پښتو ادب · شاعران
عبدالولي منګل
د عبدالولي منګل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
26 خپاره شوي شعرونه
رسوابشپړ شعر ولولئ
رسوا
عبدالولي منګل
زه ســـــتا په مينه کې رسوا رسوا شوم
دټــــولــــو خـــــلکـــــود خندا خندا شوم
ستا په لــــټون کې رته څه نصيب شول
چـــــــــې د کـــچکول سره ګدا ګدا شوم
مـــــــاشوم خـو نه يم چې تر مخ دې ژاړم
کـــــلــــــه چــــــــې ولاړه پـه ژړا ژړا شوم
چې ځان ته کښېنم ځـــان ته داسې يايم
زه نــــــه د ديــــن نـــه د دنـــــيا دنيا شوم
ائ لــــــــــــيونی ! (مــنګله) غږ يې کړلو
ما وې دروغ دي په رښتيا رښتيا شوم
١٩٩٣ \٢\٢١ هالند
ساقي ته سلامبشپړ شعر ولولئ
ساقي ته سلام
عبدالولي منګل
ســــــاقــــي ســـل وارې ســــــلام، سلام
هـــــلـــه زرشـــــه رکــــــــوه د مـــيـو جـــام
زمـــا د نــــوم او د نښان پوښتنه مه کړه
مــــيخانـې خــواتـه ولاړ يـمـــه بـدنـــــام
د زړګـي په پرهرونو کې موسکۍ شي
هـــــغه سترګي چې نرګس دي هم بادام
د سپوږمۍ مخ يې په څڼو کې لاهو کړ
چـــــې را وخـــتلـه بـيــا پـــه ســـر د بــــام
مــــلاجـــان د ټول حلال د دنيا وخوري
د( منګل) لاس کې خالي جام دی حرام
١٩٩٣\ ٧\٢ هالند
شرابيبشپړ شعر ولولئ
شرابي
عبدالولي منګل
زه شــــــرابي جــــــــانـــان یــــــم بس د جـــــانان یــم
خـــــیر کــــــه رســــوا لیونی په ټول جــهــــان یــــم
ټول رنه لار بيلوي ،چې ما خوار ووينـــي څــوک
بيــــا پـــه لار ځـــــــــانګم ړنګ بنــــګ روان یـــم
مــاته په خــپلو لاسو، ياره نن جــام را ډک کـــــړه
نن ته ســـاقي ســـاقي شــــه زه به مــــــهمان يـــــــم
څوک په دې کلي کې شته ،چې ما دې نه پېژني
زه بـبرسـری مـــجــــــــــــنون څـــیرې ګریـــــوان یم
نن مې یادیږي ډیرې ،د چا سرې شوې سترګې
پیـــالـــــــه شوه اوښــــکه اوښـــکه او زه باران یم
پســـرليـــه راشـــــــه يو ځل ، زما ويجاړ محل ته
زه هـــــــــــم بــــلبل يـــــــم دلــــــــته زه هم باغبان يم
ازغــــــي کتل بـــه دې نن ،بيا د چا زړه غوڅوي
تــــه کـــــه طبيب طبيب شــــې زه به درمـــــــان يم
خـــــــلکو په جګه خندا، د(منګل) مه غولېږئ
زه د غـــــمونو پـر ټــــــال يو لـــــــوی داستـــان ي
هالنډ \ ٩\ ٢٠٠٥
شيبهبشپړ شعر ولولئ
شيبه
عبدالولي منګل
ستا کوڅهبشپړ شعر ولولئ
ستا کوڅه
عبدالولي منګل
نـــــه به بيا ستا په کوڅه ګام تير کړم
په ټول عالم کې دې بدنام تيرکـــــــړم
پرهــــر پرهــــر شـــو دا وړوکی زړګی
هر يو ښايسته تش په سلام تير کړم
سترګېبشپړ شعر ولولئ
سترګې
عبدالولي منګل