د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ابرار غر

د ابرار غر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ابرار غر

اوس به مو خوند څه وی د دومره خفګانونو نه پس
جواب یی دا راکړو ، د ډیرو مینتونو نه پس
 
که ستا ښائست هاغسې نه د ے خو ځه هاغسې یم
او ته نن بیا را مخامخ شوی د عمرونو نه پس
 
په ژوندون حق او د ژوندون په خوشحالو کښ برخه؟
زمونږ هم شته خو د یو څو خانادانونو نه پس
 
دروغ به نه وی زه منم، خو زړه مې چرته منی
بی وفایی ! او بیا د دومره قسمونو نه پس
 
مونږه پرې یو نظر کښ یو لمحه کښ کړے یقین
هغه شکمن دې د بی شماره ازمښتونو نه پس
 
اوس هم زما او ستا صلاح هغه زړه صلاح ده
د سر به اورو مونږه دواړه خو د زړونو نه پس
 
چې ستا نه لاړم نو بیا چرته هم مقیم نه شومه
په هر یو در پریوتم ستا د قدمونو نه پس
 
ستا جدایی کی څه محدوده شوه د ژوند پیرایه
اه د سوچونو نه ، سوچونه د اهونو نه پس
 
بس دومره اوشوه (غر ) ته تا وایی د تاسو په ځای
او دا هم اوشوه د بلها ملاقاتونو نه پس
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ابرار غر

ناست یم ګنه مــــې انتظار بدله کړې ده
هغه لاره څارمه چـــــې یار بدله کړې ده
یا خو پرون تۀ نۀ وې نو ځکه دومره ښکلي وه
یا خو نن سپوګمۍ پروردګار بدله کړې ده
ستا ده خولې خبره او بیا دومره لۀ خوږو ډکه
دا چرته پۀ لاره کښې ریبار بدله کړې ده
مونږ یو چې ساتو ده نظرئې پۀ تقدوس ایقین
خلقو وخت پۀ وخت لکه پېزار بدله کړې ده
غر ته دا کیسه چې بې لۀ غره دې جوند څنګه وۀ
تا بدله کــــــــــړې ستا رازدار بدله کړې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ابرار غر

رنګ دروغ، خوشبوُ دروغ، رڼا دروغ
ښکاري راتـه هر څۀ نن سبا دروغ
مونږ د چراغونو د ښار خلک یو
مونږه ته معلوم دي د هوا دروغ
نۀ پســـې خفـــه يمه نـــۀ ژاړمه
وايــــمه دنيا تــــه د دنـــيا دروغ
ښکلے يمه، خوږ يمه، ستا خوښ يمه
یو دروغ، نو بيا دروغ، نو بیا دروغ
کلے تاته حال نۀ وائي دا رښتیا
کلے پــه ما نۀ پوهېږي دا دروغ
غره! شپه اوږده ده قصه لنډه ده
ځان ته بیا شروع کړه څۀ رښتیا دَروغ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ابرار غر

يا په دار يا د سنګسار په ځاے ولاړ يم
زه مدام له ده ناتار په ځاے ولاړ يم
لکه وخت د ملاقات په منډه لاړي
لکه وخت د انتظار په ځاے ولاړ يم
هميشه د ځانه ګير چاپيره چورلم
هميشه لکه پرکار په ځاے ولاړ يم
ائيني ته دروغو څۀ حاجت دے
خو کيديشي زه د يار پۀ ځاے ولاړ يم
غرۀ هر څوک زما ځاے اغستل غواړي
دا خو زۀ جوړي د کار پۀ ځاے ولاړ يم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ابرار غر

بيــــــــــــوسئ تهٔ به ما بيمار کړي او بيمار هم‌ داسې
چې به‌ په ځائې پريږدمه يار هم داسې کار هم داسې
يو دا مــــــــــــوسم هم د باران دے زخم زر نهٔ ورځي
بل مې خــــــــــؤړلې دے په زړهٔ باندې ګزار هم داسې
توبه توبه بيګانے خـــــــــــــــــــــوند د وړمبني انتظار
ويم چې دا نور عُمـــــــر کړم تير په انتظار هم داسې
چې ئې په ســــر باندې څهٔ کار نشته اولس هم داسې
چې ئې په ســـر باندې خپل کار کوي سرکار هم داسې
زړهٔ دې ترې صــــــــــــــبر کړو نو صبر شو بلا ورپسې
داسې بي لوظــــــــــــــــه سره غره وه پکار هم‌ داسې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ابرار غر

چې چاپيره ترې زنځـــــــير او نهٔ زندان شته
ستا په ښار کښې داسې هم يو بنديوان شته
بيا په خپله د خپل زخــــــــــم چاره ګر شوم
څهٔ موده خو منتظــــــر ووم چې ياران شته
لکه دوي چې هم زما سره په ضــــــــــــد وو
چې تهٔ راغـــــلې نهٔ سيلئ شته نهٔ باران شته
دلته اوس هم د جـــــنګ ورځ لمانځلې کيږي
دلته بيا هم د ســـــــــــــــــندرو قدردان شته
کهٔ ملنګ ئې غــــــــــــــره زرهٔ دې د باچا دے
په خــــــــــــــــــويونو دې اثر د خاندان شته