پښتو ادب · شاعران
جلال امرخېل
د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
مرور غم دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي
ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي
شعرونه
83 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
زلفې دې خورې ، کړه چې ويده شمه
شابه کنه ! شپې ، کړه چې ويده شمه
زه لکه ماشوم يمه يرېږمه
زړه ته مې نږدې ، کړه چې ويده شمه
خوب راغلی ګرانې ! سترګې پټې کړه
دواړه ډيوې مړې ، کړه چې ويده شمه
ځه کنه ؛ تصوير نه دې راووځه
ختمې فاصلې ، کړه چې ويده شمه
زړه ! نور د دنيا غمونه مه کوه
ټول بلا پسې ، کړه چې ويده شمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
زمانه ؛ په بهانه د رنګ او نور
غواړي ووژني ډيوه د رنګ او نور
ته يې مخې ته رانجه پورې کوې
شوه قرضداره ائېنه د رنګ او نور
ستا د سترګو د خمار په راز خبر
زه پوهېږم په رشته د رنګ او نور
راڼه ستوري ، ماښاميز باڼه ترې تاو
ګواهي ورکوي شپه د رنګ او نور
په ځنګل مې اور ، په سيند ګډه وبا
په اوږه مې جنازه د رنګ او نور
زمانه پس يې قبول کړم په يارۍ
جوړ محتاجه شوه هغه د رنګ او نور
لوټ باران کميس دې ډک له ستارو
مباک دې شه جوړه د رنګ او نور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
د حالاتو پېچ و خم سړی خراب کړي
کله کله د چا غم سړی خراب کړي
جنتونه يې له سره صدقه کړي
غنمرنګ لکه ادم سړی خراب کړي
محبت د يوې داسې بلا نوم دی
هم ژوندی کړي مړی هم سړی خراب کړي
مخه ښه د ډکو سترګو کړي ورياده
د سهار پر ګل شبنم سړی خراب کړي
جينکۍ لکه د شنو بنګو پيالې دي
دروند ، پښتون او محترم سړی خراب کړي
د باران په شپه تش ياد د تودې غېږې
لېونی کړي سړی ، سم سړی خراب کړي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
خال چې د وروځو په ليندې لګوي
داغ به پر زړه د ائېنې لګوي
سترګې په سترګو ښې پخې لګوي
پر ما اثر د ميکدې لګوي
د عشق پرهر مې په ماشوم زړه باندې
لکه تنکۍ جينکۍ خولې لګوي
اخ د لمدو زلفو له شړکه دې جار
اخ په لمدو غوښو لمبې لګوي
په مړو کتو مې زوړ زړګی ځوانوي
په مړو سکروټو مړې ډيوې لګوي
زه به ځان نور هم لېونی کړمه خو
که مې الزام څوک په هغې لګوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
دا د کومې بلا کور دی په کابل کې
چې د مرګ سيوری راخور دی په کابل کې
زړه مې وتی لور په لور دی په کابل کې
ورک زما د سترګو تور دی په کابل کې
تل دې ګل مخ په غوسه سره لمبه کړی
تل فطرت کرلی اور دی په کابل کې
پېښور او ننګرهار دې ورنه ځار وي
چې زما د زړه ټکور دی په کابل کې
پښتنې ! لوپټه کلکه پر سر نيسه
ګوره بيا د شمال زور دی په کابل کې
که اورنګ دی ، که پرنګ دی کور يې ړنګ دی
تاج او تخت يې رانسکور دی په کابل کې
ډېر ښاغلي غزالان يې لاس په خوله کړل
د جلال د غزل شور دی په کابل کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
درد له زړه نه اندامونو تـــــــــــــــــه غځيږي
لکه وينه چې رګـــــــــــونــــــــو ته غځيږي
څڼورو بلا زړونــــــــــــــــــــه لاس ته راوړل
جنګ له غرونو نه ښارونو ته غځــــــــــيږي
د مارجې د جنتي ځــــــــمـــــــکې درځونه
اوس د ارګ و دېــــــــــــوالــــونو ته غځيږي
تر دې پس به هم چوپتيا کوم مصلحت وي؟
د غلــــــــــيم لاس چې شالونو ته غځيږي
دا چې نن دي ، په جونګړو بانـــــــدې بلې
دا لمبې به محلونو ته غځـــــــــــــــــــيږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
زما په زړه کې دې چې مات کړ کوم خنجر ، دلبرې
د دې به پاتې تر ابده وي اثر ،دلبرې
ما به بیا هم زړه راټول کړی و مګر ، دلبرې
که مې په تا و یو ذره پاتې باور ، دلبرې
څنګ په یوه ژړا له هر څه نه منکره شولې
څنګه دې پټ کړلو په دوه و ګوتو لمر ، دلبرې
ته ګرمه نه یې ، زه پوهیږم چې وفا او ښکلي
لکه قران له درامساله شي بهر ، دلبرې
زه بې له خدایه بل ګواه درته له کومه کړمه ؟
زما او ستا تر منځ خو نه و بل نفر ، دلبرې
حالات لمبې وروي ، اور به دې لمنه واخلي
د لوپټې پر ځای کړه تاو ځان په څادر ، دلبرې
که دې مړه هم کړم ، میمونۍ او ګل اندامه به شې
څوک به درک نه کړي شیرعالم او صنوبر ، دلبرې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
د مخ نور پسې دې واړه مخلوقات مات
د تور سترګو د شين سترګو نظرمات مات
بيا مې زړه کې شوه غوغا ستا د غمونو
د ګورګينو لښکر بيا شو په هرات مات
ته د کوم يوه له درده واويلا کړې ؟
زما زړه ستا د بنګړيو غوندې مات ، مات
ښکليه ! ستا د محبت وحدانيت و
ما که زړه کړ د لات مات که د منات مات
د نغمو ګلڅانګې ما پسې راماتې
ستا په ماتو ماتو څڼو مې خيالات مات
دوی بودا ته لا هله و قسم کړی
چې په کومه ورځې ما کړ سومنات مات
خپل جلال ، جمال مې بايلود ته مې خپل کړې
سر مې مات کړ ، خو مې نه کړل روايات مات
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
ځان مې ورسپارلی دی چې څه لوبې په ما کوي
خوښه اوس د عشق ده چې روا که ناروا کوي
زه یې په فریاد او واویلا غواړم خو نه راځي
مرګ هم جوړ زما په بې وسۍ پورې خندا کوي
زه پخوا په خپل وجود کې دومره تیر و بیر نه وم
زړه مې اوښکې اوښکې شو او سترګې مې درزا کوي
درد له په کتو مې یاران ووایي چې مړ ښه یې
داسې چې دښمن مې هم په حال باندې ژړا کوي
نه خو دې څوک ښه کوي چې بد په بیرته نه ویني
نه دې څوک وفا کوي او نه به څوک جفا کوي
ما ته چې زما د شعر ستاینې مخامخ کوي
ما پسې همدا سړی خبرې پس شا کوي
چیرته و غزل نو له حمزه او قلندره پس
اوس خو دې یاران جلاله ستا سر ته دعا کوي
عیسی ع ته ... یو منظوم خطبشپړ شعر ولولئ
عیسی ع ته ... یو منظوم خط
جلال امرخېل
ستا راتګ هم د هغې د خولې وعده شوه
چې هر څومره لنډیده هومره اوږده شوه
تر دې پس نو انتظار د څه خبرې ؟
د راتګ دې هره نښه راښکاره شوه
د ماجوج لښکرو هم غرونه سوري کړل
له اوه سمندرونو نه راتیر شول
لرې نه ده چې کعبه به بتخانه کړي
د اقصی له دیوالونو خو چاپېر شول
جوماتونو کې هم امن پاتې نه دی
خلک واړه په دجال پسې روان دي
مستقبل او ماضي دواړه ورنه هېر دي
سربداله دي ، په حال پسې روان دي
استبداد ټوله نړۍ په مخه کړې
هر طرف د ظالمانو راج او باج دی
هره خوا بی انصافی ده ، ځانځاني ده
دې ښامار په سر اخیستی ټول سماج دی
تمدن کمان په لاس ورته ولاړ دی
د تهذیب سینه په سرو غشو سورۍ شوه
له اسمانه شنه اورونه راوریږي
ځمکه هم په خپل وجود لکه تبۍ شوه
خلک بیرته د ځنګل ژوند ته ورګرځي
انسانیت د حیوانیت جامې په تن کړې
د فطرت په رنګینو یی تالان ګډ کړ
او چړې یې په زړه خښې د ختن کړې
یو انسان د بل انسان د وینو تږی
هره لویشته لویشته ځمکه کربلا شوه
د دریاب اوبو د وینو رنګ نیولی
د باروتو په لوګو توره فضا شوه
راروان شه ، نښې څه د قیامت وي ؟
قیامت خو بس همدا دی چې تیریږي
ستا راتګ یوه بهانه د اختتام ده
بی له لمره یوه شپه نه سبا کیږي