پښتو ادب · شاعران
عزیزمانیروال
د عزیزمانیروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزیزمانیروال
کاش که مې بیا هغه ماښام ولیدی
ستاپه وربل مې ځان بد نام ولیدی
د تُهمتونو مې جولۍ ډکه کړی
زما ګناه دې سر عام ولیدی
الله دې نه کړی ستا په حسن خزان
سپرلی مې ټول په تامدام ولیدی
جانانه ستا په پُښتنه کوڅه کښې
تاله واله مې ننګ و نام ولیدی
عزیزه بیا د یار په نیمه ادا
ستړی ژوندون مې پرې تمام ولیدی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزیزمانیروال
وئیلی نشمه په څه خوږیږی
کله نا کله مې دا زړه خوږیږی
هغه چې ووینمه نه خوږیږی
هغه چې نه وینمه ښه خوږیږی
دخپل شاعر زړګی به څه اووائیم
کله خوږیږی کله نه خوږیږی
توبه توبه د بېلتانه د ټسه
زلمی وجوړ مې په ساړه خوږیږی
وعده چې ماته شي پښتو ماتیږی
په دې قسم دی پښتانه خوږیږی
دغره د سره یو ټپه کوومه
کلی کښې زړه ښار کښې مازغه خوږیږی