پښتو ادب · شاعران
کریم سلطاني
د کریم سلطاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کریم سلطاني
راوګرځه د نوې ژوند احساس راکړه قربان!
لوېدلی یم در پورته مې کړه لاس راکړه قربان!
ناهیلی د اشنا له دره راغلمه واپس:
ساقي یاره ښه نه یمه ګلاس راکړه قربان!
که شونډې راته نه راکوې مه یې را کوه؟
مچکه را خو ښه یې په اخلاص راکړه قربان!
خاونده دغه نور خلګ پخپل منځ کې تقسم کړه
دا یو نفر زما لپاره خاص راکړه قربان!
په خیال کې مې درونغاړه غزل مې کړه د مینې?
کریمه د لفظونو نه لباس راکړه قربان!
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کریم سلطاني
رنګ په شونډو ووهه او دواړې سترګې تورې کړه!
غېږه راکړه اور په رقیبانو باندې پورې کړه!
شپه له نیمایې واوښته پرېږده چې ویده شمه!
نور مې زلفې مه لوبوه یاره لاس دې دورې کړه!
راشه د سپرلي د ګلابونو جامې واغونده!
راشه دا خزان خزان شېبې راته سمسورې کړه!
غېږ کې مې در ټول کړه او په زړه پورې مې ونیسه!
څه کېږي زخمو کې مې دردونه لږ کمزورې کړه!
ما ورنه په لپو لپو لپو باندې وغواړه
شونډې دې کریمه! د سپېڅلي خدای په لورې کړه!