د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اسیر منگل

د اسیر منگل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسیر منگل

 ستا دې چاو دلو وچو شونډو ټکور شته او که نه

زما غزل کې وایه دغه انځور شته او که نه 


دا چې صدۍ ده درڼا مونږ رڼا او نه لیده

دا چې تیاره ده په دې چم کښې پېغور شته او که نه


چې خپل مین ته تاو د ژوند ورکړي د مرگ په درشل

دجانان مړو ځپلو سترگو کښې اور شته او که نه


دا چې انسان نزدې کوي نړۍ یوه جوړوي

په دغه کلي کښې زمونږ چرته کور شته او که نه


چې ما له ټک راکړي او خوله مې کړي له زهرو ډکه

ستا په سپین مخ باندې د زلفو منگور شته او که نه


وخت نن هر څه تلي د عقل او شعور په تله

اوس دا هنر نه دی ستامټو کښې زور شته او که نه


چې زه ئې نن په رڼو اوښکو درته ووینځمه

منگله! ستا سپینه لمن باندې تور شته او که نه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسیر منگل

 لکه د گل د خوشبويې هسې پرېشان گرځم

زړه مې راټول نه کړو که څنگ کښې د جانان گرځم


یوځل خونه دی کرکې څو څو ځل وژلی یمه

دازور د مینې دی ژوندی چې په جهان گرځم


زمکه مې مور ده چې د زمکې وفادار نه شومه

اسمان گرځیږي به په ما که په اسمان گرځم


ضدي که ډېر دی خو له ځان یې بېلولی نه شم

زه د قامونو په قطار کښې به "افغان" گرځم


دابې ایمانه وخت د خلکو ایمانونه اخلي

دې بې ایمانه وخت کښې ټینگ په خپل ایمان گرځم


منگله ! عمر رانه لاړ خو مینه تلې نه ده

دا د ځوانۍ مېوه چې خورم همېشه ځوان گرځم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسیر منگل

 مخې ته ناست راته جانان و خو ما نه لیدلو

وگوره لاس کښې مې جهان و خو ما نه لیدلو


زه اسماني تندر چې ووهلم پورته نه شوم

د زمکې هم یو خپل اسمان و خو مه نه لیدلو


ستا د دیدن تنده وه ستا اوښکو ته پام و د چا

که په شېبو شېبو باران و خو ما نه لیدلو


زما دنیا چې شوله ړنگه هر څه ړنگ ښکارېدل

گنې جهان خو ټول ودان خو ما نه لیدلو


زما پرهر به ناسور نه وی که منلی مې وی

یو مسیحا سره درمان و خو ما نه لیدلو


زه نازېدم د پلار په توره، زما خپله نه وه

غلی په وخت کښې یو طوفان و خو ما نه لیدلو


منگله! زه خپلې ځوانۍ باندې غره ومه ډېر

ظالم گوزار ددې دوران و خو ما نه لیدلو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسیر منگل

 مونږ هنرمند نه یو چې مونږ ته گلابونه راوړي

په مونږ باران چې راوریږي سیلابونه راوړي


حجرې که ړنگې دي د شوق ماڼۍ آبادې دپ لا

څوک په منگي گوتې وهي څوک ربابونه راوړي


هره شپه، مرگ د روایاتو د قدرونو کوی

هرسحر، مونږ ته نوي نوي عذابونه راوړي


زه لیونی شم لیوني غوندې وروو دانگمه

جانان چې ماته د دووسترگو دریابونه راوړي


ما ته د خپلې غوښې بوئ راشي ډوډۍ نه پاڅم

ماته چې څوک په میلمستیا کښې کبابونه راوړي


واړه خو مم ته وي خوشحاله په تش پنډ څه کوي

منگل چې کور ته راځي ترخ کښې کتابونه راوړي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسیر منگل

 که ځان مې لږ شانې خمار کړو دنیا نه ړنگیږي

که یو ماښام رانه چا ځار کړو دنیا نه ړنگیږي


هغه چې ټول ژوندون ئې تیر په انتظار باندې دی

هغه سړی مې که نه یار کړو دنیا نه ړنگیږي


شونډې سکروټې کا قیمت د ښائست کم چې نه کړې 

په ما ئې بل که سور انگار کړو دنیا نه ړنگیږي


دلته کښې هر سړی لگیا دی ثوابونه گټي

ما که نن خپل ځان گنگار کړو دنیا نه ړنگیږي


دغه د ستور دی ددی خلکو د مودونه روان

که نن ئې بل مئین سنگسار کړو دنیا نه ړنگیږي


منگله! راشه چې په تار د زلفو درکړم جوټی

یوسړی ما که نن په دار کړو دنیا نه ړنگیږي