د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سیدرحمن وکړپال

د سیدرحمن وکړپال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

سيد رحمن وګړپال حبيبپه كال ۱۳۳۹ لمريز په كابل ولايت كې زېږېدلى دى.    وروسته له دې چې د حبيبې لېسې څخه فارغ شو د روښان د ښوونكو روزنې په عالي مؤسسې كې شامل شو،  ورسته له فراغت څخه  د رحمن مېنې په ښونځي كې د ښوونكي په توگه وګمارل شو.
كله چې په هېواد كې وضعه د امن له پولې څخه اوړي دى هم رسمي دنده پرېږدي او خپلې پلرنۍ دندې ته چې سوداګري ده مخ اړوي چې له هماغه وخته تر دې دمه په همدې دنده بوخت دى  او اوس په مسكو كې د نورو مهاجرو افغانانو په څېر د هجرت ګډې وډې شپې سبا كوي.
ورته ګوره مړاوو سترګو دې كار كړې
دا چې مــــــــړ يمه خو زړه دې رانه وړى
اوس مې څــله لمبوې په خپلو اوښكو
خلك كلـــــــــــــه لمبوي د شهيد مړى

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

11 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سیدرحمن وکړپال

څه وكړم اشنا درته كتى نه شم

زړه دى له ديدن نه صبروى نه شم

 

ما د يار كوڅې ته ګوره پرې نه ږدې

دا ځلې كه لاړم بيا راتلى نه شم

 

زه هم ځانته مينه كې زړور وايم

يار د خلكو مخ كې ښكلوى نه شم

 

بس دى نور سكوت د حيا مات كړه ته

زړه ته مې تسل نور وركوى نه شم

 

زه وګړپال ډېر له ونې ټيټ يمه

څڼو كې دې ځكه ګل ټومبى نه شم