پښتو ادب · شاعران
عصمت عطا ملکزاده
د عصمت عطا ملکزاده پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عصمت عطا ملکزاده
زه غږ نکوم له ننګه
زړه مې چوي غنمرنګه
ته خوشبو د ځوانې پېغلې
بې ارزښته کړې لونګه
دا خبره له ما نه شي
معلومېږي مې له رنګه
مونږ د امن چيغې کړي
مونږه ستړي یو له جنګه
د فرعون لارویه
پاچاهي دې شوله ړنګه
نور عصمته خدای ته ګوره
رانه لاړ نه شې له څنګه
***************************************
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عصمت عطا ملکزاده
په ما لالي کړی الزام شکر دی
حسن دې څنګه شو لیلام شکر دی
کور یې زمونږ د کور تر څنګه راغﺉ
سره شریک مو شولو بام شکر دی
د نفرتونو خپرولو والا
حاصل به نکړې کوم انعام شکر دی
په ما دې تور د محبت ولګي
په تا دې یمه زه بدنام شکر دی
یوازې زه نه یم چې پام په کوم
د عصمت هم دی په ما پام شکر دی
***************************************