پښتو ادب · شاعران
جلال امرخېل
د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
مرور غم دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي
ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي
شعرونه
83 خپاره شوي شعرونه
مورې بس نوره ... يوښايسته نظمبشپړ شعر ولولئ
مورې بس نوره ... يوښايسته نظم
جلال امرخېل
خداى دې وکړي چې اخترمو په خوښۍ او خوشحالۍ تېر شوى وي هره شپه موبرات او هره ورځ مو اختر شه . روغ صحت او خوشحاله ژوند ولرئ .
د يوې لويې وقفې نه وروسته درته بيا هر کلى وايو او د جلال امرخېل يو ښکلى نظم درته ډالۍ کوو . تنده
مورې ! بس نوره شاعري نه کوم
مورې له دې نه پس به شعر نه ليکم
له دې نه پس به خپل درسونه وايم
سهار اته بجې مکتب ته ځمه
د شپې تر لسو کتابونه وايم
لالا مې ښه وايي ، پوهېږي هغه
هغه د ژوند سړې تودې ليدلي
هغه يې مخې ته وېښتان سپين کړي
ما خو دا اوس اوس ائېنې ليدلي
لالا مې ښه وايي ، نور درس وايمه
نور د رياضياتو معادلې زده کوم
خلکو تر ستورو پورې لارې وکړې
زه د احمد بابا کيسې زده کوم
ما د خپل ځان لپاره هېڅ ونه کړل
مدام د نورو خلکو غم ژاړم
چېغې وهم چې مساوات غواړم
د هېوادوالو په ماتم ژاړم
کله له ګل سره خبرې کوم
کله اسمان پورې زينه جوړوم
کله د يار سترګې کتاب ګڼمه
کله ترې جام او ميکده جوړوم
د چا د سترګو او د شونډو صفت
او د چا زنې ته مڼه وايمه
مخ ته تشبه د سپين سحر ورکوم
زلفو ته تکه توره شپه وايمه
د چا قامت لکه چنار ګڼمه
د چا خندا ته زلزله وايمه
په اسوېلو نوم د لمبو ، ږدمه
دوه څاڅکو اوښکو ته چينه وايمه
نور د وجود او روح رشتې نه چېړم
ژبه د ګونګو ائېنو ، څه کوم
نه راته نوم ، نه راته ژوند راکوي
د تخيل په ښاپېرو څه کوم
شعر کې مې هسې هم څه نوي نه شته
ټولې زړې دي او تکرار خبرې
څه د مجنون څه د منصور افسانې
څه د صحرا او څه د دار خبرې
مورې ! دا هر څه بلا ډېر ياد شوي
نو زه يې بيا بيا يادوم څه له ؟
په دې اپلتو او چټياتو باندې
ماغزه د خلکو دردوم څه له ؟
نور نو د خيال ځنګل کې نه اوسېږم
له دې تيارو څخه رڼا ته راځم
نوره په خوب کې زندګي نه کوم
نور فزيکونو او کيميا ته راځم
دا د نيوټن له قوانينو نه پس
مورجانې ! ټوله هندسه زده کوم
مثلثاتو کې هم زړه لګوم
د فيثاغورث هره قضيه زده کوم
مورې ! بس نوره شاعري نه کوم
لالا مې ښه وايي ، پوهېږي هغه
زه خو يې ورور يمه ، ما ښه غواړي
زما په بدو خفه کيږي هغه
جلال امرخېل
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي !بشپړ شعر ولولئ
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي !
جلال امرخېل
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي !
مــه وايه دا چــې جوړوي پـښتانه
دنيـــا لـــګيا ده بــــــېلوي پښـتانه
سر له دښمن سره وهلــی شـــي خو
سر له تربوره ټکـــوي پــــښـــتانــه
دا بــــې ننګي نه قـــبلوي پـــښتانه
توره ميدان کې نه پرېږدي پښتانه
د پــــرهر شـــور غلــــطوي پــه ټــپو
او په خنــدا سنګر ته ځــي پښتانه
خـــپل کـــلي خــپله ورانوي پښتانه
ځان ته بيا وايــي غيـــرتي پـــښتانه
دا ځنې وخت ترې فـرښتې شرمېږي
دا ځنې وخت شي لېوني پــښتـــانه
ټـــول دي لـــه مــخې جــنتي پـښتانه
دي پېـــــښوري کــه کابلي پـــښــتانه
لـــه کليمې مخـــکې پښــتو ورښــيي
مــور چـې زانګو کې زنګوي پښتانه
څنګه چې دي داسې دې وي پښتانه
خدای خو دې هېڅ نه بدلوي پښتانه
د ځمــکې تـــل تـــه زلــزلـــې رســــوي
اوه اســـمانونه پـــاروي پـــــښتـــانــــه
تـــر څو چــې سا تــن کـې لري پښـــتانه
د حـــق پـــه نوم باندې بـه مري پښــتانه
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي
مـــخکې له دې بـــه ختــــموي پـــښتانه
جلال امرخېل
جلال امرخېل / نوى غزلبشپړ شعر ولولئ
جلال امرخېل / نوى غزل
جلال امرخېل
راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 04-09-2008
غزل
هغــه دې ســـترګــې ځلېدې په مـــاښام
ما وې که بلې دي ډيــوې پـــه مـــاښــام
کړې دې په غاړه سرې جامې په ماښام
که دې ورپـــورې کړې لــمبې په ماښام
ټـــولـــه اونــــــۍ وي مـــروره رانــــــــــــه
بـــس راپـــخلا شـي د جـــمعې په ماښام
زلفــــې خــــورې کــــړه زلــــفې وغـــــوړوه
نورې هـــم جوړې کړه تيـــارې په مـــاښام
ښـــه شــوه قـــابو مـــې کړل د زړه اسوېلي
اور لــــګېــــدلـــی و نــــږدې په مـــاښـــام
پــــــــه مـــا راتــــلله ســــړه لـــــرې تــــــبــــه
تــــه چـــې پـــه بـــام ولاړه وې پـــه مــاښام
ځــــه ؛ دا مـــاښــام بـه دې هـم راشي که نه
ډېـــرې دې کـــړې دي وعــــدې پـه مــاښام
ګــــوره ايـــــساره شـــه ــــــر مـــــه جـــــوړوه
ګـــــــوره رســـوا به شـــو چې ځې په ماښام
بـــــد بــــه مـــې هـــم وړې امـــرخـــېله اشـنا
پــــه دېـــوالـــه چـــې راخـــتې پـــه مـــاښام
جلال امرخېل