پښتو ادب · شاعران
هلمند شيرزاد
د هلمند شيرزاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
په کال 1979 کی د اګست په 19 نيټه په یوه بزګره کورنۍ کې چې د همیشه بهار ننګرهار دخوګياڼو مربوت شيرزادو د ولسوالی د ملي خیلو په شورلاخيلو کلي کې دی نړی ته ستر ګې غړولي دي .
اصلي نوم مې هلمند او کورنۍ نوم می شیرزاددی. د پلار نوم می محمد اقا شیرزاد دی. د ثور د انقلاب وروسته د کلي نه د جلال اباد ښکلي هميشه بهار ښار ته را کډه شو، دا ځکه چې زما پلار هلته دنده درلوده زه کوچنی وم . لمړنۍ زده کړې مې د نصرت په منځني ښونځي ( چې اوس لیسه ده) کې تر سره کړي، اوپاته نوری زده کړې يانی 12 ټولګۍ می په کال 1997 د ننګرهار په عالی ښونځي کې سر ته رسولي. په 1996کال کې زما پلار د سياسي ستونزو له مخی د سويډن هېواد ته د زيات مجبوريت له مخی جبري مهاجرت يا کډوال شوی وه وروسته په
کال 1999 د جولای په میاشت کې له خوږ وطن افغانستان نه د جنګونو، بدبختیو او نورو رنګارنګ سياسي ستونزو جلاوطنی ته مجبوراو د سویډن د مالمو ښار ته د خپلی کورنۍ سره یو ځای راکډه شوم. اوس د اقتصاد د پوهنځی د بانک او فاینانس د ريشتی د ۲ کال زده کونکی یم. ميرمن او يو ځوی لرم . زما د شعر سره علاقه يوازی په دی خاطر ده چې نژدی ۱۳کاله وړاندی له وطنه جلا شوی يم لاکين دوطن او خلکو کړاونه ، او ستونزی مې هميشه زوروي يانی هميشه زما روح او روان د خپلو وخلکو سره وی .
زه او زما شاعري
شعر او شاعر د هر چا لپاره ځانګړی ماناوی لري، څوک یی د حالاتو او اجتماع ترجمان بولي، څوک يي صرف یو خداي استعداد بولي ، څوک يي څه شی او څوک څه شی ـ بی له شکه چی دا به خدای استعداد وي ځکه چی انسان اشرف ال مخلوقات دی .
خو زما لپاره شعر هغه پټ احساسات دي چې که هر څومره یی سړی (شاعر) د پټیدو کوښښ وکړي نه پټيږی او خپل ځان ښکاره کوي، شعر د زړه هغه جذبه ده،هغه درد دی چی په ښکاره کولو سره يي د شاعر درديدلی زړه ته سکون ورکول کیږي . زما له نظره خو کوم زړه چی دردی دلی نه وي هغه هیځ کله هم شعر نشي ویلی، شعر په ډیر لوست ممکن نه دی.
د خپلو پورتنیو جملو د لا مزبوتولو لپاره یی اړین بولم چی ووایم، که چیری مونږ دغه مختلفو شاعرانو ته ځیر شواو فکر وکړو چی دوی ولی داسی مختلف دی، يعنی دوی ولی داسی په مختلفو رقمو شعر ويلو مشهور او یا ځانګړتیاوی درلودی، لکه رحمان بابا چی په تصوفی شاعر مشهور دی، خاطر افریدې چی په عشقي شعرونو کی ښه استعداد لری، ملنګ جان چی ټول وخت يي د وطن او ولس نغمی غږولي. هو دا هم منم چی دوی به یو نیم نور ډول شعرونه هم ویلي وي خو هومره ډیر او ښکلی به نه وي لکه کوم چی ددوی د خپل زړه درد وي.
همدا شان زما شاعري هم زما د زړه هغه دردیدلې او زخمي زړه اواز دی کوم چی زه هیځ کله خوب او ارام ته نه یم پريښۍ او هر وخت يي دی ته هڅولې یم چې د خپل خوار او کړیدلی ولس سره خپله د زړه خواله وکړم. همدا شان نن د دوستانو په هڅونه ستاسی مخ ته یو څو نمونی د خپل خوار قلم لیکلی کرښی ( شعرونه)وړاندی کوم.
شعرونه
15 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هلمند شيرزاد
د ځانه ورک شم وارختا شمه زه
کله چی ستا کوڅي ته راشمه زه
چی تير وختونه دی راياد شي ګلي
بيا په خندا کی په ژړا شمه زه
بيا غمازان به مي په تيګو ولې
کله چي مينه کی رسوا شمه زه
هله به زما د مينی قدر درشي
لکه مجنون چی په بيديا شمه زه
زه هلمند نن درته په جهر وايم
دار می قمول دی که دا ستا شمه زه
مالمو سویډن
۲۰۱۰/۰۸/۱۵
زړونهبشپړ شعر ولولئ
زړونه
هلمند شيرزاد
زمونږ کلک زړونه وی د غـــــــــرو په شانتی
د ښکلو مـــــــــخ ته شو اوبــــــو په شانتی
په لمبوځان سوځـــــــــــو شمع ته ځــــــــــو
په دردو نه يـــــــــــــــو ليونـــــــــــو په شانتی
مونږ سادګان یی په لیدلـــــــو خــوښ یو
په ګل پیرئ کـــــوو اغـــــــزو په شــــــــانتی
چی په محفل کی څوک د يار قصئ کړی
مسکې مسکې شــــــو د وړو پـــــــه شانتی
(هلمنده) يار به ننګرهــــارئ خوښــــــــــــوی
خيـــــال به دی ساتی میلمنو په شـــــــــــــانتی
2010/09/08 مالمو سویډن
څلوریزهبشپړ شعر ولولئ
څلوریزه
هلمند شيرزاد
پتنگ يمه د شمع سرو لمبو ته غاړي وځـــــــــم
عاشق په سور گلاب يمه اغزو ته غاړي وځــــــم
نــن يار او اغيار دواړه راته سور اور گـــــــرځيدلي
مجنون زه د پښتو يم پښتنو ته غاړي وځـــــــــم
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
هلمند شيرزاد
تر څو دا ټوپکماران مو رهـــــــــــــــــبران وی
ددی شاړ ویجاړ وطن مو واکـــــــــــداران وی
هم بر لاسئ پری ايران او پاکــــــستان وی
تل به وران داسی شیرين افغانستــــان وی
څلوریزهبشپړ شعر ولولئ
څلوریزه
هلمند شيرزاد
ما خو درتــــــــــــه لار په بڼو پــــــــاکه کړه
رنګ می په ګـــــــــــــلونــــو درته زياته کړه
اوس می چی پرانستي غـــیږ ته نه راځی
ښکلی دا ځوانی دی خـــــدای میراته کړه