پښتو ادب · شاعران
بلینډې بدرۍ
د اغلي بلینډې بدرۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
راوړی چـــــا په تا باندې ایمان دی او چا نه دی
ای ميــــنې ، چا منلی دې قران دی او چا نه دی
دعـــــوه د لېونتوب خو ډېرو کړې پدې چم کې
خو څیرې چا ټټر او بیا ګرېوان دی او چا نه دی
شعرونه
38 خپاره شوي شعرونه
ته زما د ژوند په لارهبشپړ شعر ولولئ
ته زما د ژوند په لاره
اغلي بلینډې بدرۍ
د یو ورک لاروي په شان ته
چې له کوم پلو راپیښ شوې
مسکو سترګو باندې پروت دې
یو ماشوم شان ته جهان ؤ
د خوږلوټې مینې ډک ؤ
هر پړاو ېې بیل داستان ؤ
غزیدلې پکې لارې
د رازونو،د نیازونو
له طور غره هان تر معراج وې
د سپیڅلې ښکلا میره
لکه څکلي ېې شراب وي
د کوثر په کنډولونو
څه مغروره شان خوماره
په تک سپین مخ دې اوده وه
چې لړۍ ېې د ریشتې وه
هان تر لمره رسیدلې
هم راپټ دې سرکو شونډو
د حسین له وینو رنګ ؤ
د مسکا خوی دې ؤ تللی
کټ مټ رنګ کې تر یوسفه
ستا وړې وړې خبرې
لکه سُور چې یاغي شوی
د سیتار له هر یو تار وي
هر یو توری ېې شاعر ؤ
وریدې ترینه سندرې
پکې نغښتی هرتصویر ؤ
د بدرۍ سره د مینې
فلسفه دې وه د زهن
له لقمان سره نښتې
زما هوش نه خو نو ځکه
بوټ زړګی دې ؤ ویستلی
هکه پکه وم درپاتې
ته هم ورو ورو زمازړه ته
د قوسین له حد راتیر شوی
خو بس دریغه چې دا څرنګ
فیصله دې پټه وکړه
که دې کومه وړه حوره
لکه خوب کې ولیدله
داسې زر چې ورته تیر شوې
له خپل ځانه، له جهانه
نه دې څلی راته پریښو
چې پرې ژوند مې بلینډه کړم
نه هم شناختې دې ولاړې
لکه ستوری د ماښام وې
دوه شیبې دې زندګي وه
او په خپله مخه لاړې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
وږمې د سپین سهر بس پو کولې بلینډې
دژوبل انتظار مې مړکیدلې بلینډې
تصویر به ېې ستا ښکل چې وداسې په مستۍ وې
په مخ مې نن د اوښکو نڅیدلې بلینډې
قبول چې مې پرې سوال شو نو له هاغې ورځې تل به
زیارت کې واړو جونو ګرځولې بلینډې
ډولۍ وه،جنازه وه، که له جنګه مات لښکر ؤ؟
له ورا ېې منډهیر کې ښکاریدلې بلینډې
شهید ماشوم ته واړه پریښتې په هرکلي وې
دستورو چې اسمان کې رپیدلې بلینډې
یا شپه د پینځلسي وه ، یا خو ستا د راتلو غږ ؤ
په هره لار د چم چې بلیدلې بلینډې
۳\\۱۴\\۲۰۰۵ پیښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
راوړی چا په تا باندې ایمان دی او چا نه دی
ای مېنې ،چا منلی دې قران دی او چا نه دی
دعوه د لیونتوب خو ډیرو کړې پدې چم کې
خو څیرې چا ټټر او بیا ګریوان دی او چا نه دی
بس کاشکې چې د ټولو ژڼو زور در باندې بر وای
غربته چاخلاص کړی درنه ځان دی او چا نه دی
خوښ کړی نو دنیابه وي د مینې هر پړاؤ خو
ژباړلی چا د خپل سر په تاوان دی او چا نه دی
بیعت خو د سندرو سره ټولو خلکو کړی
خوځان چا رسولی تر (رحمان)دی او چا نه دی
تصویر ېې که هر څو دې د غزل سترګو کې اوسي
لیدلی (بلینډې) چا دې ارمان دی او چا نه دی
۱۶\۸\۲۰۰۵
هئ، زما د ژوند ملګریه !بشپړ شعر ولولئ
هئ، زما د ژوند ملګریه !
اغلي بلینډې بدرۍ
هئ، زما د ژوند ملګریه !
د ماڼیو په ښارو کې
هاغه ورځ به هم ته ورک وې
چې مې جوړه کړي همزولې
لکه ناوې د پریو
راخورې مې چې کړي زلفې
په تندي مې ټیک ځوړند کړي
سور پیزوان کړي را په پوزه
د نریو وروزو مینځ کې
د کاجلو خال را جوړ کړي
را په غاړه کړي هارونه
د نرګسو،د رامبیلو
سور سالو راباندې خور کړي
غبرګ ځونډي د لونګینو
په اوږو مې را ځوړند کړي
وار په وار راباندې شیندي
خوشبوېي د ګلابونو
له هر خوا راباندې اوري
زیړې ، سرې د ګلو پاڼې
لوی واړه راپسې ژاړي
سره په وینو دنګو جونو
په وهلو خپل تندي وي
وهم پروت به وي په کلي
ساه به الوتې وي له لارو
ته به نه وې لیونیه
څوسرزوري د چم ژڼي
په اوږو به مې کټ واخلي
خو ډولۍ به مې د ژوند وي
ستا له روڼې دنیاګۍ به
ما همیش وي ستر ګې پټې
ته به ورک وې ...بس همداسې
د ماڼیو په ښارو کې
د زیړڅڼو دنګو دنګو
جینکیو په ښارو کې
هلته لرې په صحرا کې
دریګونو په موجو کې
چې ېې سر دی له اسمان سره نښتې
ها چې لارې پکې نیشته
ها چې پلونه پکې تښتي
ها چې سرې لمبې راووري
هاچې مري پکې له تندې
ځل وهلي سرابونه
ها چې ساه د خاموشۍ ده
پکې وتې له هیبته
ها چې نیشته پکې نښه
دژوندون د یو شیبې هم
پکې وچ ککړ ولاړ چې
مات ډنډغر د ریدي ګل و
ورک نری شان ېې و سیوری
نو
ستا د تلو نه پس مې ګرانه
ستا د بیا د لیدو هیله
بس هماغلته دفن کړه
۲\\۲\\۲۰۰۴
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
غربت چې دې په پښو کې شرنګولي ځنځیرونه
ما هم د زړه هوس ته اچولي ځنځیرونه
ګودره، جینکۍ به نن څه ووایم چې درشي
نن بیا چې لېوني دي شوکولي ځنځیرونه
بري پسې څوک لاړ دي که له وېرې تښتېدلي؟
په لار چې ترې د کلي غورځېدلي ځنځیرونه
اظهار مې خدای خبر چې د زړګي له ښاره درشي
حیا ېې دي د دړو ټینګ تړلي ځنځیرونه
له لر کلي به را ولي سرزوری لاس تړلی
د کلي څڼیورو پسې وړي ځنځیرونه
چې ورک د بلینډې له شنو بنګړیو دي راګونه
ښکاریږي د کوم ژڼي ژړېدلي ځنځیرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
کوکو راڅخه پټ کړي هره چکه رانه واخلي
زما دلوبو کور، ها وړه مځمکه رانه واخلي
زما په وس چې نه وي نور د ناز دا غلامي ېې
نو واړه ها راکړې ځل ځولکه رانه واخلي
هغه ښکلی ماشوم راشي ، چې غوږ کې دې څه وايم
زه غوږ چې ورنيزدې کړم دئ مچکه رانه واخلي
لينده ېې وي پخپله خدايزده چرته ورکه کړي ؟
څپېړه ماته راکړي ,او لانځکه رانه واخلي
ګونګۍ مې شي سندرې واړه توري مې تربت شي
يو څوک چې د نغمو ښکلې ملکه رانه واخلي
راځه بس بلينډه به داسې نه وي تل روښانه
يو ځل که دا وختونه اور بلکه رانه واخلي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
په ما ای د ا جل لويه ديواله که ورانيږې
زه هسې هم بې څوکه بې وباله که ورانيږې
لږ صبر شه يو څه ځواني ېې پاتې له غربته
بيا خير دی د هر لوري مې مجاله که ورانيږې
انکار دې ېې ځواب وي خير ځواني مې دې هم يوسي
خو يو ځل پرې زړه وکړه بيا مې سواله که ورانيږې
لا رنګ به راوړې سور چې ېې په وينو شې نيک بخته
بيا بريده د ښکلا مې خير دی خاله که ورانیږې
په تا پورې خو ژوند مې دی تړلی نور دې خوښه
زرې زرې به تويه شم ای خياله که ورانيږې
چې ساز دې پکې نه کړه دا زمونږ غريبه مينه
پروا مې درته نېشته سور او تاله که ورانيږې
٦-٢٩-٢٠٠٤
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
خنديږي هر ماښام راته يو ستوری ترې ويريږم
کټ مټ لکه د لر کلي سرزوری ترې ويريږم
تصوير د ليونتوب به دې راونغاړم غزل کې
خو هسې نه ياغي کړي هر يو توری ترې ويريږم
پيرانو رارسيږئ ما په تاسو ځان سپارلي
ګودر ته چې راغلي دي پښې توری ترې ويريږم
اي کاش چې مې دا پل د پيغلتوب نه واي اخستي
چې ډک مې له شکونو دي هر لوری ترې ويريږم
چې نن سبا په کلي کې د شوخو ژڼو زور دي
يودم مې چې تر سترګو شي خپل سيوری ترې ويريږم
په خداي باندې دې سپارمه نورنه راځم ګودره
نظر چې د هر چا شو سړي خوری ترې ويريږم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
دپلو خرپا ېې له ما خوب وتښتوي تر سهر
دا يوڅوک ولې په کوڅه کې ځي راځي تر سهر؟
يوبل ته مسک شي غلي غلي خدايزده څه ووايي؟
راسره سترګې چې ټول ستوري جنګوي تر سهر
دزړه په بام مې د تڼاکو سپينې پېغلې ناستې
چمبې د څړېکو ښه په درز سره وهي تر سهر
په ترنم ترنم راشي د غزل ښاپېرۍ
ما د سندرو په ټالونو زنګوي تر سهر
چا د سېتار په زړه راتېرې کړي تېرې نوکارې؟
بيا به زوېرګي ېې له خولې ځي نري نري تر سهر
بيا بلېنډه دې د غربت دنري رنځ دپاره
بله ډېوه پاس په زيارت کې ګرځوي تر سهر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي بلینډې بدرۍ
په راز مو لکه واړه پوهيدلي ماشومان
مسکي شي چې مې وويني د کلي ما شومان
ګلونه مې ورکړي وو خو ته ېې پيدا نه وي
پرون درپسې ډير وو ګرځيدلي ماشومان
نور څه مې په وس نه وي خو بس تشه په ژړا شم
چې تا له هرې خوا په کاڼو ولي ماشومان
بانې اوس راته مه کړه ځمه مور ته دې ټول وايم
چې تا وو ډک ګودر ته راليږلي ماشومان
لمن لمن کرکڼې چې راوړي تش بلينډې ته
مين خو پرې ضرور دي دا دوه ښکلي ماشومان