د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

د ملا جهلبشپړ شعر ولولئ

د ملا جهل

سرلوڅ مرادزی

نن مې د ملا په حماقت باندې بیا وژړل
ما سره په ګډه هر انسان د دنیا وژړل
نن يي د تنویر ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل
نجونو د ښوونځي په وره کې، ښه په ژړا وژړل
نه یوازې ښځې، نر، ماشوم ټول په ژړا وو نن
ونې، بوټي، غر د وطن دښتې بیدیا وژړل
هغه جهالت چې نن ملا پرې افتخار وکړ
داسې جهالت باندې عرب د صحرا وژړل
واک یو غنیمت ښکاري ملا ته په خپل جهل کې
دا رنګه تعبیر ته د واک ځکه هرچا وژړل
نه لري افغان ځای نه په واک نه په ټولنه کې
ټولو نن په واک کې د ملا په وړتیا وژړل
ځای به يي زندان یا جهنم وي د دنیا پر مخ
چا چې د ملا مخکې ملا په خرتیا وژړل
هغه د خره ځیل چې نن يي وړاندې نندارې کړ
نورو ملایانو هم زموږ پر ملا وژړل
خپله دا دنیا خوړي، خو بیا نورو ته عقبی غواړي
ما دې مسخرو ته د ملا په رښتیا وژړل
ولسه! سره راټول شۍ دا ملا له واکه لیرې کړۍ!
وي شړۍ جومات ته، د قدرت ګدۍ يي څیرې کړۍ!
د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی

سپرلیبشپړ شعر ولولئ

سپرلی

سرلوڅ مرادزی

د سپرلي ګلان، بلبل ته مبارک
د سپرلي راتګ هم ګل ته مبارک
که سپرلی دی خو په ګل، بلبل سپرلی دی
ګل، بلبل سپرلی یو بل ته مبارک
په چمن کې د ګلاب او هم په دښته
د لاله ګل، ټوکېدل ته مبارک
که بلبل د ګل په جور وهي ساندې
د بورا پر ګل نڅل ته مبارک
چې د ژمي له اوږده خوب يي راویښ کړل
دښتې غرونو او ځنګل ته مبارک
ګل د ژڼو په شملو کې مبارک شه
هم د نجونو و اوربل ته مبارک
د سپرلي له توښې ټول دې وي نیکمرغه
هم و روغو هم ژوبل ته مبارک
بهرمیشته هر افغانان ته دې تبریک وي
پېښور او هم کابل ته مبارک
د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی

جنتي کامهبشپړ شعر ولولئ

جنتي کامه

سرلوڅ مرادزی

جنتي کامه مې تل په زړه وریږي
تش په یاد يي زما تن کې سا چلیږي
وایم خاوره يي رانجه کړمه د سترګو
کاشکې هره ورځ يي ووینم په غبرګو
کامه ځای زما د زیږد، د وړوکتوب دی
د خپوړو، د تعلیم او سړیتوب دی
هلته کلی، هلته ولس هلته مې کور دی
هم دېره او هم حجره، هلته مې ګور دی
طبیعت کامې ته ټول ښایست بخښلی
لکه ناوې په ګاڼو يي پسوللې
که يي اوړی په ګرمۍ کې لږ دلګیر دی
منی، ژمی پسرلی يي بېنظیر دی
په کامه درې خوا ته سیند یوخواته غر دی
چاپیریال يي جوړ یونان ته برابر دی
طبیعت که غر اوسیند چا ته بخښلې
دا نعمت يي په ډېر لږو پیرزو کړی
په کامه شته ډېره زیاته د کر ځمکه
غره کې پاس هم لري یوڅه، د څړ ځمکه
عربان که د زم زم اوبو ستایوال دي
تر زم زم خوږې اوبه د کاموال دي
وايي، جنت کې لوی باغونه د مېوو شته
خو کامه کې د میوو، هم د سبو شته
که ملا د جنت دنګې ونې ستايی
یا تر څنګ يي د اوبو نهرونه ښايي
په کامه کې دنګې ونې په دېرو شته
هیڅ کمی نه د بیالو، نه د نهرو شته
که په هند کې د ګنګا، جمنا سنګم شته
په کامه د کابلي، کونړي هم شته
دا دوه سینده په کامې کې یوځای کیږي
د ګنګا، جمنا ثاني سنګم جوړیږي
پردیسۍ په زولنو له پښو تړلی
کډوالۍ یمه له ژوند څخه ایستلی
په پردي وطن استوګنه مجبوریت دی
خپل وطن سړي ته هر وختې جنت دی
کامه ځمکې پر سر، ځمکه د جنت ده
تر جنت څخه لا زیاته د صفت ده
یو صفت يي له زرګونو صفتو دی
کامه ځای په هر موسم کې د میلو دی
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۶مه
سرلوڅ مرادزی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سرلوڅ مرادزی

ور تړلی ساقي تللی،
میخانه ویجاړه ښکاري
ګلان مړاوي، مالیار نشته
ګلخانه ویجاړه ښکاري
خلک ټول بت پرستان دی،
هر څوک خپل بت ته سجده کړي
چې د یار بت پکې نشته،
بتخانه ویجاړه ښکاري
نن بازار د هر څه تود دی،
که څه پېرې یا څه پلوري
مینه هم پکې خرڅېږي،
یارانه ویجاړه ښکاري
پخوا یو ښامار پرې پروت وو،
چې خوندي به خزانه وه
اوس په شمېر، ښاماران زیات شول
خزانه ویجاړه ښکاري
وعده لاړه، ژمنه نشته
څه ټګي او دوه مخي شوه
که د چا بهانې ته ګوري،
بهانه ویجاړه ښکاري
ما په لټه کې د مینې،
په ژوند توی کړې د زړه وینې
نن یو داسې وخت ته راغلم،
زمانه ویجاړه ښکاري
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی

ویسابشپړ شعر ولولئ

ویسا

سرلوڅ مرادزی

راځه تېرشه د هوس د خیالي برمه
په ژوند ونکړي له هیچا څخه تمه
اتکا دې پخپل مټ او بازو وکړه
د بل مرسته به دې پرېباسي له دمه
که یوه خځله مرسته له بل مومې
تر احسان لاندې به ملا کړې خپله خمه
پردی کټ د نیمو شپو وي، دا متل دی
لاس دې وینځه له پردي فضل و کرمه
که لوېدیځ دلته په لاپو باټو راغی
برخلیک مو شو بدتر تر جهنمه
د عربو د فرهنګ په بربریت کې
ژوند مو تریخ شو په وارونو تر ذ قمه
پردي دین، پردي ایین کې ارام نشته
برهما څخه نېولې تر ادمه
د هغه دود او سنت ښېګڼه څه ده؟
په پېړیو چې دې ژوند وي پرې برهمه
انسانیت په لار کې کله به قدم ږدې
د څارویو په کتار کې بنیادمه
د تقدیر او بخت زندان کې بنديوانه
له تدبیره تېښته ولې کړې پیهمه؟
د نیکونو په کړچار نازونه پریږده
پخپل ځان له ویسا ولې يي بېغمه!
بله هیڅ اندیښنه نه لرم په ژوند کې
اندیښنه که څه لرم د ستا له غمه
چې پخپل زړه، خپله خوښه مې منلې
ستا د مینې په تور خوښ یمه صنمه
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

وهمناکه شپه!بشپړ شعر ولولئ

وهمناکه شپه!

سرلوڅ مرادزی

موږ تړلي په سبا ول امیدونه
شپه اوږده شوه لیرې ښکاري سهرونه
د لمر څرک د غره په څنډه لیدی نه شي
لا پر غرو خپاره د شپې تور وزرونه
د شپې دروند وهم پر ټول ولس غوړېدلی
له دې وهمه د ولس تللي دي خوبونه
شپې خپسې هم له ستوني ولس نېولی
پاڅېدی نشي که څو وهي زورونه
موږ سپوږمۍ په هیله شپه کې سفر پیل کړ
پر موږ ګل شول هم د ستورو څراغونه
شپه تیاره ده، لار اوږده له خطر ډکه
شا ته پاڼ، مخ ته کږلیچ او ګړنګونه
لار کې هم د ځناورو ډلې ګرځي
د لېوانو هره خوا ګوري بریدونه
تصور کې دې شیشکې مخ ته راشي
برنډې سترګي، تریو تندي، ببر سرونه
د اسمان بلاوي ځمکې ته کوز شوي
پاس اسمان کې يي شکولې ځنځیرونه
د دېوانو قصې بیا په خولو جاري دي
مخ کې ګورې د پیریانو قطارونه
وطن جوړه د ژوندیو هدیره شوه
په ژوندوني له ولس وتي دي روحونه
خوني باد هره دره، کوڅه کې لګي
بیا غوڅ شوي دي د ولس مخکښ سرونه
حیرانتیا ده چې موږ شا ته چیري لاړو
بیا له سر شول، منځنۍ پېړۍ وختونه
داسې شپه په حافظه د هیچا نه وه
که څپرکی په څپرکی واړی تاریخونه
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۰ مه

حالات!بشپړ شعر ولولئ

حالات!

سرلوڅ مرادزی

وریځې پلنې شوې اسمان تپه تیاره شو
لمر په سپینه ورځ په لړو سره لاړ
اسمان پرېوته، د ځمکې لړمون وچاود
غر راونړید، ډبرو سره لاړ
خوړ له غرو په درو هسې راشېوه شو
هر ژوندی موجود، خځلو سره لاړ
باد د ځمکې مخ، شدت سره جاروکړ
دښته بوټو، غر ځنګلو سره لاړ
یو عرم(۱) توپان په بېړه سره خپور شو
باخبر له ناخبرو سره لاړ
مور او لور سره په سپین میدان کې ورک کړل
زوی له پلاره په خپړو سره لاړ
بل مسلم چې په اسلام کې پاتې نه شو
پاتې یو هم له کافرو سره لاړ
نه د بخت نه د تدبیر چارې څه وکړل
وخت د دواړو په بایللو سره لاړ
د دوستانو ټولګی منځ کې نیمايي شو
یو نیم بل ته په کنځلو سره لاړ
د هغه افغان په برخه غمجن ځکه
چې زمرو پرځای، ګېدړو سره لاړ
که لوېدیځ دلته په لاپو غورو راغی
شرمنده بیرته بې غورو سره لاړ
ملامته که پردي پېښه کې ښکاري
افغان هم د ځناور سره لاړ
پیر روښان که ورته هر څو د ننګ ووی۲۱)
درویزه اخوند، مغلو سره لاړ
افغانان به هیڅوخت هغه څوک معاف نه کړي
چې پنجاب د یرغلګرو سره لاړ
یادونه:
(۱ ) عرم یعنې لوی توپان
(۲ ) بایزید چې له افغانستان سربېره په ټوله سیمه کې د پیر روښان په نوم یادیږي، د افغانانو یو نومیالي مشر تېرشوی. د ده د ملي زعامت سره چې غوښتل يي د افغانانو یو مرکزي واکمني جوړه کړي، د هند د مغلو سخته ورانه وه. مغلو د پیر روښان د زعامت په وړاندې، د ملا په جامه کې لومړی سیدعلي ترمذي چې وروسته د پیر بابا او بنیر غوث په نوم مشهور شو او د هغه شاګرد اخوند درویزه، راپورته کړل.
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی

کابل و پېښوربشپړ شعر ولولئ

کابل و پېښور

سرلوڅ مرادزی

یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر
نه بېلیږي له کابله پېښور
په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي
د افغان د وصل لاره ده خیبر
د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي
یوځای وینم افغانان د لروبر
افغانان دې بر مکتب د امان پالۍ
کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر
تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي
په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر
توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري
مخنېوی کولای نه شي د سحر
یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي
پرېکوي به کفاره د کړي شر
هیڅ نمرود به په امان کې پاتې نه شي
د تاریخ دا فیصله ده مقدر
خپله هم به د ترهګرو قرباني شي
چې روزي په کور جوپې جوپې ترهګر
چا چې موږ ته زموږ ملک راکنډواله کړ
لیری نه ده چې خپل ملک يي شي کنډر
د احمد دور به بیا په سیمه راشي
ماتوي د پنجابي به تور لښکر
که دا ځل د افغان وار په پنجاب راشي
چقوي به په ډبرو د مار سر
زه دا خوب ډېر په نږدې اینده کې وینم
هیله من یم چې ریښتیا شي سراسر
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی

قضاوتبشپړ شعر ولولئ

قضاوت

سرلوڅ مرادزی

نیمه شپه کې مې بېګا لېدلی خواب دی
د ملا او د شیطان سوال و ځواب دی
ملا وايي چې شیطان خلک بېلار کړل
ځکه وړ په جهنم کې د عذاب دی
له امت مسلمه چې هر فساد شي
پکې پټ لاس د شیطان خانه خراب دی
مسلمان چې نن له یو بل سره وژني
دې کې هم نقش د شیطان لکه قصاب دی
له شیطانه د ښېګڼې تمه مه کړۍ
شیطان هر چیري منبع د اضطراب دی
ملا وایی که زه څونه شیطان غندم
له دې زیات وړ د غندنې د عتاب دی
شیطان چوپ، خو غوږنیولی انتظار کې
د دریمګړي قضاوت ته په دې باب دی
زه، ملا او شیطان خپل منځ کې قاضي کړم
په ریښتیا چې قضاوت یو ګران حساب دی
ما ملا ته وی لاسوند د ادعا راوړه
بې لاسوند چې څوک ادعا کوي کذاب دی
یو لاسوند چې د شیطان حضور پکې وي
نه داستان، چې تش کاپي له کوم کتاب دی
په دې اړه، کوم ریښتینی لاسوند نشته
شیطان نوم هسې، ملا د مخ حجاب دی
د خپل عیب د پټولو په داستان کې
یو لاسپاک دی، وسیله ده یو اسباب دی
که بدي، که شرارت، که خرافات دي
ملا ایښی پخپل لاس د دې تهداب دی
زه چې ویښ شومه له خوبه، داسې پوه شوم
چې شیطان هسې موجود لکه سراب دی
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی

د تقدیر بندیانبشپړ شعر ولولئ

د تقدیر بندیان

سرلوڅ مرادزی

سرچینه د بخت لټوو په اسمانو کې
هلته هم د پریښتو په کتولو کې (۱)
یا د عرش هره کوټه کې پسې ګرځو
لالهند او سرګردان يي یوو مېندو کې
یا جومات کې د ملا تعویذ ته ناست یوو
یا غورځيږو د زیارت د ملنګ پښو کې
یا د پیر او د اخوند دربار ته درومو
د خپل بخت د ویښولو په ارزو کې
په ټول عمر کې د بخت په راز پوه نه شو
پوهېدلو سوال مو ونه کړو مغزو کې
د تقدیر او بخت طلسم کې سخت ګیر یوو
ژوند مو تېرشو د تقدیر په افسانو کې
هغه ټکه چې له خپله لاسه رسي
موږ يي شمېرو د تقدیر په فیصلوکې
په تدبیر چې د تقدیر له بند خلاص نه شو
د تقدیر بندیان به پاتې یوو کلو کې
یادونه:
(۱ ) دلته کتولی د نجونو د دستکول په معنی دی.
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی