پښتو ادب · شاعران
فریدون فطرت
د فریدون فطرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
24 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
چم په چم او کور په کور راپسې ګرځي
یاره! غم دې لور په لور راپسې ګرځي
راشه ومې ژغوره ته لکه اوبه یې
جدایې دې لکه اور راپسې ګرځي
تنهایۍ او شوګېرې مې ښه ملګري
لکه خور او لکه ورور راپسې ګرځي
زه تر څو ستا د بیلتون زهر به څکم او؟
ژوند تر څو پورې به نور راپسې ګرځي؟؟
زړه به چا، چا لره ورکړمه فطرته!
یو خو نه ده درې،څلور راپسې ګرځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
له تانه به جوړ ستوری د اسمان کړم که ژوندی وم
پوره به دې د ژوند هریو ارمان کړم که ژوندی وم
ایمان لرم د مینې په مذهب زما فتوا ده
کافر زړه به دا ستا پرې مسلمان کړم که ژوندی وم
د درد ډېوې ٬ په اوښکو تر سهاره بلې ساتم
رڼې تورې تیارې به د هجران کړم که ژوندی وم
ضد مه کوه ٬په مینه کې رقېبه پښتو نه شې
یو ورځ به دي بدل دغه ګمان کړم، که ژوندی وم
یو چا په وحدانیت د خدای قسم وکړ فطرته!
بغیر له تا که بل سړی جانان کړم که ژوندی وم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
روح مې دی تنګ شوی د وجود په دريڅه کې
زخم ، زخم ، زړه مې دی دننه په سینه کې
تنګ یم له هجومه، خاموشۍ ته پناه وړم دشپې
اوښکو باندې بل ساتم د درد ډېوې کوټه کې
مینه ده دنیا ، مینه مذهب ، مینه ایمان مې
لوستي فلسفه مې ده د عشق مدرسه کې
نه ځم تر هغې در سره زه ملا جومات ته
څو ما سره ونڅکې ته جام په میکده کې
بیا د چا د قتل اراده کړی لګیا ده
بیا سینګاروي جینۍ ځان ګوره آئېنه کې
څومره یې وژلې، راته څومره به نور وژني؟؟
څومره جنازې به د ارمان وړم هدېره کې؟
نه مې شته په ذهن کې څه، هر څه له ما هېر دي
پاتې یو تصویر مې ده فطرته! حافظه کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
د انالحق ناره یې کړې تماشه خوره ده
بیابه منصور په دار کوې،بیا هنګامه خوره ده
هغه له مانه ورخطا،زه له هغې ورخطا
د وصال شپه ده په رګو کې مو نشه خوره ده
ته له هجومه تنګه زه له اضطراب او خلوت
بنده کوټه ده، ډېوه مړه ده، اندېښنه خوره ده
د بې وسۍ د انتها حد ته کوم نوم ورکړمه؟
وجود زما دى څنګه ساه پرې د هغه خوره ده
د مخ تصویرمې پکې ځکه صفا نه ښکارېږي
ګرد او غبار زما د ژوند په ائینه خوره ده
نور د ملا په تعویذونو باندې هیڅ نه کېږي
فطرته! اوس د ارمانو مې جنازه خوره ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
ژوند راته عذاب راکړ،عشق درد،درد، زندگي راته
اف! ستا جدایۍ اور دی بل کړي، په زړگي راته
خدای سره مې څومره لوې خیانت کړی ته وگوره
خدای ځواني راکړي وه،تا خاورې کړه ځواني راته
بیا درپسې ښه نه یم، بیا درپسې زړه خورمه
بیا د باران څاڅکي دي، بیا تا یادوي، راته
څنگه ستا تصویر په اور پسې کړم راته ووایه؟
ستا تصویر مې ساه دی، او سکون هم راکوي راته
څومره ارمانونه به مې گور ته وړم له ځان سره
څومره ارمانونه به مې وژني بې وسي راته
ژوند په داسې موړ کې درولی یم فطرته! چې
نه خو مخکې گام اخلي، او نه واپس راځي راته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
نشه، نشه، مې کړه خمار یمه بیخي غزل کې
ذکر د حورو پرېږده یاده کړه ساقي غزل کې
یو به (سعود) بل به (جلال)درته مثال کې وایم
یو فلسفه کاروي بل کوي شوخي غزل کې
نه نه غلط شومه چې بیا مې ستا نامه واخیسته
نه نه غلط شومه پرون په ماښامي غزل کې
کله د درد، کله د غم، کله د اوښکې کیسې
سړی تر څو به وي لګیا او خپل زړه خوري غزل کې
کله نا کله شم حیران ځان سره وایمه چې
دا خلک ولې کوي دومره شاعري غزل کې
هسې لګیا دې کړې واه ، واه ، ارشاد ، ارشاد ، فطرته!
کیف پکې نه وي، چې پروت نه وي موسیقي غزل کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
تاته چې وګورم له یاده مې دنیا ووځي
زړه مې سکون واخلي له زړه نه مې درزا ووځي
ته چې له مانه زندګي داسې جدا تېروې
په نن سباکې به زما درپسې ساه ووځي
ستا د بدن خوشبویي ما داسې حس کړې دې چې
لکه د ګل په خوشبويۍ ساه د بورا ووځي
هغه ساعت مې دی خدای نه پاتې کوي په ژوندون
په کوم ساعت چې له دې کلي ډولۍ ستا ووځي
مورې چې ستا تصویر سینې پورې جوخت ونیسمه
مورې غم لرې شي له زړه نه مې بلا ووځي
د محبت بیلتون فطرته! داسې درد لري چې
لکه یتیم ماشوم له خولې نه واویلا ووځې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
ستا نامه چې، را مې شې په خولې باندې
غبرګ لاسونه ږدمه په سینې باندې
نه ښکارې د مخ تصویر صفا پکې
ګرد غبار پرېوتي ائېنې باندې
بیا منصور راغلی دی نارې وهي
بیا په دار کوي ځان زمانې باندې
درد له زاویې نه بهر شوی دی
مرګ راته ولاړ دی دایرې باندې
ستا غمونه نه پرېږدي ارام ته مې
ځمه په طرف د میکدې باندې
ځان مې دی فطرته! اوس د ځانه هېر
څه بلا مې شوی حافظې باندې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
ساه مې شوه تنګه،مرګ مې ځکه په نظر راغی
ستا د کوژدې په ما ناڅاپه، چې خبر راغی
ستا د بیلتون له زوره نه یمه،د خدای په خاطر
راځه چې درد مې د وجود زیاتي په سر راغی
کله یې سترګې ښکلوي، کله یې مخ، او زنه،
ته وا له ډېرې مودې، وروسته مسافر راغی
جنون به،څنګه وي،څه کیف لري،او څه ته وایې؟؟؟
ستا له تلو وروسته یې په ما لږ، لږ، اثر راغی
بغیر له تا به هم تېرېږی ژوند خو ژوند به نه وي
ستا د تودې غېږې، ارمان په ما دلبر راغی
یقین مې نه کېدو فطرته!چې زما به نه شي
زما به نه شي،اوس مې ښه پوره باور راغی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
بنده کوټه ده، تنهایي ده او په شړک باران دی
موسم د ژمي دی،یخني ده او په شړک باران دی
هغه زما نه بغیر، زه هم ،له هغې نه بغیر
تیرو ژوند دا زنده ګي ده او په شړک باران دی
ته وا زما او ستا د زړه خبرې اورمه، چې
له کيفه ډکه موسيقي ده او په شړک باران دی
ستاجدایي د زهرو ګوټ و،خو مړ نه شوم ولې؟
ولې؟بیاهم ستاجدایې ده او په شړک باران دی
ماښام دى ته راسره نه يې او ارمان کومه
فطرته! څومره خاموشي ده او په شړک باران دی