د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فياض “شاداب”

د فياض "شاداب" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فياض "شاداب"



ما سره دې هغه کسان شپې کوي
څوک چې د خورو زلفو قيصې کوي

نۀ ځمه قدم به بهر نۀ کړمه
ما سره سودا د لوپټې کوي

ګل دې راله راکړو د ياداشت په
خيال
خلک لېوني وي چې وعدې کوي

ياد هم زړۀ نه اوځي چې بنده
نۀ وي
خپلې موجودګۍ له وظيفې کوي

چاته په ارمان به خدايه ناستې
وي
چا سره به مينه پرښتې کوي

حورې د غِلمانو سره ښې لګي
ستا بنده دې هسې تماشې کوي

زړۀ يې غواړي ځکه راته جوخته
ده
ښکلي خو له هر چا فاصلې کوي

زۀ يې انتخاب يم ګنې کلي کې
هر هلک زما پشان جامې کوي

سپين جوړه لاسونه د امېل په
شان
غاړې ته چې راشي نو نخرې کوي

څوک چې په پيرۍ کې شراب بد
ګڼي
هسې سپکاوى به د توبې کوي

ځوانه ده د ځوان احساس له
خوبه هم
ځکه خو "شادابه" شوګيرې کوي