پښتو ادب · شاعران
ریاض تسنیم
د ریاض تسنیم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
هر څه چې کیږي، خو د زړه په اشاره روان یم
ستا په طرف د خپل رفتار په اندازه روان یم
ما چې دا اور اخستی نمر خاطر کښې نه راوسته
ما به وئیل، ستا د منګلې په سایه روان یم
دا واقعه دې هم زما تاریخ کښې ځائې ونیسي
زه که سرمد نه یم خو بې سره تنه روان یم
څه بې څهرې د ائینو په باز ارونو راغلم
دا تماشه کړم، که یم خپله تماشه روان یم
دا هم منمه چې د دړد علاج مې تا سره دی
دا هم ښکاره ده، چې په نه زړه تا سره روان یم
تسنیمه! زه وم زمانې پسې راغلی دلته
تسنیمه! اوس دې راپسې ځي زمانه روان یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
اخر مې زړه ډاډه کړه او له کوره او وتمه
د ښار د عریانی نه به تر کومه پټېدمه
کېدی شي د پېریانو په شان پښې مې اپوټه وي
په وړاندې قدم اخلم خو په ورستو باندې ځمه
څه ښه ده چې دا وارې په دې ملک هم ږلۍ وشوه
ځه ښه ده چې زه هم لکه ګلاب اورېژېدمه
کېدی شي چې د قاف د ښاپېریو خبر راوړم
دا ځل که د دېوانو له ولقې راووتمه
دا تاته چې د رګورمه، دوا مې مراد نه ده
د سترګو دا نرګس مې د نرګس مخې ته ږدمه
یا ګورې ونې ښې دي یا ټولی د فقیرانو
دا نور جهان په مثل د عذاب عذاب ګڼمه
دنیا به مانه پس هم په خپل ځان کښې وي مصروفه
دا ځکه خپل شعرونه هر دېوال باندې لیکمه
یو ته په دواړه لاس نارنجي رنګونه پاشه
یو زه به دا مشکینه زړه په موټي کښې ساتمه
څوک دا تماشه وګورئ یو څه عجب سړی یم
له ځانه یم روان او د خپل ځان په طرف ځمه
داخلق خدایه ولې په جامو کښې نه ځائیږي
داخلق دي د کومو داسې ورځو شپو په طمعه؟
زما برخه خو صرف په دې شور کښې ورکېده وو
نه تانه مرور یم، نه ګیله مې له موسمه
سړیو! دغه خبر هم د باګرام ترکو له یوسئ
سړیو! له خپلې تندې د باړې په غاړه مرمه
ورو ورو د عشق د کشف په معنا باندې خبر شوم
تسنیمه! په دې دشت کښې چاته چغې او وهمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
زه په انا باندې ژوندې یم او انا را رسي
دړد که د هر ځائې نه راتېر شي خو تر ما رارسي
خدائې خبر ولې هر یو مخ ته ډېر په غور ګورم
خدائې خبر ولې د هر چا تر څنګ بلا را رسي
ته خو راځه، چې د وخت لارې په هوا روانې
ته که را ورسېدې، ټول جهان به بیا رارسي
دا چې مې پښې د کائناتو له څادره ووځي
دا مې یقین دی، چې د عشق کوه ندا رارسي
یایه وږو پاس ګرځومه دبنګړو بارونه
یا زندګي ده په قسطونو کښې تر ما رارسي
تسنیمه! څوک د بیابان شګو راونغښتلو!
دا چې د تېزې سیلۍ شور او انګولا رارسي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
څانګې! لاړې کیجا وې دي روانيږي
څانګې! بیا له پاسه تور لونګ وريږي
څانګې! اوس ایله له غاره رابهر شوم
څانګې! سترګې مې رڼا وته برېښیږي
څانګې! زړه به دې جهان وي دړدولی
څانګې! دړد به دې په زړه کښې نه ځائیږي
څانګې! ژوند د هست ونېست پېمانه ده
څانګې! کله ګل او کله ګرد وریږي
څانګې! دا سترګې دې خوب پسې ړندې شي
څانګې! دا چې ستا په لاره کښې غوړیږي
څانګې! زه په کور دننه مسافر یم
څانګې! لاره په مزه مزه ختميږي
څانګې! شونډې دې برانیزه مزیګر شه
څانګې! درنګ له دا دژمي نمر ډوبيږي
څانګې! یاد باندې مې څه بلا پرېوتې
څانګې! ګوره خپل خوبونه مې هېریږي
څانګې! څوک به مرور څوک به پخلا وي
څانګې! یو زړکی به چا چا ته رسيږي
څانګې! دومره مې دخاورې خوند اخستی
څانګې! خوند مې د خُلې خاورې خاورې کیږي
څانګې! بيا د ځنګلونو په لور لاړی
څانګې! غېږې مې د شنو ونو یاديږي
څانګې! بیا د عناصرو جنګ روان دی
څانګې! بیا مې وخت د لاسو نه رژیږي
څانګې! دړد ته د تسنیم! رګونه خاندي
څانګې! دا رنځور دې دغسې رنځيږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
زیان مو لیده خو بیا مو هم دا عاشقي کوله
خلقو پېسې ګټلې، مونږه شاعري کوله
دغه دنیا چې ئې بلها بلها کارونه په سر
چا به قصه د دې ټوټې ټوټې زړګي کوله
خلقو وئېل ګنې څه نوی خبر تا راوړی
څومره په منډه راغلې، څومره دې تادی کوله
یو شهزاده اوس د لقمان په دوا نه رغېږي
ده به د سترګود نرګس سره سیالي کوله
دا هم تاریخ دی، چې د ښار نه تر درباره يورې
روغ خلق چُپ وو او خبره لېوني کوله
هغه رحمان د معشوقو په نوکرۍ ژوندی وه
تسنیمه! مونږه د سر کار هم نوکري کوله
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
نه مې یورنګ وی نه مې چا سره یاره کړې وی
کاش چې ما هم سحر ماښام ادا کاري کړې وی
بس دخېمو ایرې مې باد کړې په څلور اړخه
د دې نه زیات به مې څه عز اد اري کړې وی
دغه کېدی شوه، چې د اور له سمندره تېر شم
خو دا کېدی نه شوه، چې تاته مې زاري کړې وی
سترګې بینا، زړه مو په شان د ائینې ګرځاوه
چا به په دې جهان زموږ طرف د اري کړې وی
زه یم د هجر د کېمیا نه راتېر شوی سړی
ما به د ګټې په کور څه رنګ جواري کړې وی
تسنیمه! پل دې د رحمان په قدم ولې ایښود
تا ملنګي څه کړله؟ تا به سرد اري کړې وی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
نه زه د چا په مثال شوم، نه څوک زما په مثال
زړه عجب څيز دی، لا په دې حالت کې نه دی خوشحال
اوس چې قدم پورته کوم په خپل ځان يې ږدمه
ما خو ګڼله دا دُنيا د خپلې لارې دېوال
سترګې د څومره منظرونه را تېرې شولې
دهر تصوير په شانې وليد يو تصویر د زوال
دکومې مياشت په طاقو شپو کې خدای قبوله کړله
مابه غوښته یوه دُعا او دُعا ستا د وصال
که سمر قند او بخار او پېښور نه لرم
داشين زړګی خو درکوی شم، ستا دنې په خال
دا ائينې زما د زړه د حال نه څه خبر دي
داچې زما خدو خال دی، نه دی زما خدو خال
لارې وهو د ناليدلو خلاګانو په لور
تسنيمه! کوم جوګي له ورشو، په چا وګورو پال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ریاض تسنیم
دابه عجبه وي که ستا تر څنګه ښاد شو مونږ
بس دومره وشو چې تر عمره هجر زاد شو مونږ
که ستا د سترګو نه راپرېوتو، نو پرېوتو
که ستا په شونډو شو اباد، نو بیا اباد شو مونږ
داچې په تا رنګونه اوري او په داسې حال کې
دا به زمونږه خوش بختي وي که دریاد شو مونږ
ته چې راياد شی لکه تک سره ګلاب وغوېږو
چې ځان مو ياد شي لکه سره رېګونو باد شو مونږ
بیا به د درد د ښاريې په هر درشل ولاړیو
تاکه مو بیا تپوس کوه، تاته که ياد شو مونږ
داچې خواهش د مرګ مو هسې ورځ په ورځ زياتېږي
ګڼې په مرګ به ستا د سحر نه ازاد شو مونږ
پل چې ايږدو تسنيمه! ځمکه رانه منډې وهي
داکوم ساعت دی، چې بې پير او بې اُستاد شو مونږ