د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

د تن جګړه!بشپړ شعر ولولئ

د تن جګړه!

سرلوڅ مرادزی

څوک د پنجاب څوک د کابل سره یوو
د تن جګړه کې ګډ یو بل سره یوو
یورپ دې عیش کړې امریکې سره ګډ
موږه لوېدلي منځ کې خپل سره یوو
زموږ ګاونډ هم په ارامه ژوند کړي
یوازې موږ ناست په مورچل سره یوو
سوله کې ژوند زموږ اروا کې نشته
جګړه کې ښکېل دایم او تل سره یوو
د تېر جنګونو له ټپو روغ نه یوو
د نوي جنګ جګړې تکل سره یوو
بخښنه نه کړو، اشتي نه پېژنو
موږه عادت غچ او بدل سره یوو
کرکه پاللې عشق نه، نه یوو خبر
موږ لارویان د عشق قاتل سره یوو
هیڅوک زموږ د بخت ذمه نه لري
موږ لیوني پیدا ازل سره یوو
راځۍ چې ختمه کړو دا ورانه لوبه
په دې لار ستړي نور مزل سره یوو
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی

د افغان برخه!بشپړ شعر ولولئ

د افغان برخه!

سرلوڅ مرادزی

موږ خپلې چارې د جهان ګڼلي
وران قضاوت کوو جهان برخه کې
خپله مسوول یوو هسې بل ګرم بولو
ملامت خپله یوو وجدان برخه کې
اړیکې نه پالو د نورو سره
بد یوو یوبل سره ګوزران برخه کې
تل مو د نورو په ایمان شک کړی
خپله ضعیف یوو د ایمان برخه کې
د ځان پرځای چې کړو تکیه په نورو
سخته جفا کوو د ځان برخه کې
خپله ګنا چې پر شیطان اچوو
دا ناځواني ده د شیطان برخه کې
مکان کې هم یوو له تغییره منکر
ولاړ یوو ځای پرځای زمان برخه کې
کلونه تېر شول او پېړۍ واوښتې
تغییر رانغی د افغان برخه کې
د ۲۰۲۲ کال د جولای ۸ مه
سرلوڅ مرادزی

د استسقا لمونځبشپړ شعر ولولئ

د استسقا لمونځ

سرلوڅ مرادزی

هېوادوال نن د نورو ستونزو سربېره، وچکالي هم ځوروي. د طالبانو امارت د دې پرځای چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره علمي تدبیرونه ونیسي او عملي اقدامات ترسره کړي؛ له مسوولیته د ځان خلاصون لپاره يي کندهار کې ولسونه، د اوبو لمونځ(استسقا لمونځ) ته بللی دي!
دا لاندې څو بیتونه مې په همدې تړاو لیکلي دي:
د استسقا لمونځ:
د اوبو په لمانځه نه شي اوبخور
ملا نه دی ابیارۍ له فن خبر
ابیاري د وطن پوهه پلان غواړي
ملا نه لري دا پوهه، دا هنر
د لمانځه په سپېڅلتیا کې څه شک نشته
خو چې لمونځ نه وي سیاست سره ککړ
وچکالي نه په سجدو، نه په توبو ځي
خلک هسې جنګوي پر ځمکه سر
هغه لمونځ چې د دوکې لپاره کیږي
ولس ته زیات لري تر ګټې نه ضرر
د ملا دنده جومات سره تړلې
چیري واک، چیري ملا چیري دفتر
کاشکې ولس ملا ته ووايی چې ولاړ شه
په جومات اوسه تنها د دین رهبر
د دنیا کارونه پریږده اهل کار ته
دین راوژغوره چې مخ دی په خطر
خو ملا ته لنګه غوا ده، دین دا وخت کې
ځان په ګټه يي لوشي ماښام، سهر
کوم خطر چې له ملا اوس دین ته رسي
نه رسیږي له ګمراه، نه له کافر
ملا، ذهن کې د خلکو دین بدنام کړ
دین دوزخ شو، جهنم شو، دین سقر
هغه دین چې نوم د سولې، ارامۍ وو
د ملا په لاس فتنه شوه، دین ټکر
دین یو بېلګه د تورتم او د تیارې شوه
هغه دین چې پخپل وخت وو منور
عدالت، انصاف له دین نه کډه وکړه
هغه څه چې وو د دین ماهیت جوهر
نن د پوهې سره ښکېل دی دین په جنګ کې
دین سنګر شو هم جګړه کې د هنر
دین شمشیر د داموکلس غوندې راځوړ شو
د ملا د مخالف سړي پر سر
د ملا عقیده چیري ده له دینه
چې د ږیرې منځ کې بم وړي تر ممبر
«دین يي دام دی د دنیا په لار کې ایښي»(۱)
پرې رااړوي وحشیان د لروبر
د ژوند هيلې له هغې ورځې برباد دي
چې ملا کړ ځان وارث د پیغمبر
يادونه:
(۱ ) د رحمان بابا دې بیت ته اشاره ده:
دین يي دام دی د دنیا په لار کې ایښی
پرې رااړوي وحشیان د مخلوقات
د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر ۲۸ مه
مرادزی

ګیلهبشپړ شعر ولولئ

ګیله

سرلوڅ مرادزی

څه ګیله به له پردیو څخه وکړو
چې خپل منځ کې یو له بله سره وران یوو
ویجاړي ده که وراني ده له خپل لاس ده
بېهوده له نورو خلکو په خپګان یوو
تېروتنه زموږ خپله ده دوستۍ کې
موږ د نورو په دوستۍ هسې پښیمان یوو
که موږ خپله ګنا اچوو پر نورو
په تقسیم د ګناهونو کې ناځوان یوو
هر څوک خپل بارونه، خپله پر اوږو وړي
ځانته موږ یوو چې د بار په وړو ناتوان یوو
هغه ولس یوو چې دوه تن په یو لار نه ځو
پاشل شوی لکه کاڼي د بیابان یوو
نه په مشر پسې ځو، نه مشر پالو
جلا شوی له خپل ډلې له کاروان یوو
په مذهب کې بې له پوهې مذهبي یوو
د ژوند پوهه کې تر ټولو نه نادان یوو
د مذهب دعوه په دروغو په ریا کړو
خرڅلاو ته يي ولاړ په هر دوکان یوو
د کفارو د خیرات په تمه ژوند کړو
چې خیرات نه وي په هغه سات اریان یوو
پنځه وخت لمونځ کې، لعنت په کفر وایو
د لعنت وړ همدا موږ مسلمانان یوو
د خوښۍ ژوند به ونه ګورو په سترګو
چې تر څو د وراسته فکر پیروان یوو
خپل عزت، غیرت مو ومنډه په ګوډي
لنګ وهلي پنجابي پسې روان یوو
د کابل مېوې مو هېرې کړې په دالو
تر کابله د پنجاب ډېر ثناخوان یوو
د غلام در کې حاضر شو غلامۍ ته
اوس په کومو سترګو وایو چې افغان یوو
له پردیو د انصاف تمه عبث ده
چې پخپله خوښ په چور او په تالان یوو
د ۲۰۲۱ کال د ډيسمبر ۲۵ مه

ساده افغانبشپړ شعر ولولئ

ساده افغان

سرلوڅ مرادزی

داسې خندني شوم چې هرچا راپورې وخندل
نه تنها یو ملک، بلکې دنیا راپورې وخندل
نه تش اروپا او امریکا کې مسخره شومه
دښتې د صحرا د افریقا راپورې وخندل
ولې ماشومان مې په کوڅو کې په غرګو، کاڼو
نن د هر کوڅې ملنګ، ګدا راپورې وخندل
پاتې رانه کلی شو په غرو په درو واوښتم
لار کې سورلنډو په انګولا راپورې وخندل
تېر له ګړنګو شوم، خو کشتۍ مې بحر ډوبه کړه
هلته هم کبانو د دریا راپورې وخندل
نن چې مې څه حال دی د ماضي مې رانه پوښته
ژوند د تېر ماضي مې تر سبا راپورې وخندل
ما له خپل تاریخه نه څه زده کړل، نه پرې پوه شومه
ماتو کې تاریخ مې په بیا بیا راپورې وخندل
ړنګې مې ټوپې(۱ ) کړې، د بامیان بوتان مې وسیځل
دا ډول هنر ته کنیشکا راپورې وخندل
ما چې خپل کلتور د عربانو په کلتور ورکړ
شرق کې برهما او هم بودا راپورې وخندل
هیڅ یوه عرب د خپل جادو په مانا پوه نکړم
زیات له یهودانو نصوارا راپورې وخندل
دا دنیا مې جارکړله تر بلې، د ملا په خوله
پای کې هم ملا د زلیخا (۲ ) راپورې وخندل
عرش ته د جنت په تمه ستړی په توبو شومه
عرش کې ملایکو په ها ها راپورې وخندل
ما چې په انینه کې خپل تصویر ته په ځير وکتل
سترګو کې مې اوښکو او ژړا راپورې وخندل
خپله په ګریوان کې اوس تر ځان پورې خجل یمه
ځان مې د خپل ځان پسې ریښتیا راپورې وخندل
یادونه:
(۱ ) ټوپه (جمع يي ټوپې) او معبدونه د بودیزم لمونځغالي دي چې اوس په لرغونتوکو کې شمېرل کیږي. د کوشانیانو د لړۍ نامنو پاچا، کنیشکا چې ژمنۍ پلازمینه يي پېښور او د دوبي هغه يي باګرام وو، په پخواني افغانستان او سیمه کې د بودیزم پراختیا او پالنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده.
(۲ ) د یوسف او زلیخا په نوم یو منظوم کتاب ته اشاره ده چې ویل کیږي فردوسي به لیکلې وي. دا کتاب او د سعدي بوستان وګلستان او حتي ځیني نور د فارسي ژبې شعري کتابونه او رسالې به پخوا ملایانو د دیني علومو په نصاب (curriculum ) کې شاملې ګڼلې.
د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر ۶ مه
سرلوڅ مرادزی

ننګرهارهبشپړ شعر ولولئ

ننګرهاره

سرلوڅ مرادزی

ستا له غمه مې خوب نشته تر سهاره
په داعش مې پيرزو نه يي ننګرهاره
هیڅ یو زړه به بې پرهاره پیدا نکړي
زړونه واړه پرهاري ستا له پرهاره
د هېواد د هرې سیمې ښکلا خپل ځای
په ختیځ کې د وطن د ګلو هاره
هر یو بڼ او هر چمن دی تازه اوسه
بلبلان دې خاموش مه شه له چغاره
طبیعت يي لکه ناوې جوړه کړې
رقیبان دې په حسرت دي له سینګاره
په هر ژمي د افغان د میلو ځای يي
د افغان د پیوستون لویه هینداره
هیڅ افغان دې د خزان تصور نه کړي
هر افغان په زړه کې ثبت همیش بهاره
د عزت شمله دې هسکه، دنګه اوسه
کم را نشي د پنجاب د سترګو خاره
لوی دښمن دی جلالکوټ په جنګ کې مات کړ
ګوډاګیان يي در ته کم دي، تر نسواره
د امان او پاچاخان روح دې په تن کې(۱ )
پر غلیم دې لاس وربر دی سم له واره
دښمنان دې یوځل بیا شرمنده غواړم
په پنجاب او په لاهور کې معلومداره
کاشکې بیا مې د لېدلو نصیب وشي
د نارنج میلې ته یم سترګې په لاره
ما په تا کې خپل تحصیل، خړپوسې کړې
زما مینې، زما عشق زما نګاره
یو شېبه دې هېرول راته ګنا ده
بې له تا یم په جنت کې ناقراره
یادونه:
(۱ ) د بشپړ افغانستان دوه ملګرې او میړني شخصیتونه: غازي امان الله خان او فخر افغان پاچاخان ته اشاره ده چې د دواړو مقبرې په جلال اباد ښار کې واقع دي.
د ۲۰۲۱ کال د ډيسمبر ۲ مه
سرلوڅ مرادزی

د سکوت توطیهبشپړ شعر ولولئ

د سکوت توطیه

سرلوڅ مرادزی

د افغان په بده ورځ ټول جهان چوپ دی
لاندې ځمکه، پاس فضا او اسمان چوپ دی
نړۍ چوپه ده هیڅ سوڼ اوریدی نه شي
چې په نوم سره یادیږي انسان چوپ دی
هغه عرش چې يي د عدل افسانې دي
نن د عدل او انصاف له بیان چوپ دی
د موسی د افتونو قصې دروغ شي(۱)
په فرعون د زمانې چې توپان چوپ دی
د یهودو کنیسا د سکوت ښکار شوه
د عیسی هم کلیسا، واټیکان چوپ دی
عجمیانو خو بایللی، دین جوارۍ کې
په مکه او مدینه کې وجدان چوپ دی
د لوېدیځ سره شریک ښکاري توطیه کې
د ملګرو ملتو چې سازمان چوپ دی
د بشر حقوق دعوه چې چا لرله
نن هغه څمڅه کې پټ وپنهان چوپ دی
چې دوکه کې تر ځان وړاندې، ملا ویني
د ملا مخکې نن ځکه شیطان چوپ دی
برخلیک ته د ملت په دې حیران یم
چې د څو غلو په دستور او فرمان چوپ دی
ویاړ پر هغه لیونو چې سکوت مات کړي
د زیاترو خو له ډاره فغان چوپ دی
میخانه کې د پیالو په کړنګار مست یم
نور عالم خو د جنت په ارمان چوپ دی
یادونه:
(۱ ) دلته د موسی هغه لس بلاګانو(افتونه) ته اشاره ده، چې نوموړي د یهوه(د یهودو خدای) په لارښوونه د مصر د تېرمهال د فرعون په وړاندې د معجزې پتوګه کارولي. د تورات په حواله موسی غوښتل چې په مصر کې مېشت اسراییل بیرته خپل وطن کنعان ته ستانه شي، خو فرعون يي بویه مخه نېوله. هغه لس افتونه په لاندې ډول دي:
اوبه په وینو بدلېدل، د چینګښو افت، د ماشو افت، د مچانو افت، د ژویو مړینه، د دانو افت، د ږلۍ افت، د ملخانو افت، د تورتم افت، د اولباري ماشومانو مړینه
تورات، د کډوالۍ څپرکی ۸۶ څخه تر ۹۲ مخونو پورې.
د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی

دوکهبشپړ شعر ولولئ

دوکه

سرلوڅ مرادزی

د هدف په لوري هر وخت چې قدم ږدم
د اغزیو پر پولۍ پلونه پیهم ږدم
بیا مې لاره په ګړنګ او په توپان شوه
لاخطر شته قدمونه که محکم ږدم
ما ګڼله چې مې بخت له سره ویښ شو
پخپل مات تندي پټۍ به د مرهم ږدم
ماوی خپله د تقدیر ویش کې ویشګر شوم
پخپل لاس به مې د خپل تقدیر رقم ږدم
ما همیش د دوستۍ لار داسې ګڼله
چې دوستۍ کې به له دوست سره پل سم ږدم
زما ژوند د حقیقت له ورخ خړوب دی
د ریښتیا په پار مې ګوتې په قسم ږدم
په دوستۍ کې د دوکې په چل پوه نه وم
په همدې خبره نوکه د قلم ږدم
د ۲۰۲۱ کال د نومبر لومړۍ
سرلوڅ مرادزی

محشربشپړ شعر ولولئ

محشر

سرلوڅ مرادزی

د کندهار نننۍ غمیزه په کلکه ټکو غندم. د مجاهد، طالب، القاعده، داعش او د ملا له خیټې د نورو زیږېدلو تروریستانو په وړاندې خپله ژوره کرکه، په لاندې شعروزمه لیکنه کې څرګندوم:
محشر
نه دېره وي نه حجره وي
نه بنډار وي، نه جرګه وي
نه نوښار کې غلغله وي(۱)
نه بهسودو پله میله وي
نه چکر د ګلغونډۍ وي
نه میمله وي نه امله وي(۲)
نه ترخې اوبه رسیږي
نه محفل وي د ملګرو
ټول پپړې شونډې ناست وي
چا کې میل نه وي د غورو
نه په زړونو کې خوښي وي
نه مزه وي د خبرو
نه موزیک وي نه غزل وي
پابندي وي په سندرو
سندرغاړي وي په تېښته
بل وطن ته وي په تللو
نه ودونو کې نڅا وي
نه مستي وي، نه خندا وي
نه په سرو لاسو د نجونو
نه چمبه وي نه دریا وي
نه غورځۍ په غبرګو څڼې
نه د ژڼو وي اتڼې
نه د فکر ازادي وي
عقیده کې پابندي وي
په زندان کې بندي نه وې
خو په خپل کور کې بندي وې
دا به هم ګنې څه ژوند وي
د دې ژوند به هم څه خوند وي؟
موږ دا خواست کوو ملا نه
جنازه مو په ژوند واخله
یوو په داسې ژوند پښيمانه
+++
چې سرک او په کوڅو کې
ملا ناست لښته په لاس وي
څه په وخت او څه بېوخته
د اودس، لمانځه بازخواست وي
ښځې کور کې کلابند وي
په نجونو ښوونځي بند وي
یو تفتیش د عقیدو وي
ګوزارونه د سوټو وي
هم په نرو، هم په ښځو
یو محشر جوړ په کوڅو وي
مور له لور وي لادرکه
پلار او زوی پته وي ورکه
پلار ته نه وي چانس په کار کې
خپل اولاد پلوري بازار کې
یو ماتم ګډ وي په کلي
خلک ټول وي ترېدلي
په جومات ک مو وژل وي
له جومات بیرون وهل وي
بیا درخواست کوو ملا نه
جنازه مو په ژوند واخله
موږ ته مرګ کانده اسانه
+++
رسېدلې پلنې ږیرې
چارتراشه پېړ بریتونه
سر ویښتان راځولۍ شوي
پکې سپږې کړي ټوپونه
نه جامې په میاشت وینځلې
نه وینځلي چا ځانونه
لکه یږه بوی ترې خېژي
تش په نوم وي اودوسونه
موږ په کوم قرن کې اوسو
ملا څه کوي فکرونه؟
دا پېړۍ څه اوومه نه ده (۳)
دا پېړۍ ده یوویشتمه
دا هېواد هم عرب نه دی
تا به لوستې تاریخونه؟
هلته ستا جنت د ستا شه
زموږ خپل شته جنتونه
زموږ خپل وطن جنت دی
هغه نور دې دوزخونه
ستا له حورو نه توبه شه
زموږ حورې خپلې نجونه
ستا غلمان مو پکار نه دي
دلته نه شته دا دودونه
هر سړی ځي خپل لحد ته
هر چا بېل بېل دې قبرونه
څوک د بل چا مسوول نه دی
هر څوک وړي د ځان بارونه
نه ثواب د چا شریک دی
نه شریک دي عذابونه
ګوزاره شوه ډېره ګرانه
بیا درخواست کوو ملا نه
موږه ژوند غواړو اسانه
یادونه:
(۱ ) د کابل شهرنو کې د غلغلي هوټل
(۲ ) میمله د ننګرهار په خوږیاڼيو ولسولۍ کې د میلو یومشهور باغ دی او امله هم د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ کې یو تاریخي باغ دی
(۳) میلادي اوومه پېړۍ
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

جفابشپړ شعر ولولئ

جفا

سرلوڅ مرادزی

ما ترینه بڼو باندې د پښو خځله واخیسته
یار زما له مینې نه معني بدله واخیسته
ما ته يي کتل په یو کال کې میسر نه وو
خوله ترینه چړوس په یو شېبه څو ځله واخیسته
لارې او ملګرو انتخاب کې بیا بیا تېروته
غلو ترینه په لاره غاړکۍ په ډله واخیسته
نور يي د خوږې ژبې د وصف مجلسونه کړي
ما يي هر سهار او هر ماښام کنځله واخیسته
نه ځاییږي غرو کې، له درو څخه په تېښته دي
چا چې د مظلوم له خولې ډوډۍ، ټیکله واخیسته
نه پریږدي فلک چا ته د کبرو د غرور حالت
وخت ترینه د ولس د اسویلو بدله واخیسته
بیا به د تاریخ په کنډو، لمر غوندې سر پورته کړو
ما چې د حلاتو یو ځل بیا پرتله واخیسته
پرې مې ښوده کلی، نور په دې کلي کې نه اوسم
ما د عرش انګړ کې ابدي کوډله واخیسته
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی