پښتو ادب · شاعران
نجیب تنها
د نجیب تنها پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
کړم سر به درته ټيټ پښتو نه تېر يمه راځه
زه هسې هم د دواړو پښو نه ګېر يمه راځه
د ستورو او سپوګمۍ سره مې جوړه ده ياري
شوګېره شب پرستو کې دې شمېر يمه راځه
ته څه ور يادوې ورته نامه زما په زور
راځه د دې سړي نه زه اوس هېر يمه راځه
راوځه له هېندرې چې شريک کړو سره غم
همشکله زه بېخي دا ستا په څېر يمه راځه
غزله چې وجود باندې دې خور کړمه خپل درد
تنها، يـمه خـراب هـم بـلها ډېر يمه راځه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
منم چې دلته هم رانجه خرسیږي
مګر په کلي کې لږ ښه خرسیږي
زړونه زمونږ به پرې غلبېل غلبېل کړي
په هر دکان کې چې بانړه خرسیږي
په عالمي سطه میلا جوړه ده
دستار تړلي پښتانه خرسیږي
دا چې بازار کې څه نایاب شیان دي
که مونږه راوړل، بیا به نه خرسیږي
یو بنجارے کوڅه کې نه پریږدي څوک
نور د فساد پکې هر څه خرسیږي
تنها زمونږ اوښکې قیمت نه لري
ګني نو دلته خو اوبه خرسیږي