د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سهیلا حسرت نظیمی

د د اغلي سهیلا حسرت نظیمی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 تا غـــزل غــــــزل بللم اوس په ژبــــــه درته خپور يم

تا چمن  چمن  بللم اوس شين شوی دې په كور يم

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی


اوریدلې افسانه مې له ناکام زړه نه وه سمه
چی به مینه چیری نشی بریالی په یوه تمه 

سوزیدا او کړیدا لری لوګی یی پورته کیږی
چی مین شی زړه بیا واوړی د بیلتون په هزارغمه

څومره لیرې فاصلې شې څومره وخت په اوږدیدو شی
 د دوو تنګو زړونو منځ کی دا بیدیا شوله له کومه

دا زمان په تیریدو دی زړه آرام به خپل بیا مومی
ګل به خپله ژړا کاندی چی جدا شی له شبنمه

دغه لوبې به ختمیږی تاته هیڅ نه پاتې کیږی
بیا ارمان ارمان به ستا وی زړه به ډک وی له ماتمه

08.08.12
یو نظربشپړ شعر ولولئ

یو نظر

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

په تورتم کې سترګې واړوم قمر ته
لكه مخامخ چې ګورمه دلبر ته

چې د حُسن نور ماحول رڼا رڼا كړي
څه حاجت دی بَلي شمعې يا سحر ته

تریخ بيلتون يې رڼا ورځ راته ماښام كړي
نياز نشته تور دوزخ او يا محشر ته

چي غبرګون يوې وينا ته موندی نشم
لكه شونډې چې پرانيزمه حجر ته

يو نظر ته، تور ماښام سبا له وړمه
له سهار نه لاره ګورم مازديګر ته

د ۲۰۱۳ کال د اګست د میاشتې شپږویشتمه
 
سپیدېبشپړ شعر ولولئ

سپیدې

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

نُور د حُسن هر سحر سپینې سپيدې په چاوديدو كړي
هم مې سوز کړي هم مې ساز کړي هم سجدې په قبليدو كړي

هرکلام يې د اوږدې لارې  پیلومې ته دعا شی
تریخ اوقات یې ټولې کړیې څو وعدې په ماتيدو كړي

خوني سترګې راته برګې کړي دلبر چې په غوسه شي
ساړه آه ته سُور محشر، وينې تودې په توييدو كړي

ډک کچکول د امیدونو یې د پښو خاورو ته وروړم
لیونۍ هیلې مې سترګې را لمدې په ژړیدو کړې

سر د عقل یې چې کوز د لیوني ګریوان په لور شي
څاه د مینې یی څو وچې كروندې په شنو کیدو کړي

د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې دوولسمه/ کابل
فاصلهبشپړ شعر ولولئ

فاصله

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

څومره لنډه فاصله وه  څومره ته رانه پناه وې
څومره زړه ته رانژدې وې څومره ليرې له نگاه وې

ساه وتلې وه له تنه ستا کتو ته راژوندۍ شوم
دوباره ژوند چې خدای راكړ ته مې څلی د بقا وې

له مُلا وم ترییدلی نه په وعظ او نصیحت وم
تا پسى وم دريدلې  چې لايق د اقتدأ وې

«ها حسین درد درنه غواړم چې زه غیږه ورنه تاو کړم»
ته طلسم د زمان شوې چې مې درد او هم دوا وې

دا ژوندون رانه خپه وی، چې دې کله خپه ګورم
زه له ژونده هم خپه وم چې له مانه ته جلا وې

د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې لسمه نیټه