سوک له هر یو لور واخیست
د دود ناخوالو او ترخو وختونو
زما له ژوند ټنګ و ټکور واخیست
شعروزمه خیالونه

د پنجاب بړیڅيبشپړ شعر ولولئ

د پنجاب بړیڅي

سرلوڅ مرادزی

چې ګلو د پنجابي په تالي روږد شو(۱ )
ګیله نه شي د خټکو له اورنګه
بیا د پیر او د حضرت نومونو څنګ کې
بې انصافي ده چې نوم نه اخلې له فرنګه
خلیلي که د ضیا په مدحه پریوت (۲)
په دې کار د رباني شمله شوه دنګه
پنجابي جهاد په نوم چې شول ښاغلي
د دوی څه که د افغان خونه شوه ړنګه
جنګ او وینه تویول د دوی حرفه ده
بې داړلو تمه نشته له پلنګه
غنیمت، شهوت منځپانګه د جهاد شوه
په جهاد د مجاهد غوا شوله لنګه
د هغو به د جهاد ثمره څه وي
خپل پرتوګ چې بدلوي پنجاب په لنګه
تفاوت د مجاهد او طالب نه شته
غورځوي ملت په یو شان له ګړنګه
که ملت د ځنکندن په حال کې پروت دی
دوی به وانخلي هیڅکله پند له جنګه
زه شرمیږم پنجابي دښمن په وړاندې
چې د چا نومونه اخلم په بدرنګه
پښتنو کې یا پټی یا کوناټی وو
دوی له دواړو نه ورتېر شولو بې ننګه
یادونه:
(۱ ) ګلبدین ته اشاره ده
(۲) خلیل الله خلیلي د درې ژبي شاعر ته اشاره ده چې د پنجابي دیکتاتورضیاالحق په مړینه يي مرثیه لیکلې وه.
شعروزمه خیالونه

کلیواله مینهبشپړ شعر ولولئ

کلیواله مینه

سرلوڅ مرادزی

یوه ورځ خو مخ ښکاره کانده له بام پټ
زه دېوال خوا کې ولاړ یم هر ماښام پټ
که د خولې سلام مو نه سره رسیږي
نو د باد په لاس خو ولیږه سلام پټ
په میینو د دېدن رخه ښه نه ده
دا سپین مخ به دې یوه ورځ کاندې ایام پټ
بندي خوښ یم، بې له تا ازادۍ څه کړم
راته کېده چیرته تورو زلفو دام پټ
ما یو راز د ژوندانه در ته ساتلی
د ریبار په لاس در لیږم دا پیغام پټ
که نور خلک له دشنامه څخه بد وړي
پر ما ښه لګي په مینه کې دشنام پټ
په ظاهر صورت که روغ خلکو ته ښکارم
ډاکټرانو تشخیص کړی یم سرسام پټ
پټ په پټه یارانه د کلي خوند کړي
په مسجد ورته دېره ملا امام پټ
د هجران تنده به هله مې شي ما ته
که دې وڅښمه د سرو شونډو یو جام پټ
د وصال زیری به زه درباندې وکړم
که د سپینې خولګۍ راکاندې انعام پټ
هغه شپه به پنځلسی، لیلته القدر وي
چې په غوږ کې راته وکاندې کلام پټ
کامه: فقیرصیب کلی
نېټه: د ۱۳۴۶ کال د وږي ۶ مه
شعروزمه خیالونه

د تاریخ پندبشپړ شعر ولولئ

د تاریخ پند

سرلوڅ مرادزی

د تاریخ بې شرمه لوبه تکراریږي
پښتنو کې چې سر پورته شي سر وژني
که وژنه له پردی شي یا له خپله
دواړه یو شان انسانیت برابر وژني
که پردو په لاس وژنه ترخه ښکاري
بیا د خپل دلبند وژنه، زړه سر وژني
یونانیانو کوچنی زوی، لوی سکندر کړ
خو پښتون د خپل قوم هر سکندر وژني
یهودانو خپل مشران پیغمبران کړل
زموږ قوم کې چې رهبر شی، رهبر وژني
داوود څه وو خوار شپونکی د یو رمې وو
پیغمبر شو چې جالوت (۱) په سنګر وژني
اوس یهوه (۲) سره تر څنګ د عرش له دریځه
لاندې هر فلسطینی په سر سر وژني
د یهودو لاس که خلاص شو، چې نیم بند دی
د تورات په رسالت به بشر وژني
د عربو ټول تاریخ د واک جهاد دی
عجم ځکه ټول په سمه په غر وژني
جهاد څه دی، واکمنی ده، چور چپاو دی
مور و پلار د ښکلو نجونو په سر وژني
که مذهب او بیا فرقي شمېرې اسلام کې
یو او بل سره په نوم د کافر وژني
د څارویو، انسانانو توپیر نشته
په چاړه ټول په الله اکبر وژني
موخه ټولو کې یوه ده، واکمني ده
دې هدف لپاره وچ وي که تر وژني
که چنګیز یا ګوډ تیمور تېر شو په سیمه
دوی په نوم باندې انسان له یو سر وژني
واکمنی او شتمني او ښکلي نجونه
دې شعار په وړاندې هر یو خطر وژني
د مغلو پاچهي په هندوستان کې
پښتانه سره په لره په بر وژني
صفویان او د ایران واکمنۍ یو مخ
پښتانه بې خبر نه، با خبر وژني
د انګریز او د روسانو په سیالۍ کې
څه به پاتې وي ژوندي، خو اکثر وژني
د انګریز په پل روانه امریکا هم
پښتانه یوازې نه، په اشر وژني
د تاریخ لوبه چې سر تر پایه ویني
رحم نشته واړه ښځه او نر وژني
نن انګریز او امریکا هغه لار نیسي
چې په تېر کې پرې المان کې هټلر وژني
د تاریخ دا یوه بله بې شرمي ده
چې څو تنه بدماشان ټول بشر وژني
له پردیو څه ګیله ده په دا منځ کې
چې پلار پاڅي پخپل لاس خپل پسر وژني
خپلو ډېرو واکمنیو کې پښتون بیا
د خپل پوځ او لښکر، سرلښکر وژني
شازمان د شامحمود له لاسه ړوند شو
امین پاڅید تره کی په بستر وژني
بده لوبه له هغې ورځې راپیل ده
چې په خپلې خولې ویلی لېډر وژني
داوود هم د پښتنو پاچهي ړنګ کړه
د پښتون د درې پېړیو دفتر وژني
بیا داوود پر ضد اقدام لکه پردي چې
د هېواد یو سر سپارلی افسر وژني
زه چې حال د نننو پښتنو وینم
د پردو په دسیسه خپل ټبر وژني
بدبختي به تر دې لویه بله څه وي
چې د بل سنګر ساتي، خپل سنګر وژني
د پنجاب په خوله پښتون طالب ته ګوره
چې نجیب غوندې منلی رهبر وژني
څو چې پند له بل او خپل تاریخ وانخلو
یو پښتون به بل پښتون سر په سر وژني
یاودنه
(۱)د فلسطین د مشهور پهلوان نوم دی
(۲) د یهودو د خدای نوم دی

ساقي او ملابشپړ شعر ولولئ

ساقي او ملا

سرلوڅ مرادزی

د ساقي او ملا هومره تفاوت دی
لکه ځمکې او اسمان ترمنځ چې وت دی
د ساقي جنت د ځمکې پر سر نقد دی
نامعلومه د ملا خیالي جنت دی
د ساقي جنت کې هر وخت شراب څښی شي
د ملا جنت کې څښاک بیا په قیامت دی
په شرابو د ساقي خومونه ډک دي
د ملا خیالي لښتو ته څه حاجت دی
ساقي ویشي ډک جامونه تږو منځ کې
د ملا کار د شرابو تش صفت دی
د ساقي شراب مستي او خوښي ښندي
د ملا شراب د خوسا ګوړو شربت دی
د ساقي شراب خو نقد په کاسو رسي
د ملا شراب د باټو روایت دی
میخانه ده دمه ځای د محرومانو
د ساقی لاس مسیحا دی، برکت دی
کوم لذت چې میخانه کې حاصلیږي
په کوم بل محفل کې چیري دا لذت دی
هغه خوند چې د ساقی صحبت کې پروت دی
ترېنه جار د ملا وعظ اونصیحت دی
د ساقۍ سره د څو ګړیو ناسته
په جومات کې د څو کالو عبادت دی
د ملا نوم که تورتم سره تړلی
د ساقی نوم، نوم د میني محبت دی
په یوه کلي کې دواړه سره اوسي
یو صفا او صمیمیت، بل لجاجت دی
خپله مه خوره، مخه مه نیسه د نورو
د هرچا،هرسړي خپل خپل ضرورت دی
د جنت په تمه مه کښینه ملا ته
وخوره، وڅښه ژوند څو ورځې غنیمت دی
بیا د لاس مښل هیڅ ګټه چا ته نه کړي
ځان خړوب کړه په تلوار تلونکی فرصت دی
څکه، ګوټ چې چا په عمر کړی نه وي
څاروی څه خبر د میو په لذت دی
شعروزمه خیالونه

ملا او طالببشپړ شعر ولولئ

ملا او طالب

سرلوڅ مرادزی

خوشې نه ده چې برباد هسې وطن دی
د ملا په نوم راګډ موږ کې دښمن دی
شپې پلنګ ورځې ملنګ متل ریښتیا دی
په ممبر د ورځې ناست د شپې رهزن دی
په ښکاره د مدینې کعبې صفت کړي
خو په شا کې لوی مخبر بیا د لندن دی
شجره د پیر او غوث چې ځانته باسي
خپله دېو دی په لباس د برهمن دی
سپینه ږیره، سپین لباس، سپینې خبرې
حقیقت کې په زړه تور په مغز خیرن دی
د شیطان د عزازیل(۱) ابلیس یو نوم دی
دی د دریواړو استاد په هر یو فن دی
کوم اغیز چې په تبلیغ کې پر ولس ښندي
د کوډ ګرو تر جادو زیات اغیزمن دی
چې تبلیغ کې همسا، مار او مار همسا کړي(۲)
معجزو کې تر موسی هم بریمن دی
چې لاس کش کړي د ملت پر سر د مکر
د لاس ګوتې يي درمل د پیس، ګوزن دی(۳)
د یعقوب په څېر په مکر کې استاد دی(۴)
په ظاهر کې یو عاجز بنده په تن دی
خلک يي مخکې ټول وزګړي د رمې دی
د داوود په شان ماهر د فلاخن دی(۵)
قصه جړه له بل ځای بلې منبع ده
ملامت د فتنو هسې اهریمن دی
چې په نوم باندې ملا او یا طالب دی
د پردو په جاسوسۍ باندې تورن دی
شعروزمه خیالونه
یادونه:
(۱ ) د شیطان اصلي نوم عزازیل دی.
(۲ ) د حضرت موسی یوه معجزه ده. کله چې به يی همسا په لاس کې وه، هغه به همسا وه؛ خو کله به يي چې پر ځمکه وغورځوله، هغه به مار شوه.
(۳ ) دا هم د حضرت موسی بله معجزه ده چې د لاس په کش کولو به يی د پیس ناروغان، رغېدل.
(۴ ) یعقوب په عبري ژبه کې «حیله ګر» ته وايی. حضرت عیسو او حضرت یعقوب دواړه غبرګوني وروڼه ول، خو عیسو تري مخکې وزیږید او مشر وو. د تورات د «پیدایښت» کتاب له مخې یعقوب دوه ځلې پر عیسو چل وکړ او حضرت اسحق«د دوی پلار» د پیغمبرۍ درجه حضرت یعقوب ته ورکړه.
(۵ ) فلاخن ته په پښتو کې مچنوغزه وايي. په مچنوغزې به حضرت داوود له خپلې رمې څخه لېوان شړل. په همدې مچنوغزې يي د اسراییلو او فلسطین ترمنځ په یوه جګړه کې د فلسطین لوی پهلوان (Goliath ) جولیات وویشت او هغه ځای پرځای ومړ او په همدې لامل د هغه مهال د اسراییلو د پاچا شائول لخوا وستایل شو چې بیا د شائول له مړینې وروسته خپله د اسراییلو پاچا شو.

د وخت انتقامبشپړ شعر ولولئ

د وخت انتقام

سرلوڅ مرادزی

عجیب وخت شو یو ملا بل ملا وژني
هغه هم يي خاص د خدای په رضا وژني
د مسجد، محراب، ممبر ویجاړي څه کړې
چې ملا او مقتدي په بیا بیا وژني
چې پرون يي د لمانځه په سر وژل کړل
نن لمونځغاړې په لمانځه په دعا وژني
د تقوا او پارسايۍ دعوه يي هیڅ ده
چې پخپل لاس متقي او پارسا وژني
دین یو لوبه شوه د څو فرقو ترمنځه
نن به دی او دی به هغه سبا وژني
زموږ ملک په یو داسې بلا واوښت
چې ناشنا خلک پاڅیږي اشنا وژني
ځیني وايي مکړه، پریږده، بده نه ده
چې بهر بلا د کلي بلا وژني
نه د خپل نه د پردي ملا نه خیر شته
دې کې خیر دی چې یو بل په رڼا وژني
زه حیران یمه د وخت دې انتقام ته
چې غلط سړی په خپله ګنا وژني
شعروزمه خیالونه

د اختر ډالۍبشپړ شعر ولولئ

د اختر ډالۍ

سرلوڅ مرادزی

د اسمان د عرش ماڼۍ په لوی انګړ کې
یو عآلم دی چې اخته په عیش عشرت دی
هیڅ تشبیه مثال يي ځمکې پر سر نشته
یو جلا شانته درباراو سلطنت دی
چې څه هلته عرضه کیږي او خبرېږو
دلته، هلته یو عجیب شان تفاوت دی
د شرابو منګوټي هلته تشیږي
ډیسکوګانې، نڅاګانې دي کنسرت دی
هغه نجونې چې انګړ منځ کې نڅیږي
د انګړ عالم يي وړي په حسرت دی
هره نجونه يی په سن د بلاغت ده
لا د ځینو سن يي کم تر بلاغت دی
قد د نجونو يي تر اووم اسمان رسیږي
لا تر اووم اسمانه پورته يي قامت دی
په سهر چې د شفق غومبري سره دي
دا د دې نجونو غمبورو برکت دی
څه سرخی چې يي له شونډو نه پاڅيږي
زموږ لال د بدخشان ترې خجالت دی
کوم صفت چې څوک د شونډو کړي پر ځمکه
دا د هغه شرابي شونډو صفت دی
د بوډۍ ټال چې اسمان کې ځوړند ښکاري
دا د دې نجونو له زلفو جوړ زینت دی
د انګړ د نارینه هر یوه غیږ کې
غورځه پرځه کې د نجونو بیا نوبت دی
چا ته سل او چا ته زر نجونې په برخه
دا تقسیم د نارینه په ریاضت دی
د شرابو هیڅ کمی انګړ کې نشته
د شرابو یو لښتی په هر جهت دی
هومره څښلی شي چې څومره دې خوښیږي
هلته هر شی دې نصیب او په قسمت دی
په شرابو خودې غسل هم حلال دی
رفعه دفعه دې په هر څه کې حاجت دی
د هر څه شي پریماني او ارزني ده
خوره او څښه چې هر یو څه ته دې رغبت دی
نه پوښتنه، ګرویګنه نه تپوس شته
هلته هر شی بې پيسو او بې قیمت دی
په انګړ کې هم د ژڼو جوپي ګرځي
هر یو ژنی يي ښایست کې جوړ قیامت دی
هیڅ د ژڼو او د نجونو توپیر نه شي
نه ترمنځ يی په رغبت کې تفاوت دی
هر یو ژڼی يي تر نجونو ډېر سخي دی
لا تر نجونو مهربان په هر بابت دی
لاس په لاس د سرو شرابو پیالي ویشي
شپه او ورځ درته ولاړ لاس په خدمت دی
خوښه ستا ده چې جینۍ خوښي یا ژڼی
دې کې خپل ستاسو اختیار او قضاوت دی
خو زموږ پر ځمکې بیا هر څه بدل دي
که طالع ده که نصیب دی که قسمت دی
د اسمان د عرش ماڼۍ په سلطنت کې
دلته جوړ یو جهنم هلته جنت دی
تفاوت يي هیڅ په ژبه شمیری نه شم
ژوند يي مه شمېره، خواري ده او ذلت دی
شراب پورته شول حلال، لاندې حرام دی
دا په کوم منطق انصاف او عدالت دی
په دنیا هر څه نعمت پورته خوړی شي
لاندې هرڅیز نه روژه او بند نعمت دی
د اسمان په حکم بند نجونه په کور کې
دا د کوم خدای ثواب لید او رضایت دی
چې یو بام او دوه هواوې سلطنت کې
پاچهي د انصاف نه ده قساوت دی
څو تقسیم د عرش په عدل و انصاف نه شي
بغاوت د عرش په لوري مجبوریت دی
شعروزمه خیالونه
د ۲۰۲۰ کال د مۍ ۲۲ مه

مارشاليبشپړ شعر ولولئ

مارشالي

سرلوڅ مرادزی

لواطت په جایزه کې چې مارشال شي
خدای دې مل د هغه ملک په داسې حال شي
چې د خپل کلي او قام عزت برباد کړي
داسې کس به د هېواد څه عزتپال شي؟
د تعلیم او د تربيي تپوس یي مه کړه
پادوان د خرو اسونو چې جنرال شی
بل هنر او بل کمال په غم کې نه وي
ټولوژنه، جنایت يی چې کمال شي
د هغو خلکو په ناسته پاڅه مه ځه
ګلم جم يي چې ښایست، ښکلا جمال شي
ډار او وېره له هغې ورځ پکار ده
چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي
که د پېښو بد بهیر مخه ډب نه شي
ښای دې ځینې بدتر مو هم احوال شي
زموږ ملک کې یو نادود بنسټ بنا شو
هومره غټ شي چې هرڅومره پردیپال شي
هغه څوک چې پردیپال، د بل ځری شي
په دې ملک کې یا جنرال او یا پاسوال شي
که مو هر څه د ځنګل قانون په نرخ شي
ټول حقوق زموږ د واړو به پیمال شي
که فرصت د تجدد له لاسه ووځي
ارزوګانې امیدونه به زاوال شي
د هغې لارې په لټه، هڅه غورځو
څو ویجاړ وطن د نورو ملکو سیال شي
شعروزمه خیالونه