پښتو ادب · شاعران
اقبال اقبال
د اقبال اقبال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
له بل چا څه پوښتـــــو بــــــــــس ته ووايه
چې خپله خوله راكړې كه سوال ښه دى
د وصل يوه شيبــــــــــــــه تر عمره ښه ده؟
كه انتظار يې ســــــاعت نه كال ښه دى؟
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
څلوریځهبشپړ شعر ولولئ
څلوریځه
اقبال اقبال
خير كه تـــــــر داره پـــــورې ورسيږې
خو چې تــــــر ياره پـــــورې ورسيږې
تر هغې ځه د ژوند سپيره دښته كې
چې شنــــــــــه بهاره پورې ورسيږې
مورېبشپړ شعر ولولئ
مورې
اقبال اقبال
ماته له خپـــــله ځانه ګرانې مورې
پرما زړه سوانـــــدې مهربانې مورې
ته تل دعــــــــــــــــــا كړې چې زما
پوره شې ټــــــولې ارزوګانې مورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
زړه مې سترګې سترګې لكه ستورى دى
ورك رانــــــــه جانان دى ورك يې لورى دى
راشه چې د زړه پـــــــــه رباب ياد دې كړم
نوم دې لكه خــــــوږ د غـــــــــزل تورى دى