پښتو ادب · شاعران
محمد عليم بسمل
د محمد عليم بسمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد عليم بسمل
ماښام ماښام له دې کوڅې اوس هغه نه راووزي
ددغه کور له دروازې اوس هغه نه راووزي
يو پاک الله به پرې خبر وي ای زخمي زړګيه
له خندا ډکه خوله به چېرته ناسته وي زړګيه*
بس چې هرځای وي په هغې دې سلام ورسيږي
زما په ښکلې ګلبشرې دې سلام ورسیږي
ماته چې هرښکلي خندلي خدای داجر ورکړي
دې هم په مينه راکتلي خدای داجر ورکړي
په سخت بمبار کې به هم دا زما په ژړه ورېده
دبګرام تور جېل کې به هم زما په زړه ورېده
زه ګنهګار ومه دحورو دقيمت نه ومه
مجاهد وم خو په ارمان دشهادت نه ومه
*يو پاک الله به پرې خبر وي
له خندا ډکه خوله به چېرته ناسته وينه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد عليم بسمل
په تش خندا باندې مې ټول ژوند ګوزاره کړې ده
د خدای له ډاره مې له لرې يارانه کړې ده
نه مې کوم پير ته نذر وړی نه زيارت ته دسمال
په هر بېلتون کې مې په خدای باندې اسره کړې ده
مينه مو کړې خو په شونډو سرېدلي نه يو
صوفي تقوای کړې خو موږ بيا ګوزاره کړې ده
جوړ شوی نه دی او لا اوس هم پکې کار پاتې دی
د زړه جومات ته مې له هر ښکلي چنده کړې ده
چې د نن کار سباته پرې نه ږدې بسمله ګوره
همدا يې وخت دی که اشنا د خولې وعده کړې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد عليم بسمل
د سپي شنې سترګې خالي خالي لګېږي
او د غم له خوبه پټې پټې کېږي
د څښتن د کور کولپ شوي وره ته پروت دى
ماشومان نشته دي، چيغې يې يادېږي
دا کوڅې او خاموشي هم سوله غواړي
نور په دې وطن کې سپي هم سوله غواړي
ربه! سولې مو بلها غشي خوړلي
دغې ښکلې شاه ليلا غشي خوړلي
زموږ سوله د حمزه غونده شهيده
په سينه يې درې اويا غشي خوړلي
چا غوڅ کړى ترېنه زړه او چا يې سر دى
او د جنګ هيندې ژولى پرې ځيګر دى
نور نېږدې ده چې مارغان خبرې وکړي
او د وران افغانستان خبرې وکړي
لرې نه ده چې دوى ووايي جنګ بس دى
او د سولې د ارمان خبرې وکړي
اې بسمله ونو هم مرمۍ خوړلي
څانګې ماتې دي او ځالې رالوېدلي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد عليم بسمل
عشق ناروغي ده او د زړه مشکل دی
خبره دا ده چې ډېر ښه مشکل دی
غریبي ښه ده خو تربرونو کې نه
لیلا خوږه ده خو واده مشکل دی
قطمیر* جنت ته ځي، نه خر د عیسی
انسان کول ګورﺉ د خره مشکل دی
نه دی دوزخ خو چې جنت ته ګورې
ژوند د اعراف پر دېواله مشکل دی
بسمله یو ښکلی دې هم یار نه شو
هېڅ نه پوهېږم تا کې څه مشکل دی؟
*قطمیر د کهف داصحابانو د سپي نوم دی.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد عليم بسمل
بس چل مې وکړ زندګي مې وکړه
خپل ځان مې تیر ایست خوشحالي مې وکړه
هسې اخلاص هم دلته نه ؤ پکار
ته ماته ګوره عاشقي مې وکړه
وخت تیرول څومره مشکل هنرؤ
دخرو اوسپيوسلامي مې وکړه
ښکلی مې څنګ ته کیناست پورته شومه
سخته بې ځایه بزرګي مې وکړه
نه وه روا دغه مکروه زندګي
بسمله بس له مجبوري مې وکړه
مورنۍ ژبېبشپړ شعر ولولئ
مورنۍ ژبې
محمد عليم بسمل
دمورنۍ ژبې د ورزې په مناسبت
پښتو تابه نازوو چې کراري شي
تا ملا ته ودوو چې کراري شي
دغه ژوند مو دفاسدلمانځه په څېردی
دابه بيا راګرځوو چې کراري شي
امن نشته دې کفن دوکان هم بند دی
مرګه موږخپله درځووچې کراري شي
موږخپل زړونه امانت له ښکلو اخلو
بيايې بيرته ورکوو چې کراري شي
پيښې باد اوموږه څانګې يو بسمله
عبث دا فکر کووچې کراري شي