پښتو ادب · شاعران
عزت الله ایاز
د عزت الله ایاز پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله ایاز
لوی د اضطراب څادر زما پر اوږو خور
یم د کربلا د یزیدي غمونو مور
درې زره سجدې مې درته وکړلې ساقي
څو شیبې لا پاته دي او څو ساعته نور
داو د دې دنیا او مافیها ورباندي ږدم
لږ مې خاموشۍ ته یاره ونڅوه شور
وا د زمانې لقمانه پام دي ورته سته
څه کافر خمار مې دی د خپل زړګي پر کور
څه مې د نظر په ترازو کې اچوې
ما سره ملګري مې جامونه دي نسکور
خدایه ته که هم حسن پرست نه یې نو بیا
ولې دي بېل کړی له جنته څخه اور
پړق وو په آسمان کې د برېښنا او یا که تا
سترګي کړلې خلاصي د تیاره موسم پر لور
ستا د کیفیاتو استفهام کړمه خراب
لاس مې رسېدلی تر امکانه وو په زور
زه د یوسف مخیو له کاروان سره روان
زه یمه ایــــازه د بلال په رقم تور
—————————————————————————————————–