پښتو ادب · شاعران
ډاګترزبیح الله حسن
د ډاګترزبیح الله حسن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاګترزبیح الله حسن
ته وا دمیو په پیالو کې موسیدل رنګونه
-چې مې په ګوتو ستا د شونډو تخنول رنګونه
زما په تګ دې چې تر ډیره ښورول لاسونه
-دبوډۍ ټال شوې په هوا دې زنګول رنګونه
پکې نن بیا شفق خوره وه دافق لمنه
-ستا په ګلشن کې درخسار يې ټولول رنګونه
-مصور خیال مې جوړه وای ستا دیادونو تصویر
-دزړه زخمونو مې له پاسه پرې شیندل رنګونه
په اننګو به يې خورې کړې بیا راټولې څڼې
-سترګو که جنګ کړو خو لا سونو لوبول رنګونه
هغه شیندل پرې دګلونو ته بل څه ووایم
-بس په رنګونو کې (حسنه ) لمبیدل رنګونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاګترزبیح الله حسن
وربل غوندي چې ستامو پریشانه زندګي ده
ښکاریږي چې له مونږه پشیمانه زندګي ده
یو پیټی دغربت دی چې له وخت سره درنیږي
بل بار مو په اوږو دا سرګردانه زندګي ده
فکرونوکې مې شوردی اندیښنې مې دې کړې ستړې
جانانه بې له تانه ډیره ګرانه زندګي ده
یوپت دی یوپښتون دی بل ازغي دوخت دجبر
بل دښته دغربت ده اوستومانه زندګي ده
درزا زمونږ دزړونو ده ښکالو دوخت، تیریږي
داوس لاس کي ګړۍ زمونږ جانانه زندګي ده
بس ستا دا ورانه مینه ده چې اوس هم پکې خاندو
کنه زمونږه نوره څومره ورانه زندګي ده
حیران یم چې به ځنګه راکې بیا سا ننوزي
په مونږ پوري خو دلته هم حیرانه زندګي ده
مونږ خپله په غیرت او په پښتو ده ګرانه کړي
چې ټیټ سر پکې ګرزي بیا اسانه زندګي ده
دې خولې په یوه معافي يې په سلګونو مړي معاف شي
نن بیا دپښتونوڅومره ارزانه زندګي ده
ډیوې مې داحساس په مړې کیدو دي تروږمۍ ده
(حسنه) څومره پاتي دې ناځوانه زندګي ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاګترزبیح الله حسن
سترګې دې بیاراته هندارې نه شوې
پیغلې جذبې پکې سینګارې نه شوې
په پخواني نظر دې ونه کتل
له زړه نه زړه ته جوړي لارې نه شوې
ستاسي هم ختم تهمتونه نه شول
زمونږ لمنې هم داغدارې نه شوې
یوا زې شعر اوطبابت خونه دی
رانه هم پاتې نور ې چارې نه شوې
اوښکو ته يې جوړي کړې په مخ مې لارې
دبڼو څوکې دې هوښیارې نه شوې
ټولې خبرې مې په زړه پاتي شوې
شونډې مچکو نه اوزګارې نه شوې
نن يې بې باکه ورکتلي نه دي
چې د(حسن) جذبې خمارې نه شوې