پښتو ادب · شاعران
راشد خټک
د راشد خټک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
راشد خټک ژوند لیک
راشد خټک نومیږم- په ۱۹۷۴ کې د پښتونخوا ایالت کرک ولسوالۍ کې زیږدلی یم.
لومړۍ زده کړې مې د خپل کلی په ښونځی کې کړی بیا مې د اسلامیه کالج پیښور نه په انګلیسی ادب او حقوقو کې لیسانس کړی ورپسې مې د پیښور پوهنتون نه په ژورنالزم کې ماسټری کړی- د تیرو شلو کالو راسې د ژونالست په حیث کار کوم- اود تیر یولس کالو راسې د انګریزی ورځپاڼې «ډان» سره دنده لرم - د (افغان ادبی بهیر) بنسټ ایښودونکی غړو څخه یم- د شپون صیب د (سمڅی یاران) مې اردو ته ژباړلی دی چې د (یاران غار) په نوم چاپ دی- د میکسم ګورکی شل لنډې کیسې (ټیلزآف اټلی) مې د (غچ ) په نوم ژباړلی دی- د وکیل شنواری لنډې کیسې (پنځوس ملیونه) مې اردو ته د (پچاس ملین) په نوم او انګلیسی ته د (ففټی ملین ) په نوم ژباړلی دی - د وکیل د لنډو کیسو بل کتاب (رنځورې هیلې) مې اردو ته د (بانج) په نوم ژباړلی- دپالو کویلهو ناول (الکیمسټ) مې پښتو ته د (کیمیاګر) په نوم ژباړلی - د درمحمد مظلومیار خود نوشت (ستړی ژوند) مې انګلیسی ته د ( اې ټایرسم لایف) په نوم ژباړلی - د چارلس براون (پلین ټیلز آف افغان بارډر لینډ ) مې اردو ته (افغان قبایل کی سیدهی سادی داستانې) په نوم ژباړلی - د ډاکټر محبالله زغم څو لنډی کیسې (مور) ، (پلنګ) وغیره او د ناول (ځانمرګی) یوه برخه هم انګلیسی ته ژباړلی دی - دوه شعری ټولګې مې د (ډیوې) او (څوژونده مزل) په نوم چاپ دی - د لنډو کیسو ټولګه مې نه ده چاپ شوې خو په پښتو او انګیلسی کې لیکل شوې کیسې مې په مجلو او رسالوکې چاپ دی--(فکر کوم دا به ډیر وی نور اوس راته یادیږی هم نه )
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
لوړې او ژورې او پيچومى د غر لاره وه
څومره زړه چاودونکې د ژوندون د سفر لاره وه
لارې د لاهور او د ملتان په تارکول تورې وې
سره په وينو رنګ زمونږ د ګران پيښور لاره وه
ګرمې نه وې اوښکې چې تر سترګو رسيداى نه شوې
مخ ته ې د ژوبلو ارمانونو په سر لا ره وه
شپږ واړه حسونه مې په ګوتو کى ځا ى شوى وو
ﻻس دى زما ﻻس کى رپيدو د ګودر ﻻره وه
دوى ښه په ښکاره په توره شپه ايمان راوړى و
ما نه خو (خټکه) ورکه شوى د لمر ﻻره وه
٨م اکتوبر ٢٠١٣-- اسلام آباد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
دا زړه او د مستۍ دغه غورځنګ سبحان الله
په ورانه هدیره کې د ژوند رنګ سبحان الله
دا یو ثواب مو ډیر دی چې سهار لمانځه لپاره
ملا راپاڅوو د جام په کړنګ سبحان الله
په یو نظر باچا کړي د مودو مودو ملنګ
په بل نظر باچا کاندي ملنګ سبحان الله
دا جنج د شوخو شوخو ښاپیرو په لار تیریږي
که اورمه د چا دبنګړو شرنګ سبحان الله
خبرشوې ستا له مرګه ده وفا دلار شهیده
چې حورې شوې په خپلو کې په جنګ سبحان الله
زما دسر قاتل، زمونږ قاضي، دښار ساتونکی
ټول ناست وو په محفل کې څنګ په څنګ سبحان الله
دبل کلي دخان په ډاډ زمونږ دکلي چڼړي
اوس غواړي د خیرات په ځای قلنګ سبحان الله
خټکه په دروغو به يې څنګه باور نکړم
داشونډې، دا خبرې، دا آهنګ سبحان الله