د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

ملا څه کۍ!بشپړ شعر ولولئ

ملا څه کۍ!

سرلوڅ مرادزی

چې بمونه وړي دستار کې ملا څه کۍ
چې ورګډ دی په کشتار کې ملا څه کۍ
د ملا دنده، خو دین سره تړلې
په چاودنه، انتحار کې ملا څه کۍ
ملا هغه چې په صدق عبادت کړي
د وسلو په کاروبار کې ملا څه کۍ
چې تغیر او پرمختګ په مخکې خنډ شي
خرافاتو په اسرار کې ملا څه کۍ
چې تخنیک او پوهه دواړه عبث بولي
لوډسپيکر کې په غړمبار کې ملا څه کۍ
چې يي سترګې د رڼا په لېدو بریښ کړي
د تور تم په خپور غبار کې ملا څه کۍ
چې د هیچا شخصي ژوند ترې خوندي نه دی
چې ورلویږي په هر کار کې ملا څه کۍ
چې د خپل وطن په ګټه په خیر نه دی
مزدورۍ د بل دیار کې ملا څه کۍ
چې کار نه کړي د خیرات په ژوند راضي دی
طفیلي غوندې روزګار کې ملا څه کۍ
ملا خیال کې د جنت باغو کې ګرځي
دلته باغ او په ګلزار کې ملا څه کۍ
په پېړۍ، پېړۍ یوه بولاله وايي
په دوران د ډېنوسار کې ملا څه کۍ
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی

د لیوانو کلیبشپړ شعر ولولئ

د لیوانو کلی

سرلوڅ مرادزی

ما درته ویلې په میرو مه ځه
لار کړه انتخاب په ګړنګو مه ځه
هیڅوخت کږه لار منزل ته نه رسي
سیند کې بې ګودره په اوبو مه ځه
ګوره وسیله توښه بې څه نه ده
لار کې د اغزو په لوڅو پښو مه ځه
پیل دې کړه سفر چې سپېدې وچاودې
مه ځه، شپې تورتم کې په تیارو مه ځه
چاڼ کې د ملګرو چې غلط نه شي
جنګ ته د سرونو بې سړو مه ځه
څوځل چې په لاره غلو شکولی يي
بیا په هغه لار، هغه کوڅو مه ځه
چا چې په وعدو هر ځل تېرایستی يي
بیا د چا په داسې چل وعدو مه ځه
کلي کې چې قدر د سړو نه وي
تېرشه، د ژوندو په هدیرو مه ځه
خپله چې جینۍ درسره نه غواړي
هیڅوخت يي کاله ته په جرګو مه ځه
لاره د منزل له خطر ډکه ده
کلي د لیوانو ته بې سپو مه ځه
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر لومړۍ
سرلوڅ مرادزی

چيري ځو؟بشپړ شعر ولولئ

چيري ځو؟

سرلوڅ مرادزی

پته نه ښکاري بیابیان کې چیري ځو
لاره ورکه ده توپان کې چیري ځو
معرفت د کاروان نشته کډې بار دي
نامعلوم لوري کاروان کې چیري ځو
توره شپه کې په ګړنګ، تاوکښ مو لار شوه
د تورتم په خپور جهان کې چیري ځو
هیله ورکه، موخه ورکه هدف ورک دی
د بې هیلو ژوند دامان کې چیري ځو
د دېوانو د زندان پنجرو کې بند شو
نه پوهیږو چې زندان کې چیري ځو
د تېر ژوند له ماتو هیڅ زده کړه ونه شوه
د سبا ژوند امتحان کې چیري ځو
موږ په تېرو فرصتونو جواري وکړه
اوس به بیا په نن زمان کې چیري ځو
د پرون خوښي مو عیب د ژوند ګڼله
نن د ټول ژوند په خپګان کې چیري ځو
د ځان توان مو پخپل لاس له لاسه ورکړ
چې توان نه لرو په ځان کې چیري ځو
کاشکي لوری د منزل، هدف معلوم وای
یو ناپایه لامکان کې چیري ځو
چې د خپل لاس په فرمان په لاره نه شو
د پردیو په فرمان کې چیري ځو
د ۲۰۲۱ کال د سیپټمبر ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی

عبدالله او کرزی تهبشپړ شعر ولولئ

عبدالله او کرزی ته

سرلوڅ مرادزی

ګرځي دي کوڅو کې اوس تر څنګ غاړه په غاړه
تور کړل خپل مخونه عبدالله او کرزي دواړه
لوبه د توطیو او دسیسو تر انجام نه رسي
لږ قدرې ابرو که وه توطیو کې ترینه لاړه
مړه شول امیدونه ارزوګانې په ګور خښې شوې
بخت مو راکوټه شو د تقدیر خونه ویجاړه
لاړو د غني پلان، کرزي او عبدالله شنډ کړ
پاتې له اوبه شوه دښته بیا مو شاړه واړه
ما خو په وارونو خپله غاړه خلاصه کړې ده
ولسه چې ډاکوانو پسې تلې اوس ژاړه ژاړه
پېښې د ځنځير غوندې یو بل سره تړلې دي
تل د حوادثو ترمنځ ټینګه ده ریښتاړه
ما وی پنجشیریانو ته له غرو سمې ته کیوځۍ
ګرانه ده هر وخت پر هندوکش د غره ختاړه (۱)
ځي په ګړنګونو څوک په دود چې د ړندو درومي
غورځي پښې پر سر به جیګو غرو له سخته ناړه
ښه ده اوس کرزی ته، که ځان خپله چیری ځوړند کړي
وایم عبدالله ته، ته هم مرګ له خدایه غواړه
یادونه:
(۱ ) ختاړه: زینه، د ختلو لار (ختل + اړه)، اړه پښتو ژبه کې یو روستاړی دی چې ځیني ویینو(لغتونو) سره یوځای کیږي او نوي ویینونه جوړوي، لکه بوساړه(بوس+اړه)، بوتاړه یا بوتاړ، مجسمه (بوت+اړه)، لتاړ(لت + اړ)، پایمال او نور
د ۲۰۲۱ کال د سیپټمبر ۹ مه
سرلوڅ مرادزی

پنجشیر تهبشپړ شعر ولولئ

پنجشیر ته

سرلوڅ مرادزی

خلک خپله پخپل ژوند باندې په تنګ شي
پیدایښت سره چې سم د سړي جنګ شي
جنګ د ژوند لپاره نه دی، هدف بل دی
جنګ د لوټ او چور لپاره یو نیرنګ شي
کوم یو قام چې جنګ د ځان افتخار بولي
جګړه مار قوم په قومونو کې بدرنګ شي
د ننګ نښه که کوم قام ته پرون جنګ وو
نن بیا پوهه، معرفت د هغه ننګ شي
که جنګ هم وي خو یو وخت وي چې به تېر شي
داسې نه چې جنګ د ټول عمر فرهنګ شي
که پرنګ دلته جنګ کړی، ګیله نشته
بده دا چې خپل افغان درته پرنګ شي
تر دې لویه بدمرغي به د قام څه وي؟
چې یوه طایفه د بل په وینو رنګ شي
لوی لعنت دې وي پر هغه افغانانو
چې یو برخه صفويان شي بل اورنګ شي
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی

د ستر غني تشهبشپړ شعر ولولئ

د ستر غني تشه

سرلوڅ مرادزی

زړه به خود چوې، له هېواده بل امان لاړ(۱)
د غني په تګ له ولسه روح روان لاړ
هېواد بیا فکري شتمني له لاسه ورکړه
سید جمال(۲) مو بیا له لاسه د زمان لاړ
د افغان له توره بخته به څه وایم
تر پېړیو وروسته بل یو میرویس خان لاړ
خدازده بیا که بل غني په هېواد راشي
دا یو چانس وو چې له لاسه رایګان لاړ
د غني ځای تور ځواکونو بیا اشغال کړ
بل ناورین ته مو هېواد ډېر په اسان لاړ
د اوبو بندونه ښکاري چې ویجاړ شي
د اوبو د کنترول لوی یو قهرمان لاړ
چې هېواد خپل، څلورلارې د اسیا کړي
خپلو ژمنو ته ولاړ یو ټینګ انسان لاړ
د پنجاب د د دښمنۍ خبر سېوا ده
ناځوانۍ او نامردۍ کې د افغان لاړ
کاشکې تللی له وطن په خوشالۍ وای
افغانانو نه، نهیلی په خپګان لاړ
تګ يي هیڅکله په میل، اراده نه وو
په توطیه او دسیسه کې د شیطان لاړ
د هېواد لېونۍ مینې غني وخوړ
د وطن د ودانۍ په لوړ ارمان لاړ
یادونه:
(۱ ) غازي امان الله خان ته اشاره ده
(۲ ) سید جمال الدین افغان ته اشاره ده
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

پښتانهبشپړ شعر ولولئ

پښتانه

سرلوڅ مرادزی

د اغیار په نزد محقر دي پښتانه
خو اسیا کې د زړه سر دي پښتانه
که حقپال يي د اسیا ژوندی زړه بولی
په دي فخر مفتخر دي پښتانه
دا ادعا که له دښمن نه وي د چا ده؟
چې وايي، بدو نه بدتر دي پښتانه
دا لوی عیب يي دی قبول، کاشکې چې نه وای
له ازله پخپلسر دي پښتانه
ساده زړي دي په ژوند او په چلند کې
که دې سمې که د غر دي پښتانه
د یوه پلار، د یوه نیکه اولاد دی
که د لر دي، که د بر دي پښتانه
د مذهب په نوم له مال و سره تېر دي
خو مذهب نه ناخبر دي پښتانه
د ملا په لاس دوکه شول په پېړیو
قرباني د زوړ ممبر دي پښتانه
کاشکې پوهې ته يي مخه شي په ژوند کې
د مذهب سخت زیر ااثر دي پښتانه
بې له پوهي، مذهبي شول ډېر افسوس دی
تمدن سره ټکر دي پښتانه
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۹ مه
سرلوڅ مرادزی

د جهل لښکربشپړ شعر ولولئ

د جهل لښکر

سرلوڅ مرادزی

بیا د جهل تور لښکر په غځېدو دی
بیا ناورین له تور پنجاب په خپرېدو دی
بیا پنجاب د میکناټن دنده اخیستې
اکبرخان پرځای، غني ته په توطیو دی
بیا وحشت او بربریت وزرې کړې
بیا عرم توپان ختیخ نه په راتلو دی
بیا یو لویه زلزله په هېواد ګډه
هست و بود مو د وطن په ریږدېدو دی
بیا اسمان کې توره وریځ په غضب ګرځي
بیا یو تندر له اسمان په پرېوتو دی
بیا شیطان دی راهي شوی عرش په لوري
پریښتو کورته اسمان ته په ختو دی
بیا چنګیز دا ځل ختیځ نه خوځېدلی
پر افغان خاوره لوېدیځ کې په حملو دی
بیا د عصر ګوډ تیمور توره کښلې
قتل عام پر سیمه بیا د پېښېدو دی
بیا توطیه د انګریزانو پلې کیږي
اماني غورځنګ مخ بیا په تمېدو دی
بیا ګورګین دا ځل هلمند کې ځاله کړې
له میرویس سره هلمند کې په جګړو دی
بیا افغان پر برخلیک لوبه روانه
د تقدیر باز له اوږو، نه مو په تلو دی
بیا لسیزه د نوييزې تکراریږي
بیا ټاټوبی د افغان په نړېدو دی
بیا نفاق موږ د بلا په خوله کې ورکړو
بیا هر هډ مو د وجود په ماتېدو دی
بیا له پنده د تاریخ ګټه و نه شوه
بیا تاریخ په بده بڼه په راتلو دی
افغانانو که همت مو دا ځل مات شو
ژوند مو ټول یو لوی ګړنګ ته په لوېدو دی
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۸ مه
سرلوڅ مرادزی

پنجابي سره د جنګ ترانهبشپړ شعر ولولئ

پنجابي سره د جنګ ترانه

سرلوڅ مرادزی

پنجابي سره د جنګ ترانه:
د پنجابي سره مو جنګ دی
ځۍ چې پې ورځو
وخت د غیرت او نام وننګ دی
ځۍ چې پې ورځو
+++
پنجابی پوځ، ای ایس ای
د پښتنو دوښمن په خدای
څو چې واکمن وي پاکستان کې
پښتانه نه لري هیڅ ځای
که په همت ځان خپلواک نکړو
نه په زارۍ شي، نه په وای
په پاکستان کې پښتون تنګ دی
ځي چې پې ورځو
د پنجابي سره مو جنګ دی
ځۍ چې پې ورځو
+++
موږ پښتانه يي قتل عام کړو
لا ورته ګورو به ترڅو
په تروریست نوم يي بدنام کړو
لا ورته ګورو به ترڅو
په بم راکټ يي ټول سرسام کړو
لا ورته ګورو به ترڅو
پنجابی زوی د تېر اورنګ دی
ځۍ چې پې ورځو
د پنجابي سره مو جنګ دی
ځۍ چې پې ورځو
+++
موږ اولاده د احمدشا یوو
د میرویس خان او د شیرشا یوو
د اسیا زړه ژوندی ملت یوو
نن په غورځنګ او حرکت یوو
د پنجابي دوښمن مورچل دی
زموږ د ټولو پرې یرغل دی
شا ته ولاړ يي که پرنګ دی
ځۍ چې پې ورځو
د پنجابي سره مو جنګ دی
ځۍ چې پې ورځو

جنت په دنیابشپړ شعر ولولئ

جنت په دنیا

سرلوڅ مرادزی

جنت په دنیا
راځه دا دنیا جنت کړو
د فکرو په بدلولو
په نسیا هیڅ باور نشته
نقد دي واړه د منلو
جنت څه دی یو لوی باغ دی
ځای د ګلو او بلبلو
له وطنه جنت جوړ کړه
پخپل مټ او په منګلو
جنت بل ځای چیرې نشته
تېر شه ځان له غولولو
کر د ګلو دلته وکړه
د جنت تر ګلو ښکلو
د شېدو ویالې جاري کړه
خپلو غواوو په ساتلو
له شرابو منګي ډک کړه
د انګورو په پاللو
عسل برخه د خوراک شي
د مچیو په روزلو
ورځې کار، وي په ریښتیني
رخصتي وي د نڅلو
میز وي ډک په نعمتونو
پریماني وي د خوړلو
خلک ګرم وي محفل کې
د پیالو په تشولو
هره پیغله زموږ حوره
نظر وکړو پر اغلو
افسانه ده هلته حورې
حورې دلته دي ښاغلو
د ساقي په لاس جام رسي
غلمان نه دي د ساتلو
عدالت چې دلته نه شي
څه باور په ځنډولو
دلته څه ګټه مظلوم کړي
د ظالم هلته (په) وهلو
هلته کله دا تضمین شته
عدالت د ټینګولو
حساب دلته کتاب دلته
هر څه دلته د پوښتلو
ما ته وايي غلي کښینه
دا څه نه دي د ویلو
که زه سپينې سپينې وایم
زه پوښتمه له ښاغلو
چا ته څه تاوان رسیږي
په ویل د ناویلو
د ۲۰۲۱ کال د جولای ۳ مه
سرلوڅ مرادزی