پښتو ادب · شاعران
رفیع الله ستانکزی
د رفیع الله ستانکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
تندي دپاسهبشپړ شعر ولولئ
تندي دپاسه
رفیع الله ستانکزی
لکه خورې زلفې تندي د پاسه
دومره غمونه مې زړګيد پاسه
څوک مو مرى باندې چاړه راکاږي
څوک مو خزان شول پسرلي د پاسه
راتههېڅ پام دهغه چا نه کيږي
چې يې نازونه وړم زړګي د پاسه
پورته له مينې مېيودا ګټه کړه
په لاره پښه نه ږدم مېږي دپاسه
څومره اداوې چې دښکلووينې
دومره غمونه ستانګزي دپاسه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رفیع الله ستانکزی
تا چېمخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بيا کړه
چې رقيب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زماکړه
په سيندونو دې لاهو ارزو زماکړه
زه خو تل دا ستا دمينې خريدار وم
خو تا تل له پاره لار مانهجدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضاکړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزيه تا خو مينه په رښتيا کړه
دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون
رفيع الله ستانګزى
رفيع الله ستانګزى
سړی خوريبشپړ شعر ولولئ
سړی خوري
رفیع الله ستانکزی
تورې سترګې دې ښامار دی سړی خــوري
سپين رخسار دې پريوار دی سړی خوري
تـــورې وروځې دې کــږې وږې پـه سـترګو
کـه منصور اوچت په دار دی سړی خـوري
ولــــولــې د محـبت راســـــــره مـــــل دي
شــوخې ســـــترګـې دې موجونه په يـرغل دي
خـــولــه غـونچه ګـــــل د انار دی سړی خــوري
ســپـين رخسار دې پريوار دی سړی خــوري
چـې خـــبر شــــوم د خـپـل ځانه نه ناخبر شوم
چـې ستانګزيه پېښ پـه څه رنګه دلبر شوم
بــــــې وفـــــا کــــه وفـــــادار دی سړی خوري
ســپين رخسار دې پريوار دی سړی خوری
د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون