پښتو ادب · شاعران
اقبال اقبال
د اقبال اقبال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
له بل چا څه پوښتـــــو بــــــــــس ته ووايه
چې خپله خوله راكړې كه سوال ښه دى
د وصل يوه شيبــــــــــــــه تر عمره ښه ده؟
كه انتظار يې ســــــاعت نه كال ښه دى؟
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
چې عشق راوښوده د ميـــــــــــــنې د رازونو ژبه
اوس سره وايو مونږ د سترګــــو او د زړونو ژبه
خدايه باران د كــــــــــوثـــــــــــــــــري ميو راووروه
له مودو وچــــــــــــــــــه ده له تندې د وختونو ژبه
چې مې د هجر شپه په ساندو او په وير تيره شي
ځكه مې زده كـــــــــــړه د بــــــــلبل د فريادونو ژبه
زما د روح د تــــــــــــږي ذوق تنده پرې تل ماتيږي
ګونګه يې مه كړې د شپونكي د تورو غرونو ژبه
اقباله تايې چې لـــــــــــــــه درد سره ياري كړې ده
ځكه غزل دې شو د تــــــــــــــــــــــــاندو پرهرونو ژبه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
لكه د سپينـــــــــو اوښكو سپينې ډيوې
زړو كې مو بلې دي د مينـــــــــــې ډيوې
مونړ وې د سپين سحر په نوم شيندلې
رنګ به مو راوړي هاغه وينــــې ډيوې
د بيلـــــتانه بدرنګې وخــــــــــــــــــــــوړمه
د وصـــــــــــل بلې كړه حسينـــــې ډيوې
ساقيبشپړ شعر ولولئ
ساقي
اقبال اقبال
ساقي چې شـــــــــــــراب را نه كړې جامونه ماتـــــــــــــــــــــوم
پر نورو ميخورانو دې ســــــــــــــرونه ماتــــــــــــــــــــــــــــــــــــوم
(په خوي او په فطرت كې زما ټكـــــــــــــى وفا نشتــــــــــــه)
اشنــــــا راته ويل چې هســــــــې زړونه ماتـــــــــــــــــــــــــــــــوم
د ميني پرځاى تخـــــــــــــم چې د كركې شينـــــــــدي چيرته
په سوك د داسې كس خـــــــــــــوله كې غاښونه ماتـــــــــوم
په پښو كې يې نور وړاى نشم، كړې پښې يې راته ماتې
د وخت دا زولنـــــــــــــې، دا رواجــــــــونه ماتـــــــــــــــــــــــوم
كه خداى وكړي، كه ونغاړم تصوير يې په غــــــــــزل كې
پر مخ د تخـــــــــــــيل يې زه رنګــــــــــــونه ماتــــــــــــــــــــوم
دا خپل دې ليــــــــــوني ذوق يې راوستـــــــى يم ديدن ته
خداى مه كړه چې ګلـــــــــــبڼ كې به ګلونه ماتــــــــــــــــوم
حضـــــور ته دې راغلى يم د ســـــــــــرو شونډو بوسې ته
په زړه كې مې دا تنـــــــــــدې، دا اورونه ماتـــــــــــــــــــــوم
اشنــــــــا وې لږ د راز و نيــــــــاز دنيــا ته سر ښكاره كړه
بيا ورو ورو درنه خپــــــــــــــــــــله حجابـــــــــــــونه ماتـوم
ګرديز ۲۰ اكتوبر ۲۰۰۵
د خپل ګران نيكه په ياد_ويرنهبشپړ شعر ولولئ
د خپل ګران نيكه په ياد_ويرنه
اقبال اقبال
چې له ځان نه ورته ګران وو
له جهان ورته ګران وو
له طبيب ورته تير وو
له درمان ورته ګران وو
د مرګي موزيګي هاغه
نن له مونږ نه مرور كړ
چې اميد چې يې اسره وه
چې يې ښكلې خاطره وه
په تيارو كې د ژوندون يې
د رڼا بله ډيوه وه
هايې پريښودل دى لاړو
چا له هفو مرور كړ
يوه د مينې ځليدونكي
زړه يې سپينه آينه وه
د اوبو په شانې نرمه
يوه مهينه آينه وه
چې هر چا به ورته څه وې
ده وې دى ښه وايي ښه دى
دا خواخوږى مې د غم دى
خوښ په بدو زما نه دى
لاړو لاړومرور شو
د مرګي په سفر لاړو
وې ېې نه راځم بيا بيرته
آبدي په سفر لاړو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
مذهب زمونږه عشق دى بس د حسن بندګــــي ده
زمونږ له خوارو څه پوښتى چې څنګه زندګـــي ده
هو ياد به ښه نه وي خو مونږ در وې د زړه وينـــې
دا نن چــــې دې د حسن باغ كې دومره تازګي ده
پوهيږو نه حيران يو چې خطا ده زمونږ كــــــــــومه
لار تيره له هر خوا زمونږ پر كلي د مــــــــــــرګي ده
د سوز دا سوى غږ چې يې سړى له هوشه باسي
اقباله دا شپيــــلې كه ســـــــــــــرنده دې زړګي ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
ټول حال به يې ويلى واى ارزو مې ليونى ده
خو كاش چې مې د درد او داحساس ژبه ګونګى ده
د ژوند په لار مو داسې پر ازغنې لارې يون دى
هر اه زمونږ له درده هره ساه زمونږ سلګى ده
اى هسكه داسې نه چې د شكوې خوله مو خلاصه
د نورو واړو جوړه زمونږ ورانه دنياګى ده
چې خداى خبر به كله تر خپل بخته پوري رسي
د زړه ډولۍ كې ناسته مو د هيلو ناوكئ ده
د كومې يوې شهيدې به تر پزې ځړيدله
پرته يې خړه پړه نن په خاورو كې نتكئ ده
اقباله ځان ورك نه كړې لا خو وخت دى ورته پاتې
غزل دې لا ګلاب نه دى غزل دې لا غوټئ ده
د مينې يوه سپيڅلي لاروي تهبشپړ شعر ولولئ
د مينې يوه سپيڅلي لاروي ته
اقبال اقبال
ته خو پوهيږي اشنا
چې هر قدم په فدم
دلته په هر يو ځاى كې
دي شيطانانو خپلې ځالې جوړې
دلته يې نښه نشته
دلته يې مه لټوه
په دومره تله درنه
دخپل اخلاص خواږه دې مه خرڅوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
د ژوند د خم تر غاړې ناست لكه مـــــــــاړه چې ناست وي
داسې مثـــــــــــال د پښـــــــتنو لكه كاڼـــــــــه چې ناست وي
زمونږ د زلمو احساس مړ شوى،دي اوس داســــــــې لكه
د ژوند د خير په غونډې ناست لكه زاړه چــې ناست وي
په كار او ژوند پسې زه څنګه له دوى مخــــــــــــــــــه وكړم
تل مې د زړه كور كې يادونه ميلمـــــــــانه چې ناست وي
ښايي دوى هم د چا ديدار لپاره شپـــــــــــــــــــــــــې روڼوي
ستوري اسمان كې ګرده شپه داسې راڼــه چې ناست وي
دا سوي سوي اسويلي يې شي نغمـــــــــــــــــــــــــــــې د غزل
اقبال دې كله ستا په اور د بيلتـــــــــــــــانه چې ناست وي
پښتو ادبي چمن ټل تهبشپړ شعر ولولئ
پښتو ادبي چمن ټل ته
اقبال اقبال
د ادب چمن دې تل تروتازه وي
د ګلبڼ دې يې هر ګل تروتازه وي
د زړګي ګلاب مې زار ستا له اوبله
كه پرې ستا خيالي اوربل تروتازه وي
مشالونه چې د علم وړي لاسو كې
د هغو زلمو منزل تروتازه وي
ها مې كلى دا د هجر اشيانه ده
هم دې ټل هم دې كابل تروتازه وي
د اقبال زړه سپيلنى شه ترې لوګئ شه
د پښتو چې پرې غزل تروتازه وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
تـــوبه چــې وكړو تــــوبه نه ماتـــــــــــــــوو
د چا پر خوله هــم روژه نه ماتـــــــــــــــــوو
باڼه يې جنــګ پســـې روان وو ډلـــــــــه
وې يې لښكر يو پښتـــانه ماتـــــــــــــــوو
زمـــــــــونږ له دواړو يې و ژوند لوټــــلى
ورځـــــــــو نن كـــور د بيلتانه ماتـــــــــوو
زاهده نيسه! مونږ يې څښو په مــــــــزه
ستا ده روژه، مونږ بوزه نه ماتـــــــــــوو
باران د كاڼو كې يې تخرګ كې نيسو
سرونه مات وړو پيالـــــــه نه ماتـــــــــوو
پر هـــــــاغو وخاندي اقبـــال له غمــــــه
وايي “قسم دى وعده نه ماتـــــــــــــوو!”