د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اجمل ښکلی

د اجمل ښکلی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

زما د تندې اميد سم نه و

هغه سراب اۤب زمزم نه و

 

زه د ګلاب حسن نيولى ومه

ما سره فکر د شبنم نه و

 

زه چې ايره شومه، نو هسې نه شوم

د هغو سترګو اثر کم نه و

 

محبت تا ايسارولى نه شو

خوشبو د ګل موټي کې تم نه و

 

زما به خود مسخه کېدله څېره

د خواهشونو يو ستم نه و

 

که اهميت و، نو و ستا د موسکا

راسره فکر د خپل غم نه و

 

الله اجمله، ستا ستومانه روح به

ارام د ګل په غېږ کې هم نه و

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

يو غزل مې عنايت* کړ؛ زړه مې سپک شو

ستا د څو ورځو راکړى غم مې ورک شو

 

تغافل د ښکلو دومره کړم پرېشانه

چې پر خپله هستۍ باندې مې هم شک شو

 

زمانې څه نهيلۍ دې زړه کې راکړې

څه په خاورو په ايرو دغه ګنج ډک شو

 

دا دستور و چې به درنګ ساعت ته نه و

که به سر چېرته د کوم يو څراغ لک شو

 

خلکو ستورو او آسمان ته تلوسه وه

اجمل يو ځمکني حسن ته هک پک شو

 

* چې دا بيت مې حضرت وحيد بريال کوم وخت وايه نو په ګپ مې ورته د "عنايت" کلمه وکاروله او همداسې مې پرېښوده.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

غمه! ته لږه غوندې سا واخله

زه به موسکى شمه تصوير اخلم

 

دى عنايت ستا د کږو بڼو

په سمه لار ګام په تاخير اخلم

 

سترګو کې ستا لټوم خوب د ژوند

له دې يوسف نه يې تعبير اخلم

 

يو اخري څراغ روښانه دى

د پيمانې دغه تفسير اخلم

 

زه هغه نه يم چې د ګل پر لور

ګام په احتياط او په تدبير اخلم

 

زه د خپل ښار يم ترجمان شاعر

خپلو تيارو ځنې تاثير اخلم

 

اجمله! دا درته څوک نه وايي

چې ستا له سترګو نه شبيګر اخلم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اجمل ښکلی

ورځې مو تورې تېرېدې، شپې مو رڼې لرلې

ستا محبت څومره عجيبې حادثې لرلې

 

زما د درد هرې خبرې ته يې غوږ ايښوده

دغه خوبۍ وې، چې واعظه ميکدې لرلې

 

کله غربت، کله پښتو او کله وېره له ژوند

هرې اۤرزو ته زمانې زموږ پلمې لرلې

 

له همغه نه به مذهب ته وه ورپېښه خطره

چې کوم سړي به هم په خپل لاس کې تسپې لرلې

 

زموږ د زړونو يې په در کې و بس دغه مقام

هغې د خپل حسن لپاره ۤايينې لرلې

 

زما او ستا له محبت او له بېلتون ماسوا

د دې وطن هرې کوڅې بلها کيسې لرلې

 

اجمله هغه زمانه لاړه، چې دې ښار کې به 

لاسو ګلاب درلوده، سترګو به ډېوې لرلې

د تاريخ هميانۍبشپړ شعر ولولئ

د تاريخ هميانۍ

اجمل ښکلی

کله مې سوچ يوسي

چې راروان نسلونه

به زموږ په اړه څه وايي؟

او څه خطاب به راکوي راته؟

له مقبرو نه به راباسي جسدونه زموږ

که اتلان به جوړوي رانه ؟

او بيا يو دم راته راياده شي هغه خبره

که د ځواک واګې وې زموږه له همفکرو سره

نو اتلان به موږ يو

او که چېرته وې ستا له همفکرو سره 

ته به اتل شې او موږ به شو خاينان

تاريخ همداسې کوي

تاريخ دوه مخى او چلباز درباري

چې تا ته وايي، ته رښتيا وايې

او ما ته وايي، ته په حقه يې

تاريخ موږ دواړو ته 

د خپلې درنې هميانۍ خوله پرانيستې

ستا اخيستو لپاره بېلې کلمې لري

او زما لپاره بېلې سکې

د رجعت پسندۍ، د ازادۍ، د اشغال، د مقدسې جګړې

هېوادپالنې، اخوت او داسې نورې په زرګونو سکې

او په زرګونو کيسې

زموږ ذهنونه دي د دغو کيسو زنګ وهلي

تاريخ خورا شتمن دى

ها ها ها 

په خپل تاريخ پورې خندا راشي

چې څومره لوى لوى الفاظ او موږ 

څومره واړه خلک

نه نه

څومره لوى خلک يې 

قربان کړل له وړو الفاظو 

اففف، نه پوهېږم 

چې الفاظ لوى دي که انسانان؟؟؟

ته راته ووايه!

زما حافظه نن سبا ښه نه ده 

ډېر مهم خلک او مهم الفاظ 

رانه له ياده وځي

وړوکى شوى يمه

د ها ماشومې غوندې

چې لېونۍ له دې الفاظو سره نه ده اشنا

بس د خپل بابا د مينې

توده غېږ پېژني 

او دايره يې د ژوند 

د خپل بابا تر ګرمې مچې پورې 

خو د همدې الفاظو په تقدس کې يوه مست لېوني

په يو ټک مړ کړ 

چې اخري ځل لور ته و نه ګوري

دا به هم غټه شي او شايد زما او ستا غوندې به 

د دې الفاظو په مانا باندې هېڅ پوهه نشي

خو زېږوي به

يو لېونى بچى

چې د همدې الفاظو د رښتياينې پښو ته 

خپل بابا بيا قتل کړي

او تاريخ به بيا په خپلو برېتو کې کټ کټ وخاندي

او د هميانۍ خوله به 

په اخلاص پرانيزي