پښتو ادب · شاعران
رحمت شاه سايل
د رحمت شاه سايل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو ټولګه.
۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې ـــ د شعرونو ټولګه.
۶- آخري سندره ـــ د لنډو کیسو ټولګه.
۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.
۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.
۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.
له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه
شعرونه
46 خپاره شوي شعرونه
ط§ظˆط³ ظ‡ظ طھط±ط®ې ط³طھط±ګېبشپړ شعر ولولئ
ط§ظˆط³ ظ‡ظ طھط±ط®ې ط³طھط±ګې
رحمت شاه سايل
ط§ظˆط³ ظ‡ظ… طھط±ط®ې
ط³طھط±ګې ط®ظˆږې ط³ط§طھظˆ
ط§ظˆط³ ظ‡ظ… طھط±ط®ې ط³طھط±ګې ط®ظˆږې ط³ط§طھظˆ
ط³طھظ€ظ€ظ€ط§ ط¯ ظٹط§ط¯ظˆظ†ظˆ ظ‡ظ€ظ€ظ€ظ€ط¯ظٹط±ې ط³ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھظˆ
ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظˆظ†ږ ط¯ ظˆظپظ€ظ€ط§ ط§ظˆ
ظ…طظ€ظ€ظ€ط¨طھ ظ„ط§ط±ې
ط³ظ€ظ€طھط§ ط¯ ط¬ط¨ظ€ظ€ظ€ظ€ظٹظ† ظ‡ط³ې ط±ڼظ€ظ€ظ€ې ط³ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھظˆ
ع©ظ€ظ€ظ€ط§ڼظٹ ط±ط§ظˆط§ط®ظ€ظ€ظ€ظ„ظ‡ ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ګظ„ظˆظ†ظ‡ ظ†ظ€ظ‡ ظˆظٹ
ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ظˆظ†ږ ط¨ظ‡ څظ‡ ظٹط§ط¯ ط³طھط§ ط¯ ع©ظˆڅې ط³ط§طھظˆ
ط¯ ط§ظ†ظ†ظ€ظ€ظ€ګظˆ ظ‚ظ‡ط± ط¯ې ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ړط§ظˆی ظ…ظ‡ ط´ظ‡
ط¨ظ„ظ€ظ€ظ€ظ€ې ط¨ظ‡ ط¯ط§ ط¨ظ„ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ظ„ظ…ط¨ظ€ظ€ظ€ې
ط³ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھظˆ
ط³طھظ€ظ€ظ€ط§ ط¯ ظ¾ښطھظˆظ† ظ„ظ€ظ€ظ€ظ€ظˆط¸ ظ¾ظ‡ طھظ€ظ€ظ€ظ…ظ‡ طھظ…ظ‡
ط³طھظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§ ط¯ ط¯ظٹط¯ظ† ط³ط¨ط§ طھظ‡ ط´ظ¾ې ط³ط§طھظˆ
ط³ظ¾ط±ظ„ظ€ظ€ی ع©ظ€ظ€ظ€ظ‡ ط¤ ظ¾ط¯ې ط¨ظ‡ ظ‡ظ€ظ€ظ… ط±ط§ط´ظٹ
ظ…ظˆظ†ږ ظˆط±طھظ‡ ط¯ط§ ط´ط§ړې ظ…ظ€ظ€ظ€ظٹط±ې ط³ط§طھظˆط¯
ط®ظ¾ظ„ې ظ…ظٹظ†ې ط§ظˆ ظˆظپظ€ظ€ظ€ط§ ظ¾ظ€ظ‡ ظٹظ‚ظ€ظ€ظ€ظ€ظٹظ†
ظ„ط§ط±ې ط¯ عکظˆظ†ط¯ ط¯ ظ…طط¨ظˆط¨ې ط³ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھظˆ
پښتون يمهبشپړ شعر ولولئ
پښتون يمه
رحمت شاه سايل
خوښ د پښتونخواه په ميکتون يمه
............................پښتون يمه
خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه
..........................پښتون
يمه
*
* *
ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې
.....................زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه
...............پښتون يمه
سود مې په بل نه شي خپله يو بڅری خاوره هم
...................زه ګوره په دې هکله قارون يمه
................پښتون يمه
مړ به يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي
..................
زه د وفا تخم يم ژوندون يمه
................. ...پښتون يمه
زه ورکېدی نه شم د جانان د جبين لمر يمه
................. څيره د ادراک د سباوون يمه
.....................پښتون يمه
زه د بل نه تمه د سزا او قضا نه کوم
................
زه اثير د خپل ننګ د قانون يمه
..................پښتون يمه
مونږ سندرې نه وايو محبوبې د پردو سترګو
...............زه د پښتنو سترګو مجنون يمه
.....................پښتون يمه
سپک نظر يې هم سترګې درندې شي چې راوګوري
..............
زه خدای زيږولی هسې درون يمه
..................پښتون يمه
تل پکې د ژوند د ازادۍ سندرې اړوم
.........زه
شپېلۍ د خپل فکر د شپون يمه.......................پښتون يمه
زه تاريخ د خپل ادراک او خپلې فلسفې لرم
..........زه د خپلې خاورې افلاتون يمه
..........................پښتون يمه
چاته دې څوک نه وايي ما ټوله دنيا پېژني
.............زه خپله عنوان خپله مضمون يمه
....................پښتون يمه
منمه چې وخت له خپلې پاڼې شوکولی يم
.............زه
د خپل وجود د تار تړون يمه
.......................پښتون
يمه
دا چې دې همه دنيا خوړلی وخت په وخت يمه
...........ښکلې يمه، خوږيمه ترسکون يمه
.....................پښتون يمه
وخته که تا نن په خپله خاوره رېژولی يم
................زه به پرې سبا ﻻ رازرغون يمه.....
.................پښتون يمه
داسې پامته دارهم د سپرلي دموسم نه يمه
...........ګل د خپل پرهر د ځيګرخون يمه
......................پښتون يمه
ما به دحالاتو پېچ و خم نه کړي ادل بدل
.................زه خپله استازی د بدلون
يمه.......................پښتون يمه
بل خوا تللی نه يمه په خپل وطن کې ورک يمه
...........رابه
شم د خپل ځان په لټون يمه.........................پښتون يمه
وخته ځه ته ښه لوبې په زړه د (سائل ) وکړه، خو
...........زه
پوی په مطلب د زړه چاودون يمه....................پښتون
يمه
زما په دواړو اوږوبشپړ شعر ولولئ
زما په دواړو اوږو
رحمت شاه سايل
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د
پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د
ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د
آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ
غــــــزلبشپړ شعر ولولئ
غــــــزل
رحمت شاه سايل
چې
د قامت سوری یې لر ته رسي بر ته رسي
د دلدارۍ هنر به څنګ داسې دلبر ته رسي
لا په کابل کې پابندي ده د نارنج په ګلو
ګني هغه خوشبو خو زړه د پېښور ته رسي
زه ګوزارونه د جانان د بڼو پېژنمه
لکه تاو کړی غشی نېغ راځي ځیګر ته رسي
څه بختورې وې د هغو کلو لارې کوڅې
چې یې د هر چم نه سر ونخلي ګودر ته رسي
چې تر هغې به زمونږ زړونه زمونږ وي او که نه ؟
زمونږ ځواني چې د وعدو د ګلو کر ته رسي
هلته د فکر لېوني ګلونه اوغوړوي
زما پیغام چې پښتنو ته چرته چرته رسي
څوک د " سائل " د جادوګر زړه په جذبه پوهیږي
څوک د سائل د جادوګر قلم هنر ته رسي
کــــــــابـــــــــلبشپړ شعر ولولئ
کــــــــابـــــــــل
رحمت شاه سايل
ما لا کابل لیدلی نه دی ،ما کابل ونه لید
خو دغه ښار زما د مستو لېونو خوبونو
د ښاپېریو ښار دیزما د مینې د جمال او رنګینو ښار دی
تیرو نیولی دی خو ښار د پلوشو ښار دی
د خاموشۍ دیوان پرې ناست دي ګني
د شور او شر ښار دی
د پېغلو ښار دی د زلمو ښار دی
ماضي پرستو سادګانو ته په لاس ورغلی
ګني دا ښار د مستقبل د لېونو ښار دید خاموشۍ پیریانو
یې هر ګوټ پیر نیولی
ګني دا ښار خو د ژوندون د تماشو ښار دیما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید
خو د دې ښار د حسن
قیصې مې ډېرې اوریدلي دي په زړه مې لیک دي
دا ښار د ډېرو ژوند پرستو ګلالو ښار دی
دا د سندرو او ټپو ښار دی
دا د سازونو او نغمو ښار دیما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
خو اوریدلي مې دي
چې د آسمان ستوري له دې ښاره رڼا اخلي
خو اورېدلي مې دي
چې د هلمند او قندهار سپرلي
د ده له ګلو نه خندا اخلي
خو اورېدلي مې دي
چې دلته څوک راغلي
سودا یې واخلي چې سودا واخليدا لېونی ښار دی
زما نه ما، له تا نه تا واخلي
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
خو د کابل تصویر زما په زړه کې
خدایزده د څو پېړیو
راسې په خوب اوده دی
داسې اوده دی لکه چاته چې جانان په څنګل
د ډېر شوګیر نه پس اوده پاتې شي
او ویښول یې خپل مین ته له نیمګړي خوبه
یوه ګناه ښکاري
یوه عظیمه ګناهخو چې د خوبه به ویښیږي کله
کله چې ویښ شي او په زړه مې غزونې وکړي
دا غزونې که مې زړه وران نه کړي
ودان به څنګ پاتې شي؟دا نالیدلي قیامتونه زه لیدل غواړمه
دې زلزلو ته خامخا غاړه وتل غواړمه
خو- ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لیدما لا کابل لیدلی نه دی خو زما سندرې
کابل لیدلی په کابل کې غږېدلې هم ده
ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما غزلې
دردونه تلي په کابل کې ګډېدلي هم دي
خلکو لیدي اوریدلي هم ديزلمو دسترګو په تک سور خمار کې
دوی لمبولي هم دي
پېغلو د خپلو اننګو خالونه
پرې ورشیندلي هم ديزما سندره د کابل د پرهرونو ژبه
زما سندره د درد څړیکه د دردونو ژبه
زما غزل د هرې پېغلې هوسۍ
په ګوټ پیرونو د کتو انداز
زما غزل د هرې پېغلې د نم ناکو سترګو
په آئینو کې د زخمونو سینګار
لویو وړو پېژندو
پېغلو زلمو پېژندودغه آواز او ترنم او نغمګي به پېغلو
دغه حسرت دغه ارمان او دغه سوز به لمو
راټولوو د زخمي زړونو د ټکور لپاره
پېغلو به اخستو الهام ترې د خپل شور لپارهما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید
خو. . . .
زه خپل غزل خپلې سندرې د کابل په ښار کې
په داسې داسې ګوټ پیرونو ګرځولی یمه
لکه په هره لار چې تلی یمه
لکه چې هرې افسانې ته رسېدلی یمه
لکه چې هرې ښکالو
هرې سلګۍ هر اسویلي په مخ وهلی یمه
ګام په ګام ،ساه په ساه په چیغو ژړیدلی یمه
اغــــــــازبشپړ شعر ولولئ
اغــــــــاز
رحمت شاه سايل
دوينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري
تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کنه
سترګې دې ډکې شوې په بله اوړي
کاسه راواخلم شراب جوړ کړم کنه
شونډې دې شور غواړي سندرې غواړي
سندره وايي رباب جوړ کړم کنه
ګونګو جذبو له چې دې ژبه ورکړي
ستا په نوم داسې کتاب جوړ کړم کنه