پښتو ادب · شاعران
احسان الله جرس
د احسان الله جرس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
د اوښكو څپېړهبشپړ شعر ولولئ
د اوښكو څپېړه
احسان الله جرس
زما سوي زړه كي
د يوې ښكلي ماجبيني پېغلي
د وصل خيال نڅيږي
ورسره زه هم ناڅم
او په رښتيا سي را ښكاره له لري
او را نه حال وپوښتي
ورته خپل حال ووايم
ورته ګيلي وشيندم
او ورته دا ووايم
چي د جفا سپاهيان دي
هره شپه زما دغه نازك خيالونه
را ته د اوښكو په څپېړه باندي
راته كوټلي او تغمه، تغمه كړي
خير دى كه هر څومره مي ووهي ډېر
خو زه پري نه پوهېږم
ځكه چي ذهن مي پوخ سوى ياره
له دې څپېړو څخه
دا راته ووايي په ناز او ادا
چي خير دى صبر وكړه
او را نه لاړه سي د زركي په تګ
را ته يوازي خپل غمونه پرېږدي
راته يوازي...
۱۲/ ۹/ ۱۳۸۰
ژوندبشپړ شعر ولولئ
ژوند
احسان الله جرس
داسي چي دغه نازولى ژوند مي
دا ستا په مينه باندي ښكلى ژوند مي
چي ټوله ما لره انعام، انعام دى
چي ټول د ښكلو كوثرونو جام دى
چي دغه ژوند كي زه په مينه، مينه
كړم د الله سره خوږې خبري
هم هر سهار او هم د شپې خبري
داسي ژوندون چي يو منصور يې لا هم
د دار په سر كي په ارمان خوښوي
لكه مومن چي سپين قران خوښوي
يا لكه څوك چي ټينګ ايمان خوښوي
په ما هم داسي ګران دى
دا نازولى ژوند مي
دا ښكلى، ښكلى ژوند مي
خو مګر ستا هغه يوه خبره
چي هيڅ مي نه هېريږي
چي را ته تا په غوږ كي پټ وويل:
(( ژوند كي درناوى احساسه مه غواړه
موږه پښتانه يو تل مزار لمانځو)) ۱
او په جواب كي درته ما وويل
چي هغه وخت يې نو بيا زه څه كوم
چي را ته رنګ په رنګ ګلونه راوړې
او زما پر قبر يې هم وغوړوې
او يا په بله ژبه :
(( وي هغه آن چي مي له وجوده څخه ساه ختلې
زما د ژوند پر ارمانونو لو بلا ختلې
بيا كه مي ته په تودو اوښكو باندي ولمبوې
زما به وي درڅخه ټوله تمنا ختلې )) ۲
۱د زينب م سالك بيت
۲ د محمديار صاحب څلوريځه
۱۵/ ۴/ ۱۳۸۱ كندهار،پنځمه ناحيه