د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر اسرار

د ډاکتر اسرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر اسرار

 نن مې د زړه اندېښنه بل رنگې ده

داسې ښکارېږي کیسه بل رنگې ده


چا جوړې بل گلشن ته اور ورته که

سپرلي راوړې وږمه بل رنگې ده


له خپله ځانه سېوا هېڅ نه ویني

د ښکلو خلکو نشه بل رنگې ده


دکتابونو د ښمنان  ډېرېري

په جهالت کې مزه بل رنگې ده


زاهده ستا د کوټه گۍ نه بهر

لږ خورا ووځه نقشه بل رنگې ده


څوک چې یې څومره سموي ورانېږي

پښتون ته پېښه لانجه بل رنگې ده


اسراره هسې نه چې روک شې پکې 

ددې دنیا دا مېله بل رنگې ده

د ډاکټر اسرار په زړه پورې غزلبشپړ شعر ولولئ

د ډاکټر اسرار په زړه پورې غزل

ډاکتر اسرار

 

غزل

چې مينه نه وه اندېښنه مې نه وه

د غمازانو نه خطره مې نه وه

ســــتا د ناڅاپه راکـــــتو مننه

تا خو وژلم خو پوره مې نه وه

که بيا ژوندی شومه کامياب به يمه

لومړی ژوندون وه تجربه مې نه وه

نکير منکر که وې چې نوم دې څه دی

ويم به پښتون ومه نامه مې نه وه

په آخرت کې به مجنون ته وايم

زه هم مين ووم خو مزه مې نه وه

                        ډاکټر اسرار