پښتو ادب · شاعران
افضل شوق
د افضل شوق پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
افضل شوق
دَ پرون ښکلې مخونه
که نن ګونځې ګونځې ښکاري
نو باید چې دَ نن ورځې
ځلنده ښائیست لرونکي
چټې پېغلې او ځوانان ټول
خپله خپله سر د پاسه
دَ غرور ښکرونه مات کړي
او په دې حقیقت پوهی شي
چې هغوئ به هم ښکارېږي
د سبا په آئینو کې
لکه وچې شاړې ونې
دَ خپله لاسهبشپړ شعر ولولئ
دَ خپله لاسه
افضل شوق
بخت په ما پورې ګرم نه دی
نه وختونو یم ترټلی
ما خو خپله دَ خپل لاسه
دَ ماشوم زړګي په خوښه
دَ یو چا په خواخوُږۍ کې
په صله دَ خوږې مینې
په اثر دَ مړامو سترګو
دَ سکون ډک ډک جامونه
چَپه کړي دي پخپله
بېلېدل ګران ديبشپړ شعر ولولئ
بېلېدل ګران دي
افضل شوق
چې دَ اشنا دَ هېرَولو په نیت
په واښ دَ صبر ځان تړمه څونې
او لا یې عکس عکس پرېمنځل غواړمه
دَ خپلو سترګو له ایندارو څخه،
دُونې مې زړه شکوي تڼیانې ورته
او راښخېږي له اوله هم زیات
لکه په ځوزو پېچل شوي ورېښم
چې خلاسَوې یې څنګه څنګه په پام
هغونې دوئ په کې اړکېږي نور نور
اشتهاربشپړ شعر ولولئ
اشتهار
افضل شوق
هغه حیاء او دَ حیاء مجسمه
هغه دَ کور او دَ عزت مېرمنه
دَ نوې دور له تقاضو سره نن
څومره بېباکه غوندې
سترګو ته وړاندې وړاندې
لکه لېبل دَ شُهرت
لکه ټائیټل دَ کتاب
دَ خپل ښائیست په سوب
دَ ژوندانه په ښاریو کې ښکاري
دَ هر بازار په دُوکانو کې دلته
دَ شرافت په لمن
دَ پېغلتوب او بې شرمۍ اشتهار
ما او تا چېبشپړ شعر ولولئ
ما او تا چې
افضل شوق
څومره څومره نیزدې کېږو
د ومره زموږ دَ مینې تنده
نوره نوره
هم غمېږي تر دې هانده
چې موږ دواړه
که څه هم جوړه جوړه
جهان ته ښکارو
خو، بېل بېل مو سرابونه غُولوي اوس
ما او تا هم له یو بله بېلوي اوس