پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
څلوریزېبشپړ شعر ولولئ
څلوریزې
سرلوڅ مرادزی
د اسمان د بام بلې باندې ولاړ یم
لاندې باندې ترې پراخه دنیا وینم
ټول جهان راته نقطې په څېر ښکاریږي
د انسان چې زه د فکر لویا وینم
+++
خلک وايی چې اسرار دي پاس اسمان کې
خو د پوهې توان يي نشته په انسان کې
نو بیا خلک څنګه پوه شول چې اسرار شته؟
چې د پوهې توان يي نه ګوري په ځان کې
+++
ملا وايي د جنت ځای پاس اسمان دی
د دوزخ بیا لاندې ځمکه کې مکان دی
زه چې ګورم دواړه بل ځای کې هیڅ نشته
د جنت او دوزخ دواړو ځای انسان دی
+++
چې قصې کړې شپه او ورځ د دوزخونو
په دوزخ کې د کړاو او عذابونو
څه پوهیږي؟ زه پوښتنه له ملا کړم
تا کوم وخت پکې تېرکړی له وختونو؟
+++
توره لوبه د جهاد په ختمېدو شوه
د امید ډېوه مو بیا په بلېدو شوه
غلبه په توره شپه، د سهر وینم
په کنډو د غره، لمر سترګه په ختو شوه
مرادزی
هیلهبشپړ شعر ولولئ
هیله
سرلوڅ مرادزی
بیا د کلي په کنډو راښکاره لمر شي
د وهمنې شپې زړه وچوي روڼ سهر شي
خلک پورته په خوښۍ شي له دروند خوبه
یو تر بل غاړه غړي شي د زړه سر شي
چې له کلي اختر تللی مرور وو
بیرته ستون شي جوړ په کلي بیا اختر شي
تور کارغان له بڼه والوځي سپرلی شي
بیا په بڼ کې د بلبلو چغار سر شي
دا چې باغ کې د ګل ځای، اغزو نیولی
باغ مو شین بیرته په ګل د نیلوفر شي
پر اوښانو پړي واچۍ، کاروان بار شي
کاروانونه د ایلبند په لور بیا سر شي
شپونکي بیا خپله شپېلۍ درو کې پوو کړي
د شپېلۍ انګۍ بیا پورته غر په غر شي
کوم ټغر چې مو دېرې څخه ټول شوی
پر حجرو، دېرو مو بیا هوار ټغر شي
چې پردی ملا له کلي نه رخصت شي
خپل ملا خپل مو مسجد خپل مو ممبر شي
خپل مو واک خپل مو وطن خپل مو اختیار وي
ورک وطن څخه پردی عسکر، لښکر شي
ولس چې کټ کې د جګړې په رنځ بستر دی
د کالنو ناروغ جوړ، جیګ له بستر شي
د جګړې د دېو ککره جنګ کې پرې شي
پر جګړې باندې د سولې لاس وربر شي
کوم ناورین چې جنګ جګړې پر موږ تپلی
دې ناورین ته د انسان ټوټي ځیګر شي
کومې سترګې به له اوښکو ډنډې نه شي
کنډوالي چې په اور سوې په نظر شي
چې د بل په کور جګړې ته تېل ورپاشي
کاشکې بل يي د جګړې اور په ټبر شي
چې زموږ پشان وطن يي جنګ کې سکورشي
ایله سوړ به مو د عمر پرې ټټر شي
جګړه مار به په جګړه لاس پورې نه کړي
که جګړه د جګړه مار تر خونې ور شي
هره ورځ چې ادېرې ته جنازې وړو
جشن جوړ د افغان کور کې لروبر شي
د زرګونو ارزوګانو، ټولو سر کې
کاشکې یوه هیله د سولې مو ترسر شي
مرادزی
ملا او دین ساتنهبشپړ شعر ولولئ
ملا او دین ساتنه
سرلوڅ مرادزی
دین ساتنه کې ملا ته اختیار نشته
له خدای پرته د دین بل ذمه وار نشته(۱)
چې خدای خپله ځان د دین ذمه وار بولي
ضرورت زما او ستا د ټینګار نشته
هغه څه چې انسان نه دي پنځولي
د انسان په هغه کار کې هیڅ کار نشته
چې ملا د خدای په کار کې وهي ګوتي
له ملا څخه بیا هیڅوک بېلار نشته
دین یوازې احکام نه دي زیات اسرار دي
هیڅ ملا ته لاسرسی په اسرار نشته
د قران هر یو حروف لوح محفوظ کې
د کوه قاف له غره نه غټ دي انکار نشته
تر هر حرف لاندې زرګونه مانا لیک دي
په یوې مانا يي پوهې ته لار نشته
ملایکې هم له دې پوهې عاجز دی
بیا دې پوهه کې انسان څخه خوار نشته
لاسوهنه چې انسان په کار کې عیب ده
د اسمان کار کې حاجت د ګفتار نشته
عقیده په دین د هرچا شخصي کار دی
په دې برخه کې هیڅوک ټېکدار نشته
ملا نه دی سوداګر دی، دین بازار کې
ټوله ګټه کړي، تاوان د دینار نشته
که اشرار دي د ملا تر څنګه ټول دي
د ملا له څنګه پرته اشرار نشته
ملا نورو ته جنت په تلوارغواړي
بل جهان ته ضرورت د تلوار نشته
نعمتونه چې په دې دنیا موجود دی
دا نعمت په بل جهان بل دیار نشته
راځۍ خپله دا دنیا ځانته جنت کړو
د ملا په وعدو هیڅ اعتبار نشته
یادونه:
(۱ ) : د «انا نزلنا ذکر انا له لحافظون» ایات شریف ته اشاره ده. چې معنی يي داسې ده، ما ستاسو د ذکر لپاره (قران شریف) درلېږلی دی او زه یې ساتم.
مرادزی
زموږ ملابشپړ شعر ولولئ
زموږ ملا
سرلوڅ مرادزی
که څه هم بېلار ملا په هر وطن شته
خو زموږ ملا په ټولو کې بېلار دی
د بل هر وطن ملا ته وطن ګران دی
خو زموږ ملا وطن ځینی بېزار دی
د بل هر وطن ملا مسلک معلوم دی
خو زموږ ملا په هر مسلک کې کار دی
لکه مچ غوندې د هر چا ژوند کې غورځي
د هر چا په شخصي ژوند يی سروکار دی
د ځوانانو په بریتو، ږیرو يی غرض دی
لوپټو لاندې د نجونو په دیدار دی
د ښځمنو هر اندام باندې يي نظر دی
د ښایسته نجونو په هر شمېر خریدار دی
په جومات کې تر لمانځه وروسته غیبت کړي
شیطنت، منافقت يی د ژوند چار دی
ژوند يی پیل نه تر اخره بېکاري ده
په ټول عمر کې د ولس پر اوږو بار دی
په تورتم کې د خفاش غوندې خوښمن دی
له رڼا څخه په تېښته او په ډار دی
د بدلون او د نووښت څخه منکر دی
دښمني ته د ځوان نسل تل تیار دی
داسې ملک به کم پیدا شي په نړۍ کې
چې ملا يي یا جاسوس وي یا غدار دی
که لارنس په امامت کې جاسوسي کړه
خپل هېواد ته جاسوس نه دی خدمتګار دی
خو زموږ ملا په هر پردي دربار کې
یا لاسپوڅی یا بړیڅی د دربار دی
که اخوند لرو، یا پیر لرو یا غوث دی
د خپل ملک پرځای، د بل ملک ټیکدار دی
په وطن ښه خاطره له پیره نشته
زموږ پیر د بل مرید د بل په لار دی
جسم دلته په وطن کې، ذهن هلته
د هیرا په منډه کې څوکېدار دی
که طالب پل او پلچک ته ږدي بمونه
د ملا په لاس جومات زموږ سنګسار دی
مدرسه کې مو ملا ځانمرګي روزي
جومات نه دی نن مکتب د انتحار دی
چې ملا وړي د پګړۍ ول کې بمونه
ملا نه دی خپله بم دی، انفجار دی
د جومات په ممبر داسې ملا کېناست
چې یا غل دی یا جاسوس دی یا خونخوار دی
کاشکې بیا جومات کې سم ملا دېره شي
ولس د داسې یو ملا په انتظار دی
مرادزی
جومات او قبلهبشپړ شعر ولولئ
جومات او قبله
سرلوڅ مرادزی
جومات یو فابریکه شوه نور به بم تولیدوي
ملا پکې خیاط شو واسکټونه به ګنډي
طالب به کړي جومات کې د بمو او راکټ زده کړه
جومات يې پوخ مورچل شو توغندي به توغوي
توپیر د پیش امام او د شیطان په منځ کې ورک شو
امام تر شیطان لوړ شو، شیطانان به غولوي
مکه او مدینه لاړه بازار د تجارت شو
ایمان پکې خلک پلوري او ډالر پکې پیري
پاکی او تقدس له دین، مذهبه کډه کړې
مذهب بې تقدسه، ځان پخپله لوڅوي
قبله د زړو، مکې نه واشنګټن لندن ته تللي
سرونه خلک خوشې په میدان، ځمکه وهي
طواف ته په کعبه کې له دې وروسته اړتیا نشته
حاجیان دې اسلام اباد ته د طواف لپاره ځي
په خپل زوړ تصور کې ځان د عرش مقام کې بولي
د عرش نه اجاره کې تقدیرونه خرڅوي
دعوه د استرخا کوي په خوب او په نېشه کې
په ویښه ساده ګانو ته دامونه غځوي
ظاهره کې قبا يی د مرشد او پیر په تن ده
انګریز سره په شا کې پلانونه جوړوي
جهاد چې یو فساد وو، مجاهد او مفسد دواړه
دستګا د وحشتو ده، وحشتونه زیږوي
طالب بیا له چنګیزه د وحشت دنده پور کړې
لګیا دی د سرونو منارونه لوړوي
ولس هم ویده فیل غوږ کې، له دروند خوبه نه ویښیږي
زمان که ورته هر څونه تالونه غږوي
مرادزی
ازاديبشپړ شعر ولولئ
ازادي
سرلوڅ مرادزی
هرڅوک خپل بار به پخپله تر منزل وړي
هیڅوک نه دی مکلف چې بار د بل وړي
د موسی او د عیسی لارې جلا دي
که ګنا ده که ثواب دی هرڅوک خپل وړي
هیڅوک نه څملي د بل سړي لحد کې
هر څوک خپله کارنامه د خپل عمل وړي
خپل عمل د لارې مل او د ژوند مل دی
په عبثه، څوک تقدیر ور سره مل وړي
هر څوک خپله لاره ښه ویني تر نورو
که تیاره وه بیا به لاره کې مشعل وړي
لاره مه نیسه د نورو پخپل لار ځه
ژوندون هر څوک پخپل هوډ او په تکل وړي
هلکان که پګړۍ ول کې کشمالي ږدي
نجونه پریږده چې ګلونه په اوربل وړي
څوک طلا، څوک به الماس وړي په ډالۍ کې
شاعر پریږده چې ډالۍ کې خپل غزل وړي
ملا پریږده غرغړو ته په مسجد کې
ساقي پریږده چې جامونه تر محفل وړي
ازادي د بل انسان لورنه نه ده
ازادی انسان له پیله له ازل وړي
ازادي د مړه او ګونګ طبیعت سا ده
ازادي ټولنه مخکې پل په پل وړي
زړه مې مینه کې بایللی له پخوا دی
لا مې مینه زړه، په حال او مستقبل وړي
مرادزی
ګلبدین تهبشپړ شعر ولولئ
ګلبدین ته
سرلوڅ مرادزی
د وینځو وینځه، له تورو توره
څه دې لېدلي، پنجاب له شکوره
په ډيورند کرښه، پاس کې پنجاب ته
غچ دې ټول واخیست، له خپله وروره
+++
نوم دې پنجاب کې، که حکمتیاردی
وطن کې نوم دې، بیا راکټیار دی
هرڅه دې خرڅ کړل، په پنجابیانو
لقب دې ځکه، کباړ لوټمار دی
+++
خلک اګا دي، چې تیزاب پاش يی
په کور دننه، یو لوی بدماش يي
حرفه دې جنګ دی، وژل تروړل دي
د شرمښانو، پړانګ له قماش يی
+++
د خره سپرلۍ نه، راځه راکوز شه
اورمېږ دې مات شه، مات دې اوربوز شه
حالات بدل دي، وخت دی په بله
په خبر پوه شه، پو په رموز شه
مرادزی
د جنایتونو عشر!بشپړ شعر ولولئ
د جنایتونو عشر!
سرلوڅ مرادزی
که د نړۍ سيندونه او سمندرونه د ليکلو رنګ شي؛
د دنيا ځنګلونه، ونې او بوټې قلمونه شي؛
د بشريت تېر شوي او اوسني نسلونه کاتبان شي
او زمونږ په وطن ( افغانستان ) کې
د مجاهد او طالب په لاس ترسره شوي جنايتونه وليکي
بيا به هم دا ليست نيمګړی وي
او د جنايتونو عشر
به هم نه وي بيان شوی!
سوات- سمبټ چم
د ۱۳۷۳ کال د لړم ۱۵
«د بلې سیاري خلک»
سرلوڅ مرادزی
اسرهبشپړ شعر ولولئ
اسره
سرلوڅ مرادزی
ولسونه مو په تمه خیراتو ته دي پراته
د بل لمن نېولی تل اسرو ته دي پراته
د کار انګیزه مړه ده د تعلیم لیوالتیا نشته
زړو، تاریخ وهلو سنتو ته دي پراته
د بلې دنیا عشق يي ژوند په دې دنیا تبا کړ
د حورو او غلمانو ژر ورتلو ته دي پراته
د ژوند موخه او عشق يی له یوه سره بایللی
له ژوند يي لاس وینځلی اسویلو ته دي پراته
غیبت او تربګني ده د تسپو سره جومات کې
په زړونو کې خیرن دی خو لمونځو ته دي پراته
په ټوله شپه ویده دي او د خوب مړښت يي نشته
غرمې پورې خوب وړي او کټو ته دي پراته
سپینږیري له یوې مخې دعوو کې سره ښکېل دي
ځوانان سره یو بل ته مرچلو ته دي پراته
میرمنې د ملا په خوله په کور کې کلابند دی
خو نجونو ته چړیان يي جوماتو ته دي پراته
زیارت کې منجاور تر اوسه هم د ولس طبیب دی
په کوډو روږدې شوي تعویذو ته دي پراته
زیارت قصاب خانه بوله، جومات فتوه خانه
مرګي د فرخندې ته چې فتوو ته دي پراته
ولسونه د بدلون او د سمون سره جوړ نه دي
جومات کې د ملا صیب منترو ته دي پراته
ماران او لړمان دي، بلاګانې او پیریان دي
حجرو کې د دېوانو بیا قصو ته دي پراته
نړۍ ټوله په ژوند کې په مزو او په چړچو ده
یوازې زموږ خلک د مرګي شپو ته دي پراته
وطن پوره مامور دی څه کمی د کوم شي نشته
د پوهي له کمي خلک دوزخو ته دي پراته
سیندونه د اوبو ټول په عبث له وطن وځي
ډاګونه ټول په تمه بارانو ته دي پراته
د بند پرځای رجوع کاندې لمانځه د استثقا ته
پلان د ابیارۍ پرځای، سجدو ته دي پراته
تبا به شي جارو به شي یو ورځې که وییښ نشي
توپان په لار کې اوسي زلزلو ته دي پراته
سرلوڅ مرادزی
د سولې ښېګڼهبشپړ شعر ولولئ
د سولې ښېګڼه
سرلوڅ مرادزی
سبا ته د افغان حکومت د سولې پلاوی قطر ته ځي،
د دوحۍ سولې غونډه کې طالب ته زما دا پیغام دی:
د سولې ښېګڼه
جګړې ناخوالو څخه پند واخله
چټک ګامونو په اوربند واخله
که ورور وژنه وي همدومره بس دی
سولې ښېګڼو څخه خوند واخله
دښمني ختمه کړه د کلي د کور
د قام، ټبر سره پیوند واخله
پرانیستې غیږي د ملت ته راځه
لاس د پردو له جوړغویمنډ واخله
وخت ځي په بېړه چا ته نه دریږي
ګام په دې لاره کې ګړند واخله
په جهنم دې ځانته ژوند بدل کړ
یو څه خوندونه دې له ژوند واخله
ویجاړۍ کچه دې په کلي ښار کې
له شاړو دښتو له سرکنډ واخله
وطن مو ټول شو هدېره هدېره
راځه له جنګ ځینې سوګند واخله
کور کې ملا او مولوي پریمانه
لاس له ملا د دېوبند واخله
پردی نوکر اجیر د بل ولې شې
د خپلو خلکو دې سرغند واخله
که حورې غواړي سوات درې ته لاړ شه
لږه دمه په ملکنډ واخله
یا په درو، رغو کې سر ښکاره کړه
یا یو سفر دې په ایلبند واخله
د وطن هره پیغله، نجونه حوره
د مینې لاس ورکړه، مړوند واخله
ترخې اوبه، کباب او شرنګ د رباب
میلو کې خوند ترې پنډ په پنډ واخله
جنت وطن لرې د ځمکې پر سر
نوم يي نومونو کې بلند واخله
سیندونه ډېر لرې بندونه غواړي
ګټه د خپل وطن له بند واخله
د ښو اړیکو او دوستۍ په هیله
یو څه بریښنا هم له تاشکند واخله
هر څه په کور شته د اړتیا په وخت کې
د اړتیا توکي له ګاونډ واخله
ګاز او تېل ډېر لرې مزار په ډنډ کې
بیا یورانیوم دې له هلمند واخله
مس او سرب دې په لوګر او کابل
اوسپنې کار دې له دایکنډ واخله
د جنګ قوه دې ودانۍ ته ورکړه
لاس دې عاجل له زوړ چلند واخله
فرصت تیریږي چانس بیا نه راګرځي
د تاریخ دا پیغام څرګند واخله
شعروزمه خیالونه