د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالغفورلیوال

د عبدالغفورلیوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلى عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمريز د كب د مياشتې په شلمه نېټه د كابل ولايت د موسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى، په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى.

لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه، لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي او په ژورنالیزم او سیاسی علومو کې يې خپل تخصص د امریکا له مریلند پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی.

اوسمهال د افغان ادبي بهیر/ رشاد کره کتنې او د علم او ادب د خپراوي ټولنې غړیتوب لري.

دندې:

- د ( هنداره ) خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى.۱۳۷۴ل

- د كابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستيال۱۳۷۶-۱۳۷۴ل

- د افغانستان د مرستو دمركز دبشري حقونو دڅانګې غړى۱۳۷۷-۱۳۸۰ل

- په كابل كې د( جګړې او سولې دراپورجوړونې دانستيتيوت ) لومړنى كتونكى(اډيتور) او مسوول۱۳۸۰ل

- په كابل كې دآزادۍ راډيو دپ ښتو څانګې كتونكى او خبريال۱۳۸۱ل

- د افغانستان داساسي قانون دكميسيون دمطبوعاتي څانګې مشر او د دارالانشا وياند۱۳۸۱-۸۲ل

- د افغانستان دوزیرانو شورا فرهنګی سلاکار او د فرهنګی چارو د ادارې ریس ۱۳۸۴

- اوس د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رئیس.

په هېواد كې دبېړنۍ لو يې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو، شاعرانو او ژورنا ليستانو منتخب استازى او داساسي قانون دلويې جرګې پر مهال ددغې جرګې دمطبوعاتي چارو دسمون مسوليت يې پرغاړه درلود.

 چاپ شوي اثار :

- مخه ښه او دوه منظومې ۱۳۷۶ ل- پېښور

- ژړا ، اور ، مينه دشعرونو ټولګه ۱۳۷۷ل-پېښور

- هوسۍ منظومه ۱۳۷۸ل – پېښور

- ارشاك او اوشاس منظومه ۱۳۸۰ل- پېښور

- دوريښمو تول دپښتو شعر داوسمهالي بهير كره كتنه۱۳۸۱ل كابل

- دماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې دماشومانو دادبياتو په هكله ۱۳۸۱ل- كابل

- كله چې ته خپه شې دشعرونو مجموعه۱۳۸۲ل- كابل

- دنيلوفرو كيسې راټولونه (دافغان ښځو په هكله دبيلابيلو ليكوالو كيسې ( ١٣٨١ ل ) پېښور

- نه ته می هیره نه وی د شعرونو مجموعه

له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې دهېواد په مجلو او خپرونو كې .

يو شمېر ناچاپ كتابونه هم لري. 

په مينه

صديق الله بدر

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

جادوګرې ته سرودبشپړ شعر ولولئ

جادوګرې ته سرود

عبدالغفورلیوال

جادو ګرې څه دې وکړل
چې دې داسې لیونی کړم
دا په سترګو کې دې څه وو
چې له ځانه دې پردی کړم
 
جادوګرې څه دې وکړل
چې د چین ماچین پا چاشوم
ښاپیرۍ مې شوې کنیزې
چې ستا سترګو ته ګدا شوم
  
جادو ګرې څه دې وکړل
 کفرو دین دې له ماواخیست
 ماخودبین چې په کې ځان کوت
هانګین دې له ما واخیست
 
څه منتر دې په ما وکړ
چې  کتاب نه مې زړه تور شو
ستاد مینې ستوري شمارم
بل حساب نه مې زړه تور شو
 
څه منتر دې په ما وکړ
تاته دومره در نږ دې شوم
 ستا په روح کې مې ځان ولید
 ستا د نور ذرې ذرې شوم
  
جادوګرې ستا د سترګو
 له پیریانو مې توبه ده
 بسم الله د سپینو زرو
 مې په غاړه کې پرته ده
 
جادوګرې  څومره ښه یې
 په سندرو دې بلد کړم
 لکه شین طوطي غږیږم
 په شکرو دې بلد كړم
 
 جادو ګرې څومره ښه یې
تا له مینې نه خبر کړم
 زه ساده د غرو سړی وم
 تا په سمولارو سر کړم
 
 
 ته پوهیږې جادوګرې
 چې ته څومره ښایسته یې
 له غزلو نه رنګینه
 له سندرو نه پسته یې
 
 ته پوهیږې جادوګرې
 نور له ژونده جدا کیږم
له دې وروسته ستوري شماره
 په آسمان کې پیداکیږم
 
جادوګرې لاس دې را کړه
چې له دې جهانه و لاړ شو
له شکمنو سترګو پټ شو
د ګومان دنیا نه ولاړ شو
 

 

 
 چې د ستورو مېلمانه شو
 له هغه ځایه چې راغلو

 

 

 
جادو ګرې لاس دې را کړه
زماله ژونده زړګی تور دی
 یو آرام ځای  ته مې بوځه
دې دنیا کې څومره شور دی
 
جادو ګرې لاس دې را کړه
 زما ژوند دی ستا په لاس کې
لکه شین غمی د ګوتې
داسې بند دی ستا په لاس کې
 
 جادوګرې  لاس دی ښکلی
د تک سپین سوسن په شانې
رغوی راکړه چې یې ښکل کړم
  دخواږه  وطن په شانې
 
 جادوګرې جادو و کړه
دا ژوندون را څخه واخله
 یا خو اور په دنیا بل کړه
خپل بیلتون را څخه واخله
 
جادو ګرې جادو وکړه
 مادې غیږې ته میلمه کړه
  د ژوندون ورکه مانامې
 بیرته روح را ستنه کړه
 
  جادوګرې زړه مې واخله
 په بدل کې ښکلا را کړه
 ها چې زه ورپسې ګرځم
 هغه ورکه مانا را کړه
 
جادو ګرې څومره ښه یې
لاس دې زما په  سترګو کیښود
 اوس جنت په سترګو وینم
دوزخي جهان مې پریښود
وږی- ۲- ۱۳۸

هلته بېرته ور ستانه شو جادو ګرې لاس دې را کړه

کله چې ته خپه شېبشپړ شعر ولولئ

کله چې ته خپه شې

عبدالغفورلیوال

کله چې ته خپه شې
کله چې ته خپه شې
زه مې له ځان سره دا پریکړه وکړم
چې څه موده دې له لیدلو نه زړګی صبر کړم
ووایم پریږده چې ته خپله را پخلا شې ،زما لیدو ته راشې
کله چې ته خپه شې
زه مې ټوټه ټوټه غرور راټول کړم
ووایم پریږده چې ستا سترګې له ژړا ډکې شي
او په بند ستوني راته ورو ووایې :
ګرانه ما مه هیروه
کله چې ته خپه شې
زه مې د اوښکو چینې وتړم د غم په تیږو
او خپلې سترګې له غوسې ډکې کړم
څو تا په دې پوهه کړم :
(چې دا ځل ټوله ملامته ته یې )
کله چې ته خپه شې
زه په خالي لارو کې ستا د ګام آواز لټوم
چې ګوندې بیا به راشې
پوهیږم نه، چې ولې
ستا په راتلو باندې باور لرمه
کله چې ته خپه شې
ځمکه ځای نه راکوي
غواړم چې راشې ، یو او بل ووینو
زه مې د سترګو په ګیلو باندې تا وپوهوم
(چې دا ځل ټوله ملامته ته یې )
او ته د سترګو په ګیلو باندې ما وپوهوې
ګرانه ما مه هیروه

ستړی يمه ستړیبشپړ شعر ولولئ

ستړی يمه ستړی

عبدالغفورلیوال

عشقه ناوخته راغلې
نړۍ د زرودسکو په ټولو لو بوخته
 ستاملنګۍ ته د چاپام نه شته
 په چا به رحم وکړې؟
دلته چې مینې ته ګناه وایولا
 ته به دې اسپه چېرې ودروې؟
 عشقه ناوخته راغلې
 غر بنیاد مونه ډک
سیند بنیاد مونه ډک
 چېرې خالي د جنون دښته نه شته
  نو وایه عشقه ستا شلیدلی ګریوان
 خپل ببر سر
 او زما دمینې اوښکې چېرې یوسم؟
عشقه نا وخته راغلې
 زه نور زلمی نه یم چې مینه وکړم
لکه آدم د خپل هابیل او قابیل
 دشخړو سیل کوم
 عشقه نا وخته راغلې
 د بې مهریو د ساده نسل له لاسه ژاړم
څوک مینه نه پېژنې
 خو په مینو پورې دومره خاندي
چې کله کله ور نه ځان هم هېرشي.
نو عشقه داسې حال کې
وایه چې تاڅنګه کړم
خپلې محبوبې ته مې څه ووایم؟
او له ژوندون څخه داستړی بدن چېرې خښ کړم؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفورلیوال

یــــــوڅــــوک دې پـــه ســـنــدرو او پـــه ویـــر یـــــــــادوي
مــــــریــــد دی پـــــه حــــلـــقـــه کـــې نــوم د پـــیـریــاد وي
 
د زلــــفو پــــه  تـــړلـــو مـــوڅـــوک کـــــــــــــله نـــــــاز وي
زمـــــوږ د جــــنــــون نـــــښـــې پــــه زنــــځـــیـــر یــــاد وي
 
زمــــا د لــــمــــدو ســــتــرګــــو مــــاتــې مـاتې آیــیـــــنې
دویــــنــــو، اوښــــکو مـــنــځ کـــې ســتا تـصویر یادوي
 
چـې زړونـــه رانه یوسي خپل ښایست  ته شي مغرورې
چـــې زړونــــه مـــو رامــــات کــــړي نــــوتـــقــدیر یادوي
 
د یــــارد نــــامه تــــوري مــــې ســـلګـــیوکـــې مـاتـیــږي
دا څــــوک پــــه دې دنـــــیا کــــې مــــافــــقـــیـــر یــــادوي
لیندۍ۱۳۸۲
دشها د ت کلېمهبشپړ شعر ولولئ

دشها د ت کلېمه

عبدالغفورلیوال

ته مې یادیږې خو در تللی نه شم
ژوند مې په هرګام کې اغزي کرلي
پوهیږې؟
 ژوند نه مې زړه دومره  توردی
لکه دا ستا له  تورو سترګو څخه
چې په رنجو ککړه او ښکه راشي
 او ستا د تور کمیس ګریوان کې چیرې ځان پټ کړي
پوهیږې؟
 ژوند ستا د بیلتون له غم نه لوی پيټی دی
 خو تر هغو به یې پر سرګرځوم
چې  یوه ورځ یې ستا په مخ کې کوز کړم
 مامې د مرګ وروستۍ سلګۍ یوازې تاته پریښي
 پریږده ! د ژوند وروستۍ شیبه ښکلې شي
 پریږده، چې ستا په مخ کې
 د شهادت دا کلیمه در سته کړم
 خدای  خو شاهد دی چې پر ما ګرانه یې.
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفورلیوال

مه وایه چې سترګو کې مې تش د خـــمـــــــار سره اوسي
دلته خــــــــــــــــو زما هم یو وړوکـــــی غوندې زړه اوسي
 


څه په درز چمبه وهي او ګډې شــــي ګیډۍګیــــــــــــډۍ
دنګې چټې پیغلې چې سر خیــــــــلې د واده اوســــــــــي
 


لمره دعا نشم کړای چې کلي تــــــه دې وبــــــــــــــــــــولم
دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوســـــــــــي
 


سم به وي ، خو کم به وي،زړه ستا د قد دربــار نـــه دې
ستا د بڼو کور دې دلته ټول پکې کاږه اوســـــــــــــــــي
 


سیند ورنه راوړي سپینو اوبو کې سـور د وینو رنګ
ښکاري چې بر کلي کې لا اوس هم پښتــــانـــه اوسي

زما قبربشپړ شعر ولولئ

زما قبر

عبدالغفورلیوال

بیګاه مې خپل قبر په خوب لیدلی
قبر مې اووه لارې دی
د راتلو اووه دروازې دلته راځي
لوږه
         خپل ورور
                           غیرت
                                   او جنګ  پرایمان
میراث
            پیسې
                           او مینه
قبر مې اووه ځله تر نورو تیاره
قبر مې ډېر تر نورو خلکو تور دی
قبر مې کولپ لري
                             د سروزرو زنځیر پرې ځوړند
قبر مې زوی جوړ کړی
زوی مې د قبر  واستا کار  دی
                                          او وراره مې زرګر
دواړه قبرونو ته د سروزرو زلپۍ جوړوي
ورور مې قصاب دی
هره ورځ له خولو نه شونډې ریبي
او زما پر قبر یې خورې کړي لکه پاڼې د ګل
مور مې ماښام تیاره یو پنډ لیونتوب
زما پر خاوره باندې وشیندي او کټ کټ خاندي
او د خپل سرتورې او سپینې کوڅۍ
اووه ځلې واوبي او وې سپخوي
یوه بي بي تر اوو ټیکر یو لاندې
زما پر قبر بوڅه ناسته ده او پټه ژاړي
زما پر قبر د زقومویو نیالګی را شین دی
زما قبر قصر غوندې اوږد جوړ شوی
او د تاریخ په څېر پینځه زره زینې پرې جوړې
زما قبر زما د ټولو ترونو او نیکونو له جګړو څخه لوی
زما قبر ډک د تیرو تورو له شرنګا او خرپــــــا
زما قبر لویه عبرتناکه کیسه
              ددې فاني دنیا ژوندو خلکو ته
زما قبر ډېر ښکلی دی
زه مې پر قبر مین
زه مې په قبر باندې سرور کوم
زه د خپل قبر د ساتلو زړور سرتیری
زه د خپل قبر پر تاریخ ویاړ کوم
زما قبر سوری دی هره ورځ را څاڅي
زما هډوکي په اوبو کې خیشته
زما د ابد د کور ډبرې ورستې
خاوره یې ټوله په سرو وینو خوسا
زما قبر زما د شهادت د دورغجنې کیسې راز ساتلی
زما دا بد کور د دوزخ ګاونډی
دلته پیریان له جزیرې راغلي
ټوله ورځ سر په هو هو هو دي
                                                قصیده پخوي
یوه ناولې ښځه راشي خپلې بنې باندې
هغه تاویز چې په هیندو یې کړی
او د خوګ وازده کې یې پټ پوښ کړی
زما د قبر په لویدلي اړخ کې ننه باسي
زه د دوه بنو د زړې دښمنۍ
ډېرې کیسې په خپل تیاره قبر کې پټي ساتم
زما پر قبر دزقومو یوه ونه شنه ده
بیګاه یو ورک عرب زما د قبر خاوره باندې
                                                           ځان و څانډه
او کوم شین سترګي شیطان
پر همدې خاوره سره شراب تویې کړل
زما پر قبر باندې لار تیره ده
نه توبه ! زما قبر په لاره کې دی
زه یو نوم ورکی مړی
پر خپلې خاورې یوه ماته شناخته هم نه لرم
چې پرې خپل نوم ولیکم
مګر پر ما مې قبر ګران دی
او لا ویاړمه پرې

            
                                                          ۲۷ -حوت ۱۳۸۶

تصويربشپړ شعر ولولئ

تصوير

عبدالغفورلیوال

 ستا رالېږلی تصویر
 هغه په  تور ټیکري کې ښکلی تصویر
هو!
همدا اوس هم زما په لاس کې دی او ګورم ورته
 ستا ښکلې سترګې خو تصویر کې هم خبرې کوي 
 لیونۍ!
سترګو کې دې څه پټ کړي؟
 چې زما ټول عمر یې وخوړ
خوتفسیرمې نه کړې

شپه، ته او سمندربشپړ شعر ولولئ

شپه، ته او سمندر

عبدالغفورلیوال

 شپه په سمندر کې سپوږمۍ وناڅي

راشي ځان په هره څپه ووېشي
شپه په سمندر کې چوپتیا هومره ده
باد ته ستا د زلفو نڅا اورمه
شپه په سمندر کې دومره پاکه ده
سترګو کې دې رنګ د څپو وینمه
ستا په سپینو مټو د سپوږمۍ رڼا
وښوییږي پر یو ځي د اوبو په مخ
سپینې بتې ځان څنډي له ستورو نه
لویې څپې راشي هوا یخه کړي
واخله زما کوټ پر اوږو واچوه
زه به دې پر ملا باندې یو لاس کیږدم
لرې د افق کنارې وګوره
وریځې د نقرې په شانې رنګ لري
شپه په سمندر کې سپوږمۍ کرښې شي
څه د څپو څنډ وته ځلا ورکړي
څه دا ستا پر مخ د رڼا خط جوړ کړي
څه دې په تندي او څه په غاړه کې
سیوري سره ګډې شي قیامت جوړ کړي
شپه په سمندر کې چوپتیا ډیره وي
باد چې هرڅه وایي زه یې اورمه
دوه ستوري ځلیږي ستا په سترګو کې
زه ستا د فکرونو سلسله لولم
بس یوازې زه او زما خدای خبر
ویره، پریشاني او خوشالي چې ټول
ستا څېره کې یوځای شي وژل کوي
دومره لوی جهان کې تنها زه خبر
ستا څېره، سپوږمۍ او څپې څنګه وي
دومره لوی جهان کې تنها زه خبر
شپه په سمندر کې ښکلا چېرې وي
دومره لوی جهان کې تنها زه خبر
سترګې د جانان د ستورو څه کیږي
دومره لوی جهان کې تنها زه خبر
بتې د جانان د مټو څه کیږي
 
۲۴ تله ۱۳۸۵
وعدهبشپړ شعر ولولئ

وعده

عبدالغفورلیوال

 نه!

   ته مې هېره نه وې
ته مې په یاد وې، ستا وعده مې  هم په زړه باندې وه 
زما یا دونه لا، له تاسره وو
خوخدای(ج) خبر چې ولې در نه غلم ؟
باران په شړک وریده
 ما د باران د ټولو څاڅکو په شمېر ته یاده کړې
تا راته ویلي وو چې زه به ځان په واینو لوند کړم 
کله چې  ته راځې نو زه به په شرابو کې لمده خیشته یم
هو! دا مې هرڅه یاد وو
 ستا د وعدې هره شیبه مې په خاطر کې شنه وه
زه پوهیدم هغه ډیوې چې بلې کړې وې تا
 اوس خلاصیدې او وار په وار مړې کیدې 
خو خدای(ج) خبر چې ولې درنه غلم
ته مې په یاد وې، ته مې  نه وې هیره
او په سرو واینو کې لوند خیشت بدن دې 
 زما سترګو ته نیغ  ولاړو
زه پوهېدم چې ته به راشې
 زما د خونې وربه وټکوې
 زه پوهېدم چې له ژړانه به دې سرې سترګې را واړوې
 ګیله به وکړې:
چې شراب خلاص شول، ډیوې مړې شوې
ولې را نه غلې ته؟
 زه پوهېدم چې زه به چوپ ولاړیم 
ځکه زه نه پوهېږم
  چې ولې درنه غلم
 زما په لاس کې به یوسپین کاغذ وي
 ما غوښتل شعر ولیکم
نه شعرمې نه لیکه همداسې ناست وم 
 یوازې سپینه پاڼه
 زه پوهیدم چې ته به پاڼه زما له لاسه واخلې
په دې ګومان چې ما به نوي څه لیکلي وي پرې
 خو پاڼه سپینه  ده یوازې یې په سرکې دي یوڅو توري:
(غواړم وطن ته ولاړشم.)
۱- مې- ۲۰۰۴
ټوسن- امريكا