پښتو ادب · شاعران
عبدالهادی هادي
د عبدالهادی هادي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
دامندر کـــــــــــــه کــلیسا دي که جوکات
یــــــــــــــا اور تـون دی که د میني خرابات
بیل بیل وردی، ستا د کور په لوری مات
لــــــویه خدایه، هري خواته دي ستا ذات
شعرونه
30 خپاره شوي شعرونه
خپــهبشپړ شعر ولولئ
خپــه
عبدالهادی هادي
یو مې په خویندو مساپرو پسې ډیر خپــــــــه یــــم
بل مې دکلي په نښترو پسې ډیــــر خــــپــــــه یـــــم
خیردی کوڅه کې کوټنۍ دخټــــو مــــه جـــــــوړوه
زه مې دلوبو په ملګرو پســې ډیــــر خـــپــــه یـــــــم
کلی خوښه دی ، اوس سکون دی ، پکې ساه اخلو
خو په ټپو او په سندرو پســـــې ډیـــر خـــپــــه یــــم
شیخه داډیرو مسلو دی راتـــــه زړه چــــــوولـــــــې
دچا پستو ، پستو خبرو پسې ډیـــــر خپـــــه یــــــم
لامې یادیږي هره شپه والله په خوب کې راځــــــي
په هغو ستر ګو جادوګرو پسې ډیر خـــپـــــه یـــــم
ښکاربشپړ شعر ولولئ
ښکار
عبدالهادی هادي
ظالـــمـــې څــــومــــره صفـــانــښــه ولـــــــې
ســــم دې رســــاراتــــه زړګــــی وېـــشــتـلی
سبابــــه خـــدای تـــه ځواب څنګه وايــــې؟
تالـــه سنــــدروډک منـــــګی وېــــشــتـــلی
زه هـــــم ښکـــاري يم ،خوښکارنه شم کوی
اوته دزړونــــــوپـــــه ښکـــارښـــه پـوهېږې
خلک بوږنېږي تـــــاتـــــــه ګـــــوتــــه نيسي
وایي دزړونو په ښکـــــار ښـــــــه پــو هېږي
تــــاپـــــه هنـــــداره کې کـــتلـــــــي نـــــه دي
ته دې دستـــــرګــــوبــــه زورڅـــه پوهېږې؟
ته خووېشتل کــــــوې اوغــــشــــــي ولـــې
ته د زخمونو په ټکور څـــــه پـــــــو هېـږې؟
په زړه کــــــې ســــــــل زره خــــبـــــرې لـــــرم
تاته يــــــــوه خبـرکــــــــــولای نـــــــــه شـــــــم
زه دې مــــــات زړګــــــــي بـــــــلاواخـــلــمـه
لا مخـــــــامــــــخ درتـــــــه کتــــــــلی نـــه شم
ستاله ياغي فطرت نه ځـــــــارشــــــم آشنا!
ماله سنتــــــــوبـــــغــــــــاوت کــــــــــړی دی
دامې ګناه ده کـــه ګـــــنـــاه يــــې ګـــــڼــــــې
پټ مې له تا ســـــــره الــــفت کــــــــــړی دی
تاته که مينه جرم نه ښـــــــــــکـــــارېـــــــــږي
نوزه دمينې ريـــــــــــاضـــــــــــت کــــــومــــه
خيردی خپه نه شې،زړه مــــــــاتـــــــې ګـــله
زه هم له تا سره الـــــــــفـــت کـــــــــــــومــــــه
ستاخوپه ستـــرګــــوکــــې دشعرچـيـــنه ده
سترګې راواړوه بې شــــــــــــــــعره يـــــــمـــه
يوخـــــوږغزل رابــــــــانــــــــدې ولـــــــــوروه
زه دغــــــــــزل لـــــــــــه زاړه پېـــــــره یـــــــمـه
رښتياپه يادمې شوچې هېـــــــرمـې نه شي
اوس مې خوبونوکـــــــې هـم ته اوســـــېږې
زه چې محل په خوب کې جــــــوړکم کـــلـــه
په محلونـــــــو کـــــې هــــم تـه اوســــــــېږې
بېګامې خوب ليده په يادمــــــــې دی ښـــه
زه وم ،هادي وم،بـــــــلاشـــــــــوی ومــــــــه
داسې بـــــــــلاوم،چې په تــــــاپـــــســـې وم
له ټولوبېل وم دتــــــــــــاشــــــــــــوی ومــــه
2002پېښور
خوببشپړ شعر ولولئ
خوب
عبدالهادی هادي
بیګا به خوب کوومه،
ښه په آرامه،
تر سهاره پورې،
ځکه خندادې،
نن په ستر ګو کې وه.
ښکلې خندادې،
ماته ژوندراکوي.
که تا خندلې نه وای،
خدایزده،
چې څه پېښېدل !!!
نن به،
د کور،
دڅنګ،
دکان نه،
سګریت نه اخلمه،
شپه مې،
رڼه نه ده،
ویده به یمه،
ښایې په خوب ،
کې دې هم و ګورمه.
غواړم،
چې ژرویده شم.
سنا په خندا کې،
خدایزده،
څه خواږه دي؟
سترګې دې،
ډېرې خوږې،
خندادې،
کوډې کوي
اوه
څومره خوږه شیبه وه،
تا چې خنداوکړله.
رښتیا،
چې هېر مې نه شي،
غواړم چې خوب وکړمه،
داډېرې شپې مې،
ستا،
خپګان ژړلو.
سترګې مې،
ورغللې،
دادی ویده شوم ګلې.
02 / 3 / 22 پیښور
ماشومبشپړ شعر ولولئ
ماشوم
عبدالهادی هادي
ښه پوهېږ
چې مې لاس،
ستا د ټیکري تر پېڅکو نه رسېږي
ښه پوهېږم
چې په ژوند به راته و نه خاندې
داسې به نه شي
چې زه ستا،
خوبوته لاره وکړم
داسې به نه شي
چې زه ستا،
زړګي کې ځاله وکړم.
داسې هم نه ده
چې زه نه پوهېږم
او یا ستا ذهن لو ستلای نه شم
په دې پوهېږم
چې ساده، یالېونی،
او که ډېر لطف وکړې،
ما شوم مې ګڼې
خو زړه ماشوم مې
له دې ټولو سره
لا هم د تا ترزړګي لار غواړي
یو شین سپرلی
یو خوږ بهار غواړي
مۍ ۲۰۰۲ پیښور
دبت مینهبشپړ شعر ولولئ
دبت مینه
عبدالهادی هادي
زما یې څه
چې د بت مینه نه زده
زما یې څه
چې بت له کاڼې جوړدی
زه په یو بت مین یم
زه مې د بت دزړه درزا اورمه
زما د بت
دردونه ډېر خواږه دي
هغه په دردمین دی
هغه له درده جوړ دی
زه خو له بت نه
غبر ګون
نه غواړمه
زمایې څه
چې د بت مینه نه زده
بت مې سخې دی
والله ډېر سخې دی
زما بت له سترګو
شعر اورېږي
او هره ورځ
راته یو شعر راکوي.
هغه له نن سره
تړاوکې نه دی
بت مې پرون کې اوسي
هغه له خپلو خاطر وسره
ژوند ډېر خوښوي
بت ته یو مار
په زړګې ټک ورکړی
چا له رنجو نه
ګبلاس ډک ورکړی
ځکه یې کلک په خولګۍ
لاس نیولې
چا یې جلب
دزړه دآس نیولی
دبت په سترګو کې
یو لوی دریاب
درنځ پروت دی
دشک ښامار
زموږ تر منځ پروت دي.
02 / 03 / 27 پیښور
نڅابشپړ شعر ولولئ
نڅا
عبدالهادی هادي
جنس مې دې نه دی په یاد
لکه د ځان په شانې
دتا هم هېر دی رانه
خو ته مې ډېره خو ښه
ته دګډا
مجلس ته نه یې ناسته
خلک یواځې
نڅا ګره ګوري
هلته یواځې
دلاسونو
اندامونو اود سترکو خوځښت
خوندزېږوي
هلته چې څومر ه نڅا ګرې نه ځان هېروي هومره
خلکو ته خوند ورکوي
ته د نڅا په شان یې
خلک نڅا ته ګوري
دنڅا ګرې
دردته نه ګوري څوک.
خو ته یو بل ډول یې
جنس مې دې نه دی په یاد
لکه د ځان په شانې
د تا هم هېر دی رانه
خو ته مې ډېره خوښه
ته یوه ښکلې
تابلو
یوه د خدای په لاسو
کښلې تابلو
چې هر سهار مې
سترګې
تاکې کرم
په تاکې
خدای ته ګورم
ګویا
چې خدای ته رسم
02 / 3 / 26 پیښور
نوره دي نه يادومبشپړ شعر ولولئ
نوره دي نه يادوم
عبدالهادی هادي
نوره دي نه يادوم
نور به دي نوم
په ژبه وانه خلمه
په زړه به غټ کاڼی د صبر کیږدم
که مې په وس پوره وو
نور دې په لاره
سترګې نه کرمه
له دې نه وروسته به سهار
د تا کوڅه کې
د سګريټو په لوګو
سبا ناری و نه کړم
له دې نه وروسته به نو، سوړ،سوړ اسوېلی ونه کړم
غواړم چې هېره دې کړم
غواړم چې هېره دې کړم
که مې په وس پوره وو
غواړم له ذهنه
ستا د یاد صحیفې ټولې د یو باد مخې ته خوشې کړمه
ما وودښار،
له هر ملانه، یوتاویز اخیستی
ما دې په لار
د هرې ونې
په یو ښاخ وو
یو تاویز ټومبلی
نن دې تر کوره پورې
لاره کوم
بیا دې تر کوره دولاړې
هرې ونې
له هر ښاخه یو تاویز ټولوم
نوره دې نه یادوم
نور به دې نوم
په ژبه وانه خلمه
غواړم چې هیره دې کړم
که مې په وس پوره وو
غواړم له خپل،
یوازیتوب او بې خوبیو نه دې وتوږمه
نور دې له سترګو
غزل نه اخلمه
نور مې د سترګو،
شپنې نه پرېږ دمه
چې د توروشپوکې
ستا د یاد
درڼو ستورو، رمې څر ته بوځي
غواړم له ژوند سره
یو کار وکړمه
نور به نه ښکار شم
نه به ښکار وکړمه
غواړم چې سوچ
درنه انکار وکړمه
که بیا نو روز شو
یا
سپرلی شو، باران وورېده
ما ته به ستا
کلیزه یاده وي خو.
نه به یو بیت
نه به غزل، او نه به شعر د مینې ولیکمه
که په آ سمان کې
وریځې پلنې شولې
او غر غرې بابا،
دوریځو تر شا منډې وکړې
ما ته به ستا،
دنظر کرکه یاد شي
ور اوکړکۍ به،
دواړه کلک وتړم
هیڅ به بهر
له کوټې ونه وځم
زه دې له کرکې ځنې،
تېښته کوم
زما په زړه کې ،
کرکه نه ځاییږي
هیڅ مې ښېرا
درته په خوله نه راځي
که زه دې وران کړم
ته آباده اوسې
که زه خپه یم
ته دې ښاده اوسې
خدای دې،
له ښکلو او مهینو سترګو،
خدای دې له شونډو
خندا مه کوچوه
نوره دې نه ځوروم
نوره دې نه یادوم
که مې په وس پوره وو
غواړم چې هېره دې کړم
د خدای پامان
نور به دې نوم
په ژبه وانه خلمه
اپریل ۲۰۰۲ پیښور
پښیمانه اوښکو یونبشپړ شعر ولولئ
پښیمانه اوښکو یون
عبدالهادی هادي
دقا درخان خټک دلاندینی بیت په پیروي دجوړې شوې مشاعرې په لړ کې :
" لکه زه په یار مفتون یم بل به نه وي مفتون هسې
لکه زه پسې محزون یم بل به نه وي محزون هسې"
دصراط په پله ولړ یو ،
نه شو وړاندې تلای ،
نه شاته ،
که خو ځیږو ،
ترې ولیږو ،
که دریږو ،
پاتې کیږو ،
څه بې خونده دژوند یون دی
سکون هسې خوځون هسې
* * *
په بې لارو ، لارو ، لاړو ،
وو غرور موتر اسمانه،
نه دخپلو مو منله،
نه پردو راته ویل څه ،
دپښیمانه اوښکو یون دی
چې به نه وي جیحون هسې
* * *
څه دوینو ډمې ناڅي
څه داوښکو څپې پا څي
چې سپرلي په شانې څانګې
ځي تر خاورو نهیلي کې
کوم جابر دې را ایستلی
په دې ملک کې فانون هسې
* * *
له جوماته را بهر شوه ،
یوه چیغه سپرلنۍ وه،
دالله (ج ) دنوم همزولې ،
یوه وړانګه ،
پرونۍ وه ،
چې ګونډه یې ،
لیوني کړل ،
دسپین خرس دخوان ملګري ،
په دې ملک کې دباتورو ،
تړون هسې ، پا څون هسې .
پلمهبشپړ شعر ولولئ
پلمه
عبدالهادی هادي
د ژوند مزلو زپـــــــلــــــی یـــــم، دمه راکه
جا ردی شم ګـــــــلاب می شه، وږمه راکه
ژوبــــــــــل یــــم، نا سازه یم، پریشان یم
خپل نوم می ورک شوي دي، نامه راکه
ســـــتـــــــــرګو کی نغمي د خر ابات لري
مړ شومـــــــــــه، بي سازه یم، نعمه راکه
موږ د يه قربـــــــــان د وطـــــــن خلکو ته
شرعه د سندرو په پلـــــمـــــه راکــــــــــه
سپرلی به کله راځيبشپړ شعر ولولئ
سپرلی به کله راځي
عبدالهادی هادي
سهار
دورځو حساب
و رک وورانه
زما د کور
پردېوال زوړند کلیز
یواځې
درې پاڼې
او درې فصله وو
کال مې له اوړي پیل کړ
د سپرلي
پاڼه وه
ورکه رانه.
سپرلی به
چېرته شین وي؟
سپرلی به
کله راځي؟
ځای یې خالي
پر ځای یې
کاڼې شته دي
سپرلی به خدای خبر
پر کومو دښتو
سیوری کوي؟
سپرلي به خدای خبر
د کومو غرونو
غاښوته وي غېږورکړې؟
خو زه یې لاره څارم
سپرلی به
کله راځي؟
ځای یې خالي
کاڼې شته دي
د اپریل پنځمه دوهزره اودوخ پیښور