د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بختيار تلاش

د بختيار تلاش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 نوم مې بختيار او تخلص مې تلاش، د ميرغلام تلاش زوى له نن نه شل کاله وړاندې د کامې ولسوالۍ د ارباپانو په قريه کې زېږېدلى يم چې اوسمهال د جلال اباد ښار د عيدګاه جومات تر څنګ مېشت يم ، په ١٣٩٠ لمريز کال کې د عبدالوکيل له لېسې څخه په ښه درجه فارغ شوم په ګڼو ژورنالېستيکو ورکشاپونو کې مې ګډون هم کړى ، تر اوسه مې يوه د ټپيزو ټولګه چې ( په زړه مې ته وې خداى رانه کړې) د چاپ په پار ښکلې شوې ده او دوه ناچاپ اثار لرم،چې يوه پر کتابونو باندې تبصرې دي ( کتاب پېژندنې) او يو ژباړل شوى ناول دى، لنډې کيسې هم ليکم او تر ډېره مې ژباړلي دي، ښايسته ګڼ شمېر شعرونه هم لرم،خو د شعرونو د چاپ لپاره مې لا څه پلان نه دى نيولى،همدارنګه له ګڼ شمېر ويب پاڼو سره همکاري هم لرم، چې وخت ناوخت ورته ژباړې،شعرونه او ادبي ليکنې ورلېږم، په ختيځه سيمه کې له ( سيمه) مجلې سره هم همکاري کوم، چې وخت ناوخت ورته ځېنې سياسي ليکنې هم ليکم.

دمګړۍ په ننګرهار کې له يوې شخصي راډيو سره دنده لرم.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

42 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

پوه يمه، چې نه يمه
اوړ يمه ، رانجه يمه

ستا د مخ په څاڅکو کې
زه اوبـــــه اوبـــــــه يمه

تا لپه کې واخيستم
بد يمه، که ښه يمه

ستا له بدرنګيو نه
خوښه په بېلتانه يمه

زه تلاش په نيمه لار
پاتې له هر څه يمه

١٣٩٠-١٢-٢٣

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

ته رانه تللې يې خپه ، اوس راته خوب نه راځي
کوم تر اوسه اندېښنه ، اوس راته خوب نه راځي

ستا د نوم توري رانه بيا د ياد څپو وړي دي
راټولومه ستا نامه، اوس راته خوب نه راځي

ته مخامخ راباندې راغلې، زه په لمونځ ولاړ وم
راباندې واوښته سجده، اوس راته خوب نه راځي

تا ويل (( هيله کوم ، زه درسره مينه لرم ))
تکراروم دغه جمله، اوس راته خوب نه راځي

تا راته راکړه لوپټه له خپلې سپينې غاړې
راځېنې ورکه ده هغه ، اوس راته خوب نه راځي

له شومه دمه شروع، آن د شپې تر ډېره وخته
ناست يمه، تاته ټوله شپه، اوس راته خوب نه راځي

ته ! نا خبر يې، زه د دود په داو کې ګېره شومه
تلاشه مه کوه ګيله ، اوس راته خوب نه راځي